لړليک | سريزه | تقريظ | ماخذ |
دپزي د شاوخوا سينوسونو جراحي عملياتونه
Operative Surgery of paranasal sinuses
Antral lavage يا Proof puncture :
داعمليه په inferior meatus برخه کي د فکي سينوس د
انسي ديوال د سوري کولو او د سينوس irrigation څخه
عبارت دئ.
استطبابات يا Indication :
1 . مزمن او تحت الحاد فکي سينوزيت چې ددوه هدفونو په
منظور صورت نيسي.
الف : د تشخيص د تائيدولو يا confirm کولو لپاره.
ب: د قيح د خارجولو او تداوي په مقصد.
2. د سينوس د داخلي محتوياتو څخه د specimen د
راتولولو لپره ترخو د کلچر,حساسيت يا سايتولوژيک
معايناتو لپاره د مقدم malignancy د ردولو لپاره وليزل
شي.
مضاد استطبابات يا Contra indications :
1. حاد سينوزيت کي دا عمليه د اوستيو مياليت د مينځته
راتګ د ويري له کبله بايد اجراء نشي.
انستيزيا:
په کاهلانو کي بهتره ده چې دانترال لواژ د موضعي
انستيزي لاندي صورت ونيسي او داداسي صورت نيسي چې
Lidocain 4% د ادرينالين سره يو ځاي په سفلي معبر کي د
10 يا 15 دقيقو لپاره ايسودل کيزي د منځنی معبر ساحه
هم بايد decongest شي ترڅو د وراچول کيدونکي مايع د
بيرته راستنيدو لپاره لار هواره شي.
وضعيت ( Position ):
په کاهلانو کي ناستي وضعيت د موضعي انستيزي لانده غوره
دي خو که د عمومي انستيزي لاند صورت نيول کيزي نو بيا
مريض ته عينا د تانسليکتومي وضعيت ورکول کيزي.
Technique:
د سفلي معبر په وحشي ديوال کي د Lichtwitz tocar او
کانولا پواسطه سوري کيزي دا سوري بايد د سفلي قرين د
قدامي انجام څخه 1.5 نه تر 20 سانتي متره خلف ته د
وحشي ديوال سره د قرين د اتصال برخه کي جور شي.
په دي ساحه کي هډوکی ډير نازک او په آساني سره سوري
کيدي شي.
Trocar او کانولا د هماغه د اوربيت د وحشي زاويي په
استقامت نيول کيزي او naso antral wall د يو crack يا
چاود په شکل سوري کيزي اوس نو Trocar ليري کيزي او
Canula لږ نور هم وراندي تيله کيزي ترڅو د انتروم
مخامخ ديوال ته ورسيزي بيا نو Canula پريسودل کيزي
وروسته له دي څخه انتروم د 37o سانتي ګريد حرارت نارمل
سالين څخه په استفادي سره د يو 20 ml سيرنج په واسطه
مينځل کيزي ددي سيرنج په عوض Hagginson’s سيرنج هم
استعماليدي شي. Syringing ته ترهاغي ادامه ورکرل شي
ترڅو بيرته راستنيدونکي سالين صاف شي. د عمليي د
خلاصيدو وروسته کانولا ويستل کيزي او يو pack په سفلي
معبر کي ايسودل کيزي ترڅو د ممکنه خونريزي مخه ونيول
شي.
د antral pathalogy تشخيص:
1. رقيق عمبر رنګ لرونکي مايع چې د سوري کولو سمدستي
وروسته د کانولا څخه راشي او د کولسترول لرونکي وي نو
د antral cyst په موجوديت دلالت کوي.
2. د muco pus د پوکانو موجوديت په hyper plastic
سينوزيت دلالت کوي.
3. د بدبويه چرک موجوديت کوم چې په آساني سره د مايع
سره مخلوط کيدي شي په suppuration (تقيح) دلالت کوي په
داسي حالاتو کي antral wash بايد په يوه اووني کي يو
يا دوه واره تکرار شي.
د عمليات وروسته اهتمامات:
1. pack بايد يو ساعت وروسته ليري شي.
2. د تقيح (Suppuration) په حالاتو کي انتي بيوتيک
بايد د پنحو تر شپز ورځو پوري ورکرل شي.
3. د فوحي( سوري) د خلاصوالي په منظور بايد
decongestant خاخکي استعمال شي.
4. د سردرد يا عمليات وروسته د درد موجوديت په صورت کي
انلجزيک استعمال هم ضرور دئ
Complications (اختلاطات):
1. د رخسار (غومبوري) پرسوب swelling of cheek .
دا ناوره تکنيک د استعمال او بي تجربګي په نتيجه کي
داسي پيدا کيزي چې کانولا پواسطه naso antral wall
سوري نشي او په ځاي يي د قدامي وحشي ديوال نرم انساج
متضرر نشي.
2. orbita injury او cellulitis .
4. خونريزي يا bleeding د پزي د مخاط د تخريب له کبله.
5. Air embolism چې ډير نادر او وژونکي وي.
Intra nasal antrostomy :
دا د intra nasal له لياري د inferior meatus په naso
antral wall کي د يوي فوحي جورولو څخه عبارت دئ.
استطبابات:
Chronic purulent maxillary sinusitis .
مضاد استطبابات:
1. د سينوس په مخاط کي غير رجعي تغير مينځته راتګ له
کبله لکه polypodal hypertrophy
2. د osteitis موجوديت.
3. د malignancy احتمال
انستيزيا:
موضعي يا عمومي انستيزي.
وضعيت يا position :
مريض ته supine وضعيت ورکول کيزي د ميز هغه طرف ته چې
د مريض سر قرار لري لږ پورته کيزي او مخ لږ مقابل
طرفته تاويزي.
تکنيک technique :
inferior turbinate د يو لوي peri osteal elevator
پواسطه انسي او پورته خواته ماتيزي او سفلي معبر د يو
منحني hemostat پواسطه سوري کيزي او بيا دا سوري د
kerrison’s bone forceps پواسطه و مخي خواته او د
Luc’s يا slide-biting ring فورسپس پواسطه و شاخواته
enlarge يا غتيزي. د فوحي قطر بايد 1.5 نه تر 2cm پوري
ورسيزي او ترڅو چې ممکن وي بايد د پزي د فرش په برخه
کي وي.
دسينوس داخل چرک د سکشن په ذريعه ويستل کيزي که
خونريزي ډيره زياته وي نو شايد د سينوس يا پزي packing
ته هم ضرورت احساس شي.
Post operative care :
داخل سينوسي او انفي pack خلورويشت څخه تر اته خلويست
ساعتو وروسته ليري کول پکار دي.
Complications يا اختلاطات:
1. د عمليات وروسته خونريزي.
2. د naso-lacrimal duct تخريبيدل.
نوت: په دي ورځو کي intra nasal antostomy د سفلي معبر
په ځاي په منځنی معبر کي اجراء کيزي middle meatus
انتروستومي زيات فزيولوژيک بنه لري.او د اندوسکوپيک
کنترول لاندي صورت نيسي.
Culdwell-luc Operation :
دا د canine fossa له لياري د sub labial (تحت شفوي)
مداخله پواسطه د فکي انتروم وازول دي ترخو د antrum
دداخل پتالوژي په برخه کي معلومات ترلاسه شي.
استطبابات يا Indications :
1. د فکي جيب مزمن التهاب يا chronic maxillary
sinusitis چې د سينوس په مخاط کي غير رجعي تغيراتو سره
يو ځاي وي.
2. د اجنبي جسمونو يا د غاښ دريسي ليري کول.
3. Dental cyst.
4. Oro-antral فستول موجوديت.
5. په انتروم کي د احتمالي نيوپلازم موجوديت او بيوپسي
اخستل.
6. Recurrent antro-choanal polyp.
7. د فک د هډوکی کسراو يا هم د orbit يا حجاج blow out
کسرونه.
8. د Ethmoids ته د رسيدو لپاره د يوي عمليي په ترخ کي
horgan’s transantral ethmoidectomy.
9. pterygo palatine fossa ته د فکي شريان د ligation
ترلو په منظور .
10. Vidian neurectomy
مضاد استطبابات يا Contra indications :
دا عمليه په هغو ماشومانو کي چې عمر يي د 17 څخه کم وي
مضاد استطبات ده.
انستيزي:
د عمومي او موضعي انستيزي دوارو پواسطه دا عمليه ترسره
کيدي شي.
وضعيت :
عيناً د intra nasal antrostomy وضعيت ورکول کيزي.
تکنيک (technique ):
1 . شق (incision ): يو داسي افقي شق چې دواره
انجامونه پورته خواته وي د gingivo labial sulcus
لاندي د وحشي incisor غاښونو څخه نيولي تر دوهم molar
پوري صورت نيسي دا د مخاطي غشاء او پيريوست له لياري
قطع کيزي.
2. elevation of flap :
muco-periosteal flap د canine fossa څخه نيولي تر
infra orbital nerve پوري اوچتيزي ترخو عصب متضرر نه
شي.
شکل: Cald well –luc operation الف: شق ب: دنني يا
داخلي منظره او د انتروستومي وضعيت.
3. د انتروم خلاصول:
د اکار د cutting burr د استعمال پواسطه يا هم د gouge
او hammer استعمال پواسطه صورت نيسي . په انتروم کي يو
سوري جوريزي او دغه فوحه ( سوري) د Kerrison’s punch
پواسطه نور هم لوي کيزي.
4. Dealing with pathology :
کله چې maxillary antrum واز شي نو پتالوژي ليري کيزي
, ماؤفه مخاط د elevator , کوريت او فورسپسونو پواسطه
ليري کيزي , cyst , سليم تومور, اجنبي جسم يا پوليپ هم
بايد ليري شي.
5. naso antral کرکي جورول : د يو منحني ډول هيموستات
د سفلي معبرو انتروم خواته تيله کيزي او بيا دا فوحه د
Kerrison’s او Slide biting فورسپس پواسطه لوييزي ترڅو
يوه کرکي جوره شي چې 1.5 سانتي متره قطر لري.
6. د انتروم pack کول :
د Ribbon gauze د مايع پارافين يا فيوراسين ملهم
پواسطه غوريزي او په انتروم کي د pack په شکل ايسودل
کيزي او انجام يي naso-antral wall څخه بهر ته پوزي
طرفته راوړل کيزي . intra nasal (داخل سينوسي) Packing
هغه وخت چې شديه خونريزي موجود وي اجراء کيزي Pack هم
پزه کي ايسودل کيزي.
7. د زخم بندول closure of wound :
تحت شفوي شق بيرته د يو يا دوه catgut خياطو په ذريعه
ترل کيزي.
Post Operative Care يا د عمليات وروسته مراقبت:
1. په خلورويشت لمريو ساعتونوکي په cheek يا رخسار
برخه کي ice packs کيسودل شي, تر خو چې د اذيما ,
hematoma او د مريض د ناراحتي مخه ونيسي.
2. په جيب او پزه کي packing خلورويشت نه تر اته
خلويست ساعته پوري وروسته ليري کيزي.
3. د پنحو څخه تر 7 ورځو پوري انتي بيوتيک بايد ورکرل
شي.
4. مريض بايد تر دوه هفتو پوري د پزي سون کولو څخه دده
وکري تر خو Surgical emphysema مخه ونيول شي.
5. د خو ورخو لپاره د مخصوص کانولا په مرسته د سينوس
لواژ د نورمال سالين يا انتي بيوتيک د محلول په مرسته
سرته رسول کيزي .
اختلاطات يا Complications :
1. خونريزي (Bleeding ):
2. د رخسار( Cheek ) د برخي بي حسي د يوخو هفتو لپاره
د تحت حجاجي عصب د کشش له کبله
3. د غاښونو بي حسي او د Sub labial fistula جوريدنه.
4. د naso lacrimal duct تخريب.
5. د علوي فک د هډوکی اوستيومياليت