لړليک سريزه تقريظ ماخذ

د پزي د شاوخوا جيبونو اناتومي


د پزي د شاوخوا جيبونه هوا لرونكي جوفونه دي چې د ككري په ځينوهډوكو كي موقعيت لري او شمير يي په هر طرف كي څلور عدده دي.
د كلينيك له نظره د پزي د شاوخوا جيبونه په دوه ګروپونو ويشل كيږي:
1- قدامي ګروپ ( Anterior Group) په دي ګروپ كي لاندي جيبونه شامل دي:
• Maxillary Sinus ( فكي جيب (
• Frontal Sinus (جبهي جيب)
• Anterior Ethmoidal Sinus ( قدامي غلبيلي جيبونه )
2- خلفي ګروپ (Posterior Group ) په دي ګروپ كي لاندې جيبونه شامل دي:
• Posterior Ethmoidal Sinus : كوم چې په Superior Meatus (علوي معبر ) كي خلاصيزي.
• Sphenoid Sinus : كوم چې په Spheno-ethmoidal recess كي خلاصيزي.

فكي جيب (Maxillary Sinus )
دي ته Antrum of highmore هم ويل كيزي او دفكي عظم جسم اشغالوي ، د شكل له نظره هرم ته ورته دي چې قاعده يي د پزي وحشي ديوال طرفته او زروه يي په وحشي ډول Zygomatic Process خواته ده . دا هغه تر تولي ستر سينوس دي چې د زيږيدنې په وخت كي تل موجود وي.
ددي سينوس متوسط لوړوالي په يو بالغ انسان كي 3.5 cm او عرض يي 2.5 cm او عمق يي 3.2 cm دي چې 15 ml ظرفيت لرونكی دي، دي ته Master Sinus هم ويل كيزي ، دا ځكه چې دا د نورو جيبونو په نسبت زيات منتن كيزي او انتان اكثراَ د همدي سينوس څخه وسعت پيدا كوي.
مجاورت:
قدامي جدار يي د فك د هډوكي د جبهي سطحي پواسطه جوړ شوې او د رخسار ( Cheek ) د نرمو انساجو سره په ارتباط كي دي ، خلفي جدار يي د تحت صدغي Intra temporal او Pterygo palatine سره ارتباط لري.
انسي جدار يي د منځنی معبر ( Middle Meatus ) او سفلي معبر ( Inferior Meatus ) سره ارتباط لري چې په ځينو ځايونو كي دا ديوال ډير نری او غشائي دي.
فرش يي د فكي عظم د Aleolar process او Palatine process پواسطه جور شوي او د پزي د فرش د سطحي څخه 1 cm پورته موقعيت لري.
تل د ټولو premolar غاښونو ريښې د فكي سينوس د فرش سره په ډ ير صميمي ارتباط كي وي او صرف د يو عظمي نازكې Lamina پواسطه جدا كيزي او يا خو هم كله كله هيڅ هډوكي موجود نه وي . ددغو غاښونو د جملي څخه د كوم غاښ ويستل كولي شي چې Oro antra fistula مينځته راوړي په همدي اساس خو Dental Infection د فكي جيب ( Maxillary Sinusitis ) يو ستر عامل دي.
د maxillary sinus فوحه ( ostium) لږ پورته د جيب په انسي جدار كي موقعيت لري او د غربالي قيف ( Ethmoidal infundibulum ) په خلفي برخه كي په منځنی معبر middle meatus كي خلاصيزي. په 30% حالاتو كي د عمده سوري (Main ostium ) برسيره يو اضافي سوري ( accessory ostium ) هم موجود وي . د ostium موجوديت په طبعي ډول د sinus د كافي دريناژ لپاره مناسب نه دي، دا سينوس د ورځي په اوږدو كي كله چې انسان د ولاړي يا ناستي په حالت كي وي په طبعي توګه نه تخليه كيزي او يواځې كله چې د استراحت او افقي حالت كي وي ( خصوصاً د شپي له خوا) د تخليي لپاره آماده وي.

جبهي جيب ( Frontal Sinus ):
هر جيب د جبهي عظم داخلي او خارجي ټيبلونو تر منح موقعيت لري چې د supra orbital د څنډې څخه پورته او ژور موقعيت لري. د شكل او جسامت له نظره دا جيب متفاوت وي او معمولاً متوضع يا Loculated وي . دا يواځينې sinus دي چې د ماشوم د زيږيدو سره يوځاي موجود و ي او دسن په زياتيدو سره صرف د هغه په حجم كي فرق راځي او د ځوانۍ تر دوري پوري يي حجم د لويانو د جبهي سينوس اندازه اختياروي. ددي سينوس متوسط لوړوالی 3.2 cm ، پلنوالی يی 2.6 cm او ژوروالی يې تر 1.8 cm پوري رسيږي او ظرفيت يي په متوسط ډول يو ounce دي.
دواړه قدامي جيبونه معمولاً غير متناظر وي اوهغه پرده چې ددوي ترمنيځ موقعيت لري معمولاًنرۍ وي او په مايل ډول ځاي پر ځاي شوي ده او په ځينو حالاتو كي كيدي شي هيڅ موجود نه وي او ځيني وخت صرف په يو طرف کی موجود وي.
هر جبهي سينوس د يو قدامي ديوال يو خلفي ديوال فرش لرونكي دي ، قدامي ديوال يي ډير پريړ دي او په زياته پيمانه د medullary tissue ( مخي نسج) لرونكي دي د كوم په سبب چې معمولاًد اوستيومياليت د تاسس ساحه (site) وي .
د Sinus قدامي او خلفي جدارونه په علوي كي تقاطع كوي. د Sinus سطح يا فرش سفلي طرفته واقع ده چې د eyebrow (وريځې ) د شا د انسي انجام سره برابره ده. د sinus فرش ډير نازك دئ او مخي نسج (medullary tissue) نلرونكي دئ.
د جبهي سينوس تخليه د fronto nasal duct لياري څخه پزي ته صورت نيسي. دا قنات د سينوس د فرش څخه منشه نيسي او د منځنی معبر په قدامي انجام خلاصيزي. دا د سينوس او پزي تر مينځ كوم مستقيم ارتباط نه دي بلكه دا قنات په منكسر ډول د غربالي حجرو له لياري تيريږي او جبهي سينوس په قدام كي د تندي ( forehead )د جلد سره ارتباط لري او سفلي جدار يي د orbit او دهغه د محتوياتو سره په مجاورت كي دي او د خلفي ديوال اخوا يي سحايا او ددماغ جبهي فص قرار لري.

غربالي حجري:
غربالي سينوسونه يوشمير هوايي جوفونه دي چې نازك جدارونه لري كوم چې د غربالي عظم په وحشي خواكي واقع دي ، تعداد يي متفاوت وي او له 3 عدد څخه تر 8 عددو پوري وي كوم چې د پزي د وحشي جدار علوي ثلث او د orbit د انسي ديوال ترمينځ فضاء اشغالوي.
د كلينيك له نظره غلبيلي حجرات په دوه ګروپونو، قدامي او خلفي ويشل شوي دي كوم چې په ترتيب سره هر يو په middle meatus او superior meatus كي خلاصيزي.
Ethmoid labyrinth د مهمو مجاورتونو لرونكي دي، سقف يي د anterior cranial fossa پواسطه كوم چې د cribriform وحشي خواته واقع دي جور شوي. د دماغ سحايا په دي ځاي كي مهم مجاورتونه تشكيلوي ، وحشي جدار يي د orbit سره مجاورت لري.
د وحشي جدار او اوربيت ترمينځ يوه ډيره نازكه عظمي صفحه Lamina موقعيت لري چې ورته lamina papyracea ويل كيزي كوم چې په ډيره آساني سره تخريب كيدي شي او اوربيت ته د غربالي انتان ethmoid infection د انتشار سبب جوريدي شي.
بصري عصب د خلفي غربالي حجراتو سره ډير نژدي مجاورت لري كوم چې د ethmoid surgery په دوران كي د متضرر كيدو زيات چانس لري. په ماشومانو كي د نورو جيبونو په پرتله زيات اهميت لري او نسبتاً ډير متضرر كيزي.

Sphenoid Sinus (‌وتدي جيب):
دا sinus د وتدي عظم جسم اشغالوي . دسي او چپ طرف سينوسونه نادراً متناظر شكل لري او دواره د يو ډير نازك عظمي پردي ( septum ) پواسطه جدا شوي، دا پرده ددوي تر مينځ په مايل ډول ځاي په ځاي شوي ځينې وخت دا سينوسونه هيڅ موجود نه وي.
د Sphenoid جيب مجرا ( Ostium ) د sinus د قدامي جدار په علوي برخه كي موقعيت لري او په Sphenoid-ethmoidal recess كي راخلاصيزي.
د وتدي جيب مجاورتونه د جراح لپاره هغه وخت ډير مهم دي كوم وخت چې ددي sinus له لياري د hypophysectomy عمليه اجراء كوي، نه يواحي داچې په دي عمليه كي ، بلكه پخپله ددي جيب په التهابي حالت او تومورونو كي جراحي مداخله بايد په ډير احتياط سرته ورسول شي تر څو چې ورځيرمه مهمو اعضاؤ ته كوم زيان ونه رسي.


Mucous Membran of Para Nasal Sinuses (د پزی د هوايی جيبونو مخاطی غشاء):
د پزي د شاوخوا جيبونه د مخاطي غشاء پواسطه فرش شوي كوم چې د Nasal cavity سره د سينوسونو د ostia (فوحي ) له لياري متمادي ( contious) وي خو دا د انفي جوف د فرش په پرتله نازك او لږ وعايي دئ.
د هستولوژي له نظره د Ciliated Columnar epithelium له نوعي څخه دي چې Goblet cells لرونكي وي او mucus افرازوي. سلياء د سينوس له فوحي ( Ostium ) سره نژدي ډير زيات موجود وي او د انفي جوف طرفته د mucus د تخليي په برخه كي مرسته كوي.

Development of Para Nasal Sinus ( د هوائي جيبونو انكشاف ):
د پزي د شاوخوا جيبونه د يو out pouching په شكل د پزي د وحشي جدار د مخاطي غشاء څخه انكشاف كو ي. د ولادت په وخت كي صرف frontal ، maxillary او غربالي جيبونه موجود و ي د سينوسونو نشوونما د ماشومتوب او بلوغ په دوران كي ادامه پيدا كوي.
د راديو لوژي له نظره maxillary sinus په 4-5 مه مياشت ، Ethmoid sinus په يو كلني ، Frontal په 6 كلني او sphenoid sinus په څلور كلني كي مشخص كيزي.

لمفاتيك دريناژ( Lymphatic drainage ):
د maxillary ، ethmoid ، frontal او sphenoid جيبونو لمفاتيك يو وعايي شبكه جوړوي او د انفي جوف او دانفي جوف څخه لمفاتيك راټولوي او بيا دا په retropharyngeal او Jugulo diagastric عقداتو كي تخليه كيزي.

د پزي شاوخوا جيبونو فيزيولوژي:
د سينوسونو تهويه:
دپزي د شاؤخوا جيبونو تهويه د هغوي فوحي (ostium ) له لياري صورت نيسي د شهيق په وخت كي د هوا جريان په پزه كي منفي فشار مينځته راوړي چې دا فشار د 6-20 mm H2O پوري فرق كوي او د شهيق د قوت پوري ارتباط لري، د ذفير په دوران كي په پزه كي مثبت فشار توليديزي او د هوا ديوي ګردلي په مينځته راوړلو سره د سينوسونو تهويه صورت نيسي نو په دي ترتيب ويلي شو چې دسينوسونو تهويه برعكس شكل لري يعني داسي چې د inspiration (شهيق) په وخت كي سينوسونه خالي كيزي او د expiration (ذفير) په وخت كي د هوا څخه ډكيزي او دا برعكس د هغه كار دي كوم چې په سږو كي صورت نيسي.

دهوايي جيبونو وظايف‌ ( Functions of Para Nasal Sinuses ):
د پزي د هوايي جيبونو وظيفي لاتر اوسه په پوره ډول پيژندل شوي ندي خو په احتمالي ډول لاندي وظايف سرته رسوي :
1. د شهيقي هوا توډول ( Air conditioning ):
2. د آواز ( resonance )‌برابرول.
3. د حرارتي عايق په حيث كار ترسره كوي ترڅو د orbit ( حجاج) او قحف د نازكو جوړښتونو محافظت وكړي .
4. د ككري ( Skull ) د وزن په كمولو كي هم ستر رول لري.