د مينې کړنګ

نــــــادان وو چې د مــــينې لــــه کړنګه ولــــويــــدو

نظرمــــــې ماتـــــې وخوړه لـــــــه جنـــګه ولـــويـــــدو

ستا در کې وو ولاړ چې څنګه ستا سترګې ښکاره شوې

کــــچـــکـــــول د خــــيراتونو لـــه ملنـــګه ولــــويــــدو

دا نن په خــــــــوا راپورته شــــــــوى يې له خـــــوبه ؟

له شــونډو دې جانانه اقرار څنــــــــــګه ولــــــويدو ؟

په ميـــــنه کې کـــــــمى د يــار راغلى که څه چل دى ؟

چې ســــــيند مې د غــــزلو لــــه غورځنـــګه ولويدو

تا وګټله وخته خـــــپل قلـــــم اخيســـــتى نـــــــــه شم

همــــدا زما خنــــجر وو چــــې لــــه شـــــرنګه ولويدو

خير پيښ کړې لويه خدايه زړه مې سخت په رپيدو دى

تصوير مــې د يار خيال کې ډير بې رنګــــــه ولويدو

چې پيل مـــــې پرې د خپلې زندګۍ غوڅه نغمه کړه

رباب شولو ستـــــــومانه تار لـــــــه ترنــــګه ولويدو

ځولې د دوعاګانو انديـــــښمنه کلــــــــــکه نيســــه

ګــــــني نو بخت د وخت تاؤ کې لــــــــه ننګه ولويدو