د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عبادتونه په اسلام کښي بالکل فطري او عقلي ترتيب لري


ع کريم حليمي
25.10.2004

محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !

....[u:8f4fa2ddda]د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رباني تعلم لمړی حکم په رکوع اودوهم په سجده کښي ادا کيږي[/u:8f4fa2ddda] (١ )[color=green:8f4fa2ddda]د قيام ، رکوع او سجود داترتيب د سورت حج ذکر ابراهيم او سورت العمران د ذکر مريم څخه او دا خبره چه په سجده يو رکعت تماميږي د سورت نسأ د ذکر نماز خوف څخه ثابت دي ٠ په حقيقت کښي د ارکانو دا ترتيب بالکل فطري او عقلي دي ٠ لمړی دريدل بيا ټيټېدل بيا په سجده لوېدل ٠ په دوي کښي پخپله طبيعي او فطري ترتيب دي
د تعظيم ابتدائې او کثيرالوقوع يعني داسي شکل چه ډېريږي دا وي چه انسان اول دريږي او هر کله چه په کيفياتو
او جذباتو کښي تعمق او ژورتيا پيدا سي نو هغه ټيټ سي يعني رکوع وکړي او هر کله چه ور باندي د بېخودۍ کيفيت طاري سي نو هغه د خپل جسم ډيره چګه برخه يعني تندی د خپل مخ محسن او معظم دجسم په ډېره ټيټه برخه يعني پښو ناندي ايږدي ٠ [/color:8f4fa2ddda]
نوربيا



طالب جان
27.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب .
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
امابعد : عزتمنه : تاسي يقينا ډيره ه زړه پوري ليكنه كړي , پدې ليكنه درته دلوي خداي جل جلاله له درباره داجر غوښتونكى يم .
په راتلوكي كي هم ستاسي دهمكاري په هيله .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .



ع کريم حليمي
30.10.2004

..........................................................[u:8a0c874c8e]د لمانځه روحاني غرض[/u:8a0c874c8e]

د لمونځ روحاني غرض او غايت دا دي چه موږ مخلوقات د هغه خالق او رزاق او مالک المک او منعم د هغوی بې
اندازې بخششونو او احسانونو شکر چه تل ئې پر موږ باندي کوي ٠ په خپل زړه او ژبه اداکړو ٠ او زموږ په نفس
او روح او زړه او دماغ کښي د هغه د عظمت او کبريايي او د خپلي عاجزۍ او بېچارګۍ نقش ځای ونيسي او د هغه
د ميني او محبت نشه زموږ په رګ رګ کښي سرايت او تأثير وکړي او دا تصور چه هغه يو حاضر او ناظر ذات دي
د زوال نه قبلونکي يقين په صورت داسي قايم سي چه موږ د خپلي هري ارادې او نيت او هر جسماني فعل او عمل په وخت کښي د هغه هوښياري او بيداري سترګي خپلي خواته ليدونکي و ګڼو

اوس نو٠ د عقيدي په اثر له خپلو بدو چارو څخه و شرميږو ٠ او بدو چارو کولو په وخت کي وشرميږو
او د دې کار په نتيجه کي هغه پرېږدو

د بخاري او نورو صحيحينو په باب الايمان کښي راغلي ٠ چه يوه ورځ حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د صحابه
وو په مجمع کښي ناست وو په دغه وخت کښي يو سړی د سائل په بڼه کښي راغی او د لمونځ د حقيقت پوښتنه ئې
وکړه ٠ مبارک ورته د لمانځه تشريح و کړه ٠ او بيا ئې پوښتنه ورڅه وکړه ٠
چه يا رسول الله احسان څه شي دي ٠ مبارک ورته وويل قَالَ فَاَخْبِرْنِي عَنْ الْاِحْسَانِ مَا الْاِحْسَانُ قَالَ يَزِيدُ اَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَاَنَّكَ تَرَاهُ فَاِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَاِنَّهُ يَرَاكَ
احسان دادي چه تاسي د خپل خدای عبادت داسي کوۍ لکه تاسي چه هغه وينۍ که چيري تاسو هغه نه وينۍ
نو هغه تاسو ويني ٠
نو کله چه دعا کوو او لاسونه مو پورته کړي وي خپل اورغوو ته به ګورو چه خپل بد اعمل په کښي و وينو
او وشرميږو ٠
بسمه تعالی : إِنَّمـَا التَّوْبـَةُ عـَلى اللَّهِ لِلَّذِيـنَ يـَعْمَلُونَ السوءَ بجَهَلَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُولَئك يَتُوب اللَّهُ عَلَيهِمْ وَ كانَ اللَّهُ عَلِيماً حَكيماً(17) نسأ
پښتوژباړنه : بېشکه (قبلول د) توبي په الله ( د وفا له مخي ضروري شی )دی د پاره د هغو کسانو چه کوي دوی ناکاره [color=blue:8a0c874c8e](په ناپوهي [/color:8a0c874c8e] سره په دې حال چه په شان د ناپوهانو وي )بيا توبه و باسي دوی په نژدې زمانه کښي( له موت نه په خوا) نو دغه کسان رجوع به کوي په رحمت سره الله په دوی باندي ، او دي الله ښه عالم په (پټو او ښکاره وو) ښه حکمت واﻻ (چه هر کار په تدبير او مصلحت سره کوي )
فارسي ترجمه : [color=red:8a0c874c8e]پـذيـرش تـوبـه از سـوى خـدا، تـنـهـا بـراى كـسانى است كه كار بدى را از روى جـهـالت انـجام مى دهند و سپس به زودى توبه مى كنند ، خداوند توبه چنين اشخاصى را مى پذيرد و خدا دانا و حكيم است [/color:8a0c874c8e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more