شعرونه لنډې كيسې هنر ګپ شپ انځورونه د جينکيو خبرې ستاسو خبرې اړيکې تاسو يې هم راولېږئ 0700324855_0093 0708198480_0093 برېښناليك: hikmat_sorosh@yahoo.com
لټول
ماته (عزت الله اميد)



زما د ژوند د تاريكيو داستان
له هغه وخته را پيل شوى ياره!
چې كله
له خپل درباره څخه و ايستمه
او داسې تا د يو ذرې په ډول
د كايناتو له مداره څخه و ايستمه
...............................................................بشپړ شعر........
١٦ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-06 02:13:29 م   |   شعرونه  |  عزت الله اميد/ كندهار
مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه


د هغه سرو سترګو سنګر ته مه ځه
مه ځه كابل او پېښور ته مه ځه
يو خوا ګلاب دى بل خوا شونډې د يار
د اور او اور په منځ كې شر ته مه ځه
............پوره غزل..........
٤ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-24 02:27:38 م   |   شعرونه  |  اكبر سيال
د معلم د ژوند ارمان


د ښه ژوند په ارمان به سترګې پټې كړم .اى بدبخته ته بدبخته وى چى معلم شوى . تا غوښتل چى ژوند ته خندا وركړى ولى دى ژوند له ژړا سره مخ شو . ستا دارمانونو هيلى كومى سيلۍ له ځان سره يوړلى . په وچو شو نډو په ولږي نس تورى تختى ته ودريدم څه سوچ وكړم هلته د د خپلو ولږو ماشومانو او كه راته د ناستو شاګرادونو چى اوس به معلم صاحب راځي او درس راكوي
........بشپړ متن...........
٢٨ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-17 04:24:34 م   |   ستاسو خبرې  |  خالد سير
غزل (پروفيسر رحمت الله درد)


ناست وي په محفل كې خو تنها لګي
پته د مين سړي صفا لګي
زه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړم
خداى خبر چې ولې بد په تا لګي
...پوره غزل....
٢٥ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-14 10:59:11 م   |   شعرونه  |  رحمت الله درد
Pashtoon Star


د رنګ درنو لوستونكو! اكټينګ او ماډلينګ نن سبا په نړۍ كې د بازار موندنې، اعلاناتو د پراختيا او د يو هنر په توګه پيژندل كيږي، تاسو به د نړۍ ډېر ستوري ليدلي وي، شاه رخ خان به مو ليدلى وي، شاهد كپور او ټام كروز به مو ليدلى او خوښ كړى وي، راځئ نن در باندې د داسې يو پښتون ځوان انځورونه وګورم چې له هغو كم نه دى.
دا تاند ځوان خالد سيال نوميږي، ما چې كله د ده عكسونه وليدل او پوى شوم، چې د عكسونو دا طرحه د ده خپله ده، او همدارنګه يې خپل عكسونه په خپله په كمپيوټر كې جوړ كړي او طرحه كړي، حيران شوم چې دومره تنكى دې دومره لوى هنر ولري، ما هم له دې پښتون فنكار او اكټور نه عكسونه كاپي كړل او دا دى د رنګ له لارې يې تاسو هم وګورئ.
كه چيرې په دې اړه نظر لرئ د اړيكيو له لارې يې راوليږئ.
د عكسونو لپاره دلته كليك وكړئ
٢٥ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-14 06:34:41 م   |   انځورونه  |  
د محبوب الله محبوب ښكلى غزل



تېره په دې کار کې تر فلکه شوې
دومره چې په زړه باندې ته کلکه شوې
څومره په خواريو مې پيدا کړلې
څومره په اسانه رانه ورکه شوې
....بشپړ غزل.......
٢١ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-10 06:52:13 م   |   شعرونه  |  م. محبوب
غزل (حكمت سروش)

ښكار د يوه ښكلي په يو دام شومه
بيا لكه چې لاړمه ناكام شومه
څومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه
هومره مې د عقل له خوا خام شومه
.....بشپړ غزل........
١٧ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-06 12:52:57 م   |   شعرونه  |  حكمت سروش
ارواښاد څېړنمل ژواک او پښتو هنري ـــ داستاني نثر
د ارواښاد محمد دين ژواک نوم د پښتو هنري نثر او د معاصرو داستاني ادبياتو په مطالعه کې خپل ځای لري .
هغه په افغانستان کې د پښتو د نوي هنري ـــ داستاني نثر او په عامه توګه د افغان معاصر ادبي بهير د دويم نسل له کتاره دی چې د استادانو له تجربو د زده کړې او راتلونکي نوي هنري ـــ داستاني ځوان نسل ته د ورزده کړې منځنی ليکوال نسل يې ګڼلی شو .
.........بشپړه ليكنه......
١٧ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-06 10:06:53 م   |   هنر  |  م . زرين انـځـور
سندره (رحمت شاسايل)



باران ووريږه، په شېبو ووريږه
ما مې كوژدنې له د للمې دهقاني كړې ده

زما د زړه لپاره، ودرېږده مه بارانه
ودريږه مه بارانه، زما د زړه لپاره
د كال د سره مې د خداى په در زاري كړې ده
........ټوله سندره........
١٧ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-06 09:36:55 م   |   شعرونه  |  رحمت شا سايل
يو ډېر ښكلى غزل


ستا بې وفايي به را ته ياده وي
خپله بې وسي به را ته ياده وي
شيخه د ثواب او د ګنا كيسه
ډېره سرسري به را ته ياده وي
.....بشپړ غزل........
١٢ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-01 10:29:43 م   |   شعرونه  |  عزيز مانېروال
د ننګيالي پښتون ترانه


دا وطن او دا اولس دلبر زما جانان زما
زۀ د قام زلمى يم او د دوى خدمت ايمان زما

زۀ يم ننګيالى پښتون

زۀ د قام زلمى يم، د قام مټې يم، لاسونه يم
زۀ د قام په سترګو کښې رڼا يم، نظرونه يم
زۀ يم اميدونه د قام، زۀ د قام خوبونه يم

زۀ يم ننګيالى پښتون
....ټوله ترانه......
٣١ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-20 03:26:50 م   |   شعرونه  |  امجد شهزاد
د صاحب شاه صابر شاعرانه فکر او تخيل



د کلاسيکي ادب پوهانو او په خصوصي توګه د لانجائنس دا وېنا چې د نۀ مړکېدونکي فن د تخليق دپاره د تخيل لوړتيا د لازمي عنصر حېثيت لري، نن هم د لوړ فن د پېژندګلو تر ډېره حده يو حتمي پېمانه ده. دا ځکه چې فن او ارټ د ژوند د حقيقتونو تصويرونه راکاږي.
......بشپړ متن.......
٣٠ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-19 05:06:13 م   |   هنر  |  خادم حسين عامر
ويليم شكسپېر (د حكمت سروش ژباړه)



ويليم شكسپېر د 1564م كال د اپريل په مياشت كي، د يوې بزګري طبقې اړوند، د لندن په اسټراټفورډ نومي ښار كي زېږېدلى دى. د هغه پلار ژان شكسپېر په وار ويشكاير (WarR Wickshire) كي د مالونو او باغونو يوې ساتونكي كورنۍ سره تړاو درلود. د ويليم شكسپېر د پلرونو او نيكونو لړۍ تر څوارلسمي عيسوي پېړۍ پوري معلومه سوې ده.
.....بشپړ متن........
٢٣ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-12 07:24:35 م   |   هنر  |  د حكمت سروش ژباړه
د كونړ ازاده سينده مست خراب يې


په ماشومتوب کې مې يو کتاب لوستى و، ډېره په زړه پورې کيسه په کې راغلې وه، چې يو هلک له کونړ نه په مېلمستيا کابل ته راځي، او د خپل ملګري سره په کابل کې له عجيبه ښاري پېښو سره مخ کېږي، څه موده وروسته همدا ملګرى يې کونړ ته ځي هلته يې هماغه ملګرى د کونړ په ښکليو سيندونو، باغونو، ځنګلونو او نورو ګرځوي، همدې کيسې تر اوسه زما په ذهن کې خپل جوړ شوي تصويرونه ټينګ ساتلي، خو ما به فکر کاوه چي دا کونړ به څنګه ګورو.
... بشپړ يونليك....
٢٢ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-11 08:50:58 م   |   ګپ شپ  |  حكمت سروش
څو ياران او څو خبرې (تصويرونه)


د رنګ ويبپاڼې درنو ليدونكو او لوستونكو، او ګرانو ملګرو، دا ځل مو بيا له خپلو ګرانو ملګرو سره په انځورونو كې ټوكې كړي، هيله ده خوښې مو شي.
د رنګ بل البم به په دې ترتيب وي چې يو به په كې د ماشومتوب او يو اوسنى تصوير خپريږي تر څو خلك ستاسو د ژوند سفر په سترګو وويني. نو د مهربانۍ له مخې خپل دوه تصويرونه يو د ماشومتوب او يو اوسنى د رنګ پرپته راوليږئ!
سروش
.............تصويرونه..........
١٤ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-03 08:14:20 م   |   انځورونه  |  د ملګرو راټولونه
د موسكا اغيزې


خندرويه، موسكه او تر و تازه څېره موږ ته څونه ارزښت لري، دا هغه وخت ښه احساسولاى سو، كله چي غمجني، ستومانه او لوېدلي څېرې ووينو. تر ټولو لومړى بايد وګورو، چي يوازي موسكه څېره ولي زموږ ارزښتمنه سرمايه ده او موږ د موسكا په مرسته څه ډول جسماني كشيش، ذهني ارامتيا، ټولنيز وقار او په نجونو كي محبوبيت تر لاسه كولاى سو.
...........بشپړ متن.............
١٤ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-03 04:02:13 م   |   هنر  |  ليك: صفدر شاهين، ژباړه: حكمت سروش
ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي


ستر روسى ليكوال پيودر دستايوسكي د ۱۸۲۱ ز كال د نومبر د مياشتې پر يوولسمه نېټه په ماسكو كې، له دربار سره د يوه تړلي رنځپوه په كور كې وزېږېدى.
د مور تر مړينې وروسته يې كورنۍ سينټ پيټرز برگ ته كډه شوله، كه څه هم غريبې وه خو بيايې هم پلار پخپلو بچيانو ډېرې ښې زدكړې وكړې.
..........بشپړ متن............
١٣ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-02 08:31:53 م   |   هنر  |  د حكمت سروش ژباړه
د علامه رشاد بابا (رح) لس عکسونه


د لوى پوه، ستر څېړونکي، متبحر عالم، غيرتمن شخصيت ارواښاد استاد اکاډميسن پوهاند عبدالشکور شاد لس عکسونه، هيله ده تاسو ته هم په زړه پورې وي.
.........عکسونه........
٢٩ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-17 10:33:16 م   |   انځورونه  |  حکمت سروش
انارګل، حکمت سروش

انار ګل نه خاندي اوس
اوس يې له سره وجوده مينه ښكلا نه ورېږي
اوس د پخوا په شانې موږ ته په خندا نه ګوري
ځكه له موږ څخه اوس ډېر خپه دى
.......بشپړ شعر........
٢٦ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-14 05:58:29 م   |   شعرونه  |  حکمت سروش
د ننګيالو سترګو دې ځار شم د وطن ښکليه (تصويرونه)


دا د هغو ځوانانو د تصويرونو البوم دى، چې ډيرې ښې ځانګړنې لري که چيرې يې همداسې ورځ اوشپه خواري کول يو وخت به زموږ وياړونه وي، دوى ته که هر څومره د ژوند ستونزې ور تر غاړې دي خو بيا يې هم هنر پاللى، خپلې ژبې او خلکو ته يې کار کړى.
.........البوم.........
٢٤ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-12 12:57:08 م   |   انځورونه  |  حکمت سروش
www.tolafghan.com