څانګې
لومړی مخ خبرونه زلزله څه شی دی ؟ مصنوعي زلزلې د زلزلې وړاندوينه په افغانستان کې زلزلې زلزله لرونکې سيمې ځانونه به څنګه ساتو؟ ضروري لارښوونې !!!!!! کورونه به څنګه جوړوو؟ ځمکه پيژندنه منرالي اوبه جواهرات راغلي ليکونه دانجنير زهير ژوندليک اړيــــــــــــــکي
جون د ١٤ نيټې زلزله کې مرګ ژوبله
٢٨ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-17 12:25:30 م   |   
په هغې زلزله کې چې دجون په ١٤ نيټه جاپان کې را غلې وه درې کسان وژل شوي دي . د جاپان چارواکو ويلي چې د دې هېواد په شمالي برخه کې اووه درجې زلزله شوې چې له امله يې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي .
پرون په چين کې دوه ځلې ځمکه ولړزيده
٨ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-28 10:40:14 م   |   زهير شينواری
پرون په چين کې دوه زلزلو يو يوځل بيا ځمکه ولړزوله . دغه زلزلې چې د ريختر په مقياس ٥.٧او ٥.٩ درجې وې دسيجوان ايالت لړزولې او په سلګونو هغه کورونه يې ويجاړ کړي چې د مې د مياشتې د ١٢ نيټې په زلزله کې زيانمن شوي و .
په چين کې دزلزلې له امله د مړينې شميره شل زروته ورسيده
٢٧ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-16 09:04:30 م   |   زهير شينواری
د سه چوان ولايت په زلزلې کې د مړو شويو کسانو شمير نژدی شل زره ته ورسيده او اټکل کيږی چې ښايی څه دپاسه پنځوس زره تنه په دغه زلزله کې مړه شوي وي .
نن دوشنبه په چين کې زوروره زلزله شوې،
٢٣ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-12 04:44:50 م   |   زهير شينواری
نن په چين کې زوروره زلزله شوې د لومړنيو راپورونو له مخېڅه نا څه پنځه زره کسان په کې مړه ، لس زرو نه زيات ژوبل شوي دی . نړيوال اژانسونه وايي چې ددې زلزلې اندازه د ريختر په مقياس7.8 درجې وه، د دغې زلزلې په بهير کې په يوه ښونځي کې تر ٩٠٠ شاګردان هم د خاورو ګټو لاندې شوي دي
عبدالباري صديقي ورور راته ليکي !
٥ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-26 07:41:45 م   |   
ډيرخوشحاله يم چي دلومړي ځل لپاره مي دي پاڼي ته نظروكړي اوډيرپه زړه پوري مضامين پكښي نشرته وركول شوي دي هيله ده چي تاسي همداسي خپله احساساتي جذبه په شمول زموږ دنړي ترگوټ گوټ پوري په زغرده وغوړوي كيداي سي چي هر نوعه همكاري زماپه وسه وي نه به يي دريغه وم . په احترام ستاسي ورور عبدالباري (صديقي مسافر)
دزلزلې رښتينې کيسې او خاطرې
٣ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-25 11:13:18 م   |   احمدشاه پاڅون هلمند افغانستان
دريمه برخه :
ورځې او شپې تيريدی چې بيا هم يوه بله پنج شنبه د يوه نوى زيري سره راورسيده . په ښار کې اوازه خپره شوه چې يو ملا خوب ليدلی چې د پنج شنبې په ورځ کويټه د زلزلې له امله غرقيږي او له دهغي وروسته به قيامت وي ...............
د زلزې رښتينې کيسې اوخاطرې
٣ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-25 11:08:27 م   |   احمدشاه پاڅون هلمند افغانستان
دويمه برخه :
د ماښام لمانځه ته ولاړم ، هغه مسجدته چي پخوابه پکښي يو صف خلک هم نه وو، په دغه شپه کښي په مسجد کې د دريدلو ځاى نه وو ، يوځا ى مي ځان ځاى کړ، څه وخت چي فرض وسول، زموږ د کلي يوه سين ږيري فضل کرم اکا ولاړ سو او ويې ويل
دزلزلې رښتينې کيسې او خاطرې
٣ / ٨ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-25 11:04:45 م   |   احمدشاه پاڅون
لومړۍ برخه :
نا څاپه يوچاتر پښې كش كړم دا وخت به زه د ديارلس كالو په عمر كي وم، ډير ښه مي په ياد دي د جمعې شپه او دشپې يوه بجه وه ، هوا دومره سړه وه چي دباندي پريوتل ستونزمن وو . په كوركي زما او زما د سپين ږيري پلار پرته نورټول ښځي او ماشومان وه ، وروڼه مي هم نه وو.
د زلزلې نه وروسته خدای مه کړه ستاسو کور ړنګ شوی
٣٠ / ٧ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-22 07:49:22 م   |   زهير شينواری
دويم حالت :
• ستاسو کور ړنګ شوی او تاسو د خاورو خځلو لاندی ايسار شوی ياستی.
په لومړيو شيبو کې ، مخکی له دينه چې په چيغو او نارو پيل وکړی، خپل شاوخوا يو ځل ښه په ځير وګوری چې په کوم حالت کې ياستی ؟ ايا د ساه ايستلو او تنفس له پاره پوره هوا شته که نه ؟
دزلزلې په وخت کې ذهني امادګي او چټک غبرګون
٢٨ / ٧ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-20 08:17:28 م   |   انجنير زهير شينواری
ويجاوړونکې زلزله سخته غميزه وي ،زلزله ځپلی شخص ګوری چې تر مخ يې خپل خپلوان او دوستان مړه کيږي او هغه کور نړيږي چې کلونه کلونه په کې اوسيدلی وي . نو طبعی خبره ده چې په دغسې حالاتو کې به د يو سخت روانی او ذهنی کشمش سره مخامخ کيږی. چې ددغه رواني او ذهني کشمکش ځنې نښې نښانې داسې دي
www.tolafghan.com