ما مې خپله ګله غوښته


< بیگاه شپه عجیبه شپه وه >
یوه تکه توره شپه وه
نه رڼا وه نه سپوږمۍ وه
نه بلا وه نه پیرۍ وه
ما به هم سندرې ویلې
زړه مې هم سندرې ویلې
زما سندرې لومړنۍ وې
د زړګي مې لیونۍ وې
ما مې خپله ګله غوښته
ده هم څو څو ځله غوښته
ما مې خپله ګله غوښته
ده هم څو څو ځله غوښته


صفی الله ستانکزی ازادۍ راډیو
*ومان صاحب له یوه بیت نه په الهام