غزل
دګلــــ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ــونوتریوښـــــــاره دې یونه وړم
خوبه ! ځــارترخپله یاره د ې یونه وړم
مخامخ چې تا ته ګورم ګیله راشــــــي
چي دسترګوتر کناره دې یــــــ‎‎‎ـونه وړم
یوزرګرپه غوږکې پټ ویل پېزوان ته
دګلرنګې تررخساره دې یونــــــه وړم
داوطن مې شېرنۍ اوجنګ ښامار دی
مومن خان وم ترګذاره دې یونه وړم
هره ورځ به زه مړکېږم ته به وعظ کړې
له هدېرې تریکه زاره دې یونه وړم
پریزادې ! دانګوروتـــاک راټیټ کــړه
ژوند مې سوړدی ترخوماره دې یونه وړم
هاشمي ستا دګرېوان ځونډوته ګــــوري
دلــــونګو تــــــرکـــتاره دې یونه وړم
سیدفخرالدین هاشمي