د سترګو لار

چې تر داره تلل مې زده دي تــر سنګساره تلـــــل مـــــې زده دي

بيا نو يــــــاره پـــــورې رســــم او تر ياره تلــــــــــل مــــــې زده دي

 

سندر مارې ښـــــــــــاپيرۍ چې تــــــــــرينه خپلې کــــــــړمه ډيرې

د ســـــــــندرو تر دې ښــــکلي ،ښکلي ښاره تلل مــــــې زده دي

 

د ثواب په نيت به اخــــــــلم يو څــــــــــــــو ښـــــــکلي ګنـــــــاهونه

تر سرو شونډو پـــورې تلى شـــم تر رخساره تلــــــل مې زده دي

 

د هنر ښکــــــــــلوکي غــــــــــــــــرونه مې قــــــــدم ته ويلې کيـږي

غــــــــــلامې به مې نغمې کړي تر سيــــــــتاره تلــل مې زده دي

 

د يو چا مســــــــــتو ليمـــــــــــــو کې لار مندلې انديښــــــــمن ده

په الفت کــــــــې د الله تر لوى دربــــــــــــاره تلــــــــل مـې زده دي