يارمې هندو زه مسلمان يم!

عنايت الله کاکړ 11.02.2009 19:08

دډيلي په ښارکې دنظام الدين اوليا دمزارپه چاپېريال کې له هغه ځايه چې دبېلابېلو هیوادونو په سلګونو سيلانيان اوزيارت کونکي راټول وي،هلته یوه افغانه مېرمن هم په خپل ورک مېړه پسې دلته رارسيدلي ده.

صابره احمدزﺉ چې دوه کاله وړاندي يې په کابل کې له یوه هندوستاني ډاکټرسره واده کړی وو، اوس په ډيلي کې کوڅه په کوڅه مزارونه اودرمسالونه جاروکوي اودخپل ورک مېړه دبياموندلو هڅې کوي.

صابره احمدزﺉ
خودصابره احمدزﺉ په واده کې دپام وړخبره داده چې دهغې مېړه افغان څه چې آن مسلمان هم نه دی بلکې هغه ديارمې هندو زه مسلمان يم دمصرۍ سره سم، دهند دیوې لري پرتې خواري سيمې یوخوارډاکټردی چې واردمخه په هندي پوځ کې ډاکټروو خوڅه موده وړاندي يی دقسمت ستوری وځلېد اودیوه ټيم په تشکيل کې کابل ته راغی.
ډګرمن چندراشېکار چې دهندوانو په ټيټ پنت نومي ذات پوري اړه لري اودامهال دکابل داندراګاندۍ په روغتون کې په کاربوخت وو.صابره احمدزﺉ هم یوه افغان ډاکټره وه چې په همدې روغتون کې يې له چندرابهايی سره څنګ په څنګ کارکاوه. خویو وخت دڅنګ په څنګ کارپايله دڅنګلوترجنګولو او وروسته آن په واده پای ته ورسېده.
سره له دې چې چندرا هندو وو خوصابرې ته داڅه بې تفاوته وو ځکه دهغې دريځ داوو چې:
زړه چې مین شې ښايست نه غواړي

ډګرمن چندراشېکر اوصابره احمدزﺉ


هماغه وو چې ددوي دواړو ترمنځ واده وشو. یوکال يې نورهم په کابل کې سره تېرکړ.کله چې چندرا بېرته ډيلي ته تبديل شو،نوله تګه وړاندي يې له خپلې مېرمن سره ژمنه وکړه چې هندته له رسېداسره جوخت به يې هلته راغواړي اود ډيلي په لوکس سيمه کې به ويلا ورته نيسي.
خویوکال تېرشو چې دچندرابهايي هيڅ پته ونه لګېده. په لومړيو ورځوکې يې دصابرې ټلیفون ته ځواب هم وايه خو وروسته يی تماس په یومخيز ډول وشکاوه.
صابره چې کله پوه شوه چې هندو هسې دوکه ورسره کړې ده نويې هوډ وکړ چې هند ته ولاړه اوخپل مېړه پیداکړې.
هغه څه موده وړاندي هند ته ورسيده او آن دچندراکلې ته يې ځان ورساوه.
خوچندرا ددې پرځای چې دیوه بډای جنرال زوی وي،دیوه خوار بزګر زوی اوپه دوه خونه لرونکې کور کې استوګن وو.
صابرې هماغلته له هندي پوليسو سره تماس ونیواودچندراپرضديې د دوکې اوفراډدوسيه ثبت کړه.
خوله بده مرغه لاهم صابرې ته مېړه په لاس نه دی ورغلی.
په افغانستان کې دنوي بدلون له رامنځته کېداسره دځوانانوپه منځ کې له بهرنيانو سره داړيکوپه اړه پراخ تمايلات ليدل کیږي.هغوی پرته له دې چې دافغاني ټولنې قومي اوديني جوړښت په پام کې ونيسي له هغوي سره ازدواجې اړېکې جوړوي چې پايله يې دداډول جنجالونو په بڼه راوزي.
صابره وروسته له دې چې دهندوپه ذهنيت پوه شوه،توبه يی وايستله اوڅرګنده يی کړه چې داځل به له خپل مسلمان افغان هیوادوال سره کوژده کوي اوهغه دپښتنو متل چې کلاله وکړه خپله سياله به پرځای کوي.

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

13.03.2010 11:46 ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو: * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 11:44 طمع: شیرین اغا جهانګیر

هغې ورته په ډېر سکون ځواب ورکړه: - بیا به اولاد رانه د خپل د پلار د نوم پوښتنه کوي، زه باید د هغه د پوښتې لپاره ځواب ولرم

13.03.2010 10:04 بیلتون

نوریه وهاب

13.03.2010 10:03 غزل

راليږونکی : سندريز شور

12.03.2010 19:02 د فضل الربي رستم ازاد نظم د جلال امرخېل په غږ کې ، ویډیو

12.03.2010 16:11 د اغزو څوکې =شاعر: انجينر متين

وينې د زړگي وې توى لـــــه څـوکــــو د بـــڼو شولې = اوښکې هم ياغي لـــــــه سلطنـــــته د لېـــــمو شولې

12.03.2010 14:01 ژوندی ناخوالی

بلي ! شيريني ته خبري كوي ؟