تا نه لـــــــــــــرې دی خـــــــــو ما ته ډېر نژدې دی

زمانې! مــــــــرګ لکه ســــــــيوری راپسې دی

ســـــــــــتا جــنت ته خــــــدايه سل لارې درغلي

خـــــــو مــــونږ خـــوارو ته يوازې په کعبې دی

دومره فـرق دی، زما غوڅې، غوڅې شونډې

ســــــتا پۀ شونډو باندې رنګ د دنداسې دی

اوس ويدۀ شـــــــه خــــــــوب پوره که لېونيه!

بدي دار ســـــــړی يې ســــــتا مزل د شپې دی

د سـلــــــــــــــــو نه د زرو کالــــــــو خــــــــــبر ده

دا پښــــــــــتون دی دا د ډېرې زمــــــــانې دی

د غزل دی د ټپــــــــې دی د نغـــــــــــــــمې دی

دا ميــــــــوند مــــــړه د هــــــرې تمـــاشې دی