جانـانــــــــــه راشه زما کتوله راشــــــــــه

ډيــــــــريم بي تابـــه زما ليدو له راشــــه

چي می پــه روغ ځان تــه ونه ليدلـــــــى

يو ځـــل مى سوي اسويلو له راشــــــــــه

ټول رقيبان مي دي خوشحال جانانـــــه

لږ رحـــــــــم وکړه يو څوشپو له راشــــــه

دا ستا ديدن پسې رنځور شوم اشنـــــا

د خداى لپـــــــاره خوګياڼو له راشــــــــه

ګرانه ( خليل) به دي هر وخت ياده وي

دحال دپاره لږ دي برو پښتنو له راشـه