سرپاڼه
خبرونه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د (جون درېيمه) د وېلز په مرکز کارډېف کې د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه کېږي. د اروپا دوه وتلې لوبډلې ریال مدرید او یووېنتوس د اتلولۍ ګټلو لپاره سره سیالي کوي.
مونږ دا مهال په واشنګټن کې د پاکستان سفارت مخي ته يو چېرته چې امریکا ميشتې افغانان د لاريون لپاره راټول شويدي.
د خبر او نظر خپرونه په ژوندی بڼه د نن ورځې د خبرونه او ولې پوښتنې په اړه خپل نظرونه راسره شريک کړئ. کابل کې لاريون پاکستان د وسله والو طالبانو لپاره چنده راټولوي د اقليمي بدلون په اړه د پاريس له تړونه د ډونلډ ټرمپ وتل کولی شئ خپلې شمېرې راته پرېږدی موږ به زنګ درته ووهو د اړيکو شمېره: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د کابل مظاهرو غوښتنه ولې شوې، چا کړې، او کومې خواته درومي؟ http://www.bbc.com/pashto/world-40129521
د افغانستان او وسټ اندیز د کرکټ ملي ټیمونه به نن د سینټ کیتس به ښار کې سره مخامخ کیږي. تاسو څه فکر کوی څوک به یئ ګټي؟ دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار به ۳:۳۰ شروع کیږي.
کابل کې د چارشنبې ورځې چاودنې په اعتراض کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت. http://www.bbc.com/pashto/world-40129521
د خپرونې سرټکي... د جمعې نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ... د دې خپرونې وړاندې کوونکی Amanullah Atta امان الله عطا و. #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
کابل کې د چهارشنبې ورځې چاودنې په اعتراض کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت. پولیسو د لاریونوالو د خورولو هڅه کوله، له امله یې ډزې وشوې.
نن د جمعې په ورځ په کابل کې د تیرې چهارشنبې د ورځې د تروریستي برید د غندنې لاریون هغه وخت د تاوریخوالي سره مخ شو، چې په لسګونو لاریونکوونکو د زنبق په څلورلارې کې د راغونډیدلو وروسته د افغانستان جمهوري ریاست ماڼۍ مخې ته د تللو هڅه پیل کړه چې پولیسو یې مخه ونیوله. د پولیسو او لاریوکوونکو ترمنځ په اخ وډب کې لږ ترلږه د یو لاریون کوونکي او شمیر پولیس ټپي کیدل تائید شوي دي. پولیسو د لاریون کوونکو د هورولو لپاره هوایي ډزې کړي او هم یې پر لاریونکوونکو اوبه شیندلي دي. د زنبق سیمه افغان امنیتي ځواکونو په خپل کنټرول کې راوستې ده، خو لا هم یو شمیر لاریونکوونکو دغې سیمې سره نږدې خیمې وهلي دي. تاسو د دغه لاریون یوه برخه په دې ويډیو کې کتلی شئ.
نړی په شپیتو ثانیو کی...
هغه هېوادنه چی ترهگرۍ ځپلي دي په ٢٠١٦ کې ېې داغېزو کچه تربل هروخت نوره هم لوړه شوه. په تیرو ٧ کلونو کې د اول ځل لپاره امریکا هم د سولی د نړۍ وال رپوټ له مخې په امن کې له تنزیل سره مخامخ شوېده. د سولی او اقتصادي چارو انستیتیوت د تشدد د زیان او تاوان کچه په ټوله نړۍ کې څوارلس اعشاریه درې تریلونه ښودلی ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې د جوړیدو په درشل کې سیاستوالو د جمهور رئیس ټرمپ وغوښتل چې د افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره مهالویش ونه ټاکې.
د ملګروملتونو د عمومي منشي، امنیت شورا او د نړۍ د نورو مشرانو لخوا په کابل کې د چهارشنبې ورځې وژونکې حمله وغندل شوه. د امریکا جمهور رئیس د پیښې وروسته د جمهور رئیس اشرف غني سره تیلیفوني خبرې هم کړي دي. نور تفصیل په راپورکې واورئ.
د کابل د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې څوک ووژل شوو؟ د رحیم ګل څاروان په راپور کې یي جزیات واورئ.
د فیسبوک مینه والو، تاسې کولای شئ خپل په زړه پورې او جالب عکسونه لکه په زړه پورې منظرې یا پیښې، یا هم د روژه ماتي او یا تراویحو تصویرونه له مونږ سره شریک کړئ مونږ به یې ستاسې په نوم د امریکا غږ د فیسبوک له مینه والو سره شریک کړو.
«
‹
…
167
168
169
170
171
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more