دا ګل په لاس درته ولاړ یم برېښناليکnajibamir@gmail.com دټيليفون شمېره00923005976245 دپوستې ادرس :Universty Post Mall Box No 784 Peshawar راپورونه ،راپورتاژونه ،فيچرونه دشګوپه محل کې شــــعرونه دمېرمنو په اړه تحقيقاتي راپورونه زرپاڼې ته راغلي برېښنا ليکونه لنډې کیسې دوږمې سباناول (بنګړيواله) هایکو ( لنډکي نظمونه ) شنې پاڼې(دوږمه سبا کالم) Poetry In English ژباړل شوي داستانونه ژباړل شوي شعرونه دباران غونډۍ(دهنرمندانوسره مرکې) اړيــــــــــکې
Afghan Refugee Poets Behind Pashto Revival
PESHAWAR, May 28 (IPS) - Afghanistan’s tumultuous history of the last three decades is behind the incredible popularity of poetry in Pashto, the language of the majority Pakhtoons in Pakistan’s North West Frontier Province (NWFP).
٢٨ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-17 01:16:46 م   |   Poetry In English  |  اشفاق يوسفزى
يو ښکلى پيغمبر يوه کعبه خو به پکاروي
له زمکې تر اسمانه سلسله خو به پکاروي
د اور او اوبو مينځ کې څه رشته خو به پکاروي
نور خير د چانه ، نه غواړو په خپلو مټو پايو
يارانو ! ماتول دغه کاسه خو به پکاروي
راځئ چې کرکه پرېږدو او د مينې بنجاريان شو
هو شونډو د جانان ته دنداسه خو به پکار وي
دنيا پسې په منډه او مولا نه يې په څنډه
اخر مسلماني ده نو سجده خو به پکاروي
٨ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-27 09:41:13 م   |   شــــعرونه  |  
ستا د سترګو جنتونه راپه ياددي
ستا د سترګو جنتونه راپه ياددي
ددنيا ټول راحتونه را په ياددي
دبادارو ستمونه مې هير نه دي
د ناداروحسرتونه راپه ياددي
ماښامى زه او ته دواړه په سيل وتي
دبلبلو اوازونه راپه ياددي

٢٢ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-10 10:37:34 م   |   شــــعرونه  |  
ديو يار بې وخته مرګ
صفت الله غرقاب ،چې خوله يې له خندا نه ډکه وه ،ونه يې دنګه نه وه خوغرقاب ( ګلاب که ټيټ دى د لونګو بوى ترې ځينه ) غوندې سړى و
٢٠ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-08 02:07:10 م   |   دا ګل په لاس درته ولاړ یم  |  
د عامر غزل
ژوند ته دګدا په سترګو ګورمه
ځان ته د پاچا په سترګو ګورمه
څنګه غرني خويونه لر‌‌ي کړم
ښار ته د بيديا په سترګو ګورمه
واړه انسانان راته واړه ښکاري
خدايزده چې د چا په ستر ګو ګورمه


١٦ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-04 10:05:49 م   |   شــــعرونه  |  
دعامر نوى غزل
دربان سره يې غبرګ په دروازه تړلي سپي دي
دوخت دغه ټول واک ته خو سګ بان و يل پکاردي
دچا په لاره نه ځي اودچا نه کرکه نه کړي
عامر ته ددې دور لوى انسان و يل پکاردي

١٣ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-03 08:26:09 م   |   شــــعرونه  |  نجيب عامر
لنډه کيسه ( ا ر ما ن )
ا ر ما ن
وږمه سبا عامر
ګلاب چې په هراخترکې به دجانان دوى کره ته ، نو دهغوى په هجره کې به يې سترګې دجانان په عکس باندې ولګېدې چې هغه په کابل ښارکې جورکړى و. کله چې به دګلاب سترګې دجانان په چوکاټي عکس ولګېدې ،خداى شته چې دعکس دچوکاټ په اندازه به يې ارمان په زړه کې راپيداشو. هرځل به يې دجانان نه پوښتنه کوله :

٢٨ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-19 18:37:13 م   |   لنډې کیسې  |  وږمه سبا
دفيض احمد فيض نظم
دداغستاني شاعر مور
( دنجيب عامر ژباړه)

دى چې ووړ و،او لا نه ود خبرو
زه دده په اشارو هم پوهېدمه
اوس چې دى دخداى په فضل يو شاعر دى
په تاسف سره دا وايم
زه يې له سره په خبرو نه پوهېږم


١٩ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-10 13:04:21 م   |   ژباړل شوي شعرونه  |  
دمينې شېبې ( پروين شاکر )
دمينې شېبې

پروين شاکر

دنجيب عامر ژباړه

په شنه تته رڼاکې دسره ټيکري دلرې کېد لونرى غږ

په يخه خونه کې دتودو ساګانو داخيستلو وږمه

دبازو ګانو په کړۍ کې يوښکلى نازک بدن

٩ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-30 12:34:37 م   |   ژباړل شوي شعرونه  |  پروين شاکر
د نيپال د خلکو متلونه
د نيپال د خلکو متلونه

● دمور او پلار مينه په اولاد باندې، داولاد مينه په ډبره ....

● په خوله رام رام ، په زړه کې قصاب

● خپلې غاړې ته مېښه نه ويني ، دبلې غاړې سپګه هم ورته ښکاري
٩ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-30 11:33:18 م   |   دا ګل په لاس درته ولاړ یم  |  زرپاڼه
زرزري ليکونه او ګل ګلابي سلامونه
دزرپاڼې ويب لاګ وياړي چې بيا هم ګڼ شمېر دوستانومونږسره دزړه خواله کړي .ستاسو د ټولو دوستانوسلامونه په وعليک بدرګه کوو،ستاسو دمينې او لورينو څخه پوره دنيا مننه .ستاسو ستاينه ستاسوحسن نظرګڼواو په مشورو به مو خامخاعمل کوو .باوروکړئ ستاسو ليکونه زمونږځواک زياتوي او په دې مو مجبوروي چې ددې ويب لاګ دلارې پر تاسو ډېر څه ولوروو .هيله من يو چې زمونږ جولۍ به تل ستاسوله خواپه راغلو ګلانو ډکه وي ،تاسو دې هم يئ او مونږ دې هم .........

په ټوله مينه

نجيب عامر
٧ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-28 21:18:12 م   |   زرپاڼې ته راغلي برېښنا ليکونه  |  
يو سيورى -يوه رڼا(عامر)
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم

زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم

٦ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-27 19:49:43 م   |   شــــعرونه  |  
ستا غېږ کې مې کور دى پري ذاتې
له دنيا نه مې زړه تور دى پري ذاتې
ښه ده ستا غېږ کې مې کور دى پري ذاتې
چې ستا زلفې سايبان دي پر ما باندې
په مالت کې داسې شور دى پري ذاتې
زما مخ به د لمر مخو تکل نه کړي
دا اوربل چې دې را خور دى پري ذاتې
لکه ستا په سپين جبين واړه خالونه
هر دښمن مې داسې تور دى پري ذاتې
٣ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-24 07:34:51 م   |   شــــعرونه  |  
د مرغلرو خريدار دې کړمه
ما د څو ښکلو خپلولي غوښتله
شکر په دې کالو سينګار دې کړمه
د خوبرويانو ډلې څنګ ته راځي
سم د رحمان بابا مزار دې کړمه

٣ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-24 07:33:28 م   |   شــــعرونه  |  
مجنون به خپل مرشد کړم
مجنون به خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم
ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم
ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې
اوس واردى د ملا چې ميکدې ته يې روان کړم
يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه
رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم
٣ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-24 07:32:08 م   |   شــــعرونه  |  
ستا په لاس کې
مرغلرې دي مرجان دي ستا په لاس کې
واړه ستوري داسمان دي ستا په لاس کې
داچې خلک د رحمت امېد له تاکړي
داخوڅاڅکي د باران دي ستا په لاس کې
جواهر څومره ارزښت لري دنياکې
جواهر څومره ارزان دي ستا په لاس کې
٣ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-24 07:30:57 م   |   شــــعرونه  |  
ماښام له کوره اوځم( عامر)
ها ستا د تور اوربل لاندې شېبې بيا يادومه
دا زه کله نا کله چې ماښام له کوره اوځم
ځواني که مې لاهو کړمه بيا هم به پوره نه شي
تکل کې د يو داسې لوى مرام له کوره اوځم
٢٩ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-20 12:14:47 م   |   شــــعرونه  |  
دکارسړي ( نجيب عامر )
چې خاورې په منګول کړي ترې د زرو تمه کېږي
دى ښار که نا پرسانه خو د ښار سړي معلوم دي
باچا! ستا ترچترۍ لاندې ادم نه تر دې دمه
ددار سړي معلوم دي د سنګسار سړي معلوم دي
٢٩ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-20 06:46:13 م   |   شــــعرونه  |  نجيب عامر
دنجيب عامر غزل
که خداى ډارن زړګى راکړى نو خفه پرې نه يم
داددنياخلک به ځان له يو عذاب وګڼم
داستا دپاره خپل غرور اخلم له ډاګې ولم
چې مانه ښکته وي هغه به هم جناب وګڼم
٢٥ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-16 11:41:47 م   |   شــــعرونه  |  
الله نه مې غوښتلې بارانونو کې دلداره
احسان مې نه منې څومره ناجاڼه يې مغروريې
ځواني مې کړله پاڼې ستا لاسونو کې دلداره
دازمکه خويوکور دى زه او ته پکې اوسيږو
رشتې خوتړل کيږي اسمانونو کې دلداره
ته راغلې راته ښکاري چې سوالونه مې قبول شو
الله نه مې غوښتلې بارانونو کې دلداره
٢٥ / ٧ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-17 07:41:04 م   |   شــــعرونه  |  وږمه سبا