لړليک سريزه تقريظ ماخذ

تقريظ
د پزي د اروندو جيبونو د مخاطي غشاء او عظمي جدارونو التهاب(Sinusitis) په عامو خلكو كي په لوړه پيمانه ليدل كيزي چې دا اندازه په روغتونو كي تر معالجي لاندي عمومي ناروغانو كي 25-30 په سلو كي تشكيلوي چې زياته برخه يي نه يواځې د جيبونو او پزي ستونزي رامينځته كوي بلكه د بدن د ليري پرتو غړو لپاره د انتاني محراق په حيث د راز راز ناروغيو د پيداكيدو لپاره لاره هواروي. د پزي چارچاپيره جيبونه د فيزيولوژي او پتالوژي په اروند دبدن مهمي برخي تشكيلوي چې په دي ډول د پتالوژيكي بدلون په نتيجه كي عضويت بي تفاوته نشي پاتي كيدلاي او په يو بل شكل عكس العمل سئ.
دا مونوګراف چې موضوع يي حاد او مزمن سينوزيت دي په 39 مخونوکي ليكل شوي چې د اناتومي، فيزيولوژي، پتالوژي، تشخيص او تداوي تياره كنجونه يي د پوهي په رنا سره روسانه كري دي.
ځينې اناتوميكي جوړښتونه او دجراحي ميتودونه د رسمونو په مرسته انحور او واضح شوي دي چې د مونوګګراف د كيفيت په غني كولو كي ستر رول لري، هغه اصطلاح ګاني چې په ډيرو كتابونو كي په انګليسي يا لاتيني ژبه كي ليكل شوي دلته په ډير مناسب او ساده پښتواصطلاح بدل شوي چې دا كار د خپلي ملي پښتو ژبي د علمي كولو لپاره لوي خدمت دي.
مونو ګراف چې په روښانه او ساده خو علمي پښتو ژبه ليكل شوي دي د داكتر قدرت الله نصرت د لوړي پوهی ، مسلك سره د ميني ، نه تماميدونكي هاند او هڅي او زينه په زينه خپل سپيڅلي هدف ته د رسيدو ګواهي وركوي . د مونوګراف په لوستلو سره دي نتيجي ته ورسيدم چې نوموړي داكترد علمي او فرهنګ د لاري هغه تږې مسافر دي چې د معقولو تصميمونو او پر ځاي ګامونو په اوچتولو سره به وكولي شي د برياليتوب د پاكو اوبو سرچېني ته ځان ورسوي او خپله تنده پري ماته ګري.
له لوي خداي جل جلاله څخه د نوموړي لپاره داسي غواړم چې ځان او خلكو ته د خدمت مصدر وګرزي او د ژوند راز راز ستونزي دده د برياليتوب په لياره خنډ ونه ګرزي.

پوهنمل دكتور غلام سخي سليمي
د غوږ، پزي او ستوني د ديپارتمنت مشر


تقريظ
ډير خوښ يم چې د هجرت د ډيرو مشكلو شرايطو با وجود هم د امكان تر حده د ځوانو داكترانو له خوا په ملي ژبه طبي ليكني ترسره كيزي . دا زما لپاره د وياړ خبره ده چې په همدي لړ كې د Sinusitis برخه كي چې په ورځيني ژوند كي ډير زيات عموميت لري، ډير ګټور معلومات د مؤثقو كتابونو او تازه ايديشنونو څخه د يو مونوګراف په شكل راټول شوي، دا كار نه يواځې داچې د داكتر قدرت الله نصرت لپاره يو ستر برياليتوب ګڼم بلكې په عين حال كې د پښتو ژبي په علمي كولو كي يوه ستره اضافه ده تر څو د طب پوهنځي محصلينو او هم نوي ډاكترانو ته ګټور ثابت شي.
د داكتر قدرت الله نصرت دا تطبع او ژباړه چې په ډيره ساده او روانه پښتو ژبه كي ليكل شوی، ما ولوست ، چې موضوعات پكې د ورځيني اړتياو سره سم ځاي په ځاي شوي او د ډيرو مؤثقو كتابونو څخه استفاده شوې .
د ډاكتر دا ليكنه دده د مونوګراف په توګه يو ډير مناسب او ګټور اثر دي او په آخر كي د لوي خداي جل جلاله څخه ورته په آينده كي دلابرياليتوب هيله مند يم.

پوهنمل دكتور سيدعبدالاحد قريشي
دافغان پوهنتون د عقلي ديپارتمنت شف
03.03.2002