ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلوچستان:په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې څلور عسکر وژل شوي دي

دبلوچستان په کيچ په سيمه کې وسله والو پر امنیتي عسکرو بريد کړی چې پکې څلور عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی. وي او اې ډیوه ته د ضلع کېچ یو لوړ رتبه نظامی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم  څرګند شي، وویل چې د ضلعې  هیډ کوارټر تربت سره نزدې د ډنوک او ګوګدان په منځني سیمه کې نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد کړی دی . دغه چارواکی وایي ترهګرو سره د ډزو په تبادله کښې د صوبیدار په شمول څلور عسکر ووژل شول  او يو عسکر ژوبل شوی دی. له پېښې وروسته پوليس اؤ دملیشې ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ  پېښه کې د وژل شوؤ عسکرو جسدونه اؤ یو ټپي یې  د تربت سي ایم اېچ روغتون وړلی دی. دچارواکو په وینا امنېتي ادارو دپېښې پلټنې پیل کړې دي خو تر دم ګړۍ پورې په دې ترڅ کې  څوک نه دي نیول شوي او نه تر اوسه ددې پېښې ذمه واري چا په سر اخستې ده. چارواکي دعوه کوي چې  په دغه سیمه کې تندروه وسله واله ډله بلوچستان لېبرېشن فرنټ زیاته فعاله ده چې مشري یې بلوڅ وسلوال ګورېلا کمانډر ډاکټر الله نذر پغاړه لري. دا وسله واله ډله د سېپک په شمول د ریکوډک او سېندک د پرمختیا دپروژو مخالفت کوي اؤ وايي چې دصوبې معدنی وسایل مرکزي حکومت او نړیوال شرکتونه په ګډه باندې لوټي خو حکومت بیا وايي چې په بلوچستان کې دپخوا په پرتله  اوس امنیتي وضعه ښه شوې ده.

24.12.2022 ډیوه

د افغان نجونو د تعلیمې ادارو تړل کیدو پرضد کوټه کې احتجاج شوی دی

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو  له لخوا د نجونو دپوهنتونونو تړلو پرضد د شنبې په ورځ د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې احتجاج شوی، چې پکې د بېلا بېلو پوهنتونونو افغان کډوال زدکوونکو ،د کوټې مدنې فعالانو، او وکيلانو ګډون درلودو۔ احتجاج کوونکو د ښځينه ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصولو غوښتنه کړې اؤ وایي په نجونو د زده کړو دروازې تړل ټولنه جاهلات ته دیکه کول دي۔ په احتجاج کې برخه لرونکې حسينه وي او ای ډیوه ته وایي پر افغانستان د افغان طالبانو له واکمنېدو سره يې ټول خوبونه ځکه دانه وانه شول چې هلته د نجونو، مکتبونه او پوهنتونونه د طالب واکمنو لخوا وتړل شول. "له وړوکوالي مې خواهش و چې ژورنالیزم به کوم او يوه ښه خبرياله به جوړېږم او په دا برخه کې به د افغانستان خدمت کوم خو دا خوب اوس نیمګړی راته ښکاري" د کوټې بيوټمز پوهنتون افغان کډوال زدکوونکي او مدني فعال سعد الدین ډیوه ته وويل په افغانستان کې له اسلامي او افغاني کلتور سره سم درس او تدريس روان و، وايي نه پوهېږي چې بيا ولې د دوی د تعليم لارې تړل شوې دي. ”افغان نجوني په افغاني، پښتني او په شرعي جامه کې خپلو مکتبونو او پوهنتونونو ته تللې، په صنفونو کې د ښځينه او نارينه زده کونکوتر مينځ پردې لګېدلې وې، د طالب چارواکو دا ادعا چې ګواکې په پوهنتونونو کې د نجونو له لوري د حجاب کول نه عملي کیږي ځکه يې پوهنتونونه وتړل دا خبر حقیقت نه لري"   دده په خبره  افغان زدکونکي د ذهني فشار سره مخ دي او هغوی چې په خپلو خويندو او لوڼو بې تعلیم کاوه نن بې هيلي شوي دي۔   په احتجاج کې شريک د افغانستان د جوزجان ولایت د پوهنتون استاد انجنېر محمد انور  چې اوس کوټې ته را کډه شوی دی، ده پر افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې  خپلې دې پريکړي ته بيا کتنه وکړي،  "د نړۍ د هیوادونو تر مینځ اړيکي د تعلیم په واسطه جوړېږي، د طالبانو دا دریځ  چې پوهنتونونه یې تر بل امر تړلي  خو د 17 میاشتو تر تېرېدو پس یې هم د سلهاوو ماشومانو راتلونکی خرابوي، په کندهار او کابل کې روغتون شته خو ډاکټره نه لرو کوم چې یو انساني او اخلاقي جرم دی، طالب چارواکي په نړيوالو د خپل حکومت د منلو په موخه په افغانستان کې پوهنتونونه تړي" د افغان د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندا محمد ندیم، د ښځينه زده کوونکو د پوهنتونونو د بندولو په اړه ويلي وؤ، چې د پوهنتون  ښځينه محصلينې پوهنتونونو ته د تللو پر وخت  شرعي حجاب  او جامه نه عملي کوي، دهغه په وینا په پوهنتونون کې د نارينه او ښځينو ګډ تعليمي نظام، له نارینه محرم پرته تعليمي ادارو ته د ښځينه زدکونکو تلل او لا هم له يوه او  بل ولايت ته  له محرمه پرته سفر کول، په درسونو کې د ښځينه زده کونکو لپاره ځانګړو اسلامي رشتو نېشتوالی هغه څه دي چې له وجې يې طالب واکمنو تر امر ثاني  پوهنتونونه تړلي دي-

24.12.2022 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

24.12.2022 امریکا غږ

روسیه کې د زاړو خلکو د ساتنې په مرکز کې د اور لګیدلی له امله ۲۲ تنه مړه شوي

روسي مقاماتو د سې شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) وویل چې د سایبریا په کیمیروفو ښار کې د زاړو خلکو د ساتنې په یو مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

24.12.2022 امریکا غږ

برتانيا وايي، په اوکراين کې روس د وسلې له کمي سره مخ دی

‎
 واشنګټن- د برتانيا د دفاع وزارت وايي د اوکراين په يرغل کې روس د وسلې له کمي سره مخ دی. د خالي/شنبې په ورځ ياد وزارت په يو استخباراتي رپورټ کې ويلي “د پوځيانو د کمي په اجله توګه د پوره کولو باوجود ښکاري چې روس په خپلو پوځي عملياتو کې د وسلې کمی لري چې په مخ تګ يې ورله محدوده کړی”. د وزارت د رپورټ تر مخه “ښکاري روس خپل د اوږد مزل کونکو ميزايلو حملې محدوده کړي چې د اوکرين انفراسټرکچر به يې پرې په نخښه کولو او دا حملې اوس په هفته کې يو ځل کوي او وجه يې دا ده چې د کروز ميزايلو کمی لري”. رپورټ زياتوي داسې نه ښکاري چې روس د لرې هدفونو د ويشتلو د پاره د توپخانې ګوله بارود سېوا کړي. د برتانيا د دفاع وزارت وايي د وسلې کمي روس کمزوري ښکاره کړی او موجوده پوځي عمليات يې داسې دي چې کچرې په فراخه جنګي خطونو کې دفاعي جنګ هم کوي نو ورته به ښه ډېره وسله او توغندي پکار وي. د امريکا ايوان نمايندګان تېره ورځ د اوکرين د پاره 45 بيلين ډالره امداد منظور کړی. دا د امريکا د 1.6 ټريلين بل برخه ده چې د هېواد سينټ منظور کړی او اوس به ولسمشر جو بايډن ته د لاسليک کولو د پاره لېږل کيږي چې په قانون کې بدل شي.   دا امداد د هغه 50 بيلين ډالره مرستو نه علاوه دی چې دې کال امريکا اوکرين ته ورکړی چې اعلان يې د اوکرين د ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي د جنګ په دوران کې د واشنګټن د دورې په وخت وشو. ملک ته په واپسۍ زېلېنسکي په دعوه سره وويل چې اوکريني ځواکونه د روس د نه ودرېدونکې توپخانې،  بيلا بيلو توغندو او هوايي حملو باوجود دا جنګ ګټي. زېلېنسکې په ټيلي ګرام ژمنه وکړه چې په هر څه به قابو ومومي او زياته يې کړه چې د واشنګټن نه د داسې څه سره بيرته راغلی چې دا به واقعي مرسته وکړي. امريکا لوظ کړی چې اوکرين ته به د روس د هوايي حملو د مقابلې د پاره پيټريټ ميزايل ورکوي چې د اوکرين ښارونه، ښارګوټي او کلي يې تباه کړي. امريکايي چارواکي وايي يواځې پيټريټ ميزايل د جنګ نقشه نه شي بدلولی خو واشنګټن او اتحاديان يې دې ته نه دي تيار چې اوکرين له جديد ټينکونه او د اوږد مزل ويشتونکي ميزايل وکړي چې په روس کې دننه هم هدف ويشتلی شي.

24.12.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان: د یوې کورنۍ درې غړي له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي

دافغانستان سره په پوله پرتې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان تحصیل برمل نه د یوې کورنۍ دتښتول شوؤ دریوؤ کسانو مړي موندل شوي دي. دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا درې کسان اوړمه ورځ دنامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي وؤ چې مړي یې اوس دبرمال دماڼه سیمې نه ترلاسه شوي دي. وژل شوؤ کسانو کې مولوي نور زمان ، د هغه یو زوئ اؤ وراره شامل دي دي. دپولیس سرچینو ویلي دپېښې پلټنې پیل شوي خو په سمدستي توګه دا نه ده معلومه شوې چې دا کسان دچا له لوري تښتول شوي اؤ ولې وژل شوي دي. په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې دهدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده اؤ په سیمه کې په دې حواله ولسي خلک په احتجاجونو هم بوخت دي، دوئ دحکومت اؤ امنیتي ځواکونو نه پرله پسې غوښتنې کوي چې باید سیمه کې امن پرځائ کړل شي . دنومبر په 28مه هم دشمالي وزیرستان میر علي بازار کې د سرو زرو  درې کاروباریان نامعلومو کسانو تښتولي وؤ چې ورووسته دهغوئ مړي دمیر علي بازار سره په څیرمه موساقي سیمې نه په داسې حال کې تر لاسه شوي وؤ چې په ګولیو ویشتل شوي وؤ. عموماً دداسې مرموزو وژنو ذمه واري څوک په غاړه نه اخلي خو زیاتره مهال په سوشل میډيا دداسې رقم پېښو تر شا دهیواد استخباراتي شبکو ته دملامتې ګوته نیول کیږي

24.12.2022 ډیوه

ملګري ملتونه وایي په نړیواله کچه 85 فيصده میرمنې په انلاین ډول ځورول کیږي

د ملګرو ملتونو دپاپولېشن فنډ شمېرې ښايي چې په نړيواله کچه 85 فيصده مېرمنې د انلاين يا د انټرنټ د لارې د تشدد ښکار کېږي چې پکې د دوی د اجازت پرته يې تصويران خپرول، دوی ته بد رد ويل او دړکې ورکول شامل دي۔ د سازمان ترمخه د دې ناوړي فعل له وجې مېرمنې په ذهني ناروغیو اخته کیدای او د ځان وژنې لیکې ته سمېدای شي.  په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو فعالانې وايي چې د نورو هېوادونو په څېر په دې هېواد کې هم د انټرنټ د لارې د ځورولو پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي چې علتونه يې د ډيجيټل الاتو په استعمال د زياتره ښځو نه پوهېدل او د د داسې ډول جرمونو مخنيوي لپاره جوړ قوانين په سمه توګه نه عملي کېدل دي۔ د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه په نړيواله کچه 85 فصيده مېرمنې راپور ورکوي چې د انلاين يا د انترنټ د لارې د تشدد شاهدانې دي په کومو کې چې نزدې 40 فيصده مېرمنې په شخصي توګه ددغې تشدد دتجربې سره مخ شوې دي.  په پېښور کې د شرکت ګاه نومې غېر دولتي ادارې کار کوونکې او د مېرمنو د حقونو فعاله فوزيه علي وي او ای ډيوه ته وايي چې د انلاين څورونې د لارې د مېرمنو د تشدد پېښې د نورو هېوادنو په څېر په پاکستان کې هم زياتې شوي دي۔ ډيوه سره دخبرو پر مهال د هغې وېنا وه " په ټولنه کې د مېرمنو د خواندګۍ شرحه ښه نه ده او بيا په داسې حال کې چې یو ناساپه هر څه ډيجيټلايز شي او د خلکو ورته لاس رسی هم زيات شي نو يو خو مېرمنو ته پخپله هم دا مالومات نشته چې زه کله سوشل ميډيا کاروم نو ماله څه، څه اقدامات پکار دي چې د ځورولو نه ځان خوندي وساتم" هغه وايي چې يو خو د دوی پاسورډز کمزوري وي نو هغه ترې څوک واخلي او تصويران ورله خپاره کړي، غلط غلط پېغامونه ورته لېږي او دا شيان کافي زيات دي نن سبا۔  نوموړې زياته کړه چې په مېرمنو کې د تعليم د کمي ترڅنګ د انټرنټ د لارې د ځورولو دپېښو د مخنوي لپاره چې کوم قوانين وضعه کړل شوي هغه هم په سمه توګه نه عملي کېږي۔ فوزيه علي دا هم وويل " دې لپاره مختلف قوانين په نړيواله او ملکي کچه موجود دي خو خبره د عملي کولو ده، زمونږه دا بدقسمتي ده چې کله د بشري حقونو خبره راشي نو زمونږه قوانين عملي کول لږ کمزورې وي"  په پاکستان کې د انټرنټ د صارفينو د حقونو لپاره کار کوونکې يو غېر دولتي ادارې ډيجيټل رائټس فاونډېشن د مئ په مياشت کې پخپل وروستي راپور کې ويلي وو چې په تېرو 5 کالونو کې د انټرنټ د لارې د ځورونو په اړه د 11000 نه سېوا شکايتونه ترلاسه شوي چې پکې 68 فيصده د مېرمنو او 30 فيصده د سړو شکايتونه شامل دي۔ په پېښور کې مېشته خبريالا فرزانه علي وي او ای ډيوه ته وايي چې د انلاين ځورولو د مخنيوي لپاره خو قانون جوړ کړل شوی خو زياتره مېرمنې د کورني او کلتوري ستونزو له امله د قانون ترمخه خپل شکايتونه نه جمع کوي۔ ډيوه سره خبرو کې د فرزانه علي وېنا وه" لویه مسله دا ده چې مونږه ښځې د ساسبر کرايمز يا د انټرنټ د لارې د جرمونو په اړه شکايت نه کوو ځکه چې دا د خاندان د عزت سوال جوړېږي" هغه وايي چې اول مېرمنو ته ځان مضبوطول کول پکار دي چې په داسې پېښو کې شکايت درج کوي او بل دا چې کوم قانون جوړ شوی هغه هم موثر جوړول پکار دي۔  د غېر دولتي ادارې په راپور کې دا هم ويل شوي چې کال 2021م کې تر ټولو زيات څه کم 4500 پېښو په اړه شکايتونه درج کړل شوي وو چې د تېرو پنځو کالونو 38 فيصده برخه جوړېږي۔  د مېرمنو د حقونو فعالان وايي چې د داسې ډول ځورونو د مخنيوي لپاره قانون سازي او په هغې عمل درامد کول موثر جوړولو ترڅنګ سړو ته پخپل سوچ او رويه کې مثبت بدولون راوستل ډېر مهم دي۔

24.12.2022 ډیوه

دپاکستان پارلیمان کې دټي ټي پي پرضد دعملیات غوښتنې زور نیولی

د پاکستان په پارليمان کې بېلا بېلو ګوندونو په افغانستان د واکمنو طالبانو په اړوند د پاکستان په تګلاره کې د بدلون او د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي پرضد د کوټلو عملیاتو پېل کولو غوښتنې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده. د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي. دپاکستان د سمندر پورې پاکستانيانو د چارو مرکزي وزیر ساجد حسېن طوري ډيوه سره خبرو کې وايي" مونږ او د پاکستان رياست فکر کاوه که امریکا د افغانستان څخه ووځي نو په پاکستان کې به هم د امنت ستونزه هواره شي خو بده مرغه داسې ونه شول او ترهګري بيا پېل شوه او اوس ليدل کېږي چې د چترال نه تر بلوچستانه په شريکه پوله حملې کېږي" دښاغلي ساجد حسېن طوري په وېنا اصل خبره دا ده چې د افغان طالبانو حکومت د پاکستان خېر خواه نه دی. تحریک طالبان پاکستان له مخکې څخه په ټول پاکستان کې د حملو اعلان کړی او دا لړۍ اوس تر اسلام اباد ورسېده. هغه وايي "زما په اند د افغانستان او پاکستان طالبان د يوې سيکې دوه اړخونه دي او د بد او ښو طالبانو ترمنځ توپیر نشته" دی وايي طالبان مخکې هم زموږ دښمنان وو او اوس هم دي او د دوي خلاف مضبوط عمليات پکار دي. هم دا ډول د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او د قامي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ډيوه سره خبرو کې وويل هغه اندېښنې ېې رښتيا شوې چې په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې شروع شوې د ترهګرۍ دا وروستې لړۍ به تر دغو سيمو محدوده پاتې نه شي او مونږ وليدل چې د ناامنۍ دا لړۍ اوس له اټک نه واوړېده او تر اسلام اباد راورسېده. ښاغلی محسن داوړ وايي اوس هم د افغانستان طالبان په پاکستان کې حضور لري او د دوي په ضد پاکستان له يوه واضحه تګلاره جوړول پکار ده. د نوموړي په قول ستونزه دا ده چې پاکستان په ښکاره يوه خبره کوي او په عمل کې بل څه کوي او تر څو چې په تګلاره کې روڼتيا نه وي راغلې ترهګري ناامني به لا پسې سېوا کېږي. تحریک طالبان پاکستان تېره ورځ په اسلام اباد په پوليسو دترسره شوي ځانمرګي برید پړه په غاړه اخیستې او او دتېر نومبر میاشت کې د حکومت سره د ترسره شوې ډزبندۍ د ختمولو وروسته یې په ټول هېواد کې د حملو پېل کولو ګواښ کړی دی. د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير پرون د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان د سفر په وخت ویلي وو چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي. له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو مرکزي وزیر بلاول بوټو زرداري په واشنګټن کې مطبوعاتو ته ویلي وو، افغان طالبانو ته یې پېغام لېږلی چې د پاکستاني طالبانو وسله واله ډله د پاکستان "سره کرښه" ده. پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي ځالې لري او د افغانستان مځکه د پاکستان خلاف حملو له کاروي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوى د دوحې د تړون لاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي. د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنیتي چارو شنونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي دتحريک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان ضد د افغانستان مځکه کاروي او افغان طالبان په داسې کولو سره پاکستان د فشار لاندې راوستل غواړي چې په رسمي ډول ومنل شي. هغه وايي دی ويني چې ډېر زر به د ټي ټي پي پرضد د پاکستان دننه پوځي عملیات پیل کړی شي. ښاغلی مسعود وايي د پاکستان د پوځ د اوسني مشر ټول پام دامنیت ټينګښت ته دی او تاسو به وګورئ چې پوځ به د امنیت په دې تازه معامله غلی پاتې نه شي. د عوامي نیشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان ډيوه سره خبرو کې وويل باید چې د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت او د هغه وخت د پېښور کور کمانڈر جنرال (ر )فيض حميد سره حساب کتاب وکړی شي چې دوى څنګه د پارليمان څخه بالا د ټي ټي پي سره مذاکرات کول ولې چې دغه مهال پاکستاني طالبانو حملې هم کولې او خپلې پښې یې هم مضبوط کړې. زاهد خان د فيض حميد د کورټ مارشل کولو غوښتنه هم وکړه او وئ ویل که داسې نه کېږي نو حالات به نور دګډوډي اړخ ته ځي. وايي د مرکزى حکومت هم مسولیت جوړېږې چې په خېبر پښتونخوا کې اېکشن وګړي ګني حالات به د قابو څخه ووځي.

24.12.2022 ډیوه

باجوړ او مومندو کې د امن دپاره لاريون او جلسه اعلان شوي

د خېبرپښتونخوا په باجوړ او مومندو قبايلي ضلعو د سياسي ګوندونو غړو او ځايي مشرانو د امن د پاره جرګې او لاريونونه اعلان کړي دي، د دوی په وینا په سيمه کې د ناامنۍ پېښې يو ځل سېوا شوي دي دوي غوښتنه کړې چې رياست دې د ناامنۍ مخنيوي وکړي.

24.12.2022 ډیوه

د نجونو په زده کړو بندیز ته غبرګون؛ طالبانو هرات کې د ښځو د لاریون مخه نیولې

د طالبانو حکومت لخوا د نجونو د لوړو زده کړو بندیز پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، په هرات کې لسګونو ښځو او نجونو لاریون کړی دی، خو طالبانو د دغه لاریون د پراخېدو مخه نیولې ده.

24.12.2022 امریکا غږ

په پاکستان کې د امروزه خوراکی توکيو بيعې 28فيصده زياتې شوي

د پاکستان د شمارياتو اداره [بېورو اف سټېټسټک] وايي په پاکستان کې د امروزه خوراکي توکيو بيعې يا قيمتونو رفتار 28.76 فيصده ته زیات شوی او اوونيزه ګرانې 0.11 فيصده کمی راغلی دی.

24.12.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي له طالبانو د معترضو ښځو او خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې

په کابل او ځينو ولایتونو کې د طالبانو لخوا د یو شمېر خبریالانو او ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ژر تر ژره د یادو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

24.12.2022 امریکا غږ

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ ملاله: د نړۍ مشران باید د طالبانو د تبعیض په اړه غوصه څرګنده کړي

د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز ته د غبرګونونو په دوام، د نوبل جایزې ګټونکې او د ښځو د حقوقو فعالې ملالې یوسفزۍ هم د طالبانو حکومت یاده پرېکړه غندلې ده.

24.12.2022 امریکا غږ

پوليس: سږ کال په پښتونخوا کې 196 ترهګر په پولیس مقابلو کې وژل شوي

د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، سږ کال په صوبه 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

24.12.2022 ډیوه

مولوي عبدالحمید: هیڅ حکومت خپل اتباع د ایران د حکومت په شان په ډزو نه ولي

په ایران کې د سني مذهبه مسلمانانو مشهور دیني عالم په حکومت غږ کړی چې خپل اتباع دې نه وهي او سر تیري دې هم بیرته خپلو اډو ته ستانه شي.

24.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more