خدای (ج) ته منظمه خط _/// _ نن خدای ته ليک ليږمه څه وليکم؟
زه پريشان په دې سکڼي ماښام کې

نن خدای ته ليک ليږمه څه وليکم؟

چې دا زما او د هغې کيسه ده

د سلو زرو نقابونو شاته

د يوې پېغلې د پردې کيسه ده

په هغه شپه مې رڼاګانې څښلي

چې له هندارو لوپټه ډکه وه

په تصويرونو کې شوخي ويده وه

هم له رنګونو آئينه ډکه وه

خو يوه شپه وه بې امکانه غوندې

هغې لفظونو ته تکرار ورکوو

چې زه او ته به سره نه بيليږو

ما قسمونو ته تکرار ورکوو

اوس دهغې يادونه پاڼې،پاڼې

چې د دردونو انتها پاتې شوم

د ليونتوب کيسه مې ختمه نه شوه

له خپلو سترګو نه پناه پاتې شوم

لکه کالبوت زما په خيال کې پرته

لکه موزيم کې د ډبرينو کاڼو

يوه تاريخي مجسمه ولاړه

چا پرې ليکلي دي په تور ټکو

دا دسندرو بوتخانې تصوير دی

دسلو زرو د ګونګرو ملکې

د يوې ډمې پريښتې تصوير دی

خو نور يې نه لولمه څه پرې کوم

په دغه ښار کې د قبرونو لوحې

لا د تقدير پاڼې شليدلي نه دي؟

نصيب مو تورې د لاسونو لوحې
ما د معصومې شپې څادر د پاسه

د ډېرو ستورو جنازې کړي دي

په دعاګانو کې چې سا ورکه ده

وخت د کمزورو جنازې کړي دي
نن خدای ته ليک ليږمه دا ليکمه

چې بنده ګي د انسان ودروه

نور زه داوښکو عبادت نه کوم

دا زنداګي د انسان ودروه

طالب منګل