پرهر څه ته وايې ؟

شيخ څه خبره چې مينه څه ته ډلبر څــه تــــــــه وايي ؟

د شوخو سترګو ګذار څه وي  نظر څــه تــــــــه وايې ؟

چې د زړګي بن کې يې وسـپړي زخمــــــــــــــونه ګلان

پوه به شي هله چې درد څـه دى پرهر څـه تـــه وايي ؟

ته راشه يو ځـل دې هينــــــداره کې ليـــمـــــې وګوره

بيا تپوس وکړه قيامت څه دى محشر څه ته وايي ؟

ته څــــه پوهــــــيږې لـــوږه څـــه ده تنــده څـــــه بلا ده

ته پوهـــــيږې تږى څــــه تــــه نــــهر څـــه تـــــــه وايي ؟

اى ! د ماڼيـــــو د ښــــار خانـــــه تـــــا تـــــه څه پته ده

چې په جونګړو ماښام څه وي سحر څـــه ته وايـي ؟

ما ته اختر هغه اختر دى چې جـــانان مــــې راشـي

د نــه بـــغير نو نــه پوهيــــږم اختـــــر څه تــــه وايي ؟

خوب کې اريوب نه راځي ځکه نـــاخــــبر يم په دې

جې مست نښتر مازديګرى او ګودر څه ته وايي ؟

په ســر مې واړول خــــلوت کې انديښــــمنه بـــــــــــلا

خوپه جلوت کې کړم تپوس چې ساغر څه ته وايي ؟

 

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى