غزل

مجبوریم له فطرته د ذلت په لاره نه ځم
پښتون یم له پښتودبغاوت په لاره نه ځم

نری د صراط پل شودالفت په لاره نه ځم
جانانه ستاد حسن دقیامت په لاره نه ځم

چې تاته شې محل اوپه ما ړنګ کړي دیوالونه
اشنادر سره نورددې اخوت په لاره نه ځم

ما پریږده، ته زبیښه کله شراب او کله وینې
په نوم دتمدن دې دوحشت په لاره نه ځم

سرخیل که شوم دمینې نوته ولې برندراګورې
جنت ته خو به شیخه دنفرت په لاره نه ځم

چې تل بوخت وم (حسنه) دخپل ځان په پیژندنه
اوس هم هغه ملنګ یم دشهرت په لاره نه ځم