تير يادونه

 

بيګاه شپه مى ستا يادونه راپه زړه شوه

هغه ښکلي تير وخــــــتونه راپه زړه شوه

تر ســـــــــــهاره مى زخمي زړه ناقرار وه

چي دسرو شونډو خوندونه راپه زړه شوه

خوږه يـــــــــــاره عجيبه د مينى  ژوند وه

د يارانو محــــــــــــــــــفلونه راپه زړه شوه

شين سهار به مى چي يار په انتــظار وه

ماته هغه تير يــــــــــــادونه راپه زړه شوه

اى ( ناصره ) يوه ښـــــــکلي زنده ګي وه

ديــــار غيږه کښې خوبونه راپه زړه شوه