اوسپنیز تندرونه او بې وسه ولس/ شمسزی
په دې وروستیو میاشتو کې پر مظلومو افغانانو هرې خوا ته له اسمانه اوسپنیز تندرونه اورېږي، هره ورځ دبېګناه ولسي وګړو دشهیدېدلو او زخمي کېدلو خبرونه اورېدل کېږي. د هسکې مینې غمیزه لا خلاصه نه وه چې د تګاب پیل شوه، هلته مو لا سترګې وچې شوې نه وې چې د لغمان او هرات د پېښو خبرونه خپاره شول. د لوګر خلکو خو لا له ټلویزیونونو سره په مرکو کې دا هم وویل چې ددوی شهیدان له قبرونو بېرته ویستل شوي او په سپیانو بوی کړل شوي، پیچکارۍ ورته شوي او نور... دغه ټول دردونه راباندې زور شول، ځان راته دومره مظلوم ښکاره شو چې پرته له خدایه راته د شکایت وړاندې کولو هېڅ دربار پاتې شو، ځکه چې دا څو میاشتې مو د هېواد چارواکو ته وینې وینې وژړلې، چیغې مو ورته ووهلې چې له دې غمیزو مو خلاص کړه خو افسوس چې هغوی هم پرته له کمیسیون جوړولو بله کومه چاره نه لري.
زه د هېواد ټولو مظلومو شهیدانو ته له خدای (ج) څخه د فردوس جنت غوښتونکی یم، ددوی کورنیو ته له متعال څښتن نه صبر غواړم، هغه چا ته چې زموږ افغانانو وینې بې ارزښته ګڼي او په زړه کې وایي چې د پوښتنې یې څوک نه شته دخدای هغه عذاب غواړم چې پر فرعون، نمرود او ابرهه یې نازل کړی و.
خدای (ج) دې د افغانانو مل شي.
٣ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-24 07:41:29 م   |   اړيــــــــــــــکي  |  شمسزی
کاشکې په ستورو باندې بر وای زموږ هم لاسونه/ شمسزی
په دې وروستیو میاشتو کې پر مظلومو افغانانو هرې خوا ته له اسمانه اوسپنیز تندرونه اورېږي، هره ورځ دبېګناه ولسي وګړو دشهیدېدلو او زخمي کېدلو خبرونه اورېدل کېږي. د هسکې مینې غمیزه لا خلاصه نه وه چې د تګاب پیل شوه، هلته مو لا سترګې وچې شوې نه وې چې د لغمان او هرات د پېښو خبرونه خپاره شول. د لوګر خلکو خو لا له ټلویزیونونو سره په مرکو کې دا هم وویل چې ددوی شهیدان له قبرونو بېرته ویستل شوي او په سپیانو بوی کړل شوي، پیچکارۍ ورته شوي او نور... دغه ټول دردونه راباندې زور شول، ځان راته دومره مظلوم ښکاره شو چې پرته له خدایه راته د شکایت وړاندې کولو هېڅ دربار پاتې شو، ځکه چې دا څو میاشتې مو د هېواد چارواکو ته وینې وینې وژړلې، چیغې مو ورته ووهلې چې له دې غمیزو مو خلاص کړه خو افسوس چې هغوی هم پرته له کمیسیون جوړولو بله کومه چاره نه لري.
زه د هېواد ټولو مظلومو شهیدانو ته له خدای (ج) څخه د فردوس جنت غوښتونکی یم، ددوی کورنیو ته له متعال څښتن نه صبر غواړم، هغه چا ته چې زموږ افغانانو وینې بې ارزښته ګڼي او په زړه کې وایي چې د پوښتنې یې څوک نه شته دخدای هغه عذاب غواړم چې پر فرعون، نمرود او ابرهه یې نازل کړی و.
خدای (ج) دې د افغانانو مل شي.
٣ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-24 07:39:58 م   |   اړيــــــــــــــکي  |  شمسزی
٦ / ٥ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-27 11:46:56 م   |   شــــعرونه (د شپې په غېږ کې)  |  شمسزی
٥ / ٥ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-26 08:07:22 م   |   شــــعرونه (د شپې په غېږ کې)  |  شمسزی
٢ / ٥ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-07-23 08:06:04 م   |   اړيــــــــــــــکي  |  شمسزی
١٦ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-05 08:48:55 م   |   د زړونو خبرې  |  جانان
١٦ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-05 08:45:14 م   |   انځورونه  |  جانان
٢٩ / ١٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-03-19 05:39:53 م   |   اړيــــــــــــــکي  |  عزت الله شمسزی