ژوندليك شعرونه منظومې كره كتنه څېړنې بېلا بېل نه، ته مې، هېره نه وې انځورونه اړيکې د ودان سنبالوونكى
لټول
اور, ورا,لنډۍ
شينوارۍ ببو پړونی دې راسم کړه
ها ،چې رنګ دی په سرو وينو خړ په خاورو
دخانک خولۍ سورۍ شوې دمزرو
پروت شاهو دې هلته لرې مړ په خاورو

شينوارۍ ببو دناوې دړۍ وسوې
پولادي کارغانو اور پر واده راوست
نغارې په لمبو وسوې ،داريا مات شو
کافر زړيو نوی شور په واده راوست
١٦ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-06 07:03:44 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
هېره
په عشق کې تریخ دی
خدایږو تریخ
د هېرولو فصل
یو داسې فصل چې نور
د خپلې مینې سترګې نه شې لیدی
.........بشپړ شعر........
٣٠ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-19 06:14:39 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
ښځه
د عرش له نوره راوتلې چینه
دعشق له خاورې سره ګډې اوبه
په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شو
آدم یې سیوري د ښکلا ته ویده
......بشپړ غزل.......
٢٩ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-18 08:03:09 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور ليوال
غزل
بس په شکرانه کې يوه خوله راوړه
پال ګورم له رغوي سره زړه راوړه

نه مرمه ورځه سر ته مې مه كينه
تږی يمه ولاړه شه اوبه راوړه
.......... بشپړ متن .............
٣ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-03-22 08:37:23 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
زما قبر

بیګاه مې خپل قبر په خوب لیدلی
قبر مې اووه لارې دی
د راتلو اووه دروازې دلته راځي
لوږه
خپل ورور
غیرت
او جنګ پرایمان
میراث
پیسې
او مینه
.......بشپړ متن.......
٢٧ / ١٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-03-17 07:39:36 م   |   شعرونه  |   عبدالغفور لېوال
پینځه دېرش
نن مې کالیزه وه
د ژوند پینځه دیرشم درد مې چا ونه لمانځه
نن هیچا هم مبارکي رانه کړه
موږ کلیوال پښتانه
خپلې کالیزې په ډیوو نه لمانځو
نن هیچا هم راته یو ګل رانه وړ

.......... بشپړ متن .............
٢٠ / ١٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-03-10 06:40:02 م   |   شعرونه  |  لېوال
پر فلسطین یوه بله ژړا
های ! د داود او سلیمان هیواده!
خاوره دې وینو سره ګډه خټه
او هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګ
موږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو:
یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږي
او یو ځوان څنګه ځنکدن کوي
پر ځمکه باندې خوله لګوي

.....بشپړ متن ......
١٢ / ١٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-03-02 11:04:35 م   |   شعرونه  |   عبدالغفورلېوال
غزل (عبدالغفور لېوال)

قند ستا دشونډو له ترخه قسمته هېر نه کړم
دغم صراط نه یې په هېڅ بهانه تېر نه کړم

دزړه له دردڅخه مې دروړې ډیرې سپینې سکې
خو زه یې ستا په خریدارو کې هم شمېرنه کړم
.......بشپړ متن.......
٩ / ١٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-02-28 07:08:20 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
نه، ته مې، هېره نه وې (۲)


د (نه، ته مې، هېره نه وې) شعري ټولګې د دويمې برخې لوستلو لپاره دلته كليك وكړئ!
نه، ته مې، هېره نه وې (دويمه برخه)
٦ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-26 08:13:11 م   |   نه، ته مې، هېره نه وې  |  عبدالغفور لېوال
نه، ته مې، هېره نه وې (۱)


د ( نه، ته مې، هېره نه وې) شعري ټولګې د لومړۍ برخې د لوستلو لپاره دلته كليك وكړئ!
نه، ته مې، هېره نه وې (لومړۍ برخه)
٦ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-26 08:04:58 م   |   نه، ته مې، هېره نه وې  |  عبدالغفور لېوال
د ګلونو سوداګر (عبدالغفور لېوال)



د مكتب جينكۍ تورې
لكه تورې شامتورې
سپين ټيكري يې لكه غاړو كې پټارې
ماشومتوب نه راوتلې
سپين ساده مخونه راغلې ډلې ډلې
.............بشپړ متن.............
٥ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-25 07:08:49 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
نوى غزل (عبدالغفور لېوال)
دا ځكه مې په غېږه كې نيولي دي لاسونه
هر ځل مې چې له تا نه را تاو كړي دي لاسونه
زه تږى وم، دوى لپه شول، له سپينو اوبو ډك شول
د ژوند په نامه وايم چې دې ښكلي دي لاسونه

..............بشپړ غزل.............
٤ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-24 10:46:09 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
ګاڅونه (ګاتهونه، ګاتونه) د افغاني فرهنګ يوه لرغونې پانګه



ګاڅونه دپښتون روحاني مشر سپین تمان زردښت دمذهبي سرودونو هغې مجموعې ته ویل کیږي ، چې داوستا تر ټولولرغونې برخه جوړوي ګاڅونه په اوستایي الفبې په بڼه لیکل شوې ده که څه هم دغه سرودونه په زړه پهلوي کې دګاثونو په شکل لیکل شوې خو د ( دګاتهـ له تلفظ څخه ښکاري ، چې دا هماغه د ( ګاڅ ) د اصلي تلفظ اوښتی شکل دی ځکه نوموږ په دغه لیکنه کې له ګات ، ګاتهـ ، ګاث اوګاڅ څخه وروستی هغه غوره کوو ځکه تر ټولو دقیق تلفظ په نظر راځي .
................ بشپړ متن.............
١ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-21 07:38:27 م   |   څېړنې  |  عبدالغفور لېوال
د پيدا ګوژۍ له نظره په مورنۍ ژبه د زده كړې اړتيا


هر انسان ته د هغه په خپله (مورنۍ) ژبه د زده كړې حق ولې مطرح شو؟ځكه، چې دا د انسان له لومړنيو اړتياوو څخه وشمارل شوه او پوهنيزو څېړنو وښوده چې په مورنۍ ژبه زدكړه د يو سالم شخصيت په رامنځ ته كولو كې يو اصلي بنسټ دى. د دې لپاره چې زموږ دغه ليكنه يوې څرګندې پايلې ته ورسيږي راځئ لومړى څو پېژندنې ( تعريفونه) وړاندې كړو:
پيداګوژۍ: له لاتيني ريښې څخه جوړه كليمه ده، چې د زده كړې او ښوونې، روزنې په اړه پوهنې (علم) ته ويل كيږي.
................بشپړ متن............
٣٠ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-20 08:14:20 م   |   څېړنې  |  عبدالغفور لېوال
بدلې (عبدالغفور لېوال)
پټه خزانه د پیړۍ کتاب ګڼل شوی ، یعنې د شلمې پیړۍ له نوادرو څخه دی . په دې کتاب کې له ګڼو تاریخي او مانیزو خزانو څخه یوه هم د پښتو تر ټولو طبیعی او سوچه شاعرانه قالب دی چې بدله نومیږي .
دا قالب د لنډیو ، نارو ، سندرو ، چاربیتو ، بګتیو ، سروکو او نورو بومي پښتني قالبونو په څیر د پښتو ژبې له موسیقايي جوړښت سره سم خورا زوړاو مترنم قالب دی ، چې زموږ نیکونو او اناګانو به وایه او غالبا چې زړې سندرې هم له همدې څخه جوړیدلې..........................................بشپړ متن............
٢٦ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-16 10:06:52 م   |   څېړنې  |  عبدالغفور لېوال
د استاد الفت يو نثر يوه دنيا خبرې




د استاد الفت پر نثري ليكنو ګڼې ليكنې شوي، زه غواړم د بيلګې په توګه د هغه يو نثر راواخلم او د بلاغت او اجتماعي پېغام رسولو د كمال له نظره پرې يوه لنډه تبصره وكړم،ځكه موږ د تاريخ په يوه داسې مرحله كې ژوند كوو چې تر هر څه ډېر ټولنيزې اصلاح او د اجتماعي شعور لوړولو ته اړتيا لرو، زموږ ډيرې بدبختۍ زموږ د ګډې شعوري سطحې له ټيټوالي څخه رازيږي. ادبيات او په ادبياتو كې د استاد الفت په څېر د يوه دراك ليكوال پاخه، منطقي او بليغ نثرونه د داسې اصلاح تر ټولو ښه وسايل دي....................... بشپړ متن
١٧ / ١٠ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-07 15:46:19 م   |   څېړنې  |  عبدالغفور لېوال
دا يوازې ته ولوله!


اوس نو هر څه درته وايم
نور نو د پټې خبر نه ده پاتې
نور مې د ځان ملامتۍ نه خلاصيدلى نه شم
پوهيږې؟!
جنګ كې ماته هله راځي
چې زه په خپله ګناه وپوهيږم
نور زه پوهيږم چې د خداى او بنده

بشپړمتن...
٢٠ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-11 10:43:12 م   |   شعرونه  |  عبدالغفور لېوال
تړلې ټولنه، ژباړه، پرانيستې ټولنه
تړلې ټولنه په يوه جغرافيايي موقعيت كې د يو شمېر خلكو هغه مجموعه ده چې د سياسي جبر، اقتصادي محدوديتونو، مدني وروسته پاتې والي يا كولتوري بېلتون له امله له نړيوالې ټولنې سره فكري، فرهنګي او مدني اړيكې و نه لري. خو پرانيستې ټولنه د دې پر عكس ده، چې د فكر، فرهنګي او مدني اړيكو د ټينګښت لپاره ځانګړى محدوديت نه لري.
دغه دواړه اصطلاحات هغه وخت په جدي بڼه مطرح شول چې په نړۍ كې سياسي_اقتصادي متفاوتو سيمستمونو د خپل سيال د فكري نفوذ د مخنيوي لپاره په خپله محدوديتونه وضع كړل.
بشپړ متن...
١١ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-12-02 06:58:40 م   |   څېړنې  |  عبدالغفور لېوال
په شعر کې حسي تصویرونه (عبدالغفور لېوال)
په شعر کې د تصویرنو په اړه زما د لیکنو په لړۍ کې ،ما پر ذهني او عیني تصویرونو بحث کړی و.موږ له دې دوه ډوله تصویرونو پرته یو بل ډول تصویرونه هم لرو ،چې هغه ته حسي تصویرونه وایو .یو مهال د پښتو ژبې پیاوړې شاعرې پروین فیض زاده ملال د نویو شعرونود اوریدو پر مهال په هغو کې څو حسي واضحو تصویرونو ته متوجه شوم .ما له پخوا څخه غوښتل پر حسي تصویرنو څه وکاږم ،د پروین جانې نوي شاعرانه انځورونه مې خوښ شول او فی المجلس مې ورته وویل چې خپل تازه شعرونه راوسپاري چې بیلګې ترې واخلم ،زموږ درنې شاعرې په پوره علاقمندۍ هماغه شعرونه راکړل چې اوس ددې لیکنې د کرښو برکت شول .
بشپړ متن....
٧ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-28 06:36:42 م   |   څېړنې  |  لېوال
باران او تصوير (عبدالغفور لېوال)
بیا په شیبو شیبو باران وریږي
او زما د ګاډي پر ښیښه اتڼ د څاڅکو جوړ دی
ته زما شا ته پر څوکۍ ناسته یې
زه د ښیښې تر شا سړک نه وینم
په عقبي هنداره ستا په ښکلو سترګو کې ورک
زه په هنداره کې دا ستا د څیرې سیند وړی یم
باران وریږي، څاڅکي لا هم پر ښیښه نڅیږي
او ستا خوږې موسکا هندارې کې ګلونه کړي

بشپړ متن...
٤ / ٩ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-11-25 11:08:46 م   |   شعرونه  |  لېوال
www.tolafghan.com