غزل 
مات دی، ګوډ دی، هم بې بیمار زما نصیب
دغمونو یو غټ بار زما نصیب

که هیڅ نه لرمه بیا هم ډیر غني یم
شوه دعا، د مور او پلار زما نصیب

چي په کومه خوا می بیایې هلته ځغلم
زه نوکر دی مي بادار زما نصیب

چي هر څو یې خپلوم نه راخپلیږي
په لمسون دی داغیار زما نصیب

زه چی هر وخت دسروضې «ارمان کومه
خدای لیکلی په بل ښار زما نصیب

چی څه شوي،څه روان دي څه به کیږی
ددې تولو دمه وار زما نصیب

نو به ولي له سید نه حساب کیږي
دهر څه دی ګناهګار زما نصیبب

(سرووضه زما د کلي نوم دی او د پکتیکا تر ټولو غټه ولسوالي ده)