په افغا نستا ن کې د قا نون د واکمنی د ټينگيدو لپا ره د افغان کراديچا نو محا کمه اړينه ده
٢٨ / ٥ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-08-18 20:09:00 م
ټولې هغه ټولنې چې له نا ورینونواو ديکتا توري نظا مو نو ولسو اکۍ ته ور داخلې شي د خپلو راتلو نکیو لپا ره د بیا رغا ونې ،سیاسي نظام او اقتصا دي پر مختگ تر څنگ د نا ورین د وخت له جنگي مجر ما نو سره د معا ملې لپا ره تگلارې هم جوړوي.له نا ورین او دیکتا تو ري نظا مو نو له ورکیدو وروسته نوي حکو متونه چې دتير وخت له جنگي مجر ما نو سره د چلند کو لو لپار ه د عد الت کو مه پر وسه عملي کوي د ا نتقا لي عدا لت د پروسې په نو م يا دیږي.
د انتقالي عد الت په پروسه کې رښتيا موندل، د قر بانیا نو او د هغوي له کو رنيو بخښنه غو ښتل، مجر ما ن له دندو گوښه کول، د قربانيا نو په نو مونو څلي جو ړول اود هغوی ورځې لمانځل،قربانیانو ته دهغوی دغصب شويو ما لونواوحقونوپه بدل کې مالي عوض ورکول اومجرمان محا کمه کو ل شا مل دي.د انتقالی عدالت دغه مرحلې دجرم ډول ته په کتلو سره پلي کيږي، که جرم وړوکی وي کيدای شي د بخښنې په غو ښتلو اويا د قربانيا نو کو رنيو ته په عو ض ورکولو ستو نزه حل شي خو که جرم غټ وي بیا مجرم محا کمه کيږي.مجر ما ن له دندو گوښه کول د انتقا لي عدا لت تر ټو لو اسا نه مرحله گڼل کيږي.د قربانيا نو په نو مو نو څلي جو ړول او يا د هغوی ورځې لمانځل قر با نيانو ته په ما نوي ارزښت قايليد ل دي.
جنگ ځپلي هيو ادونه ډير وختونه د سياسي خنډونواويا هم د اقتصادي تنگسیاوو له امله خپل جنگي مجرما ن نشي محا کمه کولای.پدغه ډول شرايطو کې هيوا دونه له نړيوالې ټولنې دخپلو جنگي مجر ما نو د محا کمه کولو لپا ره دنړيو الې جنگي محکمې د جو ړونې غوښتنه کوي.د جنگي مجر مانولپا ره د محکمې دجو ړولو لپاره تر بل هر څه د دوه اسا سي شر طونو موجوديت اړين دی.لومړی شر ط دهیو اد په داخل کې د مجر ما نو د محا کمې لپا ره دسيا سې ارادې موجودیت او دويم شرط پدغه اړه د نړيو الې ټولنې دلچسپی ده. دارفور لپار ه جو ړه شوې محکمه ددغه ډول محکمو يوه بیلگه ده.
ددغه محکمې یوه بله بيلگه د پخوانی يوگوسلا ويا لپا ره جوړه شوې ځا نگړې محکمه
International Criminal Tribunal for the Former Yogosulavi
ده.دا محکمه لودیځې نړۍ په فشا رپه نويمه لسيزه کې په بوسنيا کې د مسلما نا نو د عا م وژنې په تو ر د صربي مشر انو د محا کمې لپا ره د نړيو الې ټو لنې لخو ا جو ړه شوی وه.د محکمې د پريکړې پر اساس د صر با نو يو مشر ميلا سوویچ په ٢٠٠٠ کال کې و نيول شوچې وروسته يې دمحاکمې پر مها ل په زندا ان کې سا ه ورکړه.محکمې د صر با نو د دوه نو رو مشر انو ردوان کراديچ او د هغه د پوځي قو ما ندان ردکو میلادیچ د نيو لو پريکړه هم کړې وه.دواړه صربې مشرا ن له هماغې ورځې راهيسې د تعقيب لا ندې وو.
ردوان کراديچ چې د ٧٥٠٠ او ٨٠٠٠ تر مينځ مسلما نا نو په ټول وژنه تورن دي، همدا څو ورځې وړاندې د صربستا ن د حکو مت لخوا ونيول شو او نړيوالې ټو لنې ته په هگ کې د محا کمې لپاروسپا رل شو.ر رد کو ميلاديچ لا تر اوسه هم پټ دی ، که ونيول شي شاید د کراديچ له برخليلک سره مخامخ شي. د پخو انۍ یوگو سلاویا لپاره جوړه شوې جنگې محکمه ځکه تر يوه بريده کا میا به ده چې له یوې خوا لویديځه نړی ددغه محکمې تر شا ولاړه ده او له بلې خواپخپله صر بان د اروپايي ټولنې د غړيتو ب د تر لاسه کو لو لپا ره اړ وو چې له محکمې سره مر سته وکړي.متا سفانه زموږ په هيواد کې که له يوې خوا نړيواله ټو لنه د جنگي مجر ما نو په محا کمه کو لو کې کو مه ځا نگړې علا قه نلري له بلې خو ا په افغا نستا ن کې پدغه اړه سيا سې اراده هم شتون نلري.د بو ن په لوظنا مه کې پدغه اړه يو اځې دو مر ه ویل شوي چې نوی حکو مت به د جگړې د مهال د بشر د حقو نو د تير یو پلټنې کوي. خو پدې اړه د کو م ځا نگړي ار گا ن او تگلارې يا دو نه نده شوې.د ملگرو ملتو نو ادارې او د بشر د حقو نو نړيوالو ادارو تر دې دمه يواځې د راپو رونو پر خپرولو تکیه کړې او بس.د بشر د حقو نو د څا ر نیو یا ر ک ميشته ادارې په را پو رونو کې د ډیرو هغه اشخا صو نومونه د جنگي مجرما نو په تو گه يادشوي چې د کا بل په اوسنۍ اداره کې پر لو ړو پوستونو كې کا ر کوي او يا هم د پا رلما ن غړیتو ب لري.
په ٢٠٠٥ کا ل کې د بشر د حقو نو د څا ر همدې ادارې له ولسمشرکرزي نه د هغه د دويم مرستيا ل کر يم خليلي او د جنرال دوستم له د ندو نه د گوښه کولو غوښتنه کړی وه.اگر چې ولسمشر کرزي په همدغه کا ل کې دانتقا لي عدا لت د پروژې او تر٢٠٠٩ کا ل پورې په افغانستان کې د بشر د حقو نو دحا لاتو دپر مختگ لپاره د يو جا مع پلان دپلي کولو ژمنه کړي، خو لا تر اوسه يي کوم عملي اقدا م ندی کړی.د افغا نستا ن د بشر د حقو نو خپلو اک کميسون چې د انتقا لي عدا لت يوه څا نگه لري هم پدې اړه کوم جدي اقدا م ندی کړی.دوى يواځې او يو اځې په مرکز او ولايا تو کې پر روزنيزو ورکشاپونو بسنه کړې .
له بل خوا ځينې اشخا ص د بشر د حقو نو پر خپلو اک کمیسون هم نيوکې کوي او وايي چې د کميسون چا رواکي د خپلو پخو انیو او اوسنيو سيا سي تړاونو پر بنسټ د يو شمير نو رو اشخاصو پر خلا ف دسيسې جوړوي.دوی په ځا نگړي ډول د کميسون پر مشرې اغلې سیما سمر تو ر لگوي چې بېطر فه نده.
که له يوې خوا په افغا نستا ن کې د جنگي مجرما نو د محا کمې په اړه سیاسي اراده شتو ن نلري او نړيو اله ټو لنه هم دمگړۍ په دغه اړه کو مه دلچسپي نلري ، له بل اړ خه د افغانانو بد بختي دا ده چې کرا دیچا ن يي هم له صربي کراديچه يوه لیشت پو رته دي.صربي کرا ديچ د مسلما نا نو له وژلو وروسته سیا ست ته شا کړه او خپلې پخوانی دندې ته يي مخه کړه.په يو کلینيک کې په بدل نوم د ډاکټر په تو گه يي دنده پيل کړه او خپلې دندې ته ېې تر هغې دوام ورکړ چې څو ورځې دمخه د صربيا د امنيتي ځو اکو نو لخوا ونيول شو او نړيو الو ته د محا کمې لپا ره حو اله شو.افغا ني صر با ن لا تر اوسه د اولس پر څټونو سپا ره دي اوخدايزده چې تر څو به د ملت په سرو او سپينو کې لوبې کوي.
کله چې زموږ کراديچا ن دخپلو جنگي جرمو نو په هکله غږيږي، ددې پر ځای چې پخپلو جر مو نو منکر شي، ډیر په تیرو ستر گو د خپلې دفا ع لپا ره وايي چې جها د يي کړی .یانې جها د يي کړی نو ځکه ددې جواز يي در لود چې پر خپل ولس را کټو نه وواروي.داسې څو ک نشته چې دوی ته ووايي چې جهاد عا م اولس کړی دوی يي کوچ خو ړلي. دويم دا چې کله اولس ددوی د محا کمې غوښتنه کوي،خلک دوي که په خطا کې د شورويا نو طر ف ته کوم ډز کړی وی دهغې په بد ل کې محا کمه کول نه غواړي،بلکې اولس د هغو ړا ندو ميزايلو حسا ب کتا ب غواړی چې ددوی پرې وارولي.دريم داچې جهاد يو ه سپيڅلې فریضه ده او هرگز چا ته ددې جواز نه ورکوي چې له جها د وروسته بيا پر خپلو میزا يل وواروي او کورونه يي و ران کړي.
دوی پخپلو کړنو دومره ډاډه دي چې په هغه لومړی ورځ چې په بون کې د نوي حکومت د جو ړولو لپار ه جرگه شول، د دوی هڅه دا وه چې په لوظنا مه کې د ځا ن لپا ره دبخښنې یو ما ده ور ځای کړي.دغه هڅه يي يوڅه نا کام شوه ، وروسته يي بیا د پا رلما ن له لارې ځا ن ته د بخښنې يو نيمگړی قا نو ن پا س کړو. مجر م پخپله قاضي هم پخپله او...!!!
په افغا نستا ن کې د بشر پر حقو نود تېري تا ریخ دومره اوږد او زړه بو گنو نکی دي چې د نړۍ په کچه سا ری نلري.دثور له کو دتا پيل او لا تر اوسه هم جر يا ن لري.د خلکو پر حقو نو دومره پرا خه تيري شوي چې د انتقا لي عدا لت له هغه انتها يانې د مجرما نو له محا کمې بايد پيل وشي.دومره ظلمونه شوي چې د قر با نيا نو او دهغوی له کور نيو د بخښنې غو ښتلو او يا د هغوی په نو مو نو د څليو د جو ړو لو او د هغوی دورځو د لما نځلوشايد ډيرې کمې موقعې پبداشي.
د يوې متمدنې ټولنې په توگه افغا نستا ن نشي کولای چې تير وخت ته شا کړي.د يو مصون را تلونکی او قر بانیا نو او د هغوي قر با نيو ته د ارزښت د قايليدو لپار ه اړينه ده چې انتقالي عدالت څو مره زر چې کيداي شی پلي شي.په افغا نستان کې د انتقالی عدالت پلي کېد ل لاندې پايلې له ځان سره درلودی شي.
- د انتقالي عدالت پلي کېدل په را تلونکي کې د اولس د بشري حقونو د خو نديتوب تضمين کوي.که مجر ما ن محا کمه شي، پخپله مجر مان او نور خلک به په را تلونکي کې د جرمونو کولو جراء ت نکوي.زموږ دين په همدغه ټکي ټينگار کوي.قران وايي:
ولکم في القصاص حيو ة. يانې که مسلما نا ن په ټو لنه کې له سولې ډک ژو ند غواړي، د ټو لنې مجر ما ن با يد محا کمه کړي.د دغه قراني ايت نه ښکا ري چې د مجر ما نو محا کمه په ټو لنه کې د خوندي ژوند تضمين کوي.انسا ني تجر به هم ښيي چې په کو مو ټو لنو کې چې مجر ما ن محا کمه کيږي، هلته خلک خوندي ژوند تيروي .د لاطينې امر يکا په هغو هیوا دونوکې چې جنگي مجرمان محا کمه شوي، هلته د بشر د حقو نو د بهترۍ گرا ف پورته تللی.چيرته چې ډير مجر مان محاکمه شوي هلته دغه گراف په هماغه اندازه پورته تللی او چيرته چې د بشر د حقو نوکم مجر ما ن محا کمه شوي، هلته دغه گرا ف په هما غه اندازه کم پورته تللی.د لاطينې امريکا د څوار لسو هيوا دونو تجربې په ډا گه کوي چې د ځينو خلکو دا انديښنې چې د جنگسالارانو محا کمې به د نا ورین ځپلو ټولنو حالات لاپسې خراب کړي بیځایه دي.
- د انتقالي عدا لت د پروسې په پيا ده کو لوسره به په هيواد کې قا نونمندي را مينځ ته شي.که جنگي مجر مان محاکمه شي، بيا به څو ک د کرزي د دفتر په ٢٠٠ متری کې د خپل سياسی مخا لف پر کور په رڼا ورځ د يرغل، د هغه او د کورنۍ د بيگنا ه کوچنيا نو د برمته کو لو جراء ت به نکوي. په زورورو د قا نو ن تطبيق نورور زورورو او ټو ل اولس ته يو ډول خبر داری دی چې که څو ک سر غړو نه کوي، د پوښتنې ځای شته .او د غو ږو نو تا واولو به نه خلاصيږي.
دريمه ښيگڼه يي د بيا رغا ونې د چا رو چټکېدل دي.دوي د خپلې وا کمنۍ لاندې سيمو کې اوس هم د منطق پر ځای د ټوپک په خو له خبرې کوي. که د بیا رغا ونې په پروژو کې ورته قلنگ ورنکړل شي، په وړاندې يي ډول ډول خنډو نه را ولاړوي. او په ځينو سيمو کې خو هم دا دوی دي چې دنا دولتي موسسو پر موټرو بريدونه کوي او کا رکونکي يي ورته وژنې. د دې بيلگې په فا ريا ب او يو شمير نو رو ولا يتو نو کې پر نا دولتي موسسو هغه بريدو نه دي چې هیچا يي مسووليت پر غا ړه ندی اخيستی.
د انتقالي عدا لت د پلي کېدو بله ښيگڼه دا ده چې پدغه کا رسره به په هيوادکې د میشتو بيلا بيلو تو کمونو تر مینځ وا ټن را کم شي.اوس هر جنگسالار د خپل ځا ن د بقا لپا ره ځا ن د خپل اړونده توکم د حقونو مدافع ښيي او د زر او زور له لارې پر خپلو خلکو مشري کوي.د ا پداسې حال کې ده چې له هر جنگسالار نه يي پخپله خپل توکم تر پوزې رارسیدلی،خو د مجبورې ورځې يي تر شا ولاړدي.که نو موړي جنگسالار د بل تو کم پر خلا ف کوم زور زياتی کړی وي. دغه ظلمو نه د جنگسالار ټول توکم ته منسوبيږي او ټول توکم گرم گڼل کيږي.که جنگسالار محاکمه شي، نور توکمونه به داسې فکر وکړي چې د دوی پر خلا ف د تيرو ظلمونو مسوول ټول توکم نه، بلکې يواځې دغه جنگسالار دی.
د جنيوا د ١٩۴٩د بشر د حقونو کنوانسیو ن پر ټولو دولتو نو غږ کوي چې جنگي مجر مان بايد د محا کمې لپا ره د قا نون منگولو ته وسپا ري.افغا نستا ن د نړیوالې ټو لنې د يو غړي او د بشر د حقو نو د کنو انسيونو د لاسليک کونکي په توگه اړ دی چې دغه کنوانسيونو نه په عمل کې پیا ده کړي.با وري يم چې د کرا دیچ له نيو لو په خبريدو به زمو ږ دوی هم يوبل ته زنگو نه وهلي وي ځکه دوی پوهيږي چې د پا ر لما ن د بخښنې قا نو ن دوی له محا کمې نشي ژغو رلی. د نړيوالو قوانينو له مخې د پا رلما ن او حکو متونو له اړخه جنگي مجرمانو ته دغه ډول بخښنې د منلو وړندي.









