د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ځوان ساينس به هيڅ وخت اسمانونه ونه پيږني اما فلک به ښه و پېږني


ع کريم حليمي
13.12.2004

درنو لوستونکو سلامونه ،ښې هيلي
په يو بې پايه جهان کي چه سر او پاي ئې نامعلومه دي ، او بې حسابه دَرْبُ التَّبَّانَة , مَجَرَّة (galaxy ) او د دغه بې حسابه ګالکسيو کښي يو زموږ ګلکسي ده چه بې شماره ستور او يو څو مځکي پکښي دي ٠ يوه ئې مځکه ده
چه ډير وخت انسان په دې هم نه پوهېدۍ چه کروي شکله ده ٠ او هوار ئې ګڼل ٠

خونن موږ داسي پوهيږو چه مځکه کروي ده نورت او ساوت قطبونه لري ٠ او خطونه مو پر کښلي طول البلد ، عرض البلد ٠ او خپل وطن داسي راته معلوم دي چه 53ـ22ـ29ـ او 27ـ 29ـ 38 عرض البلد شمالي او د
41ـ28ـ 60ـ و 47ـ51ـ 74 طول البلد شرقي واقع دي ٠ او د اکوېډر خط مو پر ملا ورکښلۍ دي ٠ يعني
د شمال او جنوب منځ دي ٠
او په حرکت ئې داس دي چه 1000 مايله په ساعت کي پر محور راڅرخي ٠ او 70000 mph پر لمر راګرزي
او ټوله سولر(نظام شمسي) بيا په يوه لاممکنه , محال سرعت 1,000,000 mph روان دي

ولي دغه پوهه پيدا سوه ؟ ؟ د ازادي له فکره !!!!
په ٦ قرن کښي يو ځای چه يونان نوميږي ٠ تر نورو ملکو ئې نسبتأ د فکر ازادي درلوده ٠ او يو سړی پيساغورس
نومېدۍ دنياته ئې نوي خبر راوړي ٠ چه مځکه هواره نه ده ٠ کروي شکل لري ٠
Pythagoras د خپل عصر علم فلک ، رياضي دان وو ٠

نن ډير ساينس دانان په دي فکر کښي دي ٠ چه ايا موږ يوازي يو په دغه بيپايه شمسي نظام کښي اوکه نور زموږ
په مثل هم سته ٠ ؟؟؟
او د اسمانونو سوال هم سته چه ټوله اديان ايمان لري چه 7 اسمانه سته ٠

او زموږ ګران نقاد صاحب داسي ليکي چه
لهذا زمکه بي بي د محبوبې د قلا په څير د ٧ اسمانونو په منځ يعنې خيټه کې ژوند کوي . که داسې وي، [color=red:42b9ffd14d]او بل ډول امکان هم نلري[/color:42b9ffd14d]٠
نو اوس پو ښتنه داده چه ولي امکان نه لري ؟؟؟ که امکان نه لري نوپښتني ته حاجت نه پاته کيږي



ع کريم حليمي
14.12.2004

انسان نن څومره پوهيږي ٠ فلک ،برج
ستوري له چشي جوړ سوي دي ؟
د اسمان ستوري د ګرز غبار او غاز څخه عبارت دي ٠ او اوږد عمر لري او اکثره ستوري د نور په سرعت يو کال ليري دي ٠ نور اندازه ئې په غټوالي اړه لري ٠ چه له منځه ځي نو رنګ سور سوي وي
ستوري څه حرارت او نور پيداکيږي ٠ بيله لمبي يعني اور نه اخلي ٠ کله چه هايډروجن او هيليوم غار په کښي
تمام سي ٠ بيانو ستوري لهمنځه ولاړ سي يعني مړ سي ٠ او نوي ستوري هم زيږي
اوستوري قسم قسم رنګونه لري ٠ او لمر هم پخپله لوي ستوري دي ٠ چه عمر به ئې 8 بليونه کاله پاته دي
او لس کاله کيږي چه په فضا کي يو تلسکوب سته ٠ د ستورو عکسونه اخلي ٠ د دغه تلسکوب نوم دي (حبل)
په دغه لسو کالوکښي يواري يو ستوري د جوپيټر سره ټکر سوي دي
.يو و خت حبل تلسکوب خراب سو ٠ يعني په فضا کي ٠ کله چه متخصصين ئې جوړېدو لپاره ور واسته ول
نو داسي معلومات هم ورته حاصل سوه چه په مليون د نور کاله نيسي چه ستوري ته انسان ورسيږي ٠

[color=red:742412130c]اصلي مطلب دادي چه ستوري ٠ داسي جسم نه دي لکه مځګه يا مريخ ٠ يعني غازات دي [/color:742412130c]

.


Ghairat
14.12.2004

[quote:9848b83483]په مليون د نور کاله نيسي چه ستوري ته انسان ورسيږي ٠ [/quote:9848b83483]

محترمو، يادونه کوم چې کال که د نور وي او که نه وي، په زماني توګه يو شي دي يعنې ٣٦٥ورځې او ٦ ساعته
هم د نور کال دی او هم غير نوري کال : يعني په پورتنۍ جمله کې که د کال سره د نور ټکی و نه وايو
هم په اړونده وخت کې هيڅ توپير نه راځي .هلته ښايي سم مطلب داسې وي چې:
[color=blue:9848b83483]د ستوري څخه رڼا په ميليون (يا ميليونونو؟ ) کلونه نيسي چې ځمکې(انسان) ته راورسيږي، [/color:9848b83483]نه داچې انسان ستوري ته ورسيږي. ځکه د نور سرعت يواځې د نور (رڼا) د حرکت له پاره کارول کيږي او يو نوري کال وخت نه، بلکې هغه فاصله ده چې ديوه ستوري رڼا يې د يوه سلامت کال په موده کې وهي، داپه داسې
حال کې چې د نور سرعت په ثانيه کې پوره درې سوه زره ( ٣٠٠٠٠٠ ) کيلو متره دی.


نقاد
14.12.2004

[quote:815c7ea05f]زمکه بي بي د محبوبې د قلا په څير د ٧ اسمانونو په منځ يعنې خيټه کې ژوند کوي . که داسې وي، او بل ډول امکان هم نلري٠ [/quote:815c7ea05f]
تشريح: ايا ځمکه کروي ده ؟ هو ، منم بالکل ،کروي ده . آيا د ځمکې د هرې نقطې په سر پورته اسمان شته ؟
هو، شته ! يعنې داسې نقطه د ځمکې پر سر نشته چې دهغې پر سر آسمان وجود ونه لري؟ نه داسې نقطه نشته .
نو بيا بايد لږ تر لږه دغه لومړی اسمان چې فکر کيږي سړی يې په سترګو ويني، له ځمکې څخه ګرد چاپيره راتاو شوی اوسي ، ځکه که نه وي راتاو شوی نو د ځمکې د يوه مخ پر سر به پورته اسمان موجود او سي او د بل مخ پر سر به اسمان نه وي . څنګه چې دا سمه نه ده، نو اسمان بايد لکه يوه کره داسې د ځمکې له کرې څخه ګردچاپيره راګرځيدلی وی، ځکه ځمکه پخپله کروي ده. په همدې ډول هر اسمان ، که چيرې د اسمان حسي ادراک (ليدل) هم د ځمکې څخه ممکن انګيرل کيږي. واسلام



ع کريم حليمي
15.12.2004

[quote:853d730416]ځکه که نه وي راتاو شوی نو د ځمکې د يوه مخ پر سر به پورته اسمان موجود او سي او د بل مخ پر سر به اسمان نه وي[/quote:853d730416]

اصلأ تاسو اسمان نه وينۍ ٠ ستاسو سترګي يو شئ ويني او تاسو ئې اسمان تصور کوۍ ٠ چه دا خبره او فکر
نيوټون (Isaac Newton ) ډير پخوا واضع کړې ٠ چه فلک يا فضا لکه يو منشور د لمر وړانګې تر راتېريږي
او د مځکي ګرد او غبار (orange ) سره بخونه (زېړ/ reddish ) دي ٠ چه سره يوځای سي تاسو د شينکې اسمان ګومان پر کوۍ ٠ تاسو ښه پوهيږي چه د مارس فضا بيا سور رنګ لري٠ ممکن تاسو ئې سورکې اسمان وګڼۍ ٠ ولي سور معلوميږي ٠

تاسو اسمان هم کروي کڼۍ ٠ خبره ستاسو پر منطق دروۍ اما د فضا خبر بايدچه سينټفک وي ٠
اما ساينس اسمان نسي پېږنولاي ٠ ولي چه د نور په سرعت ميليونو کلو لار ده ٠ وسوري ته

نن ساينس داسي وايي چه يوه ستوري ته د يليونو کالو لارده ٠
او محمد ص چه کوم کتاب هم نه وو لوستي ٠ او وحي داسي حال ور کړي چه ٠

فقال هل تدرون كم بين السماء والارض قال قلنا الله ورسوله اعلم قال [u:853d730416]بينهما مسيرة خمس مائة سنة ومن كل سماء الى سماء[/u:853d730416] (ديوه اسمانه تر بله ٠ سبحان الله) مسيرة خمس مائة سنة وكثف كل سماء مسيرة خمس مائة سنة وفوق السماء السابعة بحر

وويل چه پوهيږي چه د اسمان او مځکي ترمنځ ٠ وئې ويل چه خداي او رسول پوهيږي ٠ ويل ئې چه د مځکی او
اسمان تر منځ پنځه سوه کاله لار ده ٠ اوپه بل يث وايي چه ده يوه اسمانه تر بل اسمانه 500 کاله لارده ٠ او بيا
اوبه دي ٠ د اووم اسمان پورته او پر اوبو باندي عرش العظيم دي
نو چه ساينس واضع اقرار کوي ٠ يوازي فضا د ميليونو کلو لار ده نو بيا طبعنأ د يوه اسمانه تر بله د 500 کالو لار ده


نقاد
16.12.2004

اصلأ تاسو اسمان نه وينۍ ٠ ستاسو سترګي يو شئ ويني او تاسو ئې اسمان تصور کوۍ ٠ چه دا خبره او فکر نيوټون (Isaac Newton ) ډير پخوا واضع کړې ٠ چه فلک يا فضا لکه يو منشور د لمر وړانګې تر راتېريږي او د مځکي ګرد او غبار (orange ) سره بخونه (زېړ/ reddish ) دي ٠ چه سره يوځای سي تاسو د شينکې اسمان ګومان پر کوۍ ٠ تاسو ښه پوهيږي چه د مارس فضا بيا سور رنګ لري٠ ممکن تاسو ئې سورکې اسمان وګڼۍ ٠ ولي سور معلوميږي ٠
تاسو اسمان هم کروي کڼۍ ٠ خبره ستاسو پر منطق دروۍ اما د فضا خبر بايدچه سينټفک وي ٠
اما ساينس اسمان نسي پېږنولاي ٠ ولي چه د نور په سرعت ميليونو کلو لار ده ٠ وسوري ته
خير يوسئ کور مو ودان حليمي صاحب ، ما هم غوښتل همدغه حقيقت ته مو پام راوګرځوم چې د اسمان مفهوم اصلأ پر همدغه تصور ولاړ دی او له حسي معرفت
څخه يې سرچينه اخيستې او بي ستنو دريدل يې د اولسونو د عقيدې سبب هم ګرځييدلي دي . پيغمبرانوهم تر بعثت د مخه په اسما او فکي اجرام کې ډير سوچونه کړي دي او وروسته يې وحې تصور زيات روښانه کړی دي. يعنې مذهب اسمان بيا له دې کبله چې د ملايکو ، جنتونو ځای دی له حسي تصور څخه لوړ معرفي کړی څو د انسان له پيژندنې او معرفت له ولکې څخه بهر پاتې اوسي .
ددې له پاره يې فاصله له ځمکې څخه د ﻻنديني حديث (؟) شريف سره سم
[size=24:644adfb131][color=blue:644adfb131]پنځه سوه کاله مزل [/color:644adfb131][/size:644adfb131] ښودل شوی دي .
خو راځۍ چې دا ٥٠٠ کاه مزل محسبه کړو چې نن ورځ اسمان د انسان له ساينسي ځوان څخه ليرې ساتلی شي که نه ، خو لومړي اړونده حديث :
[quote:644adfb131]او بيا نن ساينس داسي وايي چه يوه ستوري ته د ميليونو کالو لارده ٠
او محمد ص چه کوم کتاب هم نه وو لوستي ٠ او وحي داسي حال ور کړي چه ٠

فقال هل تدرون كم بين السماء والارض قال قلنا الله ورسوله اعلم قال [u:644adfb131]بينهما مسيرة خمس مائة سنة ومن كل سماء الى سماء[/u:644adfb131] (ديوه اسمانه تر بله ٠ سبحان الله) مسيرة خمس مائة سنة وكثف كل سماء مسيرة خمس مائة سنة وفوق السماء السابعة بحر
وويل چه پوهيږي چه د اسمان او مځکي ترمنځ ٠ وئې ويل چه خداي او رسول پوهيږي ٠ ويل ئې چه د مځکی او
اسمان تر منځ پنځه سوه کاله لار ده ٠ اوپه بل يث وايي چه ده يوه اسمانه تر بل اسمانه 500 کاله لارده ٠ او بيا اوبه دي ٠ د اووم اسمان پورته او پر اوبو باندي عرش العظيم دي نو چه ساينس واضع اقرار کوي ٠ يوازي فضا د ميليونو کلو لار ده نو بيا طبعأ د يوه اسمانه تر بله د 500 کالو لار ده[/quote:644adfb131]
دا مزل : هغه خت درې ډوله سرعتونه موجود وو، پلی مزل ، داوښ څغستا او د اس ځغستا . د نور سرعت خ چا نه پيژنده . که د آس سرعت په ساعت کې اټکل پنځوس کيلو متره ونيسو نو په ٣٤ اعتو کې ١٢ سوه کيلو متره شو ، کوم چې د يوه کالپه ٣٦٥ ورځو او ٦ ساعتو کې ټيک ٢١٩١٥٠٠٠٠ يعنې ٢١٩ ميليونه اويوسلو پنځوس زره کيلو متره ﻻر شوه چې يو چټک اس يې په ٥٠٠ کالو کې وهلی شي. داچې تر اس بل چټک سرعت د مزل له پاره د محمد (ص) په زمانه کې موجود نه و، نو همدغه د ځمکې او اسمان تر منځ او بيا د نورو اسمانونو تر منځ تر ټولو هغه زياته فاصله شوه چې په ٥٠٠ کالو کې داسپه سرعت سره وهل کيدای شي . اوس ه ګورو چې د نور په سرعت سره ، کوم چې په ثانيه کې ٣٠٠٠٠٠ درې وه زره کيلو متره دی، د ځمکې او اسمان تر منځ دغه واټن په څو دقيقو کې شاته غورځول کيدایشي:
[color=white:644adfb131]حليمي صيب د نور له پاره پورتنی واټن له ١٢ دقيقو او ٢ ثانيو څخه زيات وخت نه نيسي! او له ٧ـ م اسمان څخه تر ځمکې پورې رڼا يوساعت او ٢٤ دقيقې او ١٤ ثانيي وخت ته اړتيا لري او بس . په دې حساب ټول پراخه او ليرې اسمانونه د يو مياشی په څير د هغه تنګ اوواړه فلک په په خيټه کې ښکيل پاتې کيږي چې تاسو د فضا يا کيهان په نوم سم معرفي کړی دی . نه پوهيږم چې محترم طالب جان او طالب خان ، خاټول خور ، عادل او نور خويندې ورونه د پورتني حديث شريف په معنی او تشريح کې څه وايي؟ د اسلام او ساينس Topic خو آخر پرانيستی هم طالب جان دي ![/color:644adfb131]



ع کريم حليمي
16.12.2004

ډيرښاغلي ، محترم نقاد صاحب ٠
سلام !

[quote:baf8e6af59]٢١٩١٥٠٠٠٠٠٠ يعنې ٢١٩ ميليونه اويوسلو پنځوس زره کيلو متره ﻻر شوه[/quote:baf8e6af59]
دغه نمبر 21 بليونه دي ٠ چه داځوانکی ساينس ته هم ناممکنه مزل دي ٠
که د انبيا وو د اسمانو خبره تصور دي
نو ساينس هم پسله 21 بليونه مايله تصور دي ٠
نو اسمانونه واقعت سو
او تاسوچه فکر کوۍ چه اسمان کوروي دي ٠ دغه د نن ورځي بايبل چه لاسوهنه پکښي سوې ٠ هم تاسو نظر پکښې دي ٠ چه مځکه مرکز دي او ټوله فلک پر راڅرخيدلي دي ٠ چه اسلامي مذهب ، ساينس ئې نه ورسره مني
بايبل ملايان په غم اخته دي ٠ چه پرون په MSNBC ،tv يعني وئې ويل چه د اسمانو په باره کښي د ساينس خبري
هم تصور دي چه فاصله 21 بليونه مايله وي http://www.msnbc.msn.com/id/6578096/


نقاد
16.12.2004

[quote:2033b2f52b="Abdul Karimحليمي"]ډيرښاغلي ، محترم نقاد صاحب ٠
سلام !

[quote:2033b2f52b]٢١٩١٥٠٠٠٠٠٠ يعنې ٢١٩ ميليونه اويوسلو پنځوس زره کيلو متره ﻻر شوه[/quote:2033b2f52b]
دغه نمبر 21 بليونه دي ٠ چه داځوانکی ساينس ته هم ناممکنه مزل دي ٠
که د انبيا وو د اسمانو خبره تصور دي
نو ساينس هم پسله 21 بليونه مايله تصور دي ٠
نو اسمانونه واقعت سو
او تاسوچه فکر کوۍ چه اسمان کوروي دي ٠ دغه د نن ورځي بايبل چه لاسوهنه پکښي سوې ٠ هم تاسو نظر پکښې دي ٠ چه مځکه مرکز دي او ټوله فلک پر راڅرخيدلي دي ٠ چه اسلامي مذهب ، ساينس ئې نه ورسره مني
بايبل ملايان په غم اخته دي ٠ چه پرون په MSNBC ،tv يعني وئې ويل چه د اسمانو په باره کښي د ساينس خبري
هم تصور دي چه فاصله 21 بليونه مايله وي http://www.msnbc.msn.com/id/6578096/[/quote:2033b2f52b]
دروند استاد صاحب بخښنه غواړم چې په عدد کې دوه صفرونه زيات پاتې شوي خوله نيکه مرغه په عبارت کې ټيک ٢١٩ ميليونه او ١٥٠ زره سم ذکر شوي دي. اصلأ ما د ٥٠٠ کالو واټن د اس په سرعت ٢١٩٠٠٠٠٠٠
محاسبه کړي وو، خو د کال د٣٦٥ ورځو سره مل ٦ ساعته ، چې په ٥٠٠ کالو کې ٣٠٠٠٠ ساعته کيږي او ١٥٠٠٠٠ کيلو متره واټن حسابيږي ، نه و جمع کړی . د ١٥٠ زرو کيلو مترو د علاوه کولو په وخت کې مې د صفرونو څخه چپ خواته مې ١٥ وروليکل خو د ښي پای دوه وروستي صفرونه په تيروتنه کې راڅخه پر خپل حال پاتې شول او ړنګ نشول. يعني بليون او بيليارد په کې نشته . او که وای هم دغه واټن به بيا هم د فلک د پراختيا او د هغه ستورو د واټن له پاره نا ممکن نه وای، د کومو رڼا چې طبعأ د نور په سرعت سره په ميليونو او ميلياردونو او ا بليونوکالونو وروسته ځمکې ته رارسيږي، چې دواټن د کيلو مترو له پاره يې نور دعددي ارقامو شمير نشته او يواځې په نوري کال يې فاصله اندازه کيږي. تاسوته ښه مالومه ده چې يواځې يو نوري کال واټن اته بليونه، ٨٧ ميليارده او ٢٤٠ ميليونه کيلو متره يعنې (8.087.240.000.000 ) km دی، يو [color=blue:2033b2f52b]ميليون نوري کلونه 8٠087٠240٠000٠000٠000٠000 km کيږي ، او يو بليون نوري کلونه بيا آن 8.087.240.000.000.000.000.000.000 km فاصله حسابيږي چې لوستل يې هم نور مشکل دي. خو تر اوسه پورې پر ملياردو نوري کلونو ليرې پراته ستوري د هابل او نورو تلسکپو پوسيله په فلک يا کيهان کې کشف شوي دي خو يو آسمان هم مخې ته نه دی راغلی. نو دلومړي اسمان موجوديت چې صرف (٢١٩١٥٠٠٠٠) کيلو متره له ځمکې څخه ليرې په ﻻره کې پروت دی څشو او ولې تثبيت نشو؟
دغه راز اسلامي تصورات هم له جيو سنتريزم څخه چاره نه لري ، ځکه په اسلام کې هم ځمکه ترهڅه مخکې او اسمانونه ان د عرش په شمول بيا وروسته خلق شوي دي ، خو ساينس آن د لمرپيدايښت ﻻ له ځمکې څخه مخکې بولي ، چې ملا صيبان يې نه منلی اونه ردولی شي . داچې ساينس جيو سنتريزم ردوي ، ما هم د منلو له پاره نه، بلې د ردولو له پاره د اسمانونو کرويت يا جيو سنتريزم په ګوته
کړ ی دی . خو هرې تيولوژۍ دا هيره کړې چې ساينس د اسمانونو موجوديت
ر دکړی او صرف فلک يا د کيهان او کائناتو موجويت مني، او پر څيړنه يې بوخت دی. په ډيرصميمانه سلامونو [/color:2033b2f52b] ٠

[color=red:2033b2f52b]يادونه[/color:2033b2f52b] :[color=yellow:2033b2f52b]همدا نن ( د ليندۍ ١٧) له پورتنۍ ليکنې څخه يوه ورځ وروسته مې ولوستل چې اوس يو ستوری نه، بلکې يو سلامت کهکشان کشف شو چې زمونږ له کهکشان څخه دسلامت د ٤٥ بليونه نوري کلونو په واټن سره ليرې پروت دی . نو اوس دې ملا صاحبان حسابوي چې په پورتني حديث شريف کې دانسان په غالبأ پلي مزل سره ترې څو مليونه وارې د ٥٠٠ کالو دمزل واټن جوړ يږي اوپه دې حسا ب د څو مليونو اسمانونو د واټن سره برابريږي . په مينه ، درنښت او سلامونو . [/color:2033b2f52b]



ع کريم حليمي
19.12.2004

ډير محترم،دانشمند نقاد صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم ورحمته الله و برکاته !
ګران نقاد صاحب پوهيږم چه يوځاي مي ليکلي چه مځکي او اسمان ترمنځ 500 وه کاله لار ده ٠
ليکنې نېټه : ٤ شنبه دسمبر 15, 2004 2:29 pm
[color=red:da6d51703f]اسمان تر منځ پنځه سوه کاله لار ده[/color:da6d51703f] دغه په حديث کښي نسته ٠ زه به دغه خبره واخلم ٠
انسان د خطا خالي نه دي ٠
اما د مبارک په حديث شريف کښي داسي نه وايي ٠ او ما انډر لاين کړي دي ٠ فرمايي چه له يوه اسمانه تر بل اسمانه پوري ٠
بينهما مسيرة خمس مائة سنة [u:da6d51703f]ومن كل سماء الى سماء [/u:da6d51703f](ديوه اسمانه تر بله ٠ سبحان الله) مسيرة خمس مائة سنة وكثف كل سماء مسيرة خمس مائة سنة وفوق السماء السابعة بحر
ما فکر کاوه يو د ليکوالونو څه به زما ليکنه راته په ګوته کړي ٠ يانه ئې را اصلح کړي ٠ خو نه تاسو اونه بل ملګري
زه ګورم ګرځم چه داسي حديث پيداکړم چه د مځکي او اسمان ترمنځ د فاصله ذکرپکښي وي ٠
که خداې کول ٠



ع کريم حليمي
19.12.2004

ګران او درونه نقاد صاحب بيا سلامونه
وروره تاسو محاسبه داس په سرعت کړې ده چه اول دغه لو اشتبا ده ٠محاسبه بايد د( (براق) ٠ يعني د نور په سراعت وسي
چه د براق سراعت په نور کيږي ٠ ولي چه د براق يو قدم د سترګود ديد په اندازه دي (دنورپه سرعت )
چه حديث داسي دي
Malik bin Sasaa said that Allah's Apostle described to them his Night Journey saying, "While I was lying in Al-Hatim or Al-Hijr, suddenly someone came to me and cut my body open from here to here." I asked Al-Jarud who was by my side, "What does he mean?" He said, "It means from his throat to his pubic area," or said, "From the top of the chest." The Prophet further said, "He then took out my heart. Then a gold tray of Belief was brought to me and my heart was washed and was filled (with Belief) and then returned to its original place. Then a white animal which was smaller than a mule and bigger than a donkey was brought to me." (On this Al-Jarud asked, "Was it the Buraq, O Abu Hamza?" I (i.e. Anas) replied in the affirmative). The Prophet said, "[color=red:b3e5807266]The animal's step (was so wide that it) reached the farthest point within the reach of the animal's sight.[/color:b3e5807266] I was carried on it, and Gabriel set out with me till we reached the nearest heaven.

[color=red:b3e5807266]د حيوان (براق ) يو قدم ديوان د سترګو د ديد په اندازه وو [/color:b3e5807266]٠
چون ليدل په نور سره کيږي ٠ پس د مبارک اشاره دې ته وه چه نور ٠ مبارک چه د اصابو سره خبري کولې د دوی په
ذهنيت برابري وې ٠ نو نن موږ پوره پوه سوو چه اصلأ خبره د نور سراعت کي وه
نور ئې نه ياداوه ولي چه هغو چور بتۍ (flashlight ) هم نسوای تصور کولای

د غه ئې عربي الفاظ دي د حديث

صحيح البخاري باب المعراج
حدثنا هدبة بن خالد، حدثنا همام بن يحيى، حدثنا قتادة، عن أنس بن مالك، عن مالك بن صعصعة ـ رضى الله عنهما ـ أن نبي الله صلى الله عليه وسلم حدثهم عن ليلة أسري به ‏"‏ بينما أنا في الحطيم ـ وربما قال في الحجر ـ مضطجعا، إذ أتاني آت فقد ـ قال وسمعته يقول فشق ـ ما بين هذه إلى هذه ـ فقلت للجارود وهو إلى جنبي ما يعني به قال من ثغرة نحره إلى شعرته، وسمعته يقول من قصه إلى شعرته ـ فاستخرج قلبي، ثم أتيت بطست من ذهب مملوءة إيمانا، فغسل قلبي ثم حشي، ثم أوتيت بدابة دون البغل وفوق الحمار أبيض ‏"‏‏.‏ ـ فقال له الجارود هو [color=blue:b3e5807266]البراق[/color:b3e5807266] يا أبا حمزة قال أنس نعم، يضع خطوه عند [color=darkred:b3e5807266]أقصى[/color:b3e5807266] طرفه ـ

أقصى ترجمه extremity
نو طبعأ مبارک د نور په باب خبري کړي نه د اس په سراعت کي


نقاد
21.12.2004

[quote:0ed46dbbb1="Abdul Karimحليمي"]ګران او درونه نقاد صاحب بيا سلامونه
وروره تاسو محاسبه داس په سرعت کړې ده چه اول دغه لو اشتبا ده ٠محاسبه بايد د( (براق) ٠ يعني د نور په سراعت وسي
چه د براق سراعت په نور کيږي ٠ ولي چه د براق يو قدم د سترګود ديد په اندازه دي (دنورپه سرعت )
چه حديث داسي دي صحيح البخاري باب المعراج
حدثنا هدبة بن خالد، حدثنا همام بن يحيى، حدثنا قتادة، عن أنس بن مالك، عن مالك بن صعصعة ـ رضى الله عنهما ـ أن نبي الله صلى الله عليه وسلم حدثهم عن ليلة أسري به ‏"‏ بينما أنا في الحطيم ـ وربما قال في الحجر ـ مضطجعا، إذ أتاني آت فقد ـ قال وسمعته يقول فشق ـ ما بين هذه إلى هذه ـ فقلت للجارود وهو إلى جنبي ما يعني به قال من ثغرة نحره إلى شعرته، وسمعته يقول من قصه إلى شعرته ـ فاستخرج قلبي، ثم أتيت بطست من ذهب مملوءة إيمانا، فغسل قلبي ثم حشي، ثم أوتيت بدابة دون البغل وفوق الحمار أبيض ‏"‏‏.‏ ـ فقال له الجارود هو [color=blue:0ed46dbbb1]البراق[/color:0ed46dbbb1] يا أبا حمزة قال أنس نعم، يضع خطوه عند [color=darkred:0ed46dbbb1]أقصى[/color:0ed46dbbb1] طرفه ـ

أقصى ترجمه
[color=red:0ed46dbbb1]د حيوان (براق ) يو قدم ديوان د سترګو د ديد په اندازه وو [/color:0ed46dbbb1]٠
چون ليدل په نور سره کيږي ٠ پس د مبارک اشاره دې ته وه چه نور ٠ مبارک چه د اصابو سره خبري کولې د دوی په
ذهنيت برابري وې ٠ نو نن موږ پوره پوه سوو چه اصلأ خبره د نور سراعت کي وه
نور ئې نه ياداوه ولي چه هغو چور بتۍ (flashlight ) هم نسوای تصور کولای

نو طبعأ مبارک د نور په باب خبري کړي نه د اس په سراعت کي[/quote:0ed46dbbb1]

محترم اومکرم استاد صاحب و درنو لستونکو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته .
ښه شوه چې دې جړې اوانجړې مشوړې د تار يو سر مو وموند .
زه نه پويږچې محترمو ورونو طالبخان او طالبجان ، خوربي بي خاټول او عادل صيب مونږ لې يواځې پرېښودي يو ؟ آيا د ساينس او ا سلام بحث جالب او ضروري بحپله همدوی (طالبخان ) نه دی پرانيستلی؟ داسې بريښي چې طالبجان
هم ښايي د دې اسلامې جړې حل نه وي موندلی اود ُ ُ شيخ فريده ، پټه خوله دې بهتري ده ُ ُ دريځ يې خپل کړی اوسي او که څنګه ؟
په هر صورت دبراق نوري سرعت ته خوله هر چا څخه مخکې ښاغلي طالبجا ګوته نيولې وه چې دمعر اج د شپې د پېښې طول ته يې د مبارک دکور دځنځير ﻻ هماغسې خوځېدل ياد کړي و. خو جړه حل نه ده او دمشوړې د پيل سر نه، بلکې
د پای سر موندل شوی چې کش کول (ټينګار ) يې مشوړه نوره هم انجړوي ، ځکه :
١ـ رسول الله مبارک په براقي (= نوري ؟) سرعت سره فرض کړئ چې يوه شپه ټؤله نيو ولې وه چې هم له ٧ اسما څخه پورته لاړ اووپ ه راښکته شو، نو بياخو خيې د يوه اوبل اسمان تر من فصلهم نه ده طی کړ ی، ځکه معراج شپې خو ٥٠٠ کاله هم دوام نه دی کړی ، نو له ٧ اسمانونو څخه تيريدل د براق په نوري سرعت سره تيريدل به نا ممکن بريښي٠
٢ - که د براق په نوري سرعت هم تر اسمانه پورې مزل ٥٠٠ کاله ونيسو، بياهم فلک له ځمکې څخه تر ٤٥ بليونو (٤٥٠٠٠٠٠٠٠٠٠) کلونو واټن پورې کشف شوی دی . که د نوري کلونو دغه فاصله پر ٥٠٠ نوري کلونوو ويشو نو بياهم د نهو لکو (٩٠٠٠٠٠) اسمانونو ترمنځ واټن ترې جوړيږ ي ، کوم چې له لومړي آسمان څخه تر اووم (٧) اسمانه پورې دپراته(٣٠٠٠ نوري يابر اقي کلونو) د واټن ١٢٨٥٧١ چند ه کيږي .
اوس که ملاصاحبان د ځمکې او لوموړي اسمان ترمنځ فاصله پربراقي کلونوهر څو مبهمه هم پريږدي اود ساينس له رڼا څخه دابهام تور تم ته پناه يوسي، هم نرکومه معنی نشي لرلای . خو که ملا صاحبان خدای مکړه په ناروا بدعت سره د اسمانونوتر منځ د ٥٠٠ براقي کلونو د واټن پورتنی حديث شريف هم يا ضعيف وبولي او يا يې کومه مقوله کړي ، نو د ځواب پر ځای به ځان ته د بدعت د وړو پوزه کيږدي . نعوذ بالله من بدعه فی الدٌ ِين .



Adil watanmal
22.12.2004

ګرانو لوستونكو او محترم نقاد صاحب
----------------------------السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په دي بحث كي ګډون كونكو ليكوالانو صاحبانو د نوموړي موضوع په اړوند مي ستاسي ليكني لوستي دي او ما تر اوسه څه نه دي ليكلي د هغي غټه وجه داده چې ډير زيات مصروف يم او كله چې لږ شانته وخت پيدا كړم نو فقط دومره وكولي شم چې د ګرانو ليكوالانو ليكني ولولم او نوموړي موضوع مهمه او غټه موضوع ده نو ډير وخت ته ضرورت لري خو ان شاء الله چې په فرصت سره به پدي موضوع ليكل وكړم خو د اوس لپاره ستاسي پام يوي ويب پاڼي ته را اړوم چې د [color=darkred:8aff088788]موسوعة الاعجاز العلمي في القرآن و السنة[/color:8aff088788] تر عنوان لاندي د دكتور زغلول النجار ډير زيات علمي بحثونه راخيستي دي او ډير شه په دلائلو مبني دي. او تاسي كولاي شي چې د نوموړي ويب پاڼي د [color=darkblue:8aff088788]الاعجاز العلمي في السماوات[/color:8aff088788] په پيوند كي د لاندينيو موضوعات په اړوند كافي معلومات تر لاسه كړي.
 من روائع أبحاث الدكتور زغلول النجار " دحي الأرض"
 من روائع أبحاث الدكتور زغلول النجار"والنهار إذا جلاها"
 جمع الشمس و القمر
 والصبح إذا تنفس إشارة قرآنية إلى عملية التركيب الضوئي
 [color=indigo:8aff088788]ضيق الصدر عند الصعود في السماء [/color:8aff088788]
 الكون شاهد على وجود الله تعالى
 وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَاباً مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ
 سنة الأزواج في الخلق
 خلق الكون من العدم والانفجار الكوني الكبير
 المبدأ الأساسي في دراسة الكون
 الكيمياء ومنهج استقراء العلوم الطبيعية في القرآن
 [color=darkred:8aff088788]القمر[/color:8aff088788] كان كوكباُ مشتعلاً
 انكسار الأشعة الضوئية
 معجزة النار و الخشب
 حركة [color=orange:8aff088788]الشمس [/color:8aff088788]و جريانها و نهايتها
 حركة [color=darkred:8aff088788]القمر[/color:8aff088788] وولادته
 محو آية الليل
 السماء ذات الرجع
 و السماء ذات الحبك
 و أنزلنا الحديد فيه بأس شديد و منافع للناس
 خلق السماوات و الأرض في ستة أيام
 و السماء و الطارق
 و السماء و ما بناها
 ظاهرة النسبية في القرآن الكريم
 و في الأرض آيات للموقنين
 فلا أقسم بمواقع النجوم
او همدارنګي د ځمكي په اړوند په [color=blue:8aff088788]الاعجاز العلمي في الارض[/color:8aff088788] په پيوند كي د لاندني موضوعاتو په اړوند معلومات تر لاسه كولاي شي او همدارنګي د زلزلو او د ځمكي د شكل په اړوند او ....:
 مكة المكرمة تقع في مركز اليابسة
 التكبير على كوكب الأرض في كل دقيقة
 الأرض ذات الصدع
 إنقاص الأرض من أطرافها
 القرآن و الإنزياح القاري
 ضيق الصدر عند الصعود في السماء
 علاقة الماء بلون الصخور
 الطواف حول الكعبة
 [color=darkred:8aff088788]القرآن والحديث عن طبقات الأرض السبع [/color:8aff088788] المشارق و المغارب
 البرق و الرعد
 الإعصار و النار
 و الجبال أوتادا
 و في الأرض آيات للموقنين
 الأرض قرارا
[color=darkred:8aff088788]د ويب پاڼي ادرس دادي:[/color:8aff088788]

http://www.55a.net/7.htm

بايد يادونه وكړم چې نوموړي ويب پاڼه په عربي ژبه ده نو هغه محترم ليكوالان چې په عربي پوهيږي خاص بيا محترم مولوي صاحب طالب جان او محترم حليمي صاحب كولاي شي چې د اسمان او سپوږمي لمر او ... په اړوند معلومات ترينه پښتو ژبي ته وژباړي او لوستونكو ته ئې وړاندي كړي.

----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
22.12.2004

ډير محترم نقاد صاحب زما سلامونه او احترامات ومنۍ

[quote:c58d589913]ـ رسول الله مبارک په براقي (= نوري ؟) سرعت سره فرض کړئ چې يوه شپه ټؤله نيو ولې وه چې هم له ٧ اسما څخه پورته لاړ اووپ ه راښکته شو، نو بياخو خيې د يوه اوبل اسمان تر من فصلهم نه ده طی کړ ی، ځکه معراج شپې خو ٥٠٠ کاله هم دوام نه دی کړی ، نو له ٧ اسمانونو څخه تيريدل د براق په نوري سرعت سره تيريدل به نا ممکن بريښي٠ [/quote:c58d589913]
دا موضع يوازي په ايات شريف ثابته ده چه عليه سلام تر بيت المقدس پوري په يوه شپه تللي او راغلي دي ٠
دانه وايي چه جنتوته هم تللي دي
بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
سبْحَنَ الَّذِى أَسرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسجِدِ الْحَرَامِ إِلى الْمَسجِدِ الاَقْصا الَّذِى بَرَكْنَا حَوْلَهُ لِنرِيَهُ مِنْ ءَايَتِنَا إِنَّهُ هُوَ السمِيعُ الْبَصِيرُ
دلته پر هر مسلمان فرض ده چه داومني چه مبارک جسمأ مَسجِدِ الاَقْصا ته تللي ٠ او دغه سفر ئې کړي
او پاته سوه و اسمانو اوجنتو ته سفر اختلاف د علماوو سته ځوک ئې خوب ګني اوڅوک وائې روحأ تللي
او بعضي ئې وايي چه مبارک جسمأ تللي ٠ که هر طر ف څوک و مني نه ګناه کاره کيږي يعني عقيده وي
خساره نسته پکښې
نوټ ٠ د أَسرَى په موضع کښي که څوک شک راوړي نو هم د ايمان زيان پکښې دي ٠ ولي چه په ايات ثابته دي دا سفر

ملګري دي او دوستان دي داموضع او خپل دلائل دي وليکي چه اسمانوته جسمأ تللي او که روحأ


نقاد
14.02.2005

محترم استاد حليمي صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه !

ولسې متل دی چې خدای چا هم نه دی ليدلی خو په قدرتو يې پيژني ، او د قدرت يا اعجاز لومړۍ بيلګه يې همدا بولي چې دا بي ستنو اسمان يې درولی دی ، کوم چې په سترګو ښکاري ولې ليرې تصور کيدایشي. دا خبره ددې سره هم ښه سمون
خوري چې الله تعالی په قران کريم کې فرمايلي چې لومړی مې ځمکه او بيا وروسته مې ٧ واړه اسمانونه پيدا کړل . داچې ځمکه له لمر او نږدې کهکشان څخه وروسته دلمر د يوې سيارې په توګه پيدا شوې ، نو منطقي او اګسيوماتيکه
نتيجه دا شوه چې اسمانونه د لمر او ټولو فلکي ستورو څخه وروسته د ځمکې د پاسه پيدا شوي او د پاس يا پاسنيو په معنی هم د سمأ او سموات کلمې کارول شوي دي . څنګه چې ځمکه ٤،٥ څلورنيم مليارده کاله ځوانه ده ، نو آسمانونه بايد تر دې ۀم زيات ځوان اوسي .له دې قراني او اينسي حقيقتونو سره نو بيا نه جوړيږي چې اسمانونه دې له افلاکونه وړاندې درول شوي اوسي ، سره ددې چې هغوی دقان له مخې دانسانانو په ژوندانه کې هم د هغوی په ګټه تماميږي . والسلام


نقاد
14.02.2005

محترم طالب خان او مکرم استاد حليمي صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه !

ولسې متل دی چې خدای چا هم نه دی ليدلی خو په قدرتو يې پيژني ، او د قدرت يا اعجاز لومړۍ بيلګه يې همدا بولي چې دا بي ستنو اسمان يې درولی دی ، کوم چې په سترګو ښکاري ولې ليرې تصور کيدایشي. دا خبره ددې سره هم ښه سمون
خوري چې الله تعالی په قران کريم کې فرمايلي چې لومړی مې ځمکه او بيا وروسته مې ٧ واړه اسمانونه پيدا کړل . داچې ځمکه له لمر او نږدې کهکشان څخه وروسته دلمر د يوې سيارې په توګه پيدا شوې ، نو منطقي او اګسيوماتيکه
نتيجه دا شوه چې اسمانونه د لمر او ټولو فلکي ستورو څخه وروسته د ځمکې د پاسه پيدا شوي او د پاس يا پاسنيو په معنی هم د سمأ او سموات کلمې کارول شوي دي . څنګه چې ځمکه ٤،٥ څلورنيم مليارده کاله ځوانه ده ، نو آسمانونه بايد تر دې هم زيات ځوان اوسي .له دې قراني اوساينسي حقيقتونو سره نو بيا نه جوړيږي چې اسمانونه دې له افلاکونه هم پورته او وړاندې درول شوي اوسي ، سره ددې چې هغوی دقران له مخې پر ځمکه دانسانانو په ژوندانه کې هم د هغوی په ګټه تماميږي :
[color=blue:97be14255c]هو الذي خلقکم ما فی الارض جميعأ، ثم ستوا الی سماء فسوا هن سبع سموات . [/color:97be14255c].
ژباړه : الله تعال هغه ذات دی چې پر ځمکه کې يې هرڅه ستاسې (د ګټې) له پاره پيدا کړل او له هغه وروسته يې اراده وکړه چې ٧ واړه اسمانونه جوړ کاندي . تفسير زياتوي چې داسمانونو جوړول هم د انسان د ژوندانه له پاره ګټور وو. پوښتنه دا
ده چې که اسمانونه له ځمکې څخه دومره ﻻ يتنهي ليرې ولاړ وي چې مه يې کوه پوښتنه او له افلاکو څخه هم پورته وي، چې د ځمکې سره هيڅ تړاو او هيڅ اړيکې نشي لرلی نو بيا به يې دانسان ځمکني ژوند ته څه ګټه وي ؟ والسلام .


نقاد
14.02.2005

محترم طالب خان او مکرم استاد حليمي صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه !

ولسې متل دی چې خدای چا هم نه دی ليدلی خو په قدرتو يې پيژني ، او د قدرت يا اعجاز لومړۍ بيلګه يې همدا بولي چې دا بي ستنو اسمان يې درولی دی ، کوم چې په سترګو ښکاري ولې ليرې تصور کيدایشي. دا خبره ددې سره هم ښه سمون
خوري چې [color=red:8273ae2879] الله تعالی په قران کريم کې فرمايلي چې لومړی مې ځمکه او بيا وروسته مې ٧ واړه اسمانونه پيدا کړل [/color:8273ae2879]. داچې ځمکه له لمر او نږدې کهکشان څخه وروسته دلمر د يوې سيارې په توګه پيدا شوې ، نو منطقي او اګسيوماتيکه نتيجه دا شوه چې اسمانونه د لمر او ټولو فلکي ستورو څخه وروسته د ځمکې د پاسه پيدا شوي او د پاس يا پاسنيو په معنی هم د سمأ او سموات کلمې کارول شوي دي .البته دې ته جيوسنتريزم وايي چې ځمکه د نړۍ او کايناتو مرکز بولي اوپيدايښت يې له دې کبله تر ستورو او اسمانونو هم مخکې ګڼل شوی دی، دغه جيوسنتريزم تر ډيره وخته پورې اعتبار درلود .
څنګه چې ځمکه ٤،٥ څلورنيم مليارده کاله ځوانه ده ، نو آسمانونه بايد تر دې هم زيات ځوان اوسي .له دې قراني اوساينسي حقيقتونو سره هډو بيا جوړيږي نه ، چې اسمانونه دې له افلاکونه هم پورته او ليرې درول شوي اوسي ، سره ددې چې هغوی دقران له مخې پر ځمکه دانسانانو په ژوندانه کې هم د هغوی په ګټه تماميږي :
[color=blue:8273ae2879]هو الذي خلقکم ما فی الارض جميعأ، ثم ستوا الی سماء فسوا هن سبع سموات . سوره بقر ه [/color:8273ae2879].
ژباړه : الله تعال هغه ذات دی چې پر ځمکه کې يې هرڅه ستاسې (د ګټې) له پاره پيدا کړل او له هغه وروسته يې اراده وکړه چې ٧ واړه اسمانونه جوړ کاندي . تفسير زياتوي چې داسمانونو جوړول هم د انسان د ژوندانه له پاره ګټور وو.
بله پوښتنه داده چې که اسمانونه له ځمکې څخه دومره ﻻ يتنهي ليرې ولاړ وي چې يې مه کوه پوښتنه او له افلاکو څخه هم دومره پورته وي، چې د ځمکې سره هيڅ تړاو او هيڅ اړيکې نشي لرلی نو بيا به يې دانسان د ځمکني ژوند له پاره څه ګټه وي ؟ والسلام .



ع کريم حليمي
15.02.2005

عزتمن نقاد صاحب
زما سلامونه هم خپل حضور ته ومنۍ ٠
محترم وروره ! تاسوته هم ښه معلومه او څرګنده ده چه : دغه تفسير ليکونکي ټوله
زر کاله پخوا تېر سوي دي ٠ او دوی د خپل زمان ښه ليکوالان او پوهان وه ٠
البته نه د نن ورځي ښه پوهان ٠

اصلأ موضع داسي ده

هُوَ الَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فى الاَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ استَوَى إِلى السمَاءِ فَسوَّاهُنَّ سبْعَ سمَوَتٍ وَ هُوَ بِكلِّ شىْءٍ عَلِيمٌ(29)
ترجمه :
29 :هغه خدای دي چه ټوله هغه (نعمتونه ) چه په مځکه کښي دي ستاسو لپاره ئې پيدا کړي دي ٠ پس تر هغه په اسمان او هغه ئې په ٧ صورت مرتب کړه ٠ او دئ په هرڅه اګا دي
تفسير:
دنعمتونو اسرار(د نن ورځي حيات )
قرأن په تيرو دوو اياتونو 21 او 22 کښي عظمت الهي ته اشاره کړې ده ٠ چه تر تاسو دمخه هم ما (الله)خلګ پيدا کړي ٠ او ورته ويلي چه عبادت کوۍ ٠ او ځانونه له عذابه و ساتۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او نعمتونه مي ور کړي وه ٠ او دلائل چه ئې په تېرو اياتونو کښي ذکر کړي وه ٠ نو دتکميل له پاره ئې دغه 29 ايات ذکر کوي ٠
قرأن په دي ځای کښي د اثبات له پاره چه الله وجود دي ٠ داسي نقطو ته اشاره کوي
احدی من ناس ته د انکار ځای پاته نه شي ٠
چه نقطه د حيات ده ! چه حيات يو پيچيده ، مغلق شئ دي ٠
او ورسته وايي : څرنګه تاسو انکار کوۍ له خدايه ٠ په داسي حال کښي چه تاسو اجسامي بې روح واست ٠ او تاسو ئې ژوندي کړاست ٠ يعني د حيات لباس ئې درواغوست ٠ (كيف تكفرون بالله و كنتم امواتا فاحياكم ).
قرأن و موږ ټولو ته يادآورى کوي ٠ چه تر ژوند دمخه په مثال د ډبري يا لرګي واست
يعني مړه ، بيجانه واست ٠ او د حيات نسيم نه وو درپکښې ٠ ولي نن د حيات هستي کرۍ ٠ او دستګاوي مختلفي د حواس ،ادراک تاسو ته درکړه شوي دي ٠ دغه لويه دحيات هستي چا درکړې ده ٠ ايا داسي خود به خود درپکښي پيداسوه ؟
څرکنده خبره ده چه هرمنصف انسان به اعتراف کوي ٠ چه دغه نعمت د ده خپل نه دي
يو چا ور کړي دي ٠ چه الله دي ! هغه خدای دي چه په تمام رمزونه او قوانين او پيچيده ګۍد حيات عالم او قادر دي ٠ او پر تنظيم ئې قدرت لري ٠
نو سوال دا دۍ ٠ چه د حيات د هستۍ در کونکۍ الله دي ٠ نو ولي د خدای پر خدائي
پښېمانه ياست ٠ او کفر کوۍ

نن ورځ و ټولو دانشمندانو ته مسلمه ده ٠ چه په دې دنيا کښي د حيات له مسئلې پيچيده شئ نشته ٠ په داسي حال کښي چه ټوله طبيعي علوم د بشر نصيب سوي دي
او حيات ورته يوه معما ده !
د حيات مسئله ه آنقدر اسرار آميزه ده چه د مليونو علما وو فکر،ادراک ورته عاجزه دي ٠ ممکن په تدريجي شکل په اينده کښي انسان اګاه شي د حيات په رمز
خو خبره داده : چه هيڅ څوک نهشي کولاي چه داسي امرفوق العاده دقيق ، ظريف ، ډک له اسرارو او ضرورت لري ٠ و يو علم ، قدرت فوق العاده ته ٠
دغه ځای دي چه لویرعلما ،پوهان عاجزه دي ٠ چه لوړ ترين سند دغه حيات دي ٠
چه الله سته !
او قرأن د مرګ په باره کښي هم مخصوص ذکر کوي ٠ له 29 ايات نه مخکي په 28 کښي ٠
يو بل دليل د مرګ دي ٠ (ثم يميتكم ).
انسانان ويني چه کډي باريږي يو په بل پسې ٠ يو له مخه يا بل ٠ او 6 فټه ترمځکه ئې لاندي مدفون کيږي ٠ چه دلته بيا ځای د تفکر او اندېښنې دي ٠ چه دا هستي چا ځيني واخسته ٠ چه الله ځيني واخسته نو الله ورکړې وه ٠ چه ښه دليل دي
نو هم مرګ الله پيدا کړي او هم حيات
چه داسي فرمايي په سورت الملک 2 مه ايه : الذى خلق الموت و الحياة ليبلوكم ايكم احسن عملا
هغه خدای دي چه مرګ او ژوند ئې پيداکړي لپاره د دې چه و مو ازموئې چه څوک د تاسو څخه ښه دي د عمل له نکاه ٠ چه درکړي تاسوته جزا داعمالو
قرأن شريف بيا پر دغو دليلو چه خدای وجود لري ٠ بل دليل راوړي چه :(ثم يحييكم ).
اوودا دنبالداره مسئله داسي بيانه وي ٠ چه بيامو ژوندي کوم ! دا د تعجب خبره نده
ولي چه اول هم ژونوی وو ٠ يعني ژوندی وې مړ سوې بيا ژوندی کېږې ٠
چه اول له نېست څه مي پيدا کړې نو دوهم واري خوبېخي اسانه کار دي
و هغه چاته چه قدرت ئې انتها نه لري ٠ نو سخت او اسانه مفهوم هم نه ورته لري !

عجبه خو دا ده چه داسي انسانان سته چه د بيا ژوند څه منکره دي ٠
نو بيا الله داسي فرمايي چه : (ثم اليه ترجعون ).
مقصود د رجوع څه و پروردګار ته د نعمتو د الله دي ٠ چه د انعام په ايه 36 کي داسي فرمايي :و الموتى يبعثهم الله ثم اليه يرجعون ٠ خدای تعالی به مړي راژوندي کړي او بيا به هم دله ورځي يعني چه جزا ورکړي
ممکن چه منظور د رجوع والله ته ٠ په حقيقت کښي تر دې دقيقتر او باريکتر وي
څرنګه چه ټوله موجودات سير تکامل ئې له صفر څه ورشروع کړي ٠ او وطرف ته د نهايت چه الله دي روان دي ٠ او تکامل نه تعطيل کيږي ٠
کله چه بيا راپورته شي ٠ نوبه يوې عاليترني سطحي ته سير تکاملي ادامه لري ٠
نو دغه د حيات اشاره چه ده ٠ يعني ټوله نعمتونه چه پيدا دي که پر مځکه دي که په اسمانونو کښي دي ٠ د حيات يعني د انسان د پاره دي ٠ چه زموږ له پاره پيدا دي
(هو الذى خلق لكم ما فى الارض جميعا).
نو مشخص مځکه هم ذکر کوي په دغه ايه کښي ٠ نو داسي له دې پوهيږو
چه انسان ئې عظيم او له ارزښته ډک پيداکړي دي
او داسي عظيمي ئې معرفي کوي چه : و سخر لكم ما فى السماوات و الارض :
هر هغه څه چه په اسمانو او مځکه کښي دي تاسو ته ئې مسخر کړي
او داسي :و سخر لكم الفلك ..../و سخر لكم الفلك ..../و سخر لكم الليل و النهار ...
و سخر لكم البحر ..../و سخر لكم الشمس و القمر ...:

او د ايات شريف په اخيره کښي داسي راوړي چه : (ثم استوى الى السماء فسواهن سبع سماوات و هو بكل شى ء عليم ).
چه دلته نو بيا خبره د توحيدي دلائلو ده ٠
[quote:b19a9dab52] بله پوښتنه داده چې که اسمانونه له ځمکې څخه دومره ﻻ يتنهي ليرې ولاړ وي چې يې مه کوه پوښتنه او له افلاکو څخه هم دومره پورته وي، چې د ځمکې سره هيڅ تړاو او هيڅ اړيکې نشي لرلی نو بيا به يې دانسان د ځمکني ژوند له پاره څه ګټه وي ؟[/quote:b19a9dab52]

د دغه مفسير ليکنه ماته صحيح نه رامعلوميږي ٠
پخوا سپين ږيرو داسي فکر کاوه چه هر څه د اسمان حديد څه راځي ٠
اما نن علم ثابته کړه چه باران ، واوره له فلک يعني فظا څه را اوري ٠ نه له هغه اسمانه چه 500 کاله لوړ وجود لري ٠ که زما خبره ريشتيا وي ٠ نو مفسير غلط شوۍ دي ٠ ممکن يوازي د هغه عصر عالم به وو ٠ نه د نن ورځي ٠
او پښتو تفسير هم حواله نه ده ليکلې ٠ چه دغه موضع ئې له کوم کتابه تحت الفظي
يا روانه ترجمه کړې ٠ تر څو ئې دليل په ايات يا حديث نوي بيان شوي ٠ زه ئې تر دغي
لحظې مفسير خطا کڼم ٠


نقاد
26.03.2005

سلامونه درناوی او نيکې هيلې محترم او مکرم استاد حليمي صاحب ته ، دروند او مکرم ورور طالب جان صاحب ته ، پتمنې ، محترمې او معظمې خور بي بي خاټول ته اوګرانو ، درنو او قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کوم .
نن د افلاکو پراختيا د اسمانونو له ارتفاع څخه لوړه او زياته ثابته شوې ده ځکه د ٤٥ ميلياردو (000.000.000. 45 ) [color=blue:75a2573891]نوري[/color:75a2573891] کلونو په واټن ليرې کهکشان کشف شوی او په دغه فاصله کې د اسمانونو پته نه ده لګيدلې.
نو د اسمانونو اوسيدونکې ملايک که محض روحي موجودات نه وي او مادي وجود( تنه او بدن) هم ولري ، نو د نور له مطلقه سرعت څخه چټک حرکت بيا نشي لرلی ، ځکه مادي وزرونه او بدن يې سوځي او په رڼا بدليږي . که اسمان د ٤٥ مليارده نوري کلونو څخه هم ليرې ي، نوـــ د غوټۍ وربل خبره ـــ جبرايب (ع) بيا څرنګه د ٤٠ ــ ٤٥ ملياردو نوري کلونو فاصله د ستر ګو په رپ کې وهله او د هر ايت شريف سره به له اسمان څخه ځمکې ته راکوزيده ، بي له دې چې تنه اووزرونه يې وسوځي؟؟؟ د جبرايل (ع) د وزرونو پراختيا طالب جان پخوا په يوه ليکنه کې خورا عظيمه او له عادي تصور څخه وتلې ښودلې ده. ددوموره عظمت سره د نور
په سرعت سره هم ځمکې ته راکښته کيدل پر ځمکه باندې د يوه ميتوريت د رالويدو فشار لري ، له نوري سرعت پورته سرعت د مادي موجوداتو له پاره نشته، مګر داچې ملايک هيڅ ډول مادي وجود ونه لري او يواځې روحي موجودات وي او بس. د مادي موجوداتوسرعت تر په ثانيه کې تر درې لکو کليو مترو پورې محدود دی ا په دغه سرعت کي پر فوتونونو تجزيه کيږي.
له دې څخه دا نتيجه هم اخلو چې په دوهم ژوندانه کې لهځمکې څخه راپاڅيدلي مادي تنې په ډول هغو جنتونو ته استول کيږي چې په هغو اسمانونو کې جوړشوي ، کوم چې له ٤٥ ميلاردو نوري کالو څخه هم ليرې پراته دي ، مګر داچې د بښل شويو بندګانو يواځې او يواځې اروا ګانې جنت ته درومي، نه مادي بدنونه يې.
تاسو څه فکر کوئ؟؟؟ والسلام .


pattang

pattang
03.04.2005

وروره ځان کفر ته مه باسه عقيده يو شي دي او علم بل شي ٠
ډير مغلق بحث دي شروع کړې دي ، که دوام ورکړې نوبلې خواته ځي ٠
ستا دخبري په تا کيد :
( E=m*c**2/(1-v**2/c**2)**(1/2
*: د ضرب علامه
/ : دتقسيم علامه
**: دطاقت علامه
پاس فرمول ته وګوره که سرعت د نور سرعت ته نږدې کيږې نو مخرج صفرته نږدې کيږي او انرجې لا يتناهي ته تقرب کوي او له بلي خوا د انشتاين په فورمول سره
ياني :
E=m*c**2 : <==> : m=E/c**2
کتله له منځه ځې او په انر جي تبديلېږې ، که کتله د لمر سرعت ولرې .
له بلې خوا کائنات لکه پڼډوسکي پراخيږي او حجم ئي لوئيږي ياني قطر ئي لو ئيږي
دلا يتناهي خواته روان دي (x,y,z,t)٠

دپښتنولې په مينه پتنګ


نقاد
03.04.2005

[quote:da7592b596]وروره ځان کفر ته مه باسه ، عقيده يو شي دي او علم بل شي ٠ [/quote:da7592b596]
[color=blue:da7592b596]وروره که ملایک، جنت ،ارواحان او نور د مادې نړۍ پورې ونه تړواو د روحانی نړۍ مخلوق او موجودات و بلل شي، نو داسلام د سپېڅلی دین اساسات ، اصول او مبارک ارشادات په لا ژوره او روښانه توګه درک کیدای شي او هم دعلم او پوهنې سره له ټکر څخه ژغورل کیږي . خو له چا سره چې د اسلام پرواغاړه نه وي او یا د ځینو سطحي ملایانو په څیر هره عقلي او منطقي پوښتنه د کفرسبب بولي، هغوی د اسلام د علمي دفاع په فکر کې نه دي او،ستاسو په شمول پتنګ جانه ، په دې یو ټکي بسنه کوي چې شیخ فریده ، پټه خوله دې بهتري ده ، او هیڅکله ځان ته دومره تکلیف هم نه ورکوي ثابته کړي چې عقیده څنګه یوشی دی اوعلم بل شی . په درنښت و سلامونو ![/color:da7592b596]



ع کريم حليمي
05.04.2005

ډېر محترم او ښاغلي نقاد صاحب سلام عليکم ، او ښې هيلي
[quote:34be085187]نن د افلاکو پراختيا د اسمانونو له ارتفاع څخه لوړه او زياته ثابته شوې ده ځکه د ٤٥ ميلياردو (000.000.000. 45 ) نوري کلونو په واټن ليرې کهکشان کشف شوی او په دغه فاصله کې د اسمانونو پته نه ده لګيدلې. [/quote:34be085187]

دا ډيره عجبه نوئ خبره او خبر دي ٠
خبر ما داسي ولوستلۍ چه وايي داسي يو ستوری ستاره شناسانو (منجمانو )
مکشوفينو کشف کړيدي ٠ لکه زموږ مځکه ٠ او مکشف ئې يورپ دۍ ٠ او داسي دوربين نجومي ئې جوړ کړي چه د هنداري قطر ئې 100 متره دۍ ٠ او نهايت حساس او دقيق
دۍ ٠ تر اوسه ئې لاښه تميز،تشخيص نه دۍ کړي ٠ داسي فکر کوي چه دغه مځکه نوئ پر چوړيدو ده ډيري دوړي باندي سته ٠ او فضايي فاصله ئې هم تر ننه نده معلومه ولي چه دغه مځکه د لمر څه ډېره لرې ده ٠ څو يورپې شرکتونه يو ځای شوي
چه يو نوئ Instrument ( اله ) جوړه کړي او جزئيات ،تفصيل په معلوم کړي ٠
عظيم کار پر شروع دۍ ٠
اوس astronomers حداکثر ، منتهی درجه عکس 0.02 ليدلي شي ٠
دا 45 مليارډه نوري کلونه واټن سم نه رامعلوميږي ٠ او تاسو بيا هغه ليکنه ولولۍ
ممکن ده چه اشتباه به تاسو کړې وي ٠

او راځم د ملائکو تګ او راتګ ته ٠ هو جبرائل چه د ابراهيم عليه السلام و کومک ته
راتلۍ و مبارک ته ئې ويلي وه چه وزرونه مي وسوځېدل ٠ په داسي حال کي چه
جبرائيل 600 وه وزره لري که مي ښه پياد وي ؟ ٠ يعني تقريبأ د نور په سرعت او يا زيات ٠ اينسټاين چه فورمول ليکلي چه که ماده د نور سرعت ته ورسيږي نو په
اينرجي بدليږي ٠ خدای د فزيک خالق دي ٠ دافورمول څخه موږ نه شو وتلای
هغه ذات چه فزيک جوړ کړي ٠ فزيک هيځ اعتبار نه ورته لري ٠
بعضو ملګروپه خپلو ليکنو جوړ لېونی کړم ٠ زه راته وائې چه کالي څري که ٠
دا ګړی دي پر خدای سپارم ٠


pattang
05.04.2005

نقاد خانه! د حليمي صيب مضمون ولونه ،نوعقيده او علم به در ته مالوم شې
نو اوسه ئي ډنګه وه ٠
پتنګ


نقاد
05.04.2005

مکرم حلیمي صاحب ته سلامونه !
ما له یوه تلویزیوني پروګرام څخه نوموړې شمیره راخیستې وه ،که په عدد کې تیروتلی یم ، نو سم به یې ښایی د ملیار پر ځای د میلیون کلمه وي، چې په دې صورت کې هم ۴۵ میلیونه نوري کلونه نه کم واټن دی او نه کم کلونه ، حال داچې په لیکلي شکل د اروپایی څیړنو ورستۍ نتیجه ۹ میلیارده نوري کلونه ښودلي دي .
نو له آسمان څخه ځمکې ته د ملایکو کرامو تګ راتګ دمادي قوانینو له مخې بیاهم له ۴۵ میلیونوکلونو څخه په کمه موده کې امکان نه لري، حال داچې د هرې ورځې په پای کې کرام الکاتبین د سړي داعمالو رپوټ له اسمانونو څخه پورته وړي ، نو روښانه ده چې دا یو روحي یا روحاني سرعت دي چې فزیکي فاصله او واټن ورته هیڅ معنی نه لري . دوی کولی شي په هره شېبه او هره ثانیه کې هغه ځای ته ورسیږي ، چې الله تعالی ورته امر کړی وي، دغه توانایی ستاسو ددې خبرې ره سمون لري چې الله تعالی »هغه ذات چې فزیک یې پبدا کړی او د فزیک خالق دی . نو فزیک ورته اعتبار نه لري« . نو که ملایکې وزر هم لري ، دا وزرې د ایرو دینامیک د قوانینو تابع نه دي او ښایی د وزرونو شمیر یې هم په مادي اوفزیکي سرعت کې رول ونه لري ، بلکې دهغوی د روحي او روحاني توان او طاقت نمایندګي وکړي .
مايقوانین خو حتی د ځمکې پر مخ هم یوو خت له منځه ځي، کله چې عیسی (ع) ځمکې ته راښکته شي : د ساري په توګه و سلې به نور کار نه ورکوي او د ژویو یو بل ته زیان رسول او زهري اغیزې به هم ورکې شي . نو مونږ ولې دغه مادي قوانین او مفاهیم د اسمانونو او دغوی د واټنونو، ملایکو اودهغوی حرکت او سرعت، جنتونو او دهغوی د څرنګوالي په برخه کې وکاروواو ځانونه په سلګونو او زرګونو
وارو سره له فکري ضد او نقیض سره مخامخ کړو؟
که د پتنګ جان خبره ومنو او «علم اوعقیده سره بیل « ، مخالف او متضاد شیونه وبولو، نو آیا له علمه به تښتیدلي نه یو، او داسلام له سپیڅلي دین سره به مو چې له جهالت سره نه پخلا کیدونکی ضدیت لري ـ خدای مکړه ـ په دغې تیښتې سره لوی خیانت نه وي کړی ؟ . والسلام .


Ghairat
28.04.2005

درنو لوستونکوته ، محترم نقاد صاحب او مکرم حليي صاحب ته سلامونه او ډيرې نيکې هيلي وړاندې کوم.
په سپېڅلي قران کې د الله تعالی د اعجاز په توګه د بي ستنو اسمان د دريدو په اړه بحث شته ، نو د ستنو د لرلو او نه لرلو سوال هغه وت کيدای شي چې اسمان په سترګو ښکاري ، که نه نو له ستنو پرته د اسمان درول به څنګه او کله چا د خدای قدرت او ځانګړې معجزه بللی وای ؟ که په دغو فاصلو او دغو فرضيو چې تاسو ، په تيره بيا حليمي صاحب يې معرفي کوي اسمانونه فرض کړو، اسمانونه به چا نه ليدﻻی او نه پيژندﻻی، نو ستنې به يې څنګه د هغه څه له پاره ردولای يا فرضوﻻی شول چې تصور يې نه لري ، نه يې ويني او نه يې پيژني ؟



ع کريم حليمي
28.05.2005

دروند او دانشمند نقاد صاحب ،غيرت صاحب او درنو لوستونکو ښې هيلي
نقاد صاحب تاسو ليکلي چه :
که د پتنګ جان خبره ومنو او «علم اوعقیده سره بیل « ، مخالف او متضاد شیونه وبولو، نو آیا له علمه به تښتیدلي نه یو، او داسلام له سپیڅلي دین سره به مو چې له جهالت سره نه پخلا کیدونکی ضدیت لري ـ خدای مکړه ـ په دغې تیښتې سره لوی خیانت نه وي کړی ؟ .
جهالت او علم همېشه متضاد شيان نه وي ٠
بعضي وخت د عدم علْم په معنا هم وي ٠
په شرعت کښي جهل و کفر ته ويل کيږي ٠ نو اسلام نه پخلا کيدونکي ضديت لري ٠
په شريعت کښي و بې علمي ته نه ويل کيږي ٠ که چيري په شريعت کښي جهالت د بې علمي په معنا سي ٠ نو هر بې علمه بې ايمانه کيږي ! چه داسي نه ده ٠
خو په اسطلاح کښي و بې علمۍ ته ويل کيږي ٠
بعضي وخت په موضع اړه لري ٠ چه غافل استعال کړو يا جاهِل ،غفلت ، جهالت
په مطلق ډول نه شوو ويلې چه بې علمي د اسلام سره نه پخلا يدونکي ضديت لري ٠
که ستاسو مطلب په شرعي معنا جهالت وي ٠ نو بې شکه ٠ وسلام

عالي قدر غيرت صاحب ستاسو سره به په اينده کښي پر عماد ،عمود بحث وکړم
انشاالله ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more