ټول افغان لومړی مخ کتابتون لومړی مخ
سريزه په پوهنيز ( علمي ) ډګر کې  
پښتو نيولوجيزم ـ نيولوګيزم ( لغت جوړونه ـ ويی رغونه ) يوه ستره اړتيا په فرهنګي ډګر کې په ادبي ډګر کې
په اسلامي ډګر کې په هنري ډګر کې ژباړن بايد څوک وي ؟
په ژباړه کې ځراکت انټرنټ ، يوه غوره وسيله سرچينې

صالح محمد صالح

پښتو او د ژباړې اړتيا

سريزه:

ژباړه د هرې ژبې لپاره د يوې سترې روزونكې او مرستيالې په كچه ارزښت لري، هره ژبه د ژباړې په مرسته هم ژوندۍ پاتېږي، هم په پوهنيز، ټولنيز، ښوونيز او فرهنګي ډګر كې ځان ته د پرمختـګ لاره اواروي. اوس ځينې ملتونه د ژباړې د ارزښت لـه مخې دومره ويښ او هڅاند شوي، چې هر ارزښتمن كتاب په خپله ژبه ژباړي او خپروي يې. پرته له دې چې مذهبي، فرهنګي او ټولنيز توپير د هغوى لپاره كوم بريد او خنډ وي.
ښه بېلګه يې په امريكا كې هغه نوى ليكل شوى اثر دى، چې لا يې اصلي مسوده نه وه چاپ شوې، چې د ايرانۍ ژباړې زېري يې د ايرانيانو غوږونو ته ورسېد. كه چېرې په ايراني فرهنـګ او ادب كې د ژباړې ونډه يوې خوا ته كړو، نو لـه ژباړې پرته به دغه ژبه ډېره غني ونه برېښي. همدغه رازكه اردو ژبې ته ځير شو او د پرمخيون يا پرمختـګ لامل يې وڅېړو، نو يوازېنى لامل چې دغه ژبه يې تر نړيوالو پولو رسولې، په اردو كې د بېسارو او هراړخيزو كتابونو ژباړه ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو كې يې سرعت زيات شو. خو شلمې پېړۍ، دغه ژبه نژدې په ټوله نړۍ كې خپره كړه، اوس شرق څه، چې په غرب او نورو خليجي هېوادونو كې هم ګڼ شمېر وګړي پرې خبرې كوي او ان چې پالي يې هم.
كه څه هم د اردو ژبې تاريخي قدامت ډېر لږ دى، خو اوس د انټرنټ او كمپيوټر ژبه ده، ګڼ شمېر ويونكي لري او د نړۍ له مهمو ژبو څخه ګڼل كېږي.
له بده مرغه چې كله كله خو يوې ژبې ته هغه ارزښت نه وركول كېږي، څومره چې ورسره ښايي. وايي: ټيګور خپل شهكار اثر ګيتانجلي په بنګالۍ ژبه وليكه، خو په پيل كې يې يوازې د ګوتو په شمېر مينه وال ځان ته رامات كړل، كله چې ټيګور دغه اثر په انګرېزۍ راوژباړه، نو د نوبل نړيواله ادبي جايزه يې ترلاسه كړه او په دې توګه د نړيوالو نوماندو (مشهورو) ليكوالو په ډله كې وشمېرل شو، هغه هنري متره يې هم په نړيواله كچه مطرح شوه، ځكه خو يې د خپلو څو رخه ګرو (حريفانو) په وړاندې ويلي وو:
د مينې هغه خداى چې ما په شرق كې لټاوه، له غرب څخه د مينې لاسونه راوغزول.
ستره ستونزه همدغه ده چې كله-كله چاپېريال نامساعد وي او د فرهنګيانو، ادبپالو او هنرپالو لاسونو ته زيندۍ وراچوي، ګنې شهكار اثر كه په هره ژبه كې وي، خپل هنري ارزښت يې خوندي او پټ وي. بېنوايان كه په پاړسي ژبه ژباړل شوى، بيا هم زياتو كسانو لوستى، د اټكل له مخې استاد حبيبي په طلوع افغان ورځپاڼه كې برخې- برخې خپور كړى هم دى، چې لا راټول شوى نه دى. خو كه هر وخت راټول او د يوه بېل كتاب په بڼه چاپ شي، خپل هنري او ادبي ارزښت به لري.
ژبه د پوهونې- راپوهونې تر ټولو ښه او اغېزناكه وسيله ګڼل كېږي، چې انسانانو د خپل ژوند له پيله تر دې دمه ترې ګټه اوچته كړې ده. يوه زمانه به انسانانو د خبرو- اترو لپاره كره او سمه ژبه نه درلوده، د خطر په وخت كې به يې يو ډول ږغ كاوه، د خوښۍ په وخت كې به يې ځانګړې نارې او كوكې وهلې، د خواشينۍ لپاره به يې بېل اوازونه كښل، همدغو ږغيزو توكو (موادو) د خلكو ترمنځ دود وموند، چې وروسته يې ږغيزه يا د خبرو- اترو اوسنۍ ژبه دود كړه.
د ځينو لرغونو پاچايانو او ټولواكانو په وخت كې چې ليكنۍ ژبه لا نه وه دود شوې، نو انځورګرانو به د ونو پر ډډونو، دېوالونو يا ښويو ډبرو انځورونه كښل، د انځورونو په واسطه به يې خپل نور ملګري يا هملاري پوهول، خو كله چې ليكنۍ او ږغيزې ژبې لږ څه نور پرمختګ هم وكړ، ليكدود رامنځته شو، چې اوس د نړۍ ټولې ژبې ځانګړى ليكدود او ليكلار لري. ان داسې هېوادونه هم شته چې څو ژوندۍ ژبې په كې ويل كېږي، خو هلته هرې سيمې ته داسې نصاب، اداري نظام او د خلكو ژبه هماغه ژبه وي، چې د سيمې ډېركي خلك يې ويونكي وي، حكومتونه هم هرې ژبې ته برابر وركوي او كوښښ كوي، چې د خپل هېواد او سيمې هرې ژبې ته وده وركړي. درسي نصاب په هماغه ژبه وي، لوحې په هماغه ژبه وي او خبرې اترې هم هماغسې دود لري.
د پښتو يوه ستونزه دا ده چې په لره خوا كې د اردو ژبې تر ښكېلاك لاندې ساه كاږي او بل پلو يې بيا د پاړسي، په ځانګړې توګه د ايران كلتوري ستم زياه ځپلې ده. په كوټه، ږوب، لورلايي، پښين، ږوب، ان تر پېښوره پورې يوه لوحه هم په پښتو نه ده راژباړل شوې، كه شته، هم د څومره والي لـه مخې لږې دي. يو ښوونځى هم پښتو لوست نه وركوي. نو پښتو به څنګه وده وكړي؟
په ټوله سيمه كې واكمن دولت اجازه نه وركوي، چې په ښوونځيو كې دې پښتو لوست وركړل شي. دولت اجازه نه وركوي، چې كومه لوحه دې په پښتو واړول شي.
په لره خوا كې هم دكابل او هرات غوندې نور ولايتونو يا ښارونه د پښتنو او پښتو هديره ګڼل كېږي، په دې دوو لسيزو كې د چا نه يادېږي، چې په كابل يا هرات كې دې د پاړسي كتابونو په اندازه دې پښتو كتابونه چاپ شوي وي.
په سيمه كې تر پنجابيانو وروسته پښتانه غوڅ اكثريت دي، خو ستونزه دا ده چې په د پاكستان په ځينو ښارونو او هندوستان كې پښتانه يوازې په دې پېژندل كېږي، چې له خپل نوم سره د (خان) تورى ليكي، په هند كې خو ډېركي پښتانه نه په پښتو خبرې كولاى شي، نه هم پښتو لوستلاى شي.
زموږ موخه د ژباړې له اړخه د پښتو پياوړي كول دي، غوره به دا وي، چې پر نورو خواوو زياتې څرګندونې ونه كړو.
كه چېرې پښتو ته د ژباړې لپاره د كار و زيار تيارى نيول كېږي، تر هرڅه لومړى بايد د پوهنتونونو او ښوونځيو درسي كتابونه په نوي ميتود او له نويو پوهنيزو معيارونو سره سم برابر، بيا دې چاپ او ووېشل شي. خو د پوهنتوني كتابونو د ژباړې په برخه كې هم زياتې ستونزې شته، چې وروسته به يې پر خپل ځاى وڅېړو.
پښتو يوازې په دې وده نه كوي، چې هرڅوك دې ورباندې پوه شي او پښتو خبرې دې وكولاى شي، بلكې پښتو كه په هره توګه وده كوي او د ودې لارې چارې يې هرڅه وي، يو ارزښتمن اړخ يې د پوهنيزو كتابونو ژباړه ده، چې دغه كار د ژبې په بډايتوب او وده كې ستر اغېز لري. خو د پښتو بدمرغي همدا ده چې پوهنيز كتابونه يې لږ دي او د ژباړې تله يې درنه نه ده، د پښتو د علمي كولو لپاره يوه داسې اقدام ته ضرورت شته، چې وكولاى شي په ټوله سيمه كې مېشت پښتانه د پرديو له كلتوري ستم څخه راوباسي، يوه اېډيولوژيكه تګلاره دې ورباندې پلې كړي، چې شعوري خلك كار او پراخو هڅو ته اړ كړي. هسې خو هم ويل كېږي، چې پښتو په مړو ژبو كې راځي او تر څو كلونو وروسته به له خلكو هېره وي، هغه د چا خبره د مړو شويو ژبو په كتار كې به راځي.
ژبه په دوه ډوله ده: يوه هغه چې ژوندۍ ده، هغه ژبه چې د يوه يا څو ملتونو وګړي پرې خبرې او ليك- لوست كوي، بايد هر څوك ورباندې وپوهېږي.
دويم ډول هغه ژبه ده، چې په هغې باندې د خبرو اړتيا نه پېښېږي، دا ژبه مړه ده، نه سم اسلوب او ژبني قوانين لري، نه به هم په ورځني ژوند كې كارول كېږي.(1)
څرګنده خبره ده چې نه كارېدونكې ژبه پايښت، محبوبيت او پياوړتيا نه شي موندلاى، خامخا به له دوده لوېږي او له كارونې څخه لوېدلې ژبه نه له نورو سيالو ژبو سره سيالي كولاى شي، نه هم له پوهنيزو شتو څخه برخمنېدلاى شي، له پښتو سره هم همدغه د ميرې سلوك شوى، پښتانه په دې ګناه ځپل شوي، سپك شوي او رټل شوي، چې په پښتو خبرې كوي.
تر هغه وخته چې پښتو د دفتر او رسمي ادارو، دربار او دولت ژبه نه شي، وده يې هم ناشونې ده. ښه دا ده چې خپله اّر (اصله) سكالو (موضوع) له څو اړخونو وڅېړو او وګورو چې جفاكارو كومې نادودې ورسره كړي، همدغه راز يې د ژباړې له اړخه يې د ودې او پراختيا كومې لارې چارې اوارولاى شو؟
په ټولنيز ډګر كې:
ټولنيز ژوند د انساني اړيكو يوه واحد بهير ته اړتيا لري، په يوه ټولنه كې انسانان يو بل ته لازم او ملزوم دي، چې همدغه اړتوب او يا يو بل ته ضرورت، انساني ټولنه پالي. له وركاوي او ړنګېدو څخه يې ساتي.
كله چې موږ د ژبې اړخ ته پام كوو، نو په دې برخه كې كه څوك غواړي، هراړخيزه هڅه پيل كړي، لومړى بايد د نورو ژبو، ملتونو، توكمونو او دودونو لـه څرنګوالي څخه ځان خبر كړي، كه چېرې په يوه ژبه كې د نورو ملتونو، د دودونو، كلتور او پوهنيزو هـڅو په اړه ليكنې او مواد نه وي موجود. نو په دغسې بېخبرۍ كې هر فعاليت، كار و زيار بشپړه پايله نه وركوي. ځكه په داسې بېخبرۍ كې قضاوتونه او اټكلونه ناسم خېژي.
په پښتو كې هم بايد د نورو هېوادونو د ټولنيزو اړيكو او ټولنيزو دودونو اړوند كتابونه راوژباړل شي. په دې توګه به هم د نورو هېوادونو لـه ټولنيزو تجربو څخه ګټه اخيستلاى شو، هم به د يوې داسې نوې ټولنې بنسټ ايښوولاى شو، چې د نېكمرغۍ او سعادت لپاره يې په خپله هڅه كوو.
دا چې پښتو دومره وروسته پاتې ده او په نړۍ، يا نورو ملتونو كې دومره مطرح نه ده، وجه يې همدا ده چې ټولنيزې اړيكې يې كمزورې دي، تر اوسه د پښتنو د ټولنيزو چارو كوم اړوند كتاب په انګرېزۍ نه دى ژباړل شوى، چې نړۍ يې ولولي او ځان پرې خبر كړي. له همدې كبله زيات پښتوضد او پښتون ضد كسان چې يوه موخه يې د پيسو ګټل وي، د افغاني ټولنې ارزښتونو، دود او روايتونو ته پام نه كړي، راولاړېږي او داسې فلمونه جوړوي، يا داسې مطبوعاتي خپرونې كوي، چې په افغانستان كې نه وېشل كېږي، بلكې امريكا يا نورو هېوادونو ته لېږل كېږي او هلته خپرېږي. دغسې يو فلم په كابل كې د ايينې دفتر له خوا جوړ شوى و، دغه مركز د فرانسويانو له خوا حمايه كېږي، لويه موخه يې همدا ده چې غيردولتي خپرونو ته مالي لګښت وركړي او نورې هنري چارې ترسره كړي. دوى د اسامه په نامه يو فلم جوړ كړى، چې يوه افغانه ماشومه يې په كې انځور كړې ده، منفي كركټرونه يې ټول پښتانه دي، چې په پښتو خبرې كوي. سم او په اصطلاح ملايكې وروڼه ټول د نورو ژبو ويونكي دي.
دغسې يوه بله بېلګه Escape from Taliban [له طالبانو تېښته] نومى هندى فلم دى، چې په دې وروستيو كې خپور شو، په دې فلم كې هم د پښتنو پر ټولنيزو ارزښتونو ملنډې وهل شوي، د دوى ټولنيزو ارزښتونه او دودونه منفي معرفي شوي، حال دا چې زيات پښتني-كلتوري ارزښتونه له اسلامي ارزښتونو سره غاړه غړۍ دي. كه چېرې پښتنو د خپلو ټولنيزو ارزښتونو د ځلولو او خپرولو وسيلې لرلاى، يا يې لږ تر لږه د نورو هېوادونو ټولنيز ارزښتونه په پښتو يا د پښتنو ټولنيزو ارزښتونه په نورو ژبو ژباړلاى، نن به د دغسې خرافاتو او لاروركوونكو هنرونو مخه هم نيول كېداى شواى.
د دې لپاره چې ايرانيان په خپل ټولنيز ژوند كې له كومې ممكنه ستونزې او وركاوي سره مخ نه شي، نو اكثره بروشرونه، خبري پاڼې او اعلانونه د هغوى په خپله ژبه ژباړل شوي، ان پر داروګانو، توليدي توكو او نورو محصولاتو هم په ايرانۍ ژبې ليكنې شته، چې د هغوى يو ماشوم هم پرې پوهېږي، ايرانيان دې ته نه مجبورېږي چې وييپانګه ورپسې راواخلي، يا هم بله ژبه ورپسې زده كړي. ټلويزيون، راډيو او ځينې نور ټلويزيوني چينلونه هم په پاړسۍ ژبه دي، چې د ايران لپاره خپرونې كوي. له دې كبله نه ايرانى ولس په دې برخه كې كومه ستونزه لري، نه يې هم ماشومان خپله ملي او رسمي ژبه هېروي، بلكې د ملت جوړونې پروسه يې هم په ښه روانه ده او برياوې يې هم خورا زياتې دي.
په ټولنيز ژوند كې ژبه هغه وخت غوره رول او خپل بشپړ مسئوليت ترسره كولاى شي، چې پوهاوى-راپوهاوى پرې اسانه وي. همدغه راز ښه زېرمه او بنسټ ولري، كه چېرې ژبه د ژباړې په برخه كې بهرنى ملاتړ ونه لري او ځواك وركوونكې سرچينه يې كمزورې وي، امكان لري، خلك د يو بل د پوهونې لپاره د نورو ژبو لـه ادبي، هنري او ټولنيزو وييونو څخه كار واخلي، خو كه چېرې يوه ژبه د خلكو ټولې ژبنۍ اړتياوې ځوابولاى شي، خلكو ته هم هوسايي وربخښي، د دې ترڅنګ د ټولنيز ژوند نظام هم روغ او رمټ پاتېږي.