تۀ خوږه لکه ګناه شې

زه بې ايمانه ګناهګار شم

ستا د شونډو شراب وڅښم
شرابي شمه ميخوار شم

***

لۀ دې کاره مې زړۀ موړ شي

پۀ زارۍ شم پۀ توبه شم

ستا پۀ پښو کې سجده وکړم

تۀ مې رب زۀ دې بنده شم

***

تۀ خوره وره پرته وې

پۀ ورو، ورو راته کيسې کړې

ماته دومره مينه راکړې

رانه هېرې مې توبې کړې

***

ستا لۀ ټنډې ستا لۀ زنې

څو کوکۍ واخلم شکرې

پۀ جنت کې دا خوند نۀ وي

وي جومات ورځنې لرې

***

ملا بانګ کړي مسلمان شم

لۀ نيمګړي خوب شم پورته

(خزان) ډېرې توبې وکړم

بس روان شم د خدای کور ته