ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په غزه کې د ډزبندۍ د پاره د امريکا د پوهنتونونو زدکونکي په احتجاج دي، په کيليفورنيا او ټېکساس کې نورې ګرفتارۍ شوي

د اسرايل وزير اعظم نتن ياهو د امريکا په تعليمي ادارو کې د فلسطينیانو په حمايت کې په کېدونکو مظاهرو سختې نيوکې کړي. نتن ياهو د پوهنتونونو د صدرانو رويه شرمناکه بللې او د امريکايي چارواکو نه يې د مداخلت غوښتنه کړې ده

25.04.2024 ډیوه

روس په خلا کې د اېټمي وسلو د مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو قرارداد مسترد کړو

د سېکیورټي کاونسل د ۱۵ مستقل غړو څخه ۱۳ ملکونو د قرارداد حمایت کړی و. روس غوښتل چې په قرارداد کې یې یو ترمیم شامل کړی شي خو چې دا و نه شوه نو قرارداد يې ویټو یا مسترد کړو. چین په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه کړې وه

25.04.2024 ډیوه

حماس دې یرغمل شوي کسان خوشې کړي - د ۱۸ هېوادونو د مشرانو ګډه اعلامیه

د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او د لسګونو نورو هیوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ،‌ اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) په یوه ګډه اعلامیه کې د حماس څخه وغوښتل چې ددغه ډلې لخوا یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

25.04.2024 امریکا غږ

د مروتو قامي جرګې ویلي په لکي مروت کې پوځي عملیات نه مني

ډيره اسماعیل خان — ‎په لکي مروت کې د زرګونو خلکو سترې ولسي غونډې ته وینا کوونکو وویل چې په دې وروستیو کې په ضلعه کې د ترهګرۍ په پېښو کې لسګونه کسان وژل شوي، ژوند پکې په ټپه ودریدلی او ځایي خلک یې د خپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي. دوي وایي نه د پاکستان مېډیا، نه عدلیې او نه پارلمان د دې ناامنۍ  خلاف اواز اوچت کړی دی. د لکي مروت قامي جرګې د مشرانو په وینا پوځ  جنګ ته ماحول جوړ کړی دی او اپرېشن ته یې تیارۍ روانې کړې دي. هغوي وایي ماشومان، استادان او هر څوک هره ورځ په یاده ضلعه کې وژل کېږي او مخنیوي ته یې پام نه کیږي . د مروت قامي جرګې مشرانو ويلي مروت قام دې ډاډه وسي چې چاته به پخپله خاوره د پردۍ جګړې اجازه ور نه کړي او که د جنګونو نوې منصوبې دغلته راوړل کیږي دوی به یې پرضد ودیږي. د مروت قامي جرګې په تابیا د زیارت- پنجشنبې په ورځ ټاون سیمه کې د نا امنۍ پرضد یوه ستره ولسي غونډه راجوړ کړل شوې وه چې د زرګونو په شمیر سیاسي اؤ‌غیر سیاسي فعالینو پکې برخه درلوده. د غونډې د پاره میدان کې لویه خیمه لګول شوې وه خو د خیمې نه بهرهم  په زرګونو کسانو سپین بیرغونه په لاسو کې پورته کړي وو اؤ  د پښتو قامي انقلابي ترانو سره یې د امن د پاره او د پاکستان امنیتي ادارو د ناامنۍ د تګلاره په ضد شعارونه ورکول. دوی وویل په داسې حال چې علاقه کې د امنیت د پاره تر 50زرو زیات پوځ مېشت دی خو بیا هم نه ځایي ولس او نه د دوی په ساتنه مامور پولیس خوندي دي. د اپریل په شپږمه په لکي مروت ضلعه کې د پولیس یو لوړ رتبه افسر او د هغه دوه ساتونکي د وسله والو په یو برید کې وژل شوي وؤ. یو احتجاج کونکي انور بیګوخېل ډيوه ته وویل علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده ،دوی پکې عادي ژوند نه کوي او سخت ستونزمن دي، کاروبارونه په ټپه ودریدلي او په کورونو د ننه خلک وژل کیږي خو حکومت دې لور ته پام نه کوي. هغه وویل د جنګ په دې پالیسۍ واړه هم پوهه شوي او دا خاوره د بل چا د ګټو د پاره د جنګ میدان ته نه پریږدي . احتجاج کوونکو وویل دغلته پوځ د وسله والو پرضد په لویه کچه دعملیاتو پریکړه کړې چې له امله به یې خلک بې کوره کیږي . د پاکستان حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو لکي مروت کې په دې ورستیو کې وسله وال بریدونه زیات چټک شوي دي. د مسلم لیګ خیال ګروپ مشر همایون سیف الله ویلي په لکي مروت کې د هیڅ داسې عملیاتو اجازه نه ورکړل کیږي چې پکې عام ولس ته زیان رسي . هغه ویلي د ناامنۍ د مخنیوي له امله د خلکو او پوځ ترمینځ خلا جوړه شوې ده. غونډې ته خپله وینا کې نوموړی وایي د خلکو د رایې نه منل کېدو په نتیجه کې مخکې هم پاکستان مات شوی اؤ بنګله دیش په وجود کې راغلی ؤ. د لکي مروت یو قامي مشر اختر منیر ویلي عملیاتو ته اړتیا نه لیدل کیږي ځکه  چې دې کې یوازې ځایې ولس ځپل کیږي. هغه ویلي لکي مروت یوه وروستو پاتې ضلعه ده باید دغلته د امنیت د ټینګښت سره د علاقې د ترقۍ د پاره ګامونه واخستل شي. د هغه په وینا د لکي مروت په لکونو جریبه ځمکه اوبه نه لري نهري نظام ورته باید راوستل شي او په لکي مروت کې ګیس او تیل پیدا کیږي په هغه دې د ځایی خلکو حق ومنل شي. د عوامي نیشنل ګوند یو ځایي مشر بیګو خېل غونډې ته وینا کې وویل د یوې منصوبې سره د غلته ناامني راوستل شوې خو دوی چاته سیمه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي . هغه وویل په سکولو او کالحونو کې فوځ مېشت دی چې له امله یې ماشومان بې تعلیمه کیږي او ناامنۍ ته مخه کوي . د هغه په وینا د عملیاتو پرځایی دې د دوی ماشومانو ته دا سکولونو اؤ‌کالجونه خالي کړل شي چې ماشومان زدکړې ترلاسه کړې بیا به یې څوک نه بې لارې کوي.  د لکي مروت پخوانې ضلعې ناظم اشفاق خان مېداد خېل وویل خلکو د خپل تحفظ د پاره په خپله کمیټۍ جوړې کړي او د شپې پرمهال ګشتونه کوي . هغه وویل د امنیت ټینګښت د ریاست او ریاستي ادارو زمه داري ده او که پوځ دوی ته امنیت نه شي ورکولی بیا دې دا ضلعه پریږي . د لکي مروت د پولیسو مشر تیمور ویلي د علاقې حالت په قابو کې دی د امنیت د ټېنګښت د پاره پولیسو پلان جوړ کړی اؤ د خلکو د ساتنې د پاره د شپې ګشتونه کوي . ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي پولیس د ګواښونو سره مخ دي خو بیا هم د ترهګرو سره مقابله کوي او د عسکرو په قربانۍ یې امنیتي ټینګ کړی دی او چاته د وراني اجازه نه ورکوي. د لکي مروت قامي جرګې غوښتنه کړې چې په ضلعه کې دې د امنیت د ټینګښت د پاره نور پولیس وګمارل شي اؤ زیاته کړې یې ده چې د عملیاتو څخه د ډډې کولو ترڅنګ باید د پوځ لخوا د چاپو او عملیاتو پرمهال نیول شوي بې ګناه کسان خوشې کړل شي د جمعیت علماء اسلام یو ځايي مشر  سمیع الله مجاهد ویلي مروت ترهګر نه په دوی ترترهګري تپل شوې ده. تر دې وړاندې د علاقې نه د قامي پارلیمان منتخب استازې شیر افضل مروت د علاقې په ناامنۍ اندیښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان یو شخصي ټي وي چېنل سره د مرکې پرمهال یې ویلي وؤ پنجاب کې ناامني نشته خو ورسره په پوله د لکي مروت په درابین سیمه کې حکومتي واک ختم شوی. هغه ویلي حکومت د وسله والو مقابله نه شي کولۍ او له دې وړاندې چې حکومتونو څه کړي دي د هغې نه څه تر لاسه شوي نه دي بلکې مونږ ته نقصان زيات شوی دی.  هغه غوښتنه کړې وه چې باید وسله والو سره خبرې وشي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اؤ ځېنې نور قام پرست سیاسي مشران وخت په وخت خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ د روانې لړۍ پړه دپاکستان په پوځ اچوي خو پوځ بیا وخت په وخت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې یې په زرګونو ځوانانو اؤ افسرانو دخپلو سرونو درنې قربانۍ ورکړې دي.

25.04.2024 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

25.04.2024 امریکا غږ

طالبانو د سیمې هېوادونه د داعش په ملاتړ تورن کړي - اشنا

په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنې، د اوکراین، اسرائیل او تایوان دپاره د امریکا مرسته، پاکستان کې د ملاریا ناروغي، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.

25.04.2024 امریکا غږ

ملګري ملتونه وایي د پاکستان نیمایي ابادي له انټرنیټ محرومه ده چې زیات شمېر د ښځو دی

اسلام اباد — د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې (يو اين ډي پي) نيشنل هيومن ډيولپمنټ انډيکس د ۲۰۲۴م کال لپاره د تازه رپورټ ترمخه د پاکستان نيمايي آبادي د انټرنيټ نه محرومه ده چې پکې زياته شميره د ښځو ده۔  په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالان وايي چې انټرنيټ ته د لاسرسي نه لرلو له کبله ښځې د خپلو حقونو نه بې خبره پاتې شي. د يو اين ډي پي رپورټ کې پاکستان په معتدل برخه کې ساتل شوی دی او ویل شوي دي چې په پاکستان کې ښځې د ډيجيټل پرمختګ نه محرومه دي۔ په ياد رپورټ کې ويل شوي چې په هيواد کې په ډيجيټل پراختيا کې د شتمنو خلکو شمېره د بې وزله خلکو په پرتله ۱۵ فيصدي لوړه ده او دا څرګندوي چې په ډيجيټل پرمختګ کې د پيسو کردار مهم دی۔ د ډيجيټل چارو کارپوهان وايي چې په پاکستان کې زياتره خلک به تر هغې د انټرنيټ نه محرومه وي ترڅو چې په موجوده ډيجيټل انفراسټرکچر کې بدلونونه رانه وستل شي۔ د ډيجيټل چارو کارپوهه هارون بلوڅ وي او ای ډیوه ته وایي "د دې لوې سبب زموږ سيکيورټي پاليسي ده، ولې چې په پاکستان کې انټرنيټ ته هم د سيکيورټي په تناظر کې کتل کيږي دې کې د بدلون راوستو ضرورت دې".  هغه وایي که په پاليسې کې بدلون راوستل شي او انټرنيټ ته لاس رسی په حکومتي ترجيحاتو کې شامله کړی شي نو پاکستان ته دېره ګټه رسيدی شي. رپورټ زياتوي چې پاکستان په انساني ترقې کې له ۱۹۳ هيوادونو په نوملړ کې په ۱۶۴ نمبر ولاړ دی۔ د منصوبه بندۍ او پرمختيايي چارو مرکزي وزير احسن اقبال مطبوعاتو ته ويلي چې ډيجيټل لاس رسی ډير مهم دی او حکومت به هڅه کوي چې انټرنیټ ته د هر وګړي لاس رسی ممکن کړي. د ښځو د حقونو کار کوونکې وايي چې  انټرنيټ ته د لاس رسي نه لرلو له امله ښځې په پاکستان کې د هر ډول اسانتياوو نه محرومې او د نړې د حالاتو نه بې خبره ساتل شوې دي۔ د عورت فاونډيشن نومې غیر دولتي سازمان یوه مشره شمایله تنویر ډیوه ته وایي د ښځو په ضد د تشدد د مخنيوي او د صحت په اړه بې شميره معلومات په انټرنيټ موجود وي، دغه شان تعليم هم د انټرنيټ د لارې ترلاسه کيدای شي: "که انټرنيټ ته لاس رسی نه وي نو ښځې د دې ټولو معلوماتو څخه بې برخې پاتې کيږي او نه دا معلومات لري چې په نړې کې نوي څه رجحانات او پرمختګونه کيږي". مطبوعاتي رپورټونه وایي چې پاکستان دنړۍ په کچه هغه دریم هیواد دی چې په انټرنیټ یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي او اوس هم د تيرو دريوؤ مياشتو راهسې ټولنیزه رسنۍ (ايکس) بنده ده چې د ماهرينو په اند نه يوازې خلک يي د اظهار د ازادۍ نه محرومه کړي بلکې هغه خلک چې د ټولنيزو رسنيو د لاري کاروبار کوي هم یې د تاوان سره مخ  کړي دي۔

25.04.2024 ډیوه

د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو وضعیت - اتصال

د اتصال په خپرونه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو د وضعیت او په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د بخښنې نړیوال سازمان د تازه راپورونو په اړه بحث شوی دی.

25.04.2024 امریکا غږ

ملاله یوسفزۍ: د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې

واشنګټن — د سولې لپاره د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له هېلري کلنټن سره پر خپل ګډ هنري‌ کار د خلکو له نیوکو وروسته سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې د غزې د خلکو ملاتړ او د اسرایلو د اقداماتو غندنې ته به دوام ورکوي. ملالې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ایکس او انسټاګرام په یوه بیان کې ویلي، دا غواړي چې خلک د غزې د خلکو لپاره د دې پر ملاتړ د شکونو ښکار نه شي ځکه چې وایي دا پر خپل دریځ ولاړه ده. ملاله وایي‌ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو خلاف بې رحمه ظلمونه روان دي او تېره اوونۍ چې د غزې په النصر او الشفا روغتونونو کې اجتماعي قبرونه وموندل شول دا زښته زیاته زړه بوږنوونکې پېښه ده: "د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې او زه د هغو هڅو ستاینه کوم چې د [اسرایل] د حساب ورکولو پرېکړه یې کړې". که څه هم هېلري کلینټن د تېر کال په نومبر کې په ښکاره توګه د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، خو د حماس د ځپلو لپاره یې د پوځي کمپاین ملاتړ کړی او د ډزبندۍ غوښتنې یې رد کړې وې ځکه چې د دې په وینا ډزبندي به حماس نور پیاوړی کړي. ملالې یوسفزۍ په خپل بیان کې ویلي، په ښکاره او خصوصي توګه به د نړۍ پر مشرانو ږغ کوي چې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي او غزې ته د بیړنیو بشري مرستو د رسولو ډاډ ترلاسه کړي: "موږ نه غواړو نور مړي، سکولونه په بمونو الوتلي او ماشومان په لوږه کې ووینو، موږ پوهېږو چې بیړنۍ ډزبندي ډېره ضروري ده".   ملاله یوسفزۍ وایي دا به پر بېګناه خلکو د هر ډول تشدد خلاف ولاړه وي چې وایي په هغوی کې بندیان او یرغمل کړي کسان هم شامل دي، وایي "زه د غزې له خلکو سره یم او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي". پر ملالې یوسفزۍ نیوکې ولې کیږي؟ ملالې د اسرایل او حماس تر منځ په غزه کې د روانې جګړې په اړه خپل سپیناوی ځکه کړی چې پر ټولنیزو رسنیو له څو ورځو راهیسې پر هغې له دې کبله نیوکې روانې دي چې له هېلري کلینټن سره ګډ هنري کار کړی دی. ملالې یوسفزۍ د امریکې د بهرنیو چارو له مخکینۍ وزیرې هېلري کلینټن سره د «سفس» په نوم د موسیقۍ پر یوه براډوې پروګرام باندې کار کوي چې د اپرېل پر 18مه په نیویارک کې لومړی ځل نندارې ته وړاندې شوې. د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د موسیقۍ په دې پروګرام «سفس» کې په شلمه پېړۍ کې په امریکا کې د ووټ یا رایې د حق لپاره د ږغ پورته کوونکو امریکایي ښځو مبارزه ښکاره کړی شوې ده. د یادونې وړ ده چې هېلري کلینټن د مخکیني صدر بارک اوباما د واکمنۍ په مهال د امریکې د بهرنیو چارو وزیره وه، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پر وسلوالو طالبانو د ډرون بریدونو د اقداماتو مشري یې کوله. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

25.04.2024 ډیوه

کیف: د پوځي خدمت جوګه بهر میشتو نارینه اوکراینیانو ته پاسپورټونه نه ورکول کیږي

د اوکراین حکومت د پوځي پرسونل کمښت موضوع ته د حل لارې موندلو په موخه د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۲۴(غوايي شپږمه) یو لړ داسې قوانین تصویب کړل چې له امله یې هغه اوکرایني نارینه چې په بهر کې ژوند کوي په موقتي توګه نشي کولای ددغه هېواد پاسپورټ ترلاسه کړي.

25.04.2024 امریکا غږ

نوی تحقیق ښیي د پاکستان  6.6 فیصدي ابادي د کرپټو کرنسۍ روزګار کې خپلې پیسې مصرفوي

پېښور — د يو نوي تحقيق ترمخه د کرپټو کرنسۍ په ولسي کچه د خپلولو او دوستانه ماحول دپاره پاکستان د نړۍ د سر لسو هېوادونو کې شمير دی او د ملک 6.6 فيصده ابادي په کرپټو ايکسچينجونو کې د ټوکنو، کرنسیو او کواينز يعني د سيکو جمع واري لري۔ د کرپټو کېسينوز نومي ادارې ماهرينو د خپلې څيړني دپاره استعمال شوؤ اعشاريو کې د ولس لخوا په کرپټو کرنسیو کې پانګونه، د بيټکواين په مايننګ مصرف، د کرپټو ايکسچينجونو استعمال او په انټرنيټ د کرپټو کرنسۍ په هکله د مالوماتو لټون کړی دی.  څيړونکي وایي د کرپټو کېسينوز لخوا کارول شوي دا ټولي اعشاريې يواځي ولسي راکړه ورکړه ښیي او د پاکستان حکومت لا هم د کرپټو کاروبار ته قانوني بڼه نه ده ورکړې۔  د کرپټو کرنسۍ ماهر پروفېسر ساجد اقبال داويزی ددې تحقیق په اړه وي او اې ډیوه ته وایي، "کومه خبره چې دلته نه ده شوې او هغه ډېره ضروره ده هغه دا ده چې د کرپټو کرنسۍ سره اړوند خلک ځانونه څومره محفوظ محسوسوي چې هغوي د کرپټو کاروبار کوي نو زما په خيال دا ډيره  ضروري اشاريه وه چې دا يې په پام کې نه ده نیولې". د پروفیسر داویزي په خېره "که مونږ دغه اعشاره هم په پام کې واخلو نو زما نه دي خيال چې زمونږ ملک به په هغه هېوادونو کې راشي کوم چې کرپټو فرئينډلي (کرپټو خوښوونکي) دي". په کال 2018م کې د پاکستان سټيټ بینک د مالياتي لين دين د څارني ادارو او هم ولس ته د کرپټو کرنسۍ د کاروبار په هکله يو خبرداری ورکړی ؤ او ټولي مالياتي ادااري يې د ورچول یا انلاین کرنسۍ، کاينز يعني سيکو او ټز د ټوکنو د لين دين نه منعې کړي وؤ۔  ماهرينو هغه وخت دا ګڼل چې دولتي بینک دا خبرداری د ايف ای ټي ايف په سپارښتنه د مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره ورکړي و۔   رپورټونه وایي د پوهنتونونو د زده کوونکو نه واخله تر زاړه عمر سړو او ښځو پورې په معاشي ونډه کې بي برخې ټولګيو د دي غير رواياتي او غير مرکزي کرنسۍ د لين دين نه ګټه اخستي ده۔ د کرپټو کرنسۍ یو کار پوهه ثناء الله خان وایي د کرپټو کرنسۍ له لارې مېرمنې د کورونو دننه هم ګټه وټه ترلاسه کولی شي. ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ‘‘دا کرپټو داسې فيلډ چې ستاسو نظر کار کوي، د ګوتو سرونه کار کوي او موبايل فون درسره وي تاسو ډير په اسانه سره کاروبار کولي شئ"  د هغه په وینا "دې کې د عمر هډو څه حد نشته، نه په دي کې څه جسماني طاقت پکار وي ، دغه زمونږ پښتنې خويندي ميندي چې دي ،دوي هم د کرپټو د لارې په کور کې په ناسته بغير د څه مسلي خپل کور کې ګټه کولی شي، پيسي ګټلی شي خپل ژوند جوړولی شي، مطلب د کور نه د وتلو که اجازه ورته هم نه وي خو هغه اساني دوي ته وي‘‘ خو د کرنسۍ ددې غير مرکزي کاروبار خپلي ګټي او خپلې خطرې دي ،د کال 2022م په سر کې د پاکستان تحقيقاتي اداري ايف آي ای ملکي وګړو ته په کرپټو کرنسۍ کې د 17.7 بلينه روپو د ټګۍ پلټني پيل کړې وې . هم په دغه کال کې پاکستاني وګړو د کرپټو کرنسۍ کاروبار کوونکي ايف ټي ايکس ايکسچينج د ديواليه کيدو او ورکيدو سره د بيلينونو روپو ورته کرپټو کرنسۍ ټوکني او سيکي د لاسه ورکړې وې۔ ساجد اقبال داويزی وایي، ددې کرنسۍ له لارې ډيرو خلکو ښې ډيرې پیسې وګټلې خو ډیرو ډیرو پکې بیا بایلات هم کړی دی. ‘‘ډير داسي خلک دي په ټوله نړۍ کې چې تاسو وګورئ هغوي پرې ځانونه میلیونران کړل، ددې ګټه هم  ډيره زياته کیدای شي او تاوان ېې هم ډېر زيات کيدای شي، ډير خلک داسې وو چې هغه يې د شته پيسونه خلاص کړل" ساجد اقبال دویزی وایي "که څوک هم فقط په کرنسۍ کې کاروبار کول غواړي نو هغه په دې څيزونو ځان پوهه کوي چې عمومي خطر یا ريسک څومره فيصده وي او بيا ځانګړې ګټي او خطرونه يې څومره دي تر څو پورې چې يو کس ځان په دې خبرو نه وي پوهه کړی نو زما خيال دی چې دا د يو تن دپاره د تاوان خبره ده‘‘ د کرپټو کسينوز د تحقيقاتي رپورټ ترمخه د کرپټو  کرنسۍ دپاره نورو ښېرازه ملکونو کې ارجنټاين۔ امريکا، کولمبيا، يوکرين، متحده عرب امارات، ويتنام، ترکيه، کينډا، او سنګاپور سره سم پاکستان راځي۔  رپورټ وایي پاکستان کې 15.8 ملينه خلک په کرپټو ايکسچينجونو کې اکاونټونه، کرنسي ټوکنې او سيکې لري۔

25.04.2024 ډیوه

د ټرمپ د استثنا په اړه به د امریکې سپریم کورټ د تاریخ د غېر معمولي مقدمې اورونه کوي

ټرمپ په مستقل ډول دا دلیل وړاندې کوي چې صدارتي استثنا مجرمانه اقدماتو ته هم غځېږي. هغه دا دریځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل هم وړاندې کوي او وايي د صدارتي استثنا نه بغېر به د یو صدر دپاره ممکنه نه وي چې کار وکړي او امریکا به د دایمي خطر سره مخامخ کړي

25.04.2024 ډیوه

اسلام اباد کې په موټروې پولیسو ګاډی ورخېژوونکې ښځه نیول شوې او عدالت جېل ته لېږلې

پېښور  — په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې هغه ښځه پولیسو نیولې اؤ عدالت جیل ته لېږلې چې اسلام اباد کې یې د موټروې په یو پولیس عسکر ګاډی ورخېژولی ؤ اؤ د پولیسو له ولکې تښتېدلې وه. په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې ویډيو کې لیدل کیږي چې د اسلام اباد په موټروې ټول پلازه په موټر کې ناستې یوې ښځې نه پولیس د شناختي کارډ اؤ لایسنس ښودلو غوښتنه کوي اؤ بیا د پولیسو اؤ دغه ښځې تر منځ خبرې په تکرار بدلیږي. دغه ښځه اخر په غصه کې د ګاډي مخته ولاړ پولیسو ته دوه ځله وایي چې د ګاډي له مخې یې لرې شي خو چې هغه لرې نه شي دا د پولیسو د ولکې نه وتلو لپاره خپل ګاډي د پولیسو په هغه عسکر ورخیژوي اؤ په تېښته بریالۍ کیږي. دغه ویډیو د زرګونو په شمیر فعالینو په ټولنیزو رسنیو یو بل سره شریکه کړې ده اؤ د یادې ښځې سلوک یې غندلی دی. د سوشل میډیا زیاتره صارفینو لیکلي چې دغه ښځې ته انساني‌ ژوند هیڅ ارزښت نه لري اؤ ددې په دې عمل د یو انسان ژوند ختمیدای شو. د موټروې پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دا پېښه سږکال د جنورۍ په وړومبۍ نېټه مخې ته راغلې وه اؤ له هغې وروسته ددغه ښځې خلاف د پېنډۍ په نصیراباد تاڼه کې مقدمه درج کړل شوې وه. ویاند ویلي چې د قانون ماتوونکو سره به هیڅ قسم نرمي نه کیږي اؤ په ضد به یې د قانون له مخې ګامونه پورته کولی شي په دغه پېښه کې د یادې مېرمنې د ګاډي لاندې راغلي ژوبل پولیس عسکر په درج ایف آي ار کې ویلي چې یادې مېرمنې د رفتار د ټاکل شوي قانوني حد نه په زیات سپیډ کې موټر چلولو اؤ چې کله پولیسو هغه ودروله اؤ کاغذونه یې ترې وغوښتل نو دغې ښځې ورته بدې ردې وویلي. دغه پولیس عسکر ویلي چې یادې مېرمنې د پولیسو نه د تښتېدلو په خاطر په هغه ګاډی ورخېژولی چې له امله یې دی زخمي شوی دی. په سوشل میډيا د یادې ویډيو مخې ته له راتلو وروسته د پېنډۍ پولیسو تېره ورځ ددغه مېرمنې پېژندګلو د فرح په نوم کړې وه اؤ هغه یې نیولې وه. پولیسو د فرح نومې دغه مېرمنې ګاډی هم پخپله ولکه کې اخستی دی. د پېنډۍ پولیسو نن د ځایي محکمې د مجسټریټ ممتاز هنجرا عدالت ته دغه مېرمن وړاندې کړې ده اؤ پاکستاني‌ رسنۍ وایي چې پولیسو د عدالت نه ددغه مېرمنې د پینځوؤ ورځو جسماني ریمانډر غوښتی ؤ خو د یادې ښځې وکیل د ریمانډ د خواست مخالفت کړی اؤ عدالت ته یې ویلي چې په اییني توګه د یوې ښځې بدني ریمانډ نه شي ورکړل کیدای. د وکیلانو له دلیلونو اوریدلو وروسته د فرح په نوم دا مېرمنه عدالت د څوارلسو ورځو په قضایي ریمانډ زندان ته لیږلې ده اؤ ویلي یې دي چې په جیل کې د ښځېنه پولیسو اؤ جیل افسر په موجودیت کې پولیس ددغه مېرمنې نه پلټنې کولی شي. پولیسو د فرح په نوم دا ښځه په سختو امنیتي تدابېرو کې عدالت ته راوستې وه.

25.04.2024 ډیوه

د هند په یو هوټل کې د اورلګېدو له کبله لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي

د هند ختیځ په یو هوټل او رستورانت کې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي ۶) د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

25.04.2024 امریکا غږ

د پاکستان حکومت جبري بې درکیو کې د ادارو رول مني خو څېړونکي وایي حکومتونه د ادارو خلاف د اقدام توان نه لري

اسلام اباد — د پاکستان د قانون مرکزي وزير، اعظم نذیر تارړ ویلي چي په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله کې د حکومتي ادارو د مداخلت تور نه شي رد کېدی ولې په دې اړه تر اوسه کوم پاخه او ښکاره شواهد مخې ته نه دي راغلي. د قانون د مرکزى وزیر په دې څرګندونه سياستوال، قانون پوهان او د لا درکه تنانو د حقونو مبارزين بېلا بېل دريځونه لري او وايي ددې ستونزې په هواري کې حکومتونه د سياسي عزم د نشتوالي سره مخ دي. د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ سره ګډ خبري کانفرانس ته د وینا په مهال د قانون وزير ښاغلي اعظم نذير تارړ په جبري توګه د لا درکه تنانو په معامله خبرو کې ویلي چي ددې ستونزې په هواري کې د حکومت لخوا هېڅ سستي نشته او حکومت ته په دې اړه د خپلو ذمه واريو پوره احساس دی. د نوموړي وېنا وه چې د لا درکه تنانو معامله په کال 2011 کې راپورته شوې وه او د حکومت لخوا کمېشن هم جوړ کړې شوې وو چې دغه کمیشن نزدې په 10200 کېسونو کې 8000 کېسونه حل کړي دي خو وایي اوس هم په 23 فيصده کېسونو کار پاتې دی. د قانون وزیر وویل د دواړو خواوو لخوا په دې معامله کې څه نا څه مساېل شته او په دې کې د حکومتي ادارو مداخلت يکسر نه شي رد کېدې ولې په دې لړ کې مستند او واضح شواهد مخې ته نه دي راغلي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر ښاغلی شعیب شاهین پوښتنه کوي چې که د رياستي ادارو کردار نه شي رد کېدای نو بيا د قانون وزیر د هغوي خلاف څه کاروايي کړې ده؟ ډیوه سره خبرو کې ښاغلي شاهین وویل څوک چې په دې جبري بې درکیو کې ککړ دي ولې حکومت د هغوي خلاف ګام نه پورته کوي، څوک چې په دې ککړ دي هغوي مجرم ولې نه ګرځول کېږي" او که ته دا نه شې کولې نو استعفا ورکړه او که ګام نه اخلې نو بيا ته ګوډاګې يې" په پاکستان کې د لا درکه بلوڅانو ،پښتو او د بشري حقونو مبارزين د جبري لا درکيو تور اکثر د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه په وار وار رد کړي دي. د امرېکې د بهرنیو چارو د وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه رپورټ کې هم د پاکستان دننه د جبري لا درکيو د ستونزې یادونه شوې او ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتولو او جبري لا درکیو پېښې زیاتې شوي دي. رپورټ وایي د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځينو چارواکو په ممکنه توګه خلک نيولي او د هغوي د ځاې ښکاره کولو يې انکار کړی دی. وايي د لا درکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمېشن د رپورټ له مخې د کال 2011م څخه تر اوسه کمېشن ته د رپورټ شوو 9،967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7،714 کسانو مقدمې حل شوي او د 2،253 کسانو مقدمې لا روانې دي. د لا درکه تنانو وکيل کرنل رېټاېرډ انعام الرحيم ډیوه ته وایي،د امریکا په رپورټ کې د اسلام اباد هاي کورټ د پخواني چيف جسٹس اطهر من الله د ارډر حواله هم په ورکړې شوې ده، چې پکې هغه ویلي وو چې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په واکمنۍ کې دا رياستي پاليسي وه چې خلک دې په جبري توګه لا درکه کړی شي او مشر جج ویلي وو باید چې اوس دا پالیسي ختمه شي. د لا درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوڅ وايي د جبري لا درکيو د ستونزې هواری د سياسي حکومتونو د وس کار نه دې. ‌ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ددې مسلې حل يوازې د پوځ او آي اېس آي د مشر سره دی او د لا درکه تنانو حکومتي کمېشن هم غېر فعال دې او دغه کمېشن په خپل کار کې پاتې راغلې دې" د لا درکه تنانو لپاره جوړ حکومتي کمېشن په دې وروستیو کې سپريم کورټ ته وړاندې کړي خپل رپورټ کې ويلي چې د تېر مارچ میاشت کې نور 18 کسان په جبري توګه لا درکه شوي دي او د ورکو کسانو 2،303 مقدمې په بېلابېلو عدالتونو کې د ځنډ ښکار دي.

25.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more