سياست او روانې چارې
نیویارک ټایمز : په غزني کې پاڅون نامی خوځښت اسدالله خالد تمویلوي
pattang
13.09.2012
نیویارک ټایمز : په غزني کې پاڅون نامی خوځښت اسدالله خالد تمویلوي
تفصيل بـــــرخه: خبـــــرونه
12سپتمبر2012.
لیکوال: څپاند .
نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې ویلي ، چې په غزني کې دپاڅون په نامه دپيل شوي خوځښت په اړه دا باور بې ځایه دی ، چې ګډونوال یې بې پرې ولسي خلک دي او په خپلو امکاناتو دطالبانو په وړاندې مبارزه په مخ وړي .
ورځپاڼې په یوه اوږده لیکنه کې چې ډيره برخه یې دسرحدونو چارو دپخواني وزیر اسدالله خالد کړنو ته ځانګړې شوې ده ، دا خبره هم سپينه کړې ، چې دغزني په شلګر کې روان خوځښت په هغوی پیسو پيل شوی او پالل کیږي ، چې دامریکایانو لخوا داسدالله خالد په لاس ورته رسیږي .
ورځپاڼې دغه راز ویلي ، چې دپاڅون زیاتره ګډونوال دحزب اسلامي له ګوند سره پخوانی تړاو لري ، چې اوس اسدالله خالد استخدام کړي دي ،ورځپاڼې اسدالله خالد دکرزي د ادارې یو مهم چارواکی بللی ، چې نه یوازې کرزی ورباندې ډير اعتماد لري بلکې نوموړی داحمدولي کرزي له مړینې وروسته دکرزیانو دکورنۍ دغړي حیثیت غوره کړی دی .
0
inShare.
larghonay laraway
15.09.2012
السلام عليکم!
پتنګ صيب د خواشينئ خبره دا نه ده چې دغه پاڅونونه د چا له خوا تمويلېږي، بلکې د خواشينۍ خبره دا ده چې پښتنو ته به تر څو د جنګي ؟؟؟ غوندې خلک هډوکي ورکوي او دوی به ورته جنګېږي؟
دا چې طالب هم د امريکا لپاره جنګېږي، حزبيان هم، اوسنی حکومت هم او حتی د ولس خلک هم نو اخر له چا سره جنګېږي؟
دوی ولې د شمالي ټلوالې يا هزاره ګانو څخه زده کړه نه کوي چې د يو نفر په تلفاتو سره يو خروار امتيازات ترلاسه کوي؟
پښتانه ولې دومره بې شعوره شول چې يوازې د جګړې ميدان ګرم ساتي؟
لومړی خو په کار ده چې د يو پاک، روڼ او سپېڅلي هدف لپاره وجنګېږي او که داسې په پيسو جنګونه کوي نو بيا بايد د دين، وطن او خلکو ګټه په پاک کې ونيسي ! نه داسې په يو څټل شوي هډوکي!
حمید هڅــاند
15.09.2012
د اسدالله خالد مشري خو له خلکو تر دې دمه څه پټه خبره نه وه. سره له دې چې هڅه کېږي د حزب غړي د توپکیانو دې نوې ډلې ته جذب شي، خو بیا هم، ډېری داسې کسان یې غړي شوي چې نشه او غلا یې اصلي کار دی.