تښتي دُښمنان مو پښې ې سپکې دي
بيا د فولاديزو مټو ټکې دي
ورسيد انجام د تباهۍ ته اوس
لارې د خلاصون ترينه اوس ورکې دي
نه شو ماتيدای مونږ په مادي قوت
کلکې ارادې مو آسمان څکې دي
لاړ به سالم نه شي له ځوانانو نه
بيا د ميوندونو په ولکه کې دي
هر يو ته مو ورکړو تندريز ګذار
ښخ ې په سينو باندې مردَ کې دي
مخ ې له شکست سره لښکرې دي
پورته په هوا دي که په ځمکې دي
هر څو که د عصر اسلحې لري
زمونږ د ايمان زور ته تل نازکې دي
نه شي هوسا تللی زمونږ کوچنيانو نه
وار پرې کړي لاسو کې ې غولکې دي
را دې شي جواده نور به هم مات کړو
لوی لوی طوفانونه مو په زړه کې دي