غـــــــــــــــــــږ مې واوره ای رحــيمه زما ربه !

مونږ ته راکړه پۀ وطن کې روڼ سحر خپل

د ګاونډ پۀ لمســـــــــــــــــــونونو وطــــنوالو!

ولې مرګ ته تيارېږئ  د ټبر خـــــــــــــــــــپل

ما ته ډېر ارزښت لري لۀ خــــــــــــــــپله سره

شين سمسوره ننګرهار او پېښــــور خـپل

کـــۀ سل کاله پرې نور هم تېر شي رقـيبه!

درته نۀ پرېدم اټک او خړ خـــــــــيبر خپــل

بيـا مې ټولو نړۍ والـو ته چــــــــــيلنج دی

کۀ راجمع پښـتانۀ کـــــــــــړم لر او بر خپـل

يا به کـــــــــــــــــــړمه د رقيب خونه ويجاړه

 يا به وبايلم (خزانه) پکې ســــــــــــــــــر خپل