tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د همدې فورم د يوې پښتنې له غم او کرکي ډک ليک خپلي خور ته !
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
نظيفه غزل



دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر   2004
ليکنې: 8
ځای: kabul

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   08, 2004 8:44 am    عنوان   : د همدې فورم د يوې پښتنې له غم او کرکي ډک ليک خپلي خور ته ! Reply with quote

په لاندي 2 ليکونو کي يو زما هغه ليک دی چي الفت خور ته مي په څمره هيلو ليکلې پيغام و خو دوهم ليک د الفت خور هغه د مايوسي ډک ليک و چي زما هيلي ئې لارا ولړزولې ـــ زما له ګرانو ليکولانو څخه هم همدا خواست دی چي ملي يووالی په نظر کي نيولو سره هر څه د مباحثې له لاري خپل نظرونه تبادله کړي نه د يو بل باندي د رغنده تورونو او تهمتونو له لاري ــــــ په درناوي ستاسي پښتنه غزل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګراني خور ليلوما الفت زما سلامونه دي در ورسيږي
خداې دي وکړي چي په خوشحالي او نيکمرغي دي د ژوند چاري پر مخ رواني وي
زه ټول افغان ته له څو ورځو را هيسي را ځمه او ټوله فورم کي مي د ښځو ليکني ډيري کمي تر سترګو سولې خو هغه هم ټوله ډيري زړې ليکني وي ـ نو مي د غړو ليست پسي را واخستۍ او تاسي ، نيلوفر خور او زرکي خور ته مي ورته پيغام وليکه تر څو يو خو مي ستاسي د علمي ليکنو ستاينه کوله چي زموږ روشنفکره ښځي اوس هم د خپلو وړونو سره په فرهنګي سنګر کي اوږه په اوږه ولاړي دي او بل مي د ښځو لپاره په يوې ځانګړي ويب پانه کي ستاسو د همکارۍ غوښتنه کوله تر څو زموږ سره په ګډه دا پاڼه پر مخ بوزی
ستاسي نوي ليکنو ته په دې فورم کي ډيره ليواله يمه او خدای دي وکي چي زما خواست قبول کی او زموږ سره په http://www.worbal.com کي مرسته وکړی
په درناوي
ستاسي خور غزل
_________________

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګراني نظيفه جاني غزل خورسلامونه درته وړاندي کومه
ورسته له درناوي :
دومره بايد عرض کړم چي په ټول افغان فورم کي مي له ليکنو لاس پرېولی دی
ګراني هغه د چا خبره ده چي يا په ما کي شرم نشته او يا دا خلګ نه شرميږي خو ما اوس دا احساس کړله چي نه دا خلګ بې شرمه دي نو زه خو شرم لرمه ځکه مي خپل ځان له فورم څخه راټول کړ ،
د فورم څه مي بيخي اوس زړه تور دئ ما فکر کاوه چي ټول افغان بحث فورم به په نړۍکي د افغانانو د قلمي راکړي ورکړي لويه وصله وګرځي خو افسوس دا ارمان مي تر سره نه شو
د فورم څخه ئې د بزکشۍ ميدان جوړ کړی
د بزکشۍ لوبه خو به د ګټلو او ماتو اوميدونه د ځان سره ولري خو افسوس دلته هغه هم نشته
دلته د تور سرو قدر نسته دلته د مشر او کشر احترام نشته دلته هر يو ځان ته افلاطون وائې
دلته د ملي ارمانونو څيړلو ته هيڅ حق نشته ځکه چي که د چا يو لفظ له خولې راوتلی نه وي ....... صاحب دي کافر بولي ......... صاحب دي کمونيسټ بولي ........ صاحب دي نشنليسټ بولي ...... صاحب دي د امريکا جاسوس بولي هر يو يوه ټاپه ضرور درباندي لګوي د خوشحالی ځای به هلته وائې چي دا هر يوه ښاغلي خپل ځان ته هم لږ متوجه وائې يووخت ئې خپل نيمګړتيا ته هم ګوته نيولې وايي
زموږ وطن د همدې بې اتفاقۍ په اور کي وران شو خو دا اور اوس د ټول افغان لمن هم سوځي
هر يو په پوهه او علم کښي خپل ځان د کرزي پر پلار نه ورکوي کرزی خو ئې لا زوی دی خو چي کار ته ئې وګورې نو نو بس هغه لاپي او باټي ئې په هغه خبرو کي دي يوه ذره خدمت ئې په ټول ژوند خپل اولس او وطن ته ندی کړی

د فورم د ډيرو ليکوالو څخه مي اوس ډير زړه درد کوي پر يو معمولي خبره قران او حديث را مخته کي ايا دې ته بحث ويل کيږي خو زه په خدای قسم اخلمه چي دااياتونه او احاديث دوئ ددې لپاره نه رامنځته کوي چي بحث ته علمي دلايل وړاندي کړي دوئ ئې له ددې لپاره دا را منځ ته کوي چي يو تر هغه بل ځان عالم ښکاره کړي او په دې نيت چي خلګ ووائې چي په فورم کي پلانکی ډير لوی عالم دئ ځکه چي هر خبره په احاديثو کوي خو دا بدبخته په دې نه پوهيږي چي د ځان ښکاره کول ريا ده او ريا شرک دئ او شرک هغه ګناه ده چي خداي بنده ته ويلي دي چي زما له خوا هر څه زه بخښلای شمه خو يو شرک به هيڅ کله ونه بخښمه
دا خلګ د يو مباحثې او بحث کولو په اصلو هم نه دي خبر حتی د بحث تعريف ئې هم ندی زده دلته صرف او صرف بنسټ پالنه ده
دفورم څخه ئی د صدام حسن حکومت جوړ کړی دی چي هر چا څه وويل هغه به سهي وي نور د ټولو خبري غلطي دي منکر ئې په سل واري په مستعار نومونو ښکنځل کيږي

ښه نو ګراني ته خپله فکر وکړه داسي يو ځای ته څوک ورځي ايا ستا پر يو پتمنه خور دا پېرزو کيږي چي دا د فورم استادان ورته بې غيرته او د امريکا ګوډاګۍ ووائې ايا ستا نفس دا قبلوي چي يو پوه ليکوال افغان دي بل پوه ليکوال پښتون افغان ته د درواجن او خاين په نومونو ووائې
بس چي د نوم سره د اوسېدو ځای امريکا وويني هر يو ورته بې غيرته او د امريکا ګوډاګۍ او ان کافر او سهيونيسټ ووائې ايا د بحث او مباحثه وي
څه وسو چي په امريکا کي اوسيږم ايا دا د خدائ مځکه نه ده او که په امريکا کي يواځي کفار اوسيږي 40 ميلونه مسلمانان دي پر دې مځکه ژوند کوي او بل که خدای د يو مجبوريت څخه امريکا ته راوستې يمه څه وشو زما پښتني کلتور زما ضمير زما عقيده زما ايمان خو څوک نه شي اړولای زه اوس هم هغه سرسخته پښتنه يمه په وطن کي هم هغه پښتنه يمه ...............خير خدای دې هر چاته هدايت وکړي
ګراني ما خپله د فورم ته نور ورتګ بند کړی دی په دا 4 مياشتو مي کليک هم نه دی پر کړی نن مي ستا بريښنا ليک وليده نو صرف او صرف د جواب لپاره راغلمه او دا جواب مي درته وليکه
زه په خپلو ټولو ليکنو ډيره پښېمانه يمه چي په بحث فورم کي مي کړي دي زه د وطنمل صاحب څخه هيله لرمه چي زما ټوله ليکني ړنګي کړي ځکه د ځای صرف او صرف د د بې عزتۍ تاټوبۍ ګرځيدلی دی
ټول فورم 5 کسانو مردار کړی دی ټوله د شر ګوډی هم دا 5 دي او دا پنځه هر څوک پېژني چي کوم پنځه د ي
بخښنه غواړم چي خبري مي اوږدې شولې او په ډير تلوار مي هم وليکلې که کومه سهوه راڅه شوې وي عفوه غواړم دا مي د زړه يوه غوته وه چي خور جاني تاته مي خلاصه کړه :
او پاته شول ستاسي د ويب پاني خبره ولي نه په توره شپه به همکاري در سره وکړم ماته بې فرقه ده چي زما په وينو د ولس ښه کيږي تر دوی قربان دي
په کليواله پښتنه مينه
ستايو پښتنه خور ليلو

_________________
يو مي سوال جواب دقبر په پښتو که
يو لحــــــــدپرکندهار درڅخه غــــــواړم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
م ن غروال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 31 جولاي   2003
ليکنې: 527

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   08, 2004 10:50 pm    عنوان   : Reply with quote

پتمنې او عزتمنې خورې نظيفه غزل!
د ورور سلامونه او نېکې هيلې ومنۍ٠ خوشحاله يم او وياړم چې تاسو هم د نورو خويندو او وروڼو په قطار کې د خپل غمځپلي هېواد افغانستان د سولې ملي يووالي او بيارغونې او د خپلې خوږې ژبې پښتو د خدمت لپاره مټې رانغړلي او خپل زيار مو د انترنيت د څپو په وسيله د افغانانو د خدمت وسيله ګرځېدلې ياست ٠
اجازه راکړئ مننه وکړم چې د ليلما خور ليکنه مو د پښتنو وروڼولپاره دلته رانقل کړې ده ترڅو مفتيان صاحبان ترې د عبرت درس واخلي٠د قدرمنې خور ليما الفت ليکنه که څوک د پښتو کلتور سره آشنايي ولري نو بې له شکه د يوه پښتون لپاره يي مرګ يي بللۍ شم٠ هغې په واقعيت کي هغه خپل د زړه حال بيان کړۍ دي چې زما لپاره د نهايت خواشينۍ ځاي دي٠ دلته نورې خويندې هم قلمي تشريف درلودئ هغوئ هم د ليما خور په څير له مونږه سره مخه ښه کړېده٠ تاسو که د بحث فورم او دهغې محتويات په غور سره ولولۍ دا داسلام په نامه مفتيانو، چې ما ورته غير علمي مفتيان او د ټول افغان پاڼې ويروس په نامه نومولي دي، هغه فتواوې او هغه سبق دلته غواړي تدريس کړي چې پرته د تباهۍ بربادۍ او وژنې او هېواد نور هم د تباهيو کندو ته د غورزولو پرته نور هيڅ هم په لاس نه لري٠
ائ کاش دغو پتمنو خويندو هريوه دا ډول ليکوالو ته د دوئ دا نيمګړتياوې علناًَ په ورګوته کړي وائ تر څو لااقل وجداناًَ يي لږه حيا کړې وائ٠ له بده مرغه مونږه لاتراوسه د دا ډول صاحبانو سره لا لاس په ګريوان يو٠ دوئ په ريښتيا سره د قران مبارک له آياتو او د نبوي احاديثو خورا لويه بده او ناوړه سؤ استفاده کوي او هغه په غلطو مفاهيمو کاروي ٠ زه البته بې له شکه د ليلما خور ليکنه د سر په سترګو تأتيدوم او وياړ به وکړم که ليلما خور او نور خويندوبيا هم خپله قلمي مبارزه د خپلو غمجنو هېوادوالو لپاره له مونږه سره خپله نږدې مرستې او همکارۍ وساتلې٠
په ټول افغان کي د ليلما خور کمښت او نشتوالۍ زما لپاره بدمرغي ده او بس!
په درناوې
ستاسو ورور غروال
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   09, 2004 5:22 am    عنوان   : Reply with quote

پتمنو خويندو ليلوما الفت،نظيفه غزل او ګران ورور غروال صاحب !
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
کوم وخت چه څوک د اسلامي مبارک بحث شروع کړي بايد نو يقينأ ورته دزړه خوشحالي او سرور ورته حاصل سي
او کله چه موږ د اسلام نوم ياده وو نو هغه مبارک محمد مصطفی ص چه دده په واسطه اسلامي اخلاق تکميل سوي
دي ٠ او لوی خدای دئ خلق عظيم په لوی خوی باندي مخاطب کړي دي ٠ پر هر مسلمان واجب کيږي ٠
چه اطاعت او متابعت د دغه خلق عظيم وکړي ٠ او کله چه متابعت وسي نو قوم اصلاح کيږي٠
که زما د قلم په ښويدلو(دتبلغ ،دعوت اودحکمت کيفيت ته) په سبب د خير پر ځای شررسېدلۍ وي ٠ که مي حکيمانه استدلال نوي کړي ٠ که مي جدال او مناظره په خير خواهي خبرو نوي کړې ٠ او که مي په ليکنه کښي د سختۍ او شدت پرطريقه ښويدلي ،د مقابل
جانب په زړه کښي د نفرت او عدادت جذبات پيداکړي وي ٠ او که پر خپله غلطۍ مي ټينګار کړي وي
زه له ټولوپتمنو خويندو او عزيزانو وړونو څه په ډېره عاجزي او نياز تمنا لرم ٠
چه ماته بخښنه وکړي ٠ او زماترخطاوو٠ راتېر سۍ ٠
بخښه دوې ګټي لري ٠ ستاسو د خوابدي په سبب چه زما پر زړه بار کېښودل سو ٠ هغه به سپک سي
دوهم به تاسوته خداي د بخښي په سبب عوض درکړي ٠
انشاالله بل وخت به پر دغو درو اصلو ولاړي ليکني وکړو ٠ (عقل او حکمت ، موعظه حسنه ، مناظره په ډېره ښه خوږه طريقه ٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   09, 2004 9:20 pm    عنوان   : Reply with quote

درنې او پتمنې خور ليلمأ الفت ته درمندونه سلامونه او نېکې هيلې!
پس له ډيرې مودې مو ټول افغان ته د ګيلو سره سر راښکاره کړ ، خدايږو په مرورتيا دې ډير خواشينی شوم. تاسوپوره پنځه تنه ښودلي چې له ﻻسه يې ټول افغان ناارامه دی، خو مالوم کړي مو نه دي چې دوی پر نامه څوک دي. اوس نو هر سړی د نورو څلورو سره ځان شريکوي او وايي دليلمأ ألفت په ليست کې ښايې دا پنځم تن زه ښودل شوی يم . که دغسې يوه ادعا پر ما موجوده وي، نو حاضر يم له جنايت کارو سياسي مشرانو پرته چې د واکمنۍ په وخت کې يې افغان اولس د تباهۍ سره مخامخ کړی دی، که د بل هر چا بي احترامي راڅخه شوې وي، ناغه يې ورکړم. پاتې شوه د تور سرو خويندو درناوی او د هغوی د حقوقو پلوی، که په دې برخه کې هم راڅخه سستي شوي اوسي او بل چا راڅخه لمبر وړی وي، نو هم هره ناغه چې وايې، د يوه ورور په توګه به يې ومنم. دغه راز د مذهبي تعصب په وړاندې د تنوير مبارزه په عامه توګه ، په عيره بيا د ښځو د حقوقو په برخه کې مو د نورو ليکونکو سره يوځای ګرمه ساتلې ده، او داچې ستاسې د ليکنو په ځواب کې له مذهبي تعصب له مله ټاپې لګول شوي دي، دا کار امکان لري، خو ما دغسې غبرګونونه متاسفانه نه دي لوستلي، که نه ستاسې په شان د يوې قدرمنې خور له سالم او مترقي دريځ څخه به مې ارو مرو دفاع کړې وای ، او الفت خور به مې ،دچا له ﻻسه ، له ټول افغان څخه مرور يدلو ته نه وای پرې ايښې. نو ګرانې خورکۍ، د پنځو تنو له پاره ټول افغان پريښودل ځکه سم نه دي، چې الحمد ل الله ، تاسو تر هغوی زيات ملاتړي او پلويان ورونه لرئ ، چې تابه هيڅکله يواځې پرې نږدي، په دې شرط چې ته هم مونږ پرې نږدې او په ټول افغان کې خپلې برحقې مبارزې ت دوام ورکړې.
ومن الله التوفيق . په درنښت او سلامونو !
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
islam dost



دغړيتوب نېټه: 03 اګست   2004
ليکنې: 58

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 10:11 am    عنوان   : Reply with quote

درنو لوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
دليلماالفت په نوم کوم مخلوق چي نه پوهيږم سړئ دی اوکه ښځه يوه څيره يی ده اوکه دوه خوهرڅوک چي وي زه يی په نراوښځه اوياڅيروپسي نه ګرځم يواځي يی دليکني ځواب کافي ګڼم اوهغه داچي نؤموړي مخلوق ليکلي دي چي
اقتباس:
ټول فورم 5 کسانو مردار کړی دی ټوله د شر ګوډی هم دا 5 دي او دا پنځه هر څوک پېژني چي کوم پنځه د ي

که څه هم زه په يقيني ډول نه شم ويلۍ چي داپنځه کوم کسان دي خودليلماالفت له ليکنې داسي بريښي دروژې مبارکې مياشتې لحاظ يی نه ده ساتلي اودپنځوکسانوپه تعين سره يی دهغوی غيبت کړی اوهغه هم دټول افغان په ځای يوبل چاته دبريښناليک له لارې داپنځه کسانوته دشرګوډي مرداراونامناسب الفاظ کاره ول داد هغه چالپاره چي ځانونه ډيرمؤدب اومقابل لوری په غيرادبي کلماتوکاره ولوتوره نوي ډيره ښه بيلګه ده ،اوبياداپه داسي حال کښي چي دليلماالفت دخپل اعتراف له مخي دغه کسان دقران کريم ايتونه اواحاديث نبوي دريالپاره ليکي خيرريااودهغه بدګماني به ځای پريږدوپه دي خدای جل جلاله پوهيږي چي رياکار څوک دی خوترکومه ځايه چي دمردارئ ټکئ دی نوپه دي هکله بايدوليکم چي ايادقران کريم اياتونواواحاديث نبوي ليکل په مرداري تعبيرکيدای شي ؟؟؟ اياپه يومسلمان دابدګماني کول چي دقران کريم اواحاديث نبوي په راوړلورياکارياست ؟؟؟ ا يايوڅوک چي ځان ښځه هم معرفي کوي دامناسب ده چي يونارينه ته ووايی چي مرادري دکړي ده ؟؟؟ په هرصورت ديموکراسان چي په پورته ليکنوداسلام اندو وروڼوپه خلاف کوم توري کاره ولي له هغو څخه څومره ښه دهغوی کورنئ تربيه اودسليم عقل نيمګړتياپه ډاګه کيږي دشرګوډي ،مرداراودټول افغان ويروس بلل کوم ادب کوم منطق اوڅه ډول تربيه ده ؟
ټول افغان دهيچا هم شخصي ميراث نه دی چي يوڅوک راولاړشي اومخالف نظرته دويروس وايی ٠که اسلام اندي وروڼه ويروس وي نودوی خوهم بياماران اولړمانو څخه کم نه دي ،اياهمدوی نه دي چي دسوچه اسلامي نظام پرځای دديموکراسئ پلوي کوي ؟؟؟ اياهمدوی نه دي چي دهيوادبيارغاونه اوودانول په ديموکراسي نظام کښي ګوري ؟؟؟ اياهمدوی نه دي چي قران کريم له اياتونواونبوي احاديثوپه تيښته دي ؟؟؟ اياهمدوی نه دي چي له دوعاګانواوحقيقي مؤثرڅخه منکراويادباران وره ولولپاره دعاکول ورته حماقت بريښي ؟ ؟؟ دمنطق برخه وګورئ ٠ اياهمدوی نه دي چي دښکلا په سياليواوداولمپيک په لوبو کښي دمسلمانوپه تيره بيادپښتان انجونو ګډون وياړګڼي ؟؟؟
خيرترکومه چي په اسلام اندووروڼوپوري اړه لري نوهغوی هيڅکله هم نه دشرګوډي دي اونه ټول افغان ته مرداري راوړي ده بلکه هغوی تل داسلام اوداسلامي احکاموڅخه دفاع خپل وجداني مسؤليت ګڼلئ اوهم دژوند ټولومسائلوحل يواځي اويوځي داسلام مقدس دين ګڼي له همدي امله خوځکه هره موضوع دقران کريم او نبوي احاديثوله مخي څيړي ٠ښايی يوڅوک به وي چي دويداصمدزئ اعمال به ورته وياړښکاري خواسلام اندي وروڼه يی له نوم څخه هم کرکه کوي ٠بل پلواسلام اندي وروڼه هڅه کوي چي دټول افغان له لارې دهغومسلمانووروڼودماغي پالنه اومينځنه وکړي چي غيراسلامي چاپيريال اوتبليغاتواغيزمن کړي ٠
له دي پرته په اسلام اندي وروڼوکښي خوکومه بله راته داسي ګناه نه بريښي چي هغوی دټول افغان ويروس وګڼل شي اويادهغوی ليکنوته مرداري وويل شي ،بياهم هره ليکنه دليکوال علمي او تربيې سويه په ګوته کوي ،اوپه پای کښي دليلماالفت څخه هيله کوم چي هغه پنځه کسان په ګوته کړي چي دي ورته دشرګوډي ويلي اوکه زه په هغوکښي نه وم چي شپږم ماورحساب کړي اوکه وم هسي هم يم تاته به دشرګوډئ ښکارم خوزه په خپلې اسلام پالنې وياړم ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
نظيفه غزل



دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر   2004
ليکنې: 8
ځای: kabul

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 11:15 am    عنوان   : Reply with quote

محترمو وړونو هر يو غروال صاحب ، حلمي صاحب او نقاد صاحب سلامونه دي در ورسيږي :
ماته اوس معلومه سوله چي ليلما خور ولي د نور زياتو ليکوالو په څير د ټول افغان د فورم څخه لاس په سر شوې ده
چي د اسلام دوست غوندي سر ټمبه خلک په دې فورم کي وي نو ما هم په هغو کي وشمېری چي له فورم څخه توبه ګاره شوي دي Crying or Very sad Crying or Very sad Crying or Very sad Crying or Very sad
اول بايد زه دغه ښاغلي ته د هغي د ليک څوټکي راوړمه :
چي لږ ئې ماغزه ته سم ورسيږي چي هغي ولي او په کوم مطلب داليکلي Idea Idea
تر هر څه وړاندي د ويدا صمدزي او د بربنډو ښځوپېغورنه هغه چاته ورکوه چي په خپلو سترګو ئې بې حيايي وويني ته څنګه مسلمان ئې چي نا ديده پر يو پتمني خور دمره غټ غټ توهمتونه تړې حال دا چي هغی په ليک کي په ډاګه ليکلي دي
اقتباس:
څه وسو چي په امريکا کي اوسيږم ايا دا د خدائ مځکه نه ده او که په امريکا کي يواځي کفار اوسيږي 40 ميلونه مسلمانان دي پر دې مځکه ژوند کوي او بل که خدای د يو مجبوريت څخه امريکا ته راوستې يمه څه وشو زما پښتني کلتور زما ضمير زما عقيده زما ايمان خو څوک نه شي اړولای زه اوس هم هغه سرسخته پښتنه يمه په وطن کي هم هغه پښتنه يمه ...............خير خدای دې هر چاته هدايت وکړي

دوهم : هغه په خپل ليک کي ليکلي دي چي تاسي ښاغلو د قران کريم او نبوي حديثو څخه نعوذباالله منها د ملانصرالدين ټوکي او يا د پښتو متلونه جوړ کړي دي چي پر يو ډيره عادي خبره او بحث هم هغه را مابين ته کوی : تاسي د دوو سيپارو ملايان د هغه په قدر او سپېڅلتيا به څه پوهيږۍ : احاديث او اياتونه د اسلام په سنګين فورم کي بايد زيرمه شي نه په داسي فورموکي چي هلته د داسي سپېڅلو شيانو د ليکلو درناوی نه کيږي : له همدی خاطره هغې په واضح الفاظو ليکلي دي
اقتباس:
د فورم د ډيرو ليکوالو څخه مي اوس ډير زړه درد کوي پر يو معمولي خبره قران او حديث را مخته کي ايا دې ته بحث ويل کيږي

تاسي غوندي بې منتطقو خلګو ته پر منتطقي اصولو استدلال کول هم راته بې عقلي برښي نوځکه د داسي سر ټمبه خلګو سره له ډيربحث څخه ډډه کومه داچي الفت خور د خداي په مقدس ذات قسم خوړلی دا به زه به خپله خوله اسلام دوست غوندي ددو سيپارو ملايانو ته يو ځل بيا غبرګه کړمه چي دا تاسي چي په هر فورم کي پرموږ خپله ملايي تېزوی مطلب مو دعوت او تبليغ نه بلکی د ځان ښکارکول دي چي د ليلو خور د قران په مقدس ايات سره درته ويلي دي

اقتباس:
ريا شرک دی خداي فرمائې : زه هرڅه بخښمه خو شرک زه هيڅکله نه بخښم

هغې ريشتيا چي ښه ليکلي دا خبره ستاسي لپاره مرګ دي :
اقتباس:
خو زه په خدای قسم اخلمه چي دااياتونه او احاديث دوئ ددې لپاره نه رامنځته کوي چي بحث ته علمي دلايل وړاندي کړي دوئ ئې له ددې لپاره دا را منځ ته کوي چي يو تر هغه بل ځان عالم ښکاره کړي او په دې نيت چي خلګ ووائې چي په فورم کي پلانکی ډير لوی عالم دئ ځکه چي هر خبره په احاديثو کوي خو دا بدبخته په دې نه پوهيږي چي د ځان ښکاره کول ريا ده او ريا شرک دئ او شرک هغه ګناه ده چي خداي بنده ته ويلي دي چي زما له خوا هر څه زه بخښلای شمه خو يو شرک به هيڅ کله ونه بخښمه


او ملانادانه ته چي داليکې چي :
اقتباس:
خودليلماالفت له ليکنې داسي بريښي دروژې مبارکې مياشتې لحاظ يی نه ده ساتلي اودپنځوکسانوپه تعين سره يی دهغوی غيبت کړی اوهغه هم دټول افغان په ځای يوبل چاته دبريښناليک له لارې داپنځه کسانوته دشرګوډي

اول دي د خپل وجدان او ګرايون ته هم لږ سر کښته چي تا د رمضان المبارک څه لحاظ پر ځای کړ چي هغي ته دي په سل غيبتونو د هغې په غياب کي وليکل حال دا چي هغې ليکلي دي چي :
اقتباس:
ګراني ما خپله د فورم ته نور ورتګ بند کړی دی په دا 4 مياشتو مي کليک هم نه دی پر کړی نن مي ستا بريښنا ليک وليده نو صرف او صرف د جواب لپاره راغلمه

دا چي هغه فورم ته نه راځي نو ته څنګه مسلمان ئې او څنګه دي وجدان قبلوي چي هغه په دې مبارکه مياشت کي د ويداصمدزی هم فکره بولې د قران او حديث څخه ئې منکره او نفرت کونکی بولی
قربان تر هغه رحمت العالمين شمه چي په ښکاره حديث کښي ئې فرمايلي دي چي :
د قيامت د رارسيدو يو ستره نوښاني دغه ده چي بوده ( خره ) به د مسجدو په محرابو کي ولاړ وي :

خره ملطلب دا نه چي حيوان به وي : خو داسي انسانان به چي تر خرو بتره به وي خو ځانو ته به عالمان وايي

Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation Exclamation
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
طالب خان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 22 اپريل   2003
ليکنې: 103
ځای: دامريكا متحده ايالات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 3:48 pm    عنوان   : Reply with quote

درنو اومحترمو وروڼو اوخوندوپه تيره بياآغلي ليلماجانه خور اونظيفه جانه خور‘
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ترهرڅه وړاندي درته دنيكمرغه كوچني اخترمباركي وايم اوله لويه خدايه جل جلاله درته ستاسي دټولو عباداتو قبوليت غواړم.
تركومه ځايه چي دليلماجاني خور دګيلې خبره ده نو زه يى په دى ځاي كي سل په سله كي ملاتړكوم چي له فورم نه اوس له خيره سره دشاه قُل سماوار جوړشوى چي نه يى په ناسته كي خوندشته نه په ولاړه كي.البته په هغه ځاي كي ورسره په پوره جرأت سره مخالفت كوم چي نوموړي خوردخپلوخبروپه ترڅ كي بړاس په هغو وروڼو ايستلى چي په فورم كي يى داسلامي لارښوونو رڼاخپرول خپله دنده ګرزولي ده.
تركومه ځايه چي زه علم لرم دفورم داسلام برخه همدا ما اومحترم مولوي طالب جان صاحب دوروڼو اوخوندوپه غوښتنه په غاړه واخسته.له هغې ورځي نه نيولي ترننه پوري په همدې فورم كي زما اودمولوي صاحب ليكني ستاسي ټولومخي ته پرتې دي. موږهيڅكله هم په دانسته ډول له وروڼو اوخوندوسره دمشاجرې پرمهال سپكه خوله نده كارولي.البته كه مودانساني سهوي اونسيان له مخي چاته نامناسبه خبره ترخولى وتلي وي نوزه دځان اومحترم مولوي صاحب له خوا همدا اوس له تاسي ټولونه بښنه غواړم.
پاتي شوه دليلماجاني خورپه وينا دځاني شهرت غوښتني اورياكارۍ له مخي ځاي بيځايه دقرآنكريم متبركه آيات كارول شويدي. نوزه له دغي ادعاءسره هم مخالفت لرم.ځكه داسلام په فورم كي تل هڅه داشوي بلكي له لويه سره دايادوني شوي چي دلته ستاسي دورځنيوپوښتنوشرعي ځوابونه دركول كيږي اودعباداتو اومعاملاتو پرمهال ستاسي ستونزوته دقرآن اوسنت په رڼاكي حل لټول كيږي نوالحمدلله تاسي ټول په دى شاهدان ياست چي داموخه په ښه ډول ترسره شوي ده.
په فورم كي قرآني آيت اونبوي حديث ديوه شرعي ضرورت له مخي راوړ ل شوي نه ددى لپاره چي مولوي طالب جان صاحب چاته خپل علم وښيۍ.كه نوموړي خداي مكړه دغسي تكليف درلوداى نو بياښايي هغه دمستعارنامه پرځاي خپل نوم كارولى واى.خوهغه داسي ندي كړي اودا ددې لپاره چي دريا اونمود ونمايش عنصرپكي له منځه ولاړشي.
كه څه هم چي محترم استادحليمي صاحب واردمخه غوښتنه هم كړي وه چي مستعارنومونه بايد ونه كارول شي خوزه ګومان كوم چي كله ناكله داڅه ددى لپاره هم اړين وي چي له دغه ډول تهمتونو نه ځان وژغورل شي.
اوالحمدلله كم تركمه زما اودمحترم مولوي صاحب په موردكي داخبره ريښتياشوه.
بله داچي دمحترم غروال صاحب په ګډون ځينو خوندو او وروڼو داتورهم لګولى چي ګواكي موږپه خلكو باندي خداي مكړه دكُفرټاپې لګولي.
ګومان كوم داتورهم له حقيقت سره اړخ نه لګوي.كه ريښتياواى نوكم تركمه زمااوياهم دمولوي طالب جان صاحب له ليكنو نه يى يوداسي اقتباس را اخيستى واي چي موږپكي په چادكُفرفتوا لګولي وي. اونه هم دكُفرفتوا دومره اسانه كاردى چي هرسړى چي دوه توري سبق يى ويلى وي هغه دي نوله خيره سره دكُفردفتواو دكان پرانيزي.
پاتي شوه دشرعي احكاموخبره نوپه دى موردكي هم مولوي صاحب له پوره دقت اواحتياط نه كاراخيستى. دهري پوښتني ځواب ته يى دڅوڅو معتبرو اومفتى به كتابونو حوالى راوړي دي.نوموړي هيڅكله هم دكومي مسئلى دحلت ياحرمت اوياهم دكوم عمل دفرضيت‘وجوب استحباب اوياهم كراهيت په اړه مستقيماً له ځانه حكم ندى صادركړى بلكي دصلف صالحينو له لوري استخراج شوي فتوى ګاني يى دلته رانقل كړيدي ....................نوربيا.....................
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
islam dost



دغړيتوب نېټه: 03 اګست   2004
ليکنې: 58

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 4:10 pm    عنوان   : Reply with quote

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
نظيفه غزل لږه حوصله کوه ډيره مرچکئ مرچکئ مه کيږه هغه متل رښتياوايی چي (( دچرګې له مالګې څټلوسره څه )) اصلا تاسوپه څيريوڅوک چي دماغي توازن ډيرژرله لاسه ورکوي اوبيادنارينه په مجلس کښي ځيني داسي سپکاوونکي اوخواشينوونکي توري ليکي ښه به داوي چي په راتلونکي کښي له داسي ناوړه کلماتوله کاره ولوڅخه په کلکه ډډه وکړي کنه نوعيناممکنه ده چي بالااخره يوڅوک ستاسودناوړه ليکنې ونه زغملئ شي اوپه نتيجه کښي به داسي څه درته وليکي چي بيابه تاسوپه خپله حيرت کښي پاتي شی
ماهيڅکله هم ليلوته شخصادويداصمدزئ اونوروبربنډوښځوپيغورونه نه دي ورکړي البته دهغې هم نظروته مي اشاره کړي ده که يی نه مني نوهغه ليکني به يی همدااوس مخي درته کيږدم ٠
اقتباس:
داچي الفت خور د خداي په مقدس ذات قسم خوړلی دا به زه به خپله خوله اسلام دوست غوندي ددو سيپارو ملايانو ته يو ځل بيا غبرګه کړمه چي دا تاسي چي په هر فورم کي پرموږ خپله ملايي تېزوی مطلب

هودليلماالفت په نوم له ليکنويی قسم خوړلئ خودنظيفه غزل په نوم ليکنويی بياڅوک مخه نه شي نيولئ
اول خومي دخدای جل جلاله له رياوساتي اوکه بياستاسوپه وينا رياکاروواويا ريا کوونودخدای جل جلاله ګنهګاريونه دستاسونوتاسوڅه کاردی اوپه دي انوبانومي کوم بل څوکوو غولوی ٠
اقتباس:

او ملانادانه ته چي داليکې چي :

اوحمارجانې خوله دسمه ښوره وه کنه بيا٠٠٠
اول
اقتباس:
دي د خپل وجدان او ګرايون ته هم لږ سر کښته چي تا د رمضان المبارک څه لحاظ پر ځای کړ چي هغي ته دي په سل غيبتونو د هغې په غياب کي وليکل حال دا چي هغې ليکلي دي چي :

مانه هغې پسي سل غيبتونه کړي اونه مي دهغي په غياب کښي څه ليکلي بلکي په ټول افغان کښي مي په ښکاره ميدان عموماليکنه کړي داچي تاسي يی فهمولای نه شئ دابياستاسوګناه ده په ماپوري اړه نه لري ٠
[quote]دا چي هغه فورم ته نه راځي نو ته څنګه مسلمان ئې او څنګه دي وجدان قبلوي چي هغه په دې مبارکه مياشت کي د ويداصمدزی هم فکره بولې د قران او حديث څخه ئې منکره او نفرت کونکی بولی [/
quote]
هوالحمدالله مسلمان يم مخکښي مي درته وويل چي ليکنې باندي ځان پوهه کوه ماليلودويداصمدزئ هم فکره نه ده بللي اونه مي دقران اواحاديث څخه منکره داچي تاسونه پوهيږئ نوزه څه وکړم ٠
اقتباس:

خره ملطلب دا نه چي حيوان به وي : خو داسي انسانان به چي تر خرو بتره به وي خو ځانو ته به عالمان وايي

ډيره ښه چي خپله علمي سويه مولوستونکوته ډاګه کړه ماهم ډيرڅه زده ووخو ٠٠٠بس ده په همدي ځای
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
طالب خان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 22 اپريل   2003
ليکنې: 103
ځای: دامريكا متحده ايالات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 4:13 pm    عنوان   : Reply with quote

په تيرپسي.........
اوس نوكه څوك شرعي حكم له خپل شخصي حالت سره منطبق كوي اودمولوي صاحب فتوى يامنقوله شرعي حكم دځان پرخلاف دكُفرپه فتوى تعبيروي نو دادهغه خپل كاردى.داپه مولوي صاحب اوياهم په ماپوري هيڅ اړه نلري.
دساري په ډول امكان شته مولوي طالب جان صاحب دي يوځاى فتوى وركړي وي چي سودحرام دى اوسودخوړونكى دخداى دښمن دى.اوداچي خداى پاك په قرآنكريم كي دسودخوړونكي په اړه فرمايي چي هغوى دخداي جل جلاله اودرسول صلى الله عليه وسلم پرضد جګړه كوي. اوياهم داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج په شپه په دوزخ كي ځيني داسي خلك ليدلي وو چي خيټي يى ترخونو غټي وى اوماران اولړمانان له ورايه پكي بريښيدل.رسول الله ته وويل شول چي داهغه خلك دي چي په دُنياكي به يى سودخوړ.
اوس كه دافتوى كوم سودخوړونكي كس په فورم كي لوستلي وي طبعاً به يى دخپل ځان پرخلاف يوګوزاربللى وي اومولوي صاحب به يى له دى امله سخت پړګڼلى وي.اوطبعاً به يى له ځانه سره داهم ويلي وي چي ددوو سيپارو دملايانو خپلو ځانونو ته نه دى پام او اوس يى دادى له خيره سره په موږپسي هم راولګوله.
همدا راز دشرابوحكم درواخلۍ. امكان شته مولوي صاحب دي دشرابو دحرمت په اړه شرعي حكم رانقل كړى وي اوشرابيان دې بدخلك ګڼلي وي.اوس كه چيري كوم شرابي دافتوى لوستلي وي اوخپل مخ ورته دشريعت په هنداره كي ښكاره شوي وي نوطبعاً به يى له مولوي صاحب سره كركه پيداكيږي.
داډول Conceptدمولوي صاحب له لوري په نقل شوي شرعي حكم پوري هيڅ اړه نلري.داڅه زما اوستاپه تعبيرپوري اړه لري.
بله داچي ليلماجاني خورڅلورياپنځه تنه(البته تشخيص كړي يى ندي)دفورم ويروس بللي خومحترم غروال صاحب بياله څيلمي هغه اسلام خوښي وروڼه بللي دي.هغه څوك چي دى يى غيرعلمي مفتيان بولي.
اوبيانظيفه جاني خور خويى داسي سابه په مالګه ورلړلي چي له سړي نه دملايانو كركجني ليكني ټولي هيري كړي.
زه ګومان كوم يوازي ملايان او(غيرعلمي مفتيان) به دفورم ويروسان نه وي.اشتباهات به له دواړو خواوو شوي وي.ځينو وروڼو به دډيموكراسۍ لوى غوږي ته دپالان پرځاي دبخمل كميس دوراغوستلو هڅه كړي وي اومخالفينو به يى بياددى پرځاي چي دډيموكراسۍ پرآرونو خپل سرخلاص كړي له څيلمي هغه دكُفري اچارو ملغوبه ګڼلي ده. زماپه آند دواړو خواو بايدله انعطاف اودرګذرنه كاراخستى واى.ځكه نه ډيموكراسي كومه اسلامي حكومتي بڼه ده اونه هم دوروڼو له لوري دالترناتيف په بڼه وړاندي شوى اسلامي نظام حكومت.
ديموكراسي هم يوعلمي تشبث دى اودمحترم عادل وطنمل صيب له لوري وړاندي شوى اسلامي حكومت هم دمتقدمينو داجتهاد زيږنده وه.
البته فرق دادى پكي چي دمحترم عادل صاحب نظام حكومت داسلامي آرونو په رڼاكي دقرآني اوشرعي احكامو خلاصه وه پداسي حال كي چي ډيموكراسي دلويديځو ماترياليستومفكرينو دذهن اوتشبث محصول دى.
له دى امله اسلامي نظام حكومت شرعاً اوعُرفاً زموږله خاوري سره Match ګڼل كيداى شي..................نوربيا...............................
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
طالب خان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 22 اپريل   2003
ليکنې: 103
ځای: دامريكا متحده ايالات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 4:27 pm    عنوان   : Reply with quote

دپاي ټكى!
پورته حقيقت ته په كتلوسره اوس بايد موږ اوتاسي له ځانه سره فكروكړو.
دواړه خواوي بايديوه بل ته په متقابل احترام قايل شي.له فورم نه دكركي دزيږوني پرځايد بايدچي دزړونو اونظرونو دنژديوالي كارواخلو.
اوس نوكه ټول وروڼه اوخوندي دنظيفه جاني اواسلام دوست صيب په څير’’منطقي,, ليكنوته بډي راونغاړي نوپايله به يى څه وي؟؟؟
دفورم كتونكي به كوم لورى پرحقه اوكوم ناحق ګڼي؟پداسي حال كي چي د دواړوخواوليكني هم دنظيفه جاني اواسلام دوست صيب په څيروي.
راځۍ چي ياخو له دى وروسته يوه بل ته په متقابل احترام سره له سره علمي اومنطقي بحثونه پيل كړو اويانو مخكي له دى چي سوكان تركټو سره وباسو‘په پوره آبرو اوپرده كي له فورم نه كډي باركړو.مخكي له دى چي حالت مودنظيفه جاني اواسلام دوست صيب حالت ته ورسيږي بايدپه خوراورين تندي مخه ښه سره وكړو.
دشودياري په پاي كي ترخفګان دپولي په سركي خفګان غوره دى.
كه داسي نه وي نوبياخو موږته داهم آسانه ده چي يوبل سره وزغمو.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
نظيفه غزل



دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر   2004
ليکنې: 8
ځای: kabul

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 8:20 pm    عنوان   : Reply with quote

ګران او منلی ورور طالب خان صاحب :
لومړی سلامونه
ورپسې ستاسي ليکنو نه يوه نړۍ مننه دامنم چي ستاسي ليکني ټوله پر ځای دي
خو داچي تاسي بل تاثر ځني اخيستی دي هغه خو خير
خبره د اسلام د فورم نه ده او نه موږ د قران او حديثو څخه سرغړونه مو ما ليکلي وه :
اقتباس:
دوهم : هغه په خپل ليک کي ليکلي دي چي تاسي ښاغلو د قران کريم او نبوي حديثو څخه نعوذباالله منها د ملانصرالدين ټوکي او يا د پښتو متلونه جوړ کړي دي چي پر يو ډيره عادي خبره او بحث هم هغه را مابين ته کوی : تاسي د دوو سيپارو ملايان د هغه په قدر او سپېڅلتيا به څه پوهيږۍ : احاديث او اياتونه د اسلام په سنګين فورم کي بايد زيرمه شي نه په داسي فورموکي چي هلته د داسي سپېڅلو شيانو د ليکلو درناوی نه کيږي

دا پورته خبري زما هغو چاته راجيع کيږي چي د اسلام د سنګين فورم څخه پرته په نورو فورمونو کي د قران مبارک اياتونه ليکي يا نبوي احاديث
ما هر هغه څوک د دو سيپارو ملا ګڼلی دي چي د خداې د اياتونو او نبوي حديثونو درناوی په نظر کي نه نيسي او د هر نجس او منحوس الفاظو سره د خدای سپېڅلی نوم ليکي :
مثلا : په ټولګړي بحثونو کي :
يو ليکي چي سلام زه هم راغلمه ، بل ليکي مسعود خاين دی ، بل ليکي ډيمکراسي داسي ده ــــــــ ولي هر څوک چي د سياسي او يا د ټولګړي بحثو پر کومه موضوع د اسلام له نکته نظره خبري وکړي نو لطفا دي موضوع د اسلام فورم ته لکه وطنمل صاحب چي ليکلي دي انتقال کي د دې کار دوې ګټي دي
يو خو به ټول قراني ايات او نبوي احاديث په يو ځای کي زيرمه شي بل به کم ترکمه د دې سپېڅلو تورو درناوی وشي

او پاته سوله د اسلام دوست بابا خبره هغه د خبري لمخي لغتي غورځوي او ما هم يو څو ورته وکړلی که هغه هم تاسي غوندي په انسانست او ورورولي خبري کولای نو ما به هم همداسي په نرمي جواب ورکولای
ګرانه وروره ما هم خپله تر يو اندازی اسلامي زده کړه کړی ده په هر څه پوهيږمه دا چي اسلام دوست ما په د ويدا صمدزی په ډيمکراسي توهينه وي دا د هغه خپل کار دي او د هغه د اخلاقو انځور دی خو موږ ته تر هرڅه خپل پت او پښتنولي ته د اوليت حق ورکوو د اسلام په مقدس دين کي چس کومه ديمکراسي نغښتلې ده هغه زموږ غوښتنه ده که د ليلو خور خبري وکتل شي د سره او يا زما نظر دواړه يو دي هغي چي ليکلي :

اقتباس:
که خدای د يو مجبوريت څخه امريکا ته راوستې يمه څه وشو زما پښتني کلتور زما ضمير زما عقيده زما ايمان خو څوک نه شي اړولای زه اوس هم هغه سرسخته پښتنه يمه په وطن کي هم هغه پښتنه يمه

خو زه په خپل وطن کي هم هغسي سرسخته پښتنه يمه زما ايمان او زما عقده څوک نشي بدلولای
د اوس لپاره همدومره نور بيا ....................
ستاسي پښتنه خور غزل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
ازادخيال



دغړيتوب نېټه: 18 جولاي   2004
ليکنې: 17
ځای: اروپا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   10, 2004 9:49 pm    عنوان   : Reply with quote

قدرمنو خويندو او ورونو سلامونه
دليلما خور ليک په رښتيا هم زړه دردونکی دی او دليک د محتوياتو په رښتين توب کې يې هيڅ شک نه ګورم. خو په پښتو کې يوه وينا ده چې وايي: (ګيله خلک له خپلو کوي) . نو محترمې خورې له دغو دري، څلورو يا پنځه کسانو کسانو څخه ګيله مه کوه. داډول افراطي څرګندونې خو دهغوی طبعي خصلت دی.
دميرمنو او ښځو په باب خو دهغو ناوړه دريځ هرچاته روښانه دی چې تکرار ته يې يوځل بيا اړتيا نه وينم. يوه ورځ دجلال اباد په لوی جامع جومات کې يو لوی ملا داختر دلمانځه په مهال زرګونو خلکو ته په خطاب کې وويلSadښځه يا په کور يا په ګور) . دغه دی د تند لارو مذهبي دريځ ! نور نويې قضاوت درنو لوستونکو ته پريږدو چې ورڅخه دهغوی د اسلامي تحليل پايلې راوباسي. البته نه وايم چې له يو مخې ټول ملايان داسې دي. دمثال په ډول دحليمي صيب ليکنې په اسلامې چوکاټ کې ډېرې خوندورې دي او هيڅکله ورڅخه د دتعصب ، تنګ نظرۍ او تروريزم بوی نه راځی. ليلما خورته بايد ووايو چې په امريکا کې اوسيدل هيڅ کوم جرم نه دی. خو دا پوښتنه بايد وشي چې دا په زرګونو خويندې او ورونه د چا دلاسه دخپل ګران وطن پريښولو ته مجبورشول؟ که زموږ خويندو ته يې په خپل وطن کې کور په ګور بدل کړی و خو اوس يې لا په امريکا کې هم د هغوی په زورولو پسې مټې رابډ وهلي دي.
په هرحال په افغانستان کې بې له شکه چې دښځو حقوق تربل هرچا زيات دپښو لاندې شوي او که زموږ د ګوتو په شمار څو رون آنده خويندې داسې ژر مايوسۍ او تسليمۍ ته سر ټيټ کړي نو دا به اوس په دې حساس وخت کې چې لږ لږ دښځو په باب پاملرنه زياته شوې ده دخپلو نورو زوريدلو خويندو او وطنوالو په وړاندې دخپل لوی مسوليت او رسالت څخه داوږو خالي کولو په مانا وي. دحقيقت دموندلو په لارکې انسان ډېرې سرښندنې کوي . بايد په سړه سينه او پراخه حوصيله ټولې ټاپې لګونې او اتهامونه وزغمل شي اوپه ټينګه اراده دهغوی په وړاندې مبارزه وشي. دميدان پريښول به دحل سمه لاره نه وي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   11, 2004 7:27 am    عنوان   : Reply with quote

قدرمنو خويندو او ورونو سلامونه او ښې هيلي
افغاني ،اسلامي ټولنه ځانته خاص اخلاق لري ٠ څه ځيني ئې کتاني او ځيني ئې عرفي customary, formal دي
چه 80 % ئې Universal اخلاق اوعرف دي ٠ (د ټولي نړۍ خلګ ئې اخلاق کڼي )
او 20 % پاته يوازي افغانان د اخلاقو په حيثيت ورته ګوري ٠ چه اصلأ د مصلحت په ولچک ورته تړلي يو ٠ نو مجبوره يو چه اخلاق ئې و بولو ٠ که د مصلحت د زولنو څخه خلاص سو ٠ او يا لوطنه دباندي ولاړ سو ٠ نو نه ئې
اخلاق ګنو او نه ئې تطبيق کوو ٠ (څيني سياسي او ځيني ئې محلي مصلحتونه)
نن چه پښتانه په 24 ساعته د دنياسره په يوه قطار کي ودريده ٠ د ان لاين online له لاري ٠ هغه 20 % اخلاق
مو د خطر سره لاس په کريوان سوه ٠
په غرب کي د ليکني ازادي له ډېره وخته وه ٠ او د تاريخ په اوږدوکي ٠ دغرب خلګو د ازادي ليکني دود او اخلاق
په تجريبو زده کړي او مهمه دا ده چه ازادي ډيره په کراره کراره په لاس ورغلې ٠ نه داسي لکه افغان ته چه په 24 ساعتوکښي په لاس ورغله ٠ او د ازادۍ اخلاق په مقابل کښي په 24 ساعته نه حاصليږي ٠
او بل د اولسواکۍ اخلاق دي ٠ چه اولس واکي هم په 24 ساعته پلاس کي راکړه سوه ٠ چه هيڅ سياسي مرحلې ئې
قدم په قدم تيري نه کړې ٠ نو د اولسواکۍ د اخلاقو سره به هم په راتلونکې زمانه کښي يو څه لاس په کرېوان سو

اول راځو د ليکني ازادۍ ته ٠ (سياسي ليکني)
سياسي ليکني دي چه جامعي ته تغير راولي او جامعه تغيره وي ٠ او د جامعي تغيرکول ٠ يعني سياسي جنجال ٠
سياسي خلګ سياسي ليکني کوي ٠ او هغه خلګ چه تغير نغواړي ٠ د سياسي خلګو سره په جنجال اخته کيږي
او هره ليکنه شخصي اخلي ، هره خبره شخصي اخلي ٠ نو کله چه ئې شخصي واخلي ٠ مغز ، اعصاب دلاسه ورکړي ٠
او هره فيصله چه کوي ٠ بنا پر تعصب ولاړه وي ٠ کله چه تعصب Intoleranceپيداسي ٠
نو ليکوال ليکنه بې پايدي سي ٠ ولي چه لوستونکۍ د هغه مشخص ليکوال ليکنه نوره نلولي ٠

او غربيان هيڅ ليکنه ،خبره شخصي نه اخلي ٠ نو وايي دا دده شخصي نظر دي ٠ او بس
او د هر چا شخصي نظر ته په درنه سترګه ګوري ٠ چه دغه قسم اخلاق په اکثره اسلامي ټولنو کښي نسته ٠
که احيانا ليکوال قلم ښويدلۍ وي او داسي الفاظ ئې ليکلي وه ٠ چه شخصي تعرض (Agression, Invasion )
ئې کړيوي ٠ نو د بخښني (sorry)غوښتنه کوي ٠ او سامعين يا لوستونکي ٠ په دغه يوه sorry اکتفا کوي ٠
او نور نو زاريو او جيګيو ته ضرورت نه ويني ٠ هو ليکنه نه هيروي ٠ اصلأ نه هېريږي ٠
د دې له پاره ئې نه هيروي ٠ که فرضأ دغه ليکوال وغوښته چه (public office )
پبليک اوفس ته ځان انتخاب کړي ٠ نو هغه وخت د خپلي ليکني يا شخصي نظرخساره ويني ٠
تر دې له مخه تريوه sorry نور حق پبليک نه پر لري
اما پښتانه هيڅ وخت په وبخښه اکتفا نه کوي ٠ او بېله ضرورته خبره اوږدوي ٠ چه هيڅ ګټه بيا هم پربنا نوي ٠
چه پسله يوعالم جراوبحث څخه نتيجه بياهم هغه يوه بخښه وي ٠

اوبل خبره د ولسولۍ ده٠ چه ډېر ژربه ولس د ولسوکي د اخلاقو سره لا په ګريوان کيږي ٠ څنګه
کله چه انتخابات کيږي ٠ نوبه مرکزي ،ولايتي،کليوالي ٠ (د واليانو ، ښاروالۍ،اولسوالۍ )
هر کله چه ډيبېټ (Debates ) شروع نو طبعأ داسي خبري کيږي چه تقريبأ يو پر بل شخصي حملې به وي ٠ چه د پښتنو غوږونه اخبارونه راډيوګاني هيڅ اشنائي نه ورسره لري ٠
مثلأ احمد رئيس بلديه برحال دي ٠ او محمود دغه وظيفه غواړي ترلاسه کړي ٠
نو تر رسمي ډيبيټ دمخه محمود مجبوره دي چه داسي څه ووايي چه احمد بې کفايته معرفي کړي ٠ او څه چه شل
يا دېرش کاله دمخه احمد کړي يا ويلي ، لږ مبالغه امېزه تفصيل واره و وايي ٠
او افغانان به داخبري ډيري جدي نيسي ٠ او د يو عالم قومي بدۍ به پر چوړي سي ٠
اما په غرب کښي داخبري هيڅ څوک جدي نه نيسي ٠ کله چه انتخابات خلاص سي ٠ پر ټولو هغه بدو خبرو سربيره
يو وبل ته ټليفونونه وکړي ٠ او يو د دهغه بل د ډيبيټ صفتونه وکړي ٠ او و ګټونکي ته مبارکي و وايي

ايا امکان سته چه يو څوک دي د يو چاوظيفه ترلاسه کوي٠ ودي وايي چه احمد يو لايق ،هوښيار ،متقي،او فعاله سری دي ٠ اما دا وظيفه زه غواړم ٠ (محمود)

نوټ : هر فرد چه پبليک ته راووځي ٠ هر څه د ده په باره کي ويل چه اسناد ولري ٠ نه غيبت ، نه تهمت ، نه پت لڅېدل ،نه بد ويل دي ٠
هر هغه څوک چه public actebest نه وي ٠ دهغه په باره کښي هره بده خبره بده ده ، هره خبره چه خوائې په بديږي
غيبت دی ، د هر کوچني او لوی بد کار يادول يئ پت لڅول دي ٠
که څوک نسي کولاي چه د پبليک بدي خبري ،ليکني ignor کړي٠ ضرور ده چه تمرين و کړي ٠
البته د اګنرو څخه مي مطلب ignorance (جهل ) يا جهالت ندي ٠

او پاته سو اسلامي تبلغ
د تبلغ اصول داسي دي
دانکته چه بايد انسان خلګو ته په کوم ډول او طريقه د يو حق او صداقت تلقين او تبلغ وکړي ، په نړۍ کښي لومړی
وار د حضرت محمد ص د مبارکي ژبي په ذريعه چي الهي وحي ترجمانه وه ٠ اداسوه ، هغه مذهبونه(عيسوي ،يهودي٠٠٠ ) هم چه دا دعوا کوي چه هغه تبليغي مذهبونه دي ٠ دانسي ويلاي چه د هغو صحيفو د هغو د پاره د تبلغ د مهمو اصلو تشريح کرېده ٠ ليکن محمدي صحيفې يعني قرأن په ډېر اختصار مګر په ډير مفصل ډول خپلو
پېروانو ته داحقيقت څرګندکړيدي چه د خدای پېغام خلګوته څنګه او په کوم ډول و رسولای سي او د حق د قبلولو
د پاره خلګوته څنګه او په کومه طريقه دعوت ورکړای سي
بسمه تعالی ٠ د خپل پرور دګار لاري ته خلګ د هښيارتيا او ښه نصيحت په ذريعه را وبوله او د هغو سره په ډيره خوږه طريقه مناظره وکړه ٠ نحل ٠ 125
درج سوې ترجمه : با حكمت و اندرز نيكو به سوى راه پروردگارت دعوت نما، و با آنها به طريقى كه نيكوتر است استدلال و مناظره كن

مسلمانانو متکلمينو ويلي دي چه د تبلغ او دعوت دادرې لاري اصول هم هغه اصول دي چه هغه په عمومي ډول په
منطقي استدلال کښي په کاريږي ٠ يعني
اول : خو برهانيات دي چه په برهانياتو کښي د يقيني مقدماتو په ذريعه د
دعوا د ثبوت د پاره د ليلونه راوړل کيږي ٠
دوهم : خطابيات دي ٠ چه په خطابياتو کښي د مؤثر او په زړه پوري اقوالو په ذريعه خپل مطلب او مقصد ثابتولای
سي
دريم : جدليات دي ٠ چه په جدلياتو کښي په هغو اقوالو مقدماتو استدلال کولاي سي چه هغه اقوال د ټولو خوښ او هغه مقدمات په ټولو کښي منلي او مسلم وي

تدريج : په ليکنو کي يايد تدريج څخه کار واخستل سي
تيسيراو تبشير : هغه وخت چه د رباني تعليمونو د عملي کولو په لړ کښي حضرت محمد ص ٠ حضرت معاذ ابن جبل رض او ابو اشعري رض په يمن کښي د اسلام د دعوت او تبلغ د پاره و ټاکل نو د رخصتولو په وخت کښي ئې ورته دانصيحت وکړۍ ٠ يسراولاتعسراوبشراولاتنفرا ٠ يعني د خدای دين اسان خلګو ته وړاندي کوئ ٠ مطلب
داچه خلکو ته زيري ورکوئ او خلګ مه متنفره کوئ (صحيح بخاري بعثت معاذ الی يمن دوهم جلد 622 مخ
د اسلام په رڼا کښي د ولسواکۍ د پاره دتبلغ اول شرط تاليف قلب (زړه تر لاسه کول )
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
طالب خان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 22 اپريل   2003
ليکنې: 103
ځای: دامريكا متحده ايالات

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   11, 2004 2:13 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حليمي صاحب اودرنو وروڼو اوخوندو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
جزاك الله خيرا وبارك الله فيك
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   15, 2004 5:47 pm    عنوان   : Reply with quote

محترمو ليكوالانو او ګرانو لوستونكو

وروستی ځل بدلون  Adil watanmal   په   ٢   شنبه   نومبر   15, 2004 6:41 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.