د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

6-تر پل صراط دمخه دنور ويشل


طالب جان
21.10.2004

دقيامت ورځ به دانصاف ورځ وي .هرڅوك به دخپلو عملونوپخپلو سترګو دليدو نه ورورسته جنت يا دوزخ ته ځي. دوزخيان (كفار او مشركين) چي كله دحشرپه ډګركي خپل كفر اوشرك ته وګوري نو داهيله به كوي چي اى كاشكي زه خاوري شوى واي (قرانكريم) . مګر هغوي به سيخ دوزخ ته ليږل كيږي. په ځينو رواياتو كي راغلي دي چي ددوي عملونه به له سره تلل كيږي نه , ځكه چي دكفر او شرك تر څنګ هيڅ (نيك) عمل دقبول وړ نه دى.
دقيامت په ورځ به ددوزخ په سر يو لوي پل جوړشي چي زمونږ په پښتو اصطلاح كي ورته پل صراط ويل كيږي.او جنت ته دتلو لپاره به همدا لاره وي. په پل صراط تر تيريدوله مخي به مسلمانانو ته ددوي له عملونو سره سم يو نور يا رڼا وركړل شي.چي له امله به يي خلك دپل صراط لاره وهي . په قرآنكريم كي په سورة الحديد كي ددې نور په اړه لوي خداي جل جلاله داسي فرمايلي دي: (يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ {12})
ژباړه :ياد كړه اى (محمده)هغه ورځ د(قيامت) چي وينې ته مسلمان سړي او مسلماني ښځي چي زغلي به رڼا ددوي مخكي له دوي څخه اوله ښي خوا ددوي څخه .اووبه ويل شي دوي ته (اى محمده) چي زيرى دى تاسي ته نن ورځ . دي (ننوتل) په جنت كي چي بهيږي لاندي (دماڼيو اونو) دهغوي (څلور ډوله )ويالې تل به دوي وي په هغو كي دغه دي همدغه برى موندل ډير لوي ) .
په قرآنكريم كي يي دنور دځغاستي لپاره ځكه ښى لورى ذكر كړى چي دالورى ځواكمن وي. كه څه هم په ځينو رواياتو كي كيڼ لورته دنور دځغاستي ذكر هم راغلى دى . والله اعلم بيان القرآن .
ددې نور(رڼا) تفصيل يي په ابن كثير كي په لاندي رواياتو سره داسي روښانه كړى : دا حديث له حضرت امامه رضي الله عنه څخه روايت شوى چي خورا اوږددى مونږ يي دلته فقط هغه برخه رااخلو كومه چي تر نور پوري تړاو لري ( دحشر په ورځ به يوه داسي مرحله راځي چي دالهي حكم سره سم به ځيني مخونه سپين اوځيني توروي . بيا به يو داسي مهال هم راځي چي مسلمان او كافر به په يوه تياره كي راګير شي چي هيڅ شى به نه ليدل كيږي . له دې وروسته به نور ويشل كيږي او هر مسلمان ته به نور و ركول كيږي)
(دابن ابي حاتم په يوه بل روايت كي چي له حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه نقل شوى)ويل شوي چي (مؤمنانو ته به دخپلو عملونو سره سر نور وركول كيږي , دچا به لكه غر دومره نور وي , دچا به لكه دخرما دوني دومره وي , دچابه لكه دآدم دقد په اندازه نوروي , مګر تر ټولو لږنور به دهغه چا وي دچاچي فقط په بټي ګوتي كي نوروي هغه به هم كله لګيږي او كله به مړ كيږي . همداراز مؤمنينو ته چي كوم نور وركول كيږي هغه به لكه ددې نړۍ داسي رڼانه وي چي له امله به يي شاوخوا هم رڼا كيږي اونور خلك به هم ګټه ورڅخه اخلي , بلكه لكه څنګه چي ړوند دچا له سترګو ګټه نشي اخستلاي همداسي به له دې نور څخه كفار او فاسقان هم ګټه نشي پورته كولاي) .
پاتي لري



طالب جان
21.10.2004

په تير پسي :
خو اوس پوښتنه داده چي آيا دانور به منافقانو ته هم وركول كيږي كه نه ؟؟؟
ددې پوښتني په ځواب كي حضرت ابو امامه په پورتني روايت كي داسي فرمايلي چي (كفارو او منافقينو ته به له سره نور نه وركول كيږي . اودا پيښه لوي خداي جل جلاله په قرآنكريم كي داسي تمثيل كړي سورة النور - أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُوراً فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ {40} ژباړه : يا عملونه ددوي په شان دهغو تيارو دي په بحر ژور كي چي پټ كړى دى دغه (بحر) يوه موج چي دپاسه يي بل موج وي او دپاسه ددې موج وريځ وي دغه (څلورډوله) تيارې دي چي ځيني ددوي دپاسه دځينونورو دي . كله چي راوباسي (دغه په تياروكي پراته)لاس خپل نه وي نژدې (دوۍ) چي وويني دغه (لاس) خپل . او هرهغه چي نه وي وركړى الله تعالى ده ته نور نو نشته ده ته هيڅ نور (رڼا) .
له دې مبارك آيت شريف څخه هم څرګنده شوه چي دحشر په ورځ به يوه داسي موقع راځي چي په ټولو انسانانو (كفارو او مسلمانو) به سخته توره تياره راځي چي له هغه وروسته به مسلمانو نر او ښځو ته دهغوي دكړو سره سم نور (رڼا)وركول كيږي .
فه معارف القرآن كي ليكلي سي فه قرآنكريم كي دنولر دآياتونو تر سنك هيجيري هم دكفارو ذكر نشته جي له دي حخه دا بايله اخستل كيداي شي جي كفارو ته به له سره نور نه وركول كيزي .
مګر په طبراني كي بيا له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چي له هغه څخه دا څرګنديږي چي په پيل كي به منافقينوته هم نور وركول كيږي مګر بيا به ترې اخستل كيږي دروايت ژباړه داده : حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چي دپل صراط تر څنګ به لوي خداي جل جلاله هر مؤمن او منافق ته نور وركړي مګر كله چي دوي پل صراط ته ورسيږي نو دمنافقينو نور به ورڅخه واخستل شي . معارف القرآن په حواله د ابن كثير .
په تفسير معارف القرآن كي ليكلي چي دمنافقينو له حالت سره همدا ښايي چي لومړى دوي ته نور وركړل شي او بيا ورڅخه واخستل شي .ځكه چي دوي په دنيا كي خداي جل جلاله ,رسول الله , او مسلملنان تير ايستل غوښتل نو ځكه غوره همدا ده چي په قيامت كي دى هم تير ايستل شي .له همدې كبله الله تعالى فرمايلي دي چي (ومكروا ومكرالله والله خيرالمكرين )آل عمران 54 آيت .
امام بغوي رحمه الله فرمايلي چي له (مكر) څخه مراد همدادى چي لومړى نور وركړل شي او بيا د ضرورت په مهال ورڅخه واخستل شي .
دپورتنۍ پوښتني په تړاو كي په تفسير مظهري كي دمسلم ,احمد او دار قطني په حواله يو روايت په لاندي توګه روايت شوى چي : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي په پيل كي به مومن اومنافق ټولو ته نور وركول كيږي مګر پل صراط ته په رسيدو سره به له منافقانوڅخه دا نور واخستل شي .
په تفسير مظهري كي ددې دواړو رواياتو(لومړى هغه چي وايي منافقانو ته به نور نه وركول كيږي اودوهم هغه چي وايي په بيل كي به منافقانوته هم نور وركول كيږي) ترمنځ داسي تطبيق ښودل شوى چي : هغه اصلي منافقان چي درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كي وو هغوي ته به دكفارو په څير نور يا رڼا نه وركول كيږي . مګر هغه منافقين چي درسول الله صلى الله عليه وسلم له زمانې وروسته راغلي دي نو په ظاهري ډول خو هغوي هم اقرار كوي او دوحي دنشتوالي له كبله يي منافقوالى نا څرګنددي مګر الله تعالى خو دټولو په زړه پوه دى چي څوك له زړه اقرار كوي او څوك يي نه كوي , نو له دې ډول منافقانو سره به لوي خداي جل جلاله دا معامله كوي چي لومړى به نور وركړل شي او بيابه عين دضرورت (په پل صراط دتيريدو) په مهال ورڅخه واخستل شي .والله اعلم باالصواب .
دلته دهغوځينو اعمالو ليكل اړين بولم كوم چي دآخيرت په ورځ يا خو پخپله نور ګرځي يا هم دنور دپيداكيدو لامل ګرځي ,داسي عملونه ډير دي خو يو څو يي دادي چي ټول يي په حديثو ثابت دي:
1- په توره شپه كي مسجد ته دتلونكو لپاره دپوره نور دوركولو زيرى وركول شوى .ابوداود ,ترمذي . 2- دپنځه ګونو لمونځونو كول دقيامت په ورځ نور جوړيزي . مسند احمد ,طبراني 3- دسورة كهف تلاوت دلوي نور لامل دى .طبراني 4-دقرآنكريم ديوه آيت تلاوت به هم نور وي . مسندامام احمد 5- درود شريف ويل به هم په پل صراط دنور لامل ګرځي 6- داسلام په حالت كي چي دچا ويښتان سپين شي دابه دده لپاره نوروي .طبراني .
الله تعالى دي مونږ تاسو اوټولو مسلمانانو ته دهغو كړوړو توفيق راپه برخه كړي كوم چي دآخيرت په ورځ ياخو پخپله نور وي يا دنور لامل ګرځي آمين ثم آمين يارب العلمين .وما علينا الاالبلاغ المبين .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more