د مستعار نومي مسافر پکتياوال د ليکنې په ځواب کې

ارين احمدزی

لیکوال یو سپیڅلی نوم دي او هر لیکوال باید ټولي کړنې دسپیڅلتیا څخه ډکي وي په خاصه توګه دلیکنو په برخه کي دلیکوال دلیکنو بنسټ باید په ريښتونولي برابري وي. لیکوال که نيوکه يا ليکنه کوي بايد ريښتونولي پکې له ورايه جوته وي،  ځکه خدای تعالی په قلم قسم کړی دی او که يې څوک نه مني د ن والقلم سورت دې په قرآن کريم کې تلاوت کړي.  زه تل په نړۍ جال يا انټرنيټ کې ډول ډول ليکنې لولم ليکوالان هم پکې بيلابيل نومونه لري،ډير پکې موسمي ليکوالان وي،خو که هرڅه وي وي به، د دې لپاره چې خبره رانه اوږده نه شي، او چاسره تربګني ونکړم را به شم خپلې خبرې ته ، تيره ورځ مې په انټرنيټ کې په بينوا پاڼه کې کې يوه لیکنه وليده چې سرلیک يې و ( پکتيا او د ځمکو مافيا، سرخلاصی ليک)  ليکنه مې پرانيسته يوې خواته روژه وه اوليکنه ډيره لويه وه د لوستلوحوصله يې هم نه وه،خو بلې خواته ليکنه له دې سره سره چې ‌ډيره لويه وه ځينې کرښې پکې سرې شوې وې نو ځکه لږ ورته تم شوم،په ليکنه کې ولسمشر ته ګيلې شوې وې، د ميرويس زوی په سر قسم ورکړل شوی و. ليکوال يې د مستعار نوم څيښتن ښاغلی مسافر پکتياوال و، زه منم ځينې ليکنو کې ليکوال مستعار نوم ته اړ وي خوپه داسې ليکنه کې چي نوم یي د سرخلاصي لیک وي او ریښتینولي  پکې وي ليکوال هيڅکله بايد کوښښ و نه کوي چې په مستعار نوم يې وکړي. په هر حال ليکوال پکتياوال په څو ډلوويشلي و، تور ږيري،شين ږيري........ والي، د والي د دفترمسول، د مشرانو جرګې دغړو نومونه دذکر په ځاي تنها د ټول کلمه  باندي اکتفا شوي وه دولسي جرګي دځینو غړو نومونه پکښي ذکر شوي وو، ماته په دې ليکنه کې د منلو او نه منلووړ ډيرې خبرې وې، ځکه دی په پکتيا کې په ليکوال، ځوان، استازي، چارواکي، او ډيرونوروکسانولږيدلی و. له دې سره سره چې په پکتيا کې  مې فرهنګي ملګري او د قلم خاوندان ډير دي زه د هغوی دفاع کوم، ځکه هر يو يې د قلم خاوند دی او کيدای شي په وخت سره ورته ځواب هم ورکړي. خو د يوکس دفاع ځکه کوم چې دی ليکوال نه دی خو په ليکوالو سخت مين دی، پکتياوال دی، خو په پکتيا کې په کومې قبیلې پورې لکه ځينې کسان ځان اړوند نه بولي. ( خو يوه خبره بايد روښانه وي چې زما موخه د دې ليکنې ليکوال دی د پکتيا نه يم او نه هم د هغه کس چې ملاتړ يې کوم خپلوي لرم، يوازې يو ملګری دی او د ډيروملګرو په منځ کې پرې وياړم، ځکه ده دخپل نفس دښمني اخيستې او جګړه ورسره کوي خو د پکتياوالو او پښتونو سرټيټي نه غواړي) زه چې د کوم کس  ننګه کوم او ماته اوس هم په زړه کې ګران دی هغه په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو ځوان او تاند استازی ښاغلی محمد ابراهيم غښتلی دی. د دې لپاره چې زما ليکنه درته له زړه ښکاره شي زه به د ده او زما د دوستي په اړه درته يو څو کرښې وليکم:

له نن څخه شپږ کاله وړاندې زه او غښتلی په کابل کې سره بلد شو، ده هغه وخت له نشه يي توکو سره د مبارزې په اداره کې کار کاوو، په يو مارکيټ کې اوسیدو او وروسته سره د يوه اوطاق يا خونې ملګري شو، غښتلی وروسته د مخابراتو وزارت ته راغی، او زه هم د پوهنتون په ترڅ کې د دندې خاوند شوم او په يوه رسنۍ کې مې په کار پيل وکړ، ملګرتيا مو سره روانه وه دهيواد په ټولو سياسي حالاتو کي مو تل بحث کاوه، زه او غښتلی به تل په دې فکر و چې د پښتنو راتلونکی معلوم ندی مشرتوب نلري مرکزیت نلری اخیر څه وکړو او څه باید وشي ، دغه فکر مو په نورو ځوانانو کې هم لیدو ولي د راټولولو امکانات راسره کم وو په هر صورت خپله مبارزه مو دخپل وس سره سم رسنيزه شوه، د پام په نوم د مجلې بنسټ موپه ګډه سره کيښود او د غښتلي په معاش به مو چاپوله، نور هيڅ هم نه و يوازې د غښتلي معاش و، ليکنې وې او له خپل وس سره سم د پام مجله چې مهالنۍ ده خپريده. تر دې چې يوه ورځ مو په کوټه کې تصميم ونيوی چې غښتلی به په پکتيا کې ولسي جرګې ته ځان نوماند کوي، همداسې وشول، په يوه وړه خړه پړه کوټه کې مو په شخصي کمپيوټرونو کې د ده عکسونه ډيزاين کړل او نور مود مجلې د چاپ وس نه و مجله مو ودروله او انځورونه مو چاپ کړل، ښه مې ياد شي کله چې مو انځورونه چاپ کړل نور نو له موږ سره د کوټې کرايه هم په جیب کې پاتې نه شوه، له يوې خوا اقتصادي ستونزې، بلې خواته پښتانه اوپه پښتون ميشتو سيموکې روان ناورين سخت ځورولو، بلې خواته له غښتلي سره خپلې کورنۍ سخت مخالفت وکړ او ورته وویل شول چې بايد له خپلې کانديداتورۍ تير شي، خو غښتلي عزم کړی و، نوم ليکنه وشوه اوټاکنيزې هڅې مو هم همداسې په سوال پيل کړې، پوروړی شو، او ډيرې ستونزې يې تيرې کړې او تر ډيرو هلوځلووروسته په دې وتوانيد چې بريالی شي او ولسي جرګې ته لاره ومومی.

ولسي جرګې ته له برياليتوب سره سم يې پکتياوالوته منډې ترړې پيل کړې، تر بریالیتوب وروسته مو لیدني کمي شوي ځکه چې دده مصروفیتونه زیات وو او مارکيټ ته مي هم دامنيتي ستونزو له امله زیات دراتګ اجازه نه ورکوله، خو ټليفوني اړيکې مو سره زیاتي وې. دا ټوله کيسه به ډير وخت ته اړتيا ولري، خو زه به يې همدلته را ونغاړم.

را به شم ښاغلي مسافر پکتياوال ته پکتياوال صيب ليکنه دې ډيره ښه کړې وه خو کره والی پکې ډير کم و ستا اند دی زه ورته پوره درناوی لرم، مخکې به په والي جمعه خان همدرد تورونه لګيدل چې داسې دی هسې دی....... ما به منله خواوس چې ستا قضاوت ته ګورم والي هم راته سپين چرګ ښکاري، ځکه يو تور وي او يو کره خبره، ته که له نورو ډاريږې، له غښتلي مه ډاريږه مستعار نوم باندې ليکنې مه کوه، راشه زه به دې ورسره مخامخ کښينوم، ما ورسره ډير جنګونه کړي دي يو به ستا په خاطر هم ورسره وکړم، زور زياتی نه کوي ځکه لوستی دی، ځوان دی، دليل مني، ټوپک سالار کوم قومي زور واکی يا په قومي مفکوره لوی شوی ځوان نه دی او کيدای شي د کورنۍ پوښتنه يې هم په ټوله پکتيا کې وکړی، که ته له غښتلي سره سپيناوی غواړې راشه زه درسره ځم ان تر دې چې په ټلويزون کې يې په ميز کې درسره کښينوم.  خوته بايد سپيناوی وکړې، تور هرڅوک پورې کوي خو د سپيناوي ځوانان يې ډير کم دي. زه درته د غښتلي ننګه کوم، خو درته سپينولای يې هم شم او هره خبره درته له ډاډه کوم.

تا چې کله ليکنه کړې وه ما نه وه لوستې، ماښام مې له غښتلي سره اړيکې ونيوې او ده راته وويل چې راشه کور ته اوس مجرد شوی يم، نور راځه بيرته کوټه سره نيسو زه به وکالت کوم ته دې خپل دفتري کار، دې خبرې هک پک کړم، ډير مې ورته وخندل، ومې نه منله ځکه وکالت بې کوري او مجرد ژوند ناشونی وي، بيا په افغانستان کې خو وکيلان دومره پیسې لري چې کورونه يې په دوبۍ کې وي هره ورځ ماښام ځي سهار په الوتکه کې راځي، ماښام له دفتر سيخ د دوی کور ته راغلم، له کوره مې هم موخه د ده شخصي کور نه بلکه کرايي کور دی، چې اوس يې په والله که د کرايي وس هم ورسره وي. زه راغلم، غښتلی مې وليده په حجره يا ميلمستون کې پروت، د مسافرو روژه ماتی راغی، ومو خوړ دژوند پوښتنه مي تري وکړه ویی خندل چي دمافیا غړو څنګه ژوند وي هغسي ده ماورباندي ټوکه وکړه چي ستا په ډوډۍ کي کوم فرق نه دی راغلی ، نه کباب شوي پسونه شته او نه هم زري موټري او نه هم شل دیرش ساتونکي ویي خندل راته یي وویل چي تاسو پرون په بینوا ویب پاڼه کي راپسي لیکلي دي او دمافیا ډلي سره مو تړلی یم غښتلي ته یو کس تلیفون وکړ چي یو ناروغ مي راوړی ده ملالۍ زیږنتون کي مو ډاکټران غږ نه اوري که مرسته راسره وشي غښتلی لاړ او کیسه په نیمه کي پاتي شوه  دستي مې کمپيوټر را واخيست او بينوا پاڼه مې پرانيسته لیکنه مې ولوسته، ډير خفه شوم ځکه وايي يو وخت يو قاضي په محکمه کې ناست و قلم ترې لويدلی و کوم کس ورته ويلي و چې قاضي صیب کولنګ دې را پورته کړه،قاضي ورته ويلي و چې دا خو کولنګ نه دی قلم دی، دې کس ورته ويلي و چې نه قلم خو سپيڅلی شی دی، د خلکو کورونه جوړوي خو ستا په قلم کې سپيڅلتيا نشته او د خلکو کورونه ړنګوي، ما چې ستا ليکنه وکته ستا په ليکنه کې هم تر قلمه د کولنګ رنګ ‌ډير و، په حقه روژه کې تور پورې کول او له ګناه به يې هم خبر وې او که خبر نه يې کيدای شي په اړه يې مطالعه وکړې.

زه په دې خفه يم چې کاشکې غښتلي عيشونه کړي وای، معاملې يې کړې وای، په وزيراکبرخان يا دريمه کارته کې يې کورونه وای، په پروژو او وزيرانو سره معاملوکې يې لاس وی. د نورو وکيلانو بچيان بهر ته ځي، ميرمن يې په لوکسو موټرو کې سوريږي او په لوکس کور کې ژوند کوي، خو د غښتلي بچيان د دې له امله چې د ده معاش ورته بسنه نه کوي پکتيا ته او په پکتيا کې بيا د سيد کرم په ولسوالۍ کې له خاور او خټو جوړ کورته ځي، ته پوهيږې غښتلی ،ميرمن،بچيان، وروڼه او وريرونه به يې دا پوښتنه کوي کنه چې آيا ټول وکيلان داسې وي کنه يو غښتلی،دا جوته خبره ده چې يو غښتلی به داسې وي.ځکه غښتلی پاک دی،ځوان دی، سپيڅلی دی.....................

ګرانه پکتیاواله د پکتياوالو دردونه وایه،خو په ليکنه کې سپيڅلتيا ريښتونی قضاوت مه هيروه، تل کوښښ کوه چې ليکنه دې کره وي، زه تاته په پکتيا کې داسې کسان ښودلی شم چې په کابل ښار کي یي په زرګونو جريبه ځمکې يې غصب کړي دي خوتا يې نوم نه دی اخيستی، ستا په پکتيا کې داسې استازي شته چې يوازې خپل قبیلې ته کار کوي، خو غښتلی بيا يوازې پکتياوال دی او په پکتيا کې ميشتې قبیلې به راته دا ثبوت رانه وړي چې د دوی کار يې نه وي ورکړی، ان تر دې چې زه د بل ولايت يم خو زه هم کله کله د خپل ولايت د محصلينو، زده کونکو ستونزې په ده حلوم، ځکه دی ځوان دی، پوهنتون يې لوستی دی، تر نورو ډير د محصل، زده کونکي په درد پوهيږي. ښاغلی مسافره راشه زه د يو ورور په توګه تاته بلنه درکوم چې راشې د غښتلي ژوند وګورې، چې دی څه ډول ژوند کوي، ټول  نيږدې خپلوان له دې امله چې دی سپيڅلی دی ترې بیزاره دي،ځکه نور به په ټولنيزو جوړښتونوته هم پوهيږې.

تا ليکنه وکړه،بينوا خپره کړه، کیدای شي فرمايشي وي، يا بل څه خو هر څه چې وي ستا اند دی زه ورته درناوی لرم، مګر ته بايد په يو شي پوه شي، چې ريښتونی قضاوت تر تور او هسې تاويلي ماويلي خبرو ډير خوند کوي. ځکه په ريښتونې خبره کې سپيڅلتيا وي، خوند کوي، مګر په دې ډول لیکنو کې د د سمواو ناسمو ګډول زړه بدوي، نور ته پوه شه ايمان او وجدان دې، دا يوازې زما د زړه درد و، يوازې او يوازې د غښتلي د يو ملګري چې ډير کلونه ورسره په سياسي، ادبی، ټولنيزه مبارزه کې نیږدې پاتې شوی یم.

نور دې خدای ته سپارم، هرڅه خدای کوي، آيت دی چې وايي( تعز من تشا و تزل من تشا..............الایه) غښتلی وکيل شو، خو سپيڅلی دی، دا چې نن ده ته خدای دا عزت ور په برخه کړی دی بايد په پورته آيت باندې ټول ايمان ولرو، غښتلی د معاش په پیسو وکيل شوی دی، د مافيا پيسې نه دي چې له مافيا سره لاس ولري. نور کيدای شي ته د پکتيا يې د غښتلی ، د کورنۍ اوکړنو په اړه يې تر ما تاته ښه مالومات وي.

خو يوه لارښونه درته کوم، تر ليکنې مخکې، فساد، مافيا، د ځمکو غصب، تعريف کړه وروسته بيا لیکنه وکړه.

په درنښت

ورور دې

ارين احمدزی