لړليک سريزه تقريظ ماخذ

سريزه
د لوي خداي (ج) څخه ډير شكر ګزار يم حي پس له كلونو وروسته ماته دا وياړ را په برخه شو چې د راز راز ستونزو سره سره زه په دي بريالي شوم تر څو خپلي لوړې زده كړې د طب په څانګه كي د هجرت په ستونزمن ديار كي سرته ورسوم.
خداي(ج) دي وكړي چې ماته دا توفيق را په برخه كړي چې د افغانستان د كړيدلي اولس او بشريت سره د خپلي ډيرې محدودي پوهې سره سره په زړه پوري مرسته وكړی شم. په دي وياړم چې د فراغت په دي وروستي پړاو كې د افغان پوهنتون د غوږ،پزي او ستوني د ديپارتمنت لخوا داسې يوه موضوع چې د پراكتيك له نظره ځانګړ ي اهميت لري، راكړل شوې ده تر څو دهغي په باره كي د خپل د هاند او پوهي مطابق يو څه وليكم چې د علمي كتابونو نه د اوچتولو لپاره سمه او ساده لار پيدا كړم او هغه څوك چې ددي موضوع علاقمند دي وكولي شي چې ددوي د غوښتني سره سم كار تري واخستلي شي.
ذكر شوي موضوع مي د يو مونو ګراف په شكل ترتيب كري او په مختلقو ملكونو كي د چاپ شوو مؤثقو او نورو كتابونو څخه استفاده شوي، البته دا طبيعي خبره ده چې له غلطي څخه به خالي نه و ي، د لوستونكو له خوا پيشنهادونو او سالمو انتقادونو او ګټورو مشورو په تر لاسه كولو سره به ډير خوښ شم ترڅو په نتيجه كي مي خپلي نيمګړتياوي په راتلونكي كي له منځه يوسم.
و من الله التوفيق

دكتور قدرت الله نصرت
03-03-2002
پيښور، پاكستان