پنځم څپركى

د جولې (شكل) او جوړښت له مخې د جملې ډولونه

په پښتو ژبه كې د جملو د بېلا بېلو شكلونو نحوي ساختمان:
په پښتو ژبه كې جمله د ساختمان اوجوړښت له مخې لومړى په دوو اساسي ډولونو ويشل كيږي:
1- يوستوې (ساده) 2- غبرګه (مركبه)
اول يوستوې (ساده) جمله:
كومه پېژندنه (تعريف) چې مود مخه د جملې په باب كړى دى يوستوې (ساده) جمله هم هماغه تعريف لري. په دې معنا چې ساده هغه جملې دي چې په هغې كې د يوه مفهوم څرګندونه شوې وي او د كومې بلې جملې سره اړيكى ونه لري يا دا چې له يو فعل او فاعل يا دوو غونډونو څخه جوړې شوې وي. د پښتو ژبې په ساده جملو كې د مبتدا او خبر برخې ازادې وي.
ساده جملې د مشكل له مخى په (لنډه) او اوږده) باندې بېليږي. د مخكنيو مثالونو د څېړنې څخه داسې نتيجه تر لاسه كيږي، چې په پښتو ژبه كې يوستوې جملې په خپل نحوي چاپيريال كې په لندو او اوږدو (ارته) ويشلې شوي دي.
الف: يوستوې (لنډه) جمله: چې د جملې اساسي برخې يې د يوه مستقل مورفيم (كلمې) او يا ساده غونډونو څخه رغيدلې وي لكه:
(فاعل + فعل) يا (اسمي ساده غونډ + فعلي ساده غونډ).
1- پسرلى راغى. 2- ګلان وغوړيدل 3- ژېړۍ لمر په غرغرو دى.
څو كلونه تېر شول.
ب: يوستوې اوږده (ارته) جمله! چې دجملې اساسي برخې هر يو (مسند اليه، مسند) د څو ساده لنډو يا اوږدو تركيبونو (غونډونو) څخه وي لكه: دغه وخت احمد شاه بابّا په دوا به كې د فوځ په تنظيم، ترتيب، روزنه او د خوراكي موادو په تيارولو بوخت و.
دلته دغه وروستۍ برخه د يوه اوږده تركيب په توګه د جملى خبر سره رابطه او تعلق ښيي.
- د ستارنامه د خوشحال خان خټك د نثر يو غوره او مشهور كتاب دى.
- د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د دريم ټولګي محصلينو نن په اتو بجو د كابل پوهنتون په كتابتون كې ستره او درنه مشاعره وكړه.
په دغه دويم مثال كې د جملې د مبتدا او خبر دواړه برخې د ډيروتوكونو څخه رغيدلي او اوږده يوستوې جمله ګڼله كيږي، چې زيات مثالونه يې په ګوته كولى شو. اوس مو چې دساده جملو يادونه وكړه، بده به نه وي. چې د معنا له مخې د يو ستوو جملو ډولونو ته هم يوه لنډه اشاره غوندې وكړو:
د معنا له مخې د يو ستوو جملو ډولونه:
په پښتو ژبه كې د جملې معنوي ويش د عروضي خصوصياتو له مخې ښه پېژندلي كيږي. څنګه چې د مخه موهم يادونه وكړه، چې دغه عروضي برخه پوره نه ده څېړل شوې. مونږ دلته په لنډه توګه د عروضي او نحوي خصوصياتو په نظر كې نيولو سره داسې يادونه كوو:
په پښتو ژبه كې د ليكلي او شفاهي موادو په تائيد جملې په خبري (بياني)، انشايي (ناخبري) او داسې نورو باندې جلا شوي دي. د ځينو ماخذونو په اتبار د جملې ډولونه (خبري، سوالي، امري، تعجبى)(1) ښودلي دي ولى بيا ځينو (بياني، سوالي، امري، خطابي)(2) په ډول راوړي دي. همدرانګه پوهاند رښتين جملي په خبريه او انشايې سره جلا كړي دي چې په انشايي جملو كې بيا استفهامي، امريه، تمنا يي، ندايي، قسمي، تعجبى، شكي، توبيخي، او تاكيدي ښودلي دي(3).
مونږ د معنا له مخې يوستوې جملې په لاندې توګه د مثالونو سره راوړو:
اول: خبري جمله: هغه ده، چې د يوشي د حال او كيفيت بيان كوي. يا په بله وينا په هغې كې فكر د خبر په توګه بيانيږي چې ددغې جملې په پاى كې دليك نخښه (ټكى) راځى. لكه:
ملالۍ د ميوند د جګړې زمرۍ وه.
د دستارنامې نثر يو عادي او ازاد نثر دى. (توريالى پښتون). (179 مخ)
دغه خبري جملې د مفهوم او ساختمان په لحاظ هم سره بېليږي:
دغه جملې د نورو څخه داهنګ، تون له مخې توپيريږي. په دغه ډول جملو كې ممكنه ده د اهنګ فشار لوړوالى د جملې په يوې برخې باندې راشي خو په عمومي توګه اهنګ يې ټيټېدونكى دى.
په خبري جمله كې يو واقعيت، پديده، پېښه او داسې نور حالتونه په مثبت يا منفى توګه بيانيږي او په لاندې توګه يې راوړو:
الف: خبري حقيقي مثبته جمله: په واقعيت كې د يوې پېښې اصلي بيان دى.
ملالۍ كړكۍ پورې كوي.
دلته دكړكۍ پوري كول د ملالۍ له خوا يو حقيقت دى چې بيانيږي.
ب: خبري جمله د يو واقعيت تائيد او تصديق كولو او تاكيد په لحاظ هم وي.
او دغه د (خو) ادات ورسره زيات راوړل كيږي. وطن خو زمونږ مور اوپلار دى. دا خو څه څرګنده خبره نده. دا خو څه ګرانه خبره نه ده.
ج: حقيقي منفى خبري جمله: د هغه واقعيت پديدې اظهاريه ده چې په واقعيت كې موجوده نه وي يا شته والى يې ثابت نه وي.
په دغه ډول جملو كې د (نفى) ادات د فعل ياكومكى فعل نه د مخه راځى.
1- ستاليك نه دى راغلى، دلته رڼا نشته، څوك كار نه كوي.
دوهم ناخبري:
1- د پوښتنې جمله: دويونكي مطلب او مقصد سوال او پوښتنه وي. د يوه شخص يا يوې موضوع يا يو ځاي او وخت په باره كې پوښتنه كيږي او دغه ډول جملې د ځواب غوښتونكې هم دي.
ددغو جملو مهمه ځانګړنه د ويلو خاص اهنګ او فشار دى د غږ په لوړوالي پورې اړه لري او په ليك دود كې د پوښتنې نښه د جملې په پاى كې ايښودل كيږي.
سواليه د خبري جملو څخه د اهنګ په توپير هم بېلېږي.
1- ښه ګلونه يې وكرل، (خبرى) 2- ښه ګلونه يې وكرل؟ (سواليه) د فشار اهنګ لوړوالى دجملې په سريا پاي كې راځي.
دا خلك ويده دي. دا خلك ويده دي؟ دا خلك ويده دي؟ په كوټه كې ته وي؟
2- د پوښتنې دا داتور په راوړلو سره:
الف: د يو شخص يا شخص د ټاكلو او پېژندلو لپاره:
2- څوك پرون راغى؟ پرون څوك راتمى؟ چا كتاب راوړى و؟ كتاب چا راوړى و؟
2- ته څوك يې؟ دا څنګه قام خادم يې؟ څنګه راغلې؟
ب: د يو شي، ځاى، وخت اندازې، علت او داسې نورو مقصدونو لپاره پوښتنه ده.
څه يې وويل؟ چېرته ځې؟
1- څه شى كوې؟ 2- كوم پلوځئ
كوم شي غواړي؟ كومې خواته ځي؟
څه ډول كتابونه غواړې؟ له كومه ځايه راغلې؟
3- كله راغلې؟ څه وخت راغلې؟ تر كومه ناست يې؟
4- څومره خبرې كوې؟ څومره دې په كار دي؟ څونه اخلې؟
5- څنګه راغلې؟ څله راغلې؟ د څه دپاره خبرې نه كويژ
ولې دې ونه ويل؟ دوى ولې څه نه اوري؟
همدارنګه استفهامي جملې د تاكيد په توګه:
تا خو دغه كتاب لوستلى دى؟
ج: همدغه شان د (ايا) د كلمې سره هم راځي او خطا بي مفهوم وركوي.
ايا په دې څوك نه پوهېږي؟ ايا دا انصاف دى؟
د: بله دا چې استفهاميه جملې چې د احتمال په صورت كې هم راځي.
دا قلم لنډ دى كه اوږد؟ چاى څښې كه اوبه؟ لكه چې خوب دې وړي؟ لكه چې ناروغه يې؟
2- امريه جمله: چې دويونكي مطلب او مقصد په كې د يوه كار غوښتل، د امر، حكم، غوښتنې، هيلې، بلنې مشورې اخطار په توګه وى. (1)دغه جملې هم په خاص اهنګ سره ويل كيږي.
1- كار وكړه! ته نوره مه ژاړه!
2- راځه چې ولاړ شو! بې ځايه خبرې مه كوئ!
3- ګوره رانه شې! پام كوه رانه شې!
4- هلكان دې ولاړ شي!
5- خداى دې خير كړي!
3- تعجبي جمله: د حيرانتيا په حالت كې څرګنديږي.
تعجبى جمله د سواليه په توګه راځي ليكن توپيريې دادى چې سواليه جمله د ځواب غوښتنه كوي مګر تعجبي ځواب نه غواړي.
څومره ښه هوا ده! څه كارونه يې ونه كړل! څه ورځې وي! د افسوس، شاباسي او نورو اداتو سره هم دغه ډول جملې جوړيږي.
4- تمنايې جمله: دغوښتنې او هيلې مطلب په كې وي د تمنا له كلمو او فعل څخه جوړيږي: كاشكې خپلو هيلوته ورسيږو، ارمان وسه مونه رسيږي.
5- شكي احتمالى جمله: چې مقصد او مطلب ثابت نه وي او سړى په دووكې حيران وي يعنى زړه نازړه. ښايي خور ورسره راغلې وي. ګوندې راشي. ګوندې ښه قلم وي اڅك به لاړشي كه نه.
6- ټينګاري جمله: د تاكيد او ټينګار په مقصد راځي:
خامخا به راځې. خامخا به يې غاښونه پرې وباسم چاچې كړى نن پرون پرمونږ تېرى دى.
هر و مرو به تللى وي. ضرور به راځي.
7- قسميه جمله: په يو كار باندې د خلكو د يقين راوستلود پاره په يوه مقدس او محترم شي، ذات باندې لوړه كول څرګندوي لكه:
د وطن په پاكه مينه زه قسم خورم. خداى ږورښتيا وايم
8- دعايه: د خير اوښيګڼې دغوښتنو او څرګندولو له پاره وي.
خداى دې زمونږ هيواد اباد لري. خداى دې مل شه.
ژوندى دې وي افغانستان! غازيانو څښتن مومل شه!
تل دې وي خپلواكي!
9- ندايي جمله: چې دندايي تركيب او فعل څخه جوړه وي. په خپله ندايي تركيب هم د جملې مطلب لري البته په ځانګړي نحوي واحد كې، مګر كه د كومې جملې د يوې برخى په توګه وي نو بيا د هماغه جملې د يوه غړي په توګه ندايي جمله جوړ وي.
اى خدايه! اي خدايه خير كړې!
بختورې! اى ځلمو خبره واروئ!
او خپله خدايه! (1)