تۀ چې ځې بيرته راګورې پۀ غوسه کې

ياره ولې مې رټې خپله کوڅه کې

زه مېلمه يم د يوې شېبې راغلی

لۀ خپل دره مې شړې پۀ سره غرمه کې

وعده وکړې خو درک دې معلوم نۀ وي

خاموې راته خپل ځان هره وعده کې

چې دې مينې ته زړۀ نۀ وي جواب راکه

تنګوه مې مه اشنا پۀ دروازه کې

سترګې تورې، شونډې سرې او نرۍ غاړه

پۀ بام مۀ ودرېږه ياره سره جوړه کې

کۀ دې زړه وي د وژلو خون بښمه

پۀ ما خاورې کړه انبار پۀ هديره کې

زۀ مفتون دا يو يادګار درځنې غواړم

د کفن پۀ ځای مې ښخ کړه لوپټه کې