درنه ځمه

 

لاروى  يم مســـــافر يــــــــــــم درنــــــــــــه ځــــــــــــــــــــــمه

قافــــــــــــــــله کې د ســــــــــــــــفر يم درنـــــــــــــــه ځــــمه

 

د نــــــــــــامې  او د شــــــــــــــــــهرت پروا مـــــــــې نه شته

نه دولت پــــــــــــسې اوتر يـــــــــــم درنه ځــــــــــــــــــــــــمه

 

د غضب د سيــــــــــــوري لاندې مـــــــــــــې ژوند ګران شو

اخير زه هـــــــــــــــــم يو بشـــــــــــــــر يم درنه ځــــــــــــــــــمه

 

بادشاهي مــــــــــــــــــې د دونيــــــــــــا کلــــــــه خوښيږي

بس د مينــــــــــــــې قلــــــــــــــــــندر يـــــــم درنـــــــــــــــه ځم

 

خپل پښــــــــتون  احســـــــاس  ستا غيږې ته  ورنه کړم

اوس لــــــــــــــــــه ځانه  مـــــــرور يم  درنــــــــــــــه ځمــــــــه

 

بيا مــــــــــــــې ګوره په څـــــــــــپو دې موســــــيقۍ کې

غږ د ميــــــــــــــــــــنې د هنــــــــــــر يــــــــــــــم درنه ځـــمه

 

ته بـــــــــــه هــــــــــــــــــــــــــــــــم نه وي همدا رنګــــه ودانه

دونيــــــــــاګۍ په تــــــــــا خبـــــــــــــــر يم درنـــه ځـــــــمه

 

په دې تور کلــــــــــــي کـــــــــــې ګرانه ګــــــــــــــــذاره شوه

د خـــــــــــالونو ســـــــــــــــــوداګر يـــــــــــــــــم درنه ځـمه

 

انديښمـــــــــــــــنه له کابله خـــــــــــداى په امــــــان وي

د اريــــــــــــوب يم د سپــــــــــــــين غـــــــــر يم درنه ځمه

 

 

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى