لړليک سريزه تقريظ ماخذ

حاد جبهي سينوزيت


ايتيولوژي:
1. معمولاً د علوي طرق تنفسي د ويروسي انتان په تعقيب مينځته راحي چې وروسته بيا باکتريا هم مداخله کوي.
2. په چتلو اوبو کي د غوتي وهلو يا لمبلو له کبله سينوس ته د اوبو د داخليدلو په نتجه کي.
3. سينوس باندي خارجي ضربه لکه کسرونه يا نافذه جروحات.
4. د منځنیمعبر اذيما په ثانوي ډول د هماغه طرف د فکي يا غربالي سينوس انتان سره يو ځاي وي.
د جبهي سينوزيت مساعد کوونکي فکتورونه ,پتالوژي او باکتريولوژي عيناً هغه ډول ده کوم چې په عمومي سينوزيت په برخه کي ذکر شول.
کلينيکي منظره:
د جبهي برخي سردردي: معمولاً شديد وي او دماؤف سينوس په طرف کي متوضع (Localize ) وي . د جبهي سينوزيت سردرد يو حانګري خصوصيت لري يعني داسي چې د خوب څخه د پاحيدو په وخت کي پيل کيزي او په تدريجي ډول زياتيزي او د ورځي ترنيمايي پوري خپل اوج ته رسيزي او بيا بيرته خپل اوج ته رسيزي ا وبيا بيرته نزولي سير اختياروي , ځکه خو دي ډول سردرد ته Office headach (دفتري سردرد) ويل کيزي دا ځکه درد د رسمي کار په وخت کي وي او کله چې ناروغ په کور کي وي ( سهار او د شپي ) نو درد نه احساس کيزي.
د جبهي سينوس د درد دوري والي( Periodicity ) علت په دي کي دي چې د شپي په دوران کي کله چې مريض شا په تخته ملاست وي نو Fronto-nasal duct افقي وي نو په نتيجه کي په جبهي سينوس کي چرک ذخيره کيزي , هر کله چې مريض سهار وختي پا خيزي نو چرک (Pus ) د جبهي انفي قنات له لياري کوم چې عمودي شکل اختياروي بهر ته پوزي جوف خواته په وتلو شروع کوي , حرنګه چې د چرک قوام ډير لزوجي وي نو له دغه کبله خو په يو ځاي ډول په آني ډول وتلي نشي او په دي ترتيب د اکار په تدريجي ډول صورت نيسي دا چې چرک خپل ځاي خالي کوي نو دلته د سينوس داخلي فشار د افرازاتو د خارجيدلو او په دي ډول د سينوس د جوف د خالي کيدو په وجه راټيټيزي او منفي فشارددي سبب کيزي ترڅو د سينوس جوف د مخاطي غشاءد پرسوب او د اوعيو په وجه دکه شي چې دي ته Vacuum headache وايي , هدف دادي چې دلته هوا نشته چې جذب شي ځکه تول جيب اکثراً افرازاتو نيولي وي او د افرازاتو په تخليي سره جوف چې پاتي کيزي بيدون له هوا څخه وي .
د سينوس په جدار کي د ويني رګونو Engorgment صورت نيسي . دا ددي لپاره ترخو اضافي خلاء اشغال کري او په دي ډول احتقان زياتيزي او درد سبب کيزي ځکه خو ورته خلايي درد (vacuum pain ) هم ورته ويل کيزي او حرنګه چې چرک په آهسته ډول د قنات له لياري د ورځي په دوران کي بهر پزي خواته اوحي او داکار هواته اجازه ورکوي ترڅو سينوس ته ننوزي او چې کله Vacuum له مينځه لار سي نو درد هم په ماسپسين کي له مينځه حي .
2. حساسيت ( Tenderness ):
د جبهي سينوس په فرش باندي پورته خواته د Medial canthus ( د سترګي انسي کنج) د پاسه فشار واردول د درد زياتوالي سبب کيزي , د سينوس حساسيت ( Tenderness )د جبهي سينوس د قدامي ديوال د فوق حجاجي ناحيي ( supra orbital region )د انسي خوا په قرع کولو سره هم حرګنديزي.
3. د پورتني حيزمي اذيما ( Edema of upper eyelid ) : چې د photophobia او Lacrimation سره يوځاي وي.
4. انفي افرازات ( Nasal discharge ):
مخاطي قيح ( mucu pus ) د عمومي خطونو په شکل د منځنی معبر ( middle meatus ) د قدامي برخي په پورته ( علوي ) برخه کي ليدل کيزي خو که چېرته فوحه ( ostium ) بنده وي نو بيا دا ډول افرازات نه ليدل کيزي . انفي مخاط په منځنی معبر ( middle meatus ) کي التهابي وي .
راديوګرافي: د اکسري په فلــم کي د ماؤف سينوس کثافت يا د مايع سويه ليدل کيزي.
اکسري بايد په دوارو و ضعيتونو ( قدامي خلفي( water ) او جنبي ) و اخستل شي .
Treatment (تداوی):
الف: طبي تداوي : د جبهي سينوزيت طبي تداوي عيناً د حاد فکي سينوزيت په شان ده يعني د مناسب انتي بيوتيک استعمال , د سينوس د فوحي احتقان له مينځه وړل د ښه دريناژ په منظور او د انلجزيک داروګانو استعمال.
د يو فمي انتي هستامين او فمي decongestant لکه pseudo ephedrine , phenyl ephrin HCL په ترکيبي ډول استعمال هم ګتور دي .
په ورځ کي يو وار يا دوه واره په منځنی معبر کي په vaso constrictor قطرو باندي لرل شوي مالو چ ايسودل د يته لار هواروي ترڅو د سينوس د فوحي اذيما له مينځه يوسي او په دي ترتيب د سينوس دريناژ او تهويه په ښه شان صورت ونيسي که چېرته ناروغ طبي ( محافظوي ) تداوي په مقابل کي حواب ورکري او درد آرام شي نو تداوي ته تر لسو ورځو پوري دوام ورکول پکاردي.

جراحي تداوي:
1. د جبهي سينوس ( Trephination ) :
2. د اد خارج څخه د جبهي سينوس ددريناژ کولو څخه عبارت ده چې په لاندي حالاتو کي اجراء کيزي که چېرته درد او تبه په متداوم او شديد ډول د طبي تداوي باوجود تر 48 ساعتونو پوري موجوده او ياد اچې د حيزمي پرسوب په زياتيدو وي او د orbital cellulites د تهديد خطر موجود وي.
په دي عمليه کي د 2cm په اندازه يو اوزد افقي شق د orbit په Supero media aspect کي د وريحو ( eyebrow ) لاندي اجراء کيزي.
د جبهي سينوس فرش لوحيزي اود يو burr ( برمي) په واسطه يو سوري جوريزي.
چرک د کلچر او حساست تست اخستل کيزي او وروسته بيا يو پلاستيکي تيوب داخليزي او بيا تثبي کيزي او په تعقيب يي د نورمال سالين پواسطه په ورځ کي دوه څخه تر دري ورځو پوري د سينوس irrigation صورت نيسي ترهغي چې جبهي انفي قنات خلاص شي.
د جبهي انفي قنات خلاصوالي ( Patency ) داسي معلوميزي چې د يو څو څاڅکي methylene blue هغي مايغ سره چې د سينوس لواژ ( lavage ) ورباندي صورت نيسي ګديزي او بيا ليدل کيزي چې ايا دا د پزي له لياري خارجيزي کنه , هر کله چې جبهي انفي قنات ( fronto nasal duct ) خلاص شي نو د دريناژ تيوب ليري کيزي.
( نوت : دا عمليه په آخيره کي په تفصيل سره شرحه شوي ده).
3. Antral lavage:
که چېري د جبهي سينوزيت سره يوځاي فکي سينوزيت هم موجود وي نو کيديشي antral lavage ته ضرورت پيدا شي او داکار به منځنی معبر ( middle meatus ) د اذيما د آوارولو پواسطه د جبهي سينوس د دريناژ لپاره لار هواره کري.

اختلاطات:
1. Orbital cellulites :
2. د جبهي عظم اوستيومياليت او فستول جوريدل.
3. meningitis , extra dural abscess يا د جبهي فص د ابسي مينځته راتګ د ا په هغه صورت کي
چې انتان د سينوس د خلفي ديوال د کوم موجود درز له لياري انتشار وکري.
4. Chronic frontal sinusits
هغه وخت مينځته راحي کله چې د حاد انتان په تداوي کي غفلت وشي او يا هم په نامناسب ډول تداوي شي.

د غربالي جيب حاد التهاب ( Acute Ethmoiditis )
ايتيولوژي:
د غربالي سينوس حاد التهاب معمولاً د نورو سينوسونو د انتان سره يو ځاي وي د ethmoid سينوس التهاب ډير زيات په ماشومانو کي تصادف کوي.
کلينيکي لوحه ( Clinical feature ):
1. . درد ( pain ) ددي سينوس درد د bridge of nose ( د پزي د پل) په برخه کي ځايئ ( Localize ) وي کوم چې د سترګي د عمق په انسي طرف کي احساسيزي او د سترګي د ګاتي په حرکت سره يي شدت نور هم زياتيزي .
2. edemal of lids ( د حيزمو پرسوب) : دواره اجفان پرسيدلي معلوميزي او د اوسکو بهيدنه ( lacrimation ) زياتيزي.
معمولا orbital cellulites په داسي حالاتو کي يو مقدم اختلاط دئ.
3. Nasal discharge ( انفي افرازات ):
د قدامي رينوسکوپي په مرسته په منځنی معبر کي pus ( چرک ) ليدل کيزي او دا په دي پوري اره لري چې ايا قدامي غلبيلي جيبونه ماؤف شوي او که دخلفي برخي؟
4. د مينځني قرين پرسوب ( Swelling of the middle turbinate )

تداوي:
Acute ethmoiditis (د غلبيلي سينوس د حاد التهاب) طبي تداوي عيناً د حاد فکي سينوس د التهاب په شان ده. Visual deterioration (د روئيت خرابوالي ) او د exophthalmos مينځته راتګ داسئ چې د orbit په خلفي خوا کي ابسي تشکل کري کوم چې په دي حالاتو کي د External ethoidectomy شق له لياري د پزي خواته د ethmoid sinus دريناژ ته ضرورت پيسيزي.

اختلاطات:
1 . orbital cellulites او Abscess
2. Visual deterioration (د روئت خرابوالي) او روندوالي يا blindness د بصري عصب د ماؤفيت له کبله .
3. Covernous sinus thrombosis
4. extra dural abscess , مينيجيت,او دماغي ابسي


د وتدي سينوس حاد التهاب

ايتيولوژي:
په تنهايي ډول د وتدي سينوس ماؤف کيدل ډير نادر وي . دا معمولاً د Pan sinusitis د يوي برخي په شکل مينځته راحي کوم چې د خلفي غلبيلي سينوسونو د انتان سره يو ځاي ليدل کيزي.

کلينيکي لوحه:
• headache (سردرد) معمولاً occipit يا vertex طرف يا retro orbit طرف کي حائي وي . درد کيدي شي mastoid region ته هم انتشار وکري وصف يي داسي دي چې د خوب او حرکت په وخت کي زياتيزي او د اسپرين په خوراک سره نه کميزي.
• Post nasal discharge :
داصرف د خلفي رينوسکوپي پر مت ليدل کيدي شي , د چرک يوه ليکه ( streak ) کيديشي د انفي بلعوم په سقف او خلفي ديوال باندي او هم د منځنی معبر د خلفي انجام په علوي برخه کي وليدل شي.

تشخيص:
راديوګرافي:
د اکسري په فلم کي د sphenoid sinus (وتدي جيب) په برخه کي کثافت يا د مايع سويه ليدل کيزي
CT Scan : ترهر بل ميتود زيات د وتدي جيب په پتالوژي کي د تشخيص لپاره مرسته کولي شي ځکه دا سينوس د خپل ژور موقعيت له امله اکثراً د نورو هډوکو او جوړښتونو په سيوري کي واقع کيزي او ساده راديوګرافي کافي معلومات نه ارايه کوي.
د CT Scan پر مت داسي بدلونونه لکه bone erosion (عظمي تخريب), Covernous sinus thrombosis او د ابسي جوريدنه په ښه توګه څرګنديدليې شي.

تفريقي تشخيص:
د وتدي جيب انتان بايد د لاندن حالاتو څخه تفريق شي:
1. mucocele of the sphenoid sinus:
2. د وتدي جيب د نيوپلازم سره.
د کلينيک له نظره پورتني دواړه حا لتونه د وتدي سينوس حاد انتان سره يوځاي ليدل کيديشي او بايد تل د وتدي جيب په حانګري ماؤوفيت برخه کي تفريق شي.

تداوي:
د حاد وتدي سينوزيت تداوي عيناً د نورو سينوسونو د حاد التهاب د تداوي په شان ده.