غوښتنه 
 زه به د ژوند ټوله خوښي دا ستا په نوم کړم ساقي
خو ته مې هم له مېکدې نه بېنوا مه شړه

پرېږده چې زه هم د رندانو په محفل کې کښېنم
درته زارۍ کومه ځار دې شمه،ما مه شړه