د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سعودي عربستان او کراچۍ د مفتیانو سره دطالبانو مقابله

اتل
21.09.2012

مسلمانو او په زړه ساده، صادقو پښتنو اسلام علیکم
د اسلام د مبارک پیغامبر حضرت محمد صلی الله علیه وصلم د بې حرمتي په برخه کې موږ د مسلمانانو د عکس العمل په ارتباط دیرې کاراوایی واوریدې او پدې ارتباط ضد اونقیض فتواوې هم خپرې شوې
یو ځل چې دغه دوه لاندني مطالب ولونئ، بیا به پته درته ولګیږي چې اوبه څو ډانکه دي
محترمو طالبانو [د مقدساتړ بې حرمتي او اسلامي امت مسؤلیت] تر عنوان لاندې په خپاره کړي مضمون کې داسې ویلي دي: په نني عصر کې چه د غربي میډیا په مرسته د اسلامي نړی په خلاف یهودي فتنه اچونکو عناصرو د فساد او کرکې ډک کوم کارونه پیل کړي دي د اسلام په تاریخ کې سارئ نلري. د رسولالله صلی الله علیه وسلم بې حرمتي کول، دهغه په هکله فلمونه او کاریکاتورونه جوړول، بیا د غربي هیوادونو د متکبرو مشرانو له خواد بیان د آزادی په دروغجنه بهانه ددغو مفسدینو څخه دفاع کول د مسلمانانو د وجود، عزت او اسلامي تشخص لپاره د خطر زنګ دی، ځکه زموږ ولسونه او زموږ ملي شتمني لا له پخوا نه د غربي داړه مارانو د یرغل، وژنو اوچوراو چپاول قرباني شوې دي، اوس نوبت ددیني مقدساتو سپکاوي ته ورسید
زموږ مسلمان ولسونه د خپلو مقدساتود ساتنې په لاره کې د مال، اولاد او ځان قرباني ته تیاردي
د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله ال شیخ او د کراچي مفتي ضیاالاسلام بیا په افغانستان، پاکستان او نورو ملکونو کې د پیغامبر د سپکاوي په اړه د فلم د غندنې لپاره په مظاهرو کې تاو تریخوالئ غندلئ او ویلي يې دي چې پرامنیتې قواوو، دېبلوماتانو او سفارتونو باندې د حملو کول د اسلام خلاف عمل دئ. دوی د مسلمانانونه غوښتي چې پدې ارتباط هغوی باید د پیغمبرمبارک ارزښتونو ته مخه کړي، بې ګناه خلک دي نه ځوروي، نه دي برید پرې کويي. په کراچي کې د جماعت علما مشر قاري احمد اشرف هم په لاریونونو کې بي ګناه خلکو ته تاوان اړول او یا هم دولتي اوعمومي ملکیتونو زیانمنول د اسلام خلاف عمل بللئ دئ
قدر منو لوستونکو اوس تاسې سوچ وکړئ چې عام ولس چې لیک او لوست نشي کولای او د اسلامي احکامو نه نور بې خبره مسلمانان د چا خبره ومني


شبيراحمد
24.09.2012

هورښتيا ! اوس نو مسلمانان دچاومني؟
طالبان هاغه دی ورته وايي چې دخلکودوکانونه وسوځوئ اوپاکستاني مفتيان بياوايي چې مه يې سوځوئ.
اتل خانه ياره ! ډېرزيرک يې ولا، په لومړۍ ليکنه کي مودغه توري موندلي دي :wink:
زه خويې نه پکي وينم :shock:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more