مــــــــــــــــــينه هــم ســــــــــــــــــوز لري هم ســـاز لري

ژونـــــــــــــــــــــــــــــد کې هـــمـدا توکي امتياز لري

يوه لحظۀ مخ نه نقاب لـــــــــــــــــــــــــــــــــــرې کــــړه

اســـــــلام کـې يــــــو نـــــظــــر جــــــــــواز لــــــــــري

يوه مــــــــــــــوســـــــــــــــــــکا يا يو نــــظر بانه شـي

عجــــــــــــــــيب کــــيفيت د عشـــــــــــــق اغاز لري

نـــــظــر دې آن د زړګي تل ته رســــــــــــــــــــــــــــــي

ســـــــــــــــــــــــــــتا دواړه ســـترګې دا اعجاز لري

خـــــنـــدا ســــــــره پۀ اننـګــــو لاس کــــــــــــــيږدي

زمـا اشـــــــــــــــــــــــــــــــنا دا بېـــل انــداز لـــــــري

تعريف د حســــــن به يې داســــــــــــــــــــــــې وکړم

ملا د هـــوسۍ ســــــــــــــــــــــــــــــترګې د باز لري

کــــــــــــــــۀ مـــــــــــــــحبت دنيا پۀ هـر رنګ بولي

خـــــــــــــــو (ستانکزي) ته لــــــوی اعـــــزاز لري