شمعه چې شمعه ده ماښام سوځي

شمعه مې زړۀ نه دی مدام سوځي

ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي

ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي

دوی خو دا اور بل کړی دوی نۀ سوځي

پۀ کې غريب ملنګ د قام سوځي

کړاؤ جذبې اخيستی ګورئ ورته!

اوس ميخانه ورانوي جام سوځي