ډیرې بې وسۍ نه ما دا ستا لمنه ونیوه
وریځو په اسمان کې دسبا لمنه ونیوه
تا له ډیره کبره چې زمونږ کلي ته شا کړله
ما هم وارخطا بیا د ژړا لمنه ونیوه
زه لکه لوګی په سرو غرمو له غرونو واوښتم
سوو اسویلو مې د صحرا لمنه ونیوه
اوښکې ننواتې ستا تر وره پورې درغلې
ستا د کاڼي زړه بیا د ګناه لمنه ونیوه
تادرقیب مخ کې څوڅو وارې ملامت کړمه
ځکه مې په چوپه د حیاء لمنه ونیوه
څومره ټینګ باور بیا د (وارث) په خپله مینه وه
تاولې په زغرده د جفا لمنه ونیوه
اوسلو- ناروې