ږوب:پوليسوله القاعده سره دتړاوپه تور يوعرب نيولی

بوريوال کاکړ ٩ / ٢ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-04-29 00:00:00 م

د جنوبي پښتونخوا د ږوب د ښار پوليسو له القاعده شبکې سره د تړاو په تور يو عرب وګړی نيولی دی .د رپوټونو له مخې نيول شوی کس ناصر سلمان زکريا نومېږي او د سعودي عربستان اوسېدونکی دی .د پوليسو وياند ويلي دي چې له ناصر سلمان زکريا څخه د پاکستان،ايران او سعودي عربستان پيسې او يو ثريا ټليفون هم په لاس راغلی دی .