غزل 
که په زړه پرهر پرهر شوم ته به څه کړې
ستا په شان که ستمګر شوم ته به څه کړې

ته چي هر ځلي خفه شوې ما پخلا کړې
چیرته زه که مرور شوم ته به څه کړې

تاقسم کړی چي نور به مي نه ګورې
که ناڅاپه درچکر شوم ته به څه کړې

غیږ ته نه راځي د خلکو له پیغوره
که درپیښ زه په اختر شوم ته به څه کړې

ستا په در کي ډیر خوشحاله یم دلبره
که مجبور د بل د در شوم ته به څه کړې

چي په کوم زیارت کي بل له خدایا غواړي
که دهغه منجاور شوم ته به څه کړې

اوس د ناز او اداګاني په لیمو وړم
زه سید که مسافر شوم ته به څه کړې
سیدشاه خروټی-لندن