ېوه ورځ له رسنیو په درز اورو چې سیاست د فردي ازادۍ په نامه همجنسبازانوته د واده کولو جواز ډالۍ کړ بله ورځ خبر شو څه د فرزندي اولادو واک یی هم ورکړ.وایی چې یوه بدې سل نورې زېږه وي.سیاست پدې پېرزوینې لومړی لواتت روا او رسوا کړ،دوهم ماشوم معصوم یی د دوه پلارو یا دوو میندو په لرلو سره د پلار او یا د مور له مینې محروم کړ د طلاقیدو په صورت کې د څلورو ان د شپږم پلارو یا میند لرونکی کړ،که ملګري او همزولي د پلارو اومیندو د ډېروالي او دهمجنسبازۍ تعنه ورنکړی پخپل با طن کې به پخپل حال څومره شرمیږي؟ او له شکه پرته چې د مور یا د پلار په نه شتون کې هغه ناقصه تربیه کېږی. د ژوند په بهیر کې د دوه کسو د نږدېوالې اخري سرحد نفس شریکي او محرم والی دی چې دا ښځه او مېړه نومېږي. تردي آخوا بل د نږدېوالی پېوند نشته.دا چې سیاست څنګه د انسانیت دا منلې او سپېڅلې وصل وشلوی او بې شرمیو ته لار پرانېزي مدعي کېږي چې مېړونه پر ښځو ظلم کوي،سیاست پرځاي د دې چې د ظلم علت اوعلل معلوم او د مخنوي علاج یی وکړي خو برعکس ښځه جنګ ته لمسوی چې لامله یی د نفس شریکۍ او محرم والۍ پوخ دېوال نړیږي. ښځې ته وایی زه دې ګټونکی یم، لدې اېسته ان تر دې حده خپلواکه یی چې د تا له رضا پرته مېړه مباشرت درسره نشي کوای.د هغه د لمسون لامله په غربي نړۍ کې نن په هرو دریو وادؤنو کې دوه طلاق شوي،څرګند حقیقیت دی چې د مور او پلار په جدایی کې د اولاد تربیه پوره زیانمنه کېږي.د تعجب خبره داده چې سیاست ښځه په کور کې له مېړه ګټلې خو په صحرا کې پانګوال ته څملولې،او هغه ته یی د فساد رسمې حق ورکړي چې ښځې ته د یو مقدار اجورې په بدل کې چې څنګه دې زړه غواړي همهغه شان یی صورت په تلوېزونو کې ننداره کړه،تر څو خپل تولیدې توکي ژر ډېر او په لوړه بیه وپلوري.چاپي رسنې هم د خپلو ګڼو د زیات پلور په موخه د موډلو ښځو آنځورونه په کې چاپه وی،له لوستو وروسته اخبارونه او مجلې ايسته غورزي،په غریبو هېوادو کې هټېوال او لاسي پلورونکي یی راټولوي چې پېرېدونکو ته سودا په کي ورکړي وروستی ځای د آنځو رونو کوڅې ډېرانونه اوءنغري شی. سیاست په ښځو د هوس او بې سترۍ مجلسونه توده وی.هغه ړومبي له مجربو عیاشو کسانو هېئت ورله ټاکي بیا ورته یوازي ځوانې فېشني او نیمه لوڅې ښځې رابلي چې هر یوه دنګه بنګه د هغوی له سترګو تېره،څه د خرامانه درېدو کتو او تللو اکتونه یی وه ارزه وی، په پاي کي بیا تر ټولو ځوانې او ښکلې ښځې چې نری اندام لوړه ونه او ښکلي صورت ولری د موډل لپاره انتخابه وي چې د بوکس تينس ژيدو د موټر او بایسکیل د لوبو اتلانو ته د مخ په ښکلولو او د ګلو د ګېډي په وړاندې کولو د بري مبارکي ورکړې.په همدې کرغېړن کار د فزیک پوه او پروفیسرۍ مېرمني په پرتله څو برابره تنخوا ورکوی. د سیاست په همدې بېشرمه عمل څو نور جرمو نه زېږیږي. لومړي په ټولنه کې بې شرمي معافېږي دوهم نورې هغه ورته هڅول کېږي دریم د لږ زیار او د ډېر مذد په ورکړي موډل ښځې مغرورېږي قمار او نیشو ته مخه کوي څلورم موډلو ښځو ته شخصیت ورکول د انجنرۍ ډاکترې او پرفیسرۍ مېرمنۍ د بې ارزښتۍ سربیره دهغوی د مسلک خدمت او شخصیت سپکاوي هم ده. بل د اقتصادي وېش نا انصا في هم ده.چې لامله یی په ټولنه کې طبقاتې توپیر رامنځته کېږي سیاست ښځو ته خپل صورت لکه مادي متاع ګرځولې، هغه لوڅه په هټي کې ولاړه وي،ان په چټل زوړ نېشه او بوین کس باندې خپل عزت د څو روپیو په بیه پلوري. د سیاست روح تعصب دی.او تعصب په قوم،ژبې مذهب عقیدې او نسب کېږ ي اوهمدا توکې کرکه قهر کبر برترۍ او نور فسادونه زېږه وي. ان له خدای منکرو علمانو هم دروغ غیبت دوکه بازي بې وفایی عهد شکني لوي جرم ګڼلي، خو سیاست یاد جرمونه د دیپلوماسۍ د هنر او د انتخاباتي کمپاین د بري لپآره د مور شېدې ګڼلې. ماکیاولي څه د سیاست لوی استاذ دی هغه د پاچا په کتاب کې سیاستوالو ته د فساد لس ماده ئیزه نسخه پدي ټکو ورکړېده. ۱-یوازي د خپلو ګټواو غوښتنو په هڅه کې واوسه ۲- له خپل ځانه پرته بل چاته درناوي مه کوه ۳-بدي وکړه خو داسې وښیه چې د نیکي تکل لري۴-تمه ولرئ اوهڅه وکړئ چې ډېره شتتمنې او ثروت تر لاسه کړئ۵- کنجوس واوسه۶- قهرجن او بې رحمه واوسه۷- تر هغه مهاله چې دې په وس کې وي چل او تېر ايستنه زده کړه۸- دښمنان له منځه یوسه او د اړتیا له مخي پر دوستانو هم زړه سوی مه کوه ۹- له خلکو سره په کړنلاره کې زور زیاتی تر نرمي او مهرباني غوره وګڼه ۱۰- ېوازي د جنګ او جګړې لپاره فکر کوه. دلته پوښتنه پیداکېږي دا چې سیاست د انسانیت دومره لوي دښمن دي نو ولي انسان د سیاست مني؟ځواب دادي چې چالاکانو شتمنو او زورورو خلکو سیاست د حکومت چلولو په نامه د انسان ذهن ته ننوېستي،خو په حقیقت کې دا خبره بلکل غلطه پدې ده چې الله ج د دنیا او اخرت پاچا دي او کور وړوکې هېواد دي چې پلار یی پاچا او موررئیسه ده،نو نه الله ج او نه مور و پلار سیاستوال نومولی شو. په حقیقت کې سیاست د نورو د شتمنیو او د حکومتي مقام د غضب کولو لپاره جګړه ده.په حکومتي لوړو پوستو کې د مادي او مالي اختیاراتو امتیازاتو سربېره لذت شهرت او القاب هم شته، ورسره له قانونه د فوقیت او له سزا نه د معافیت امتیاز یی هم په نصیب کېږي، او هرغل،رشوتخور، قاچاقبر ،قاتل ظالم،د هېواد ولس او دین پلورونکي او بل هر جنایتکار چې سیاست ته ننوزي،هاغه یی له محکمې نه د سیاسي شخصیت په نامه ګټي او ژغوري. نو په همدي وجه خلک سیاست خوښوي. په درناوي. محمد نقیب تره خیل ۹-۱۲-۲۰۱۷