د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان اولس ټوپکسالاران ، القاعده او طالبان په ټولټاکنو کې ورټل .

نقاد
17.10.2004

[color=blue:3e6811071c]
درنو لوستونکو ته سلام او مبارکي وايم چې افغانانو په ټولټاکنو کې په خپل پراخه ګډون سره خپله سياسي پوهه او درايت او د ملي وحدت احساس په اثبات ورساوه: دوی په هيواد کې د ټوپک او ټوپک سالارۍ څخه ژوره کرکه وښوده، القاعده يې و رټله او طالبانو او نورو سختدريځو ته يې داسې ترينګلې سياسي سپېړه ورکړه چې نه يواځې مخونه يې لولپه شول، بلکې غوږونه يې ګنس او سترګې يې هم د خپل ځان او وجدان او هم د ګرد افغان اوس او نړيوالو په وړاندې له شرم اوخجالته څخه ړندې پاتې شوې. افغانان نن د کورنۍ بلاو په وژلو بريالي شول او بريالي کيږي او سبابه که خير وي د بهرنيو بلاګانو پر ويستلو هم بريالي شي. د کورنيو بلاګانوخو مخونه تور شول ، د بهرنيو به د خيره له دې سپيڅلې خاورې څخه پښې سپکې شي. دا ټول د سياست په يوې نوې لايزري وسلې سره چې نوم يې دی سوله ملي وحدت او ديموکراسي ، کومه چې افغا ملت اوس د الهي نعمت په توګه خپله کړې ده. که په افغانستان کې طالب او القاعده په پوځي او سياسي لحاظ مري ، نوو رسره سم به نور ، که خدای کول، له دې خاورې څخه دا نجس امريکايان هم ورکيږي. ومن الله التوفيق ![/color:3e6811071c]


م ن غروال
17.10.2004

محترم او دروند ورور ښاغلئ نقاد صاحب سلامونه عرض کوم!
باور وکړئ همدا نن مې له يوه هېواد پال افغان مسلمان ورور څخه واورېدل چې په پاکستان کي هغو افغان تنکي ځوانانو ته چي د پاکستان په ديني مدارسو کي لوست کوي يعني حقيقي طالبان دي، داسي سبق ورکول کيږي چي اوسنۍ افغانۍ نظام کافر او پر ضد يي جهاد رواه دي او هغو وړو يا تازه په ثمر راغلي تنکيو ته لاسي او ريموټ بمونه ورکوي چي د پلنو لاندي او په ښوونځيو کي يي د چاودولو لپاره کښيږدي او د پاکستان لخوا هم يو ښه مبلغ د بخشش يا دتحفې په نوم ورکول کيږي٠ خبر به نه وي چې مونږ ته په ټول افغان کي هم داسي درسونه راکول کيږي فکر کوي د شپږم ټولګي زدهکوونکي يو او يا هم له دنيا نه نا خبره! په هر حال!
ستاسو د خبرې په اساس چي غوږونه به يي کاڼه وي له دغه درندې سپېړې!
باور وکړئ هيڅ يو ټک به هم د پاکستان څخه بې غير نه وي٠ ډير بد ناکراره دي او سخت هم ژوبل شوؤ چې په افغان ملت د نيکمرغۍ لمر راوخت٠ پاکستان به هر څه کوي هغه به هم خپلې ګټې ګوري اما زه په ريښتيا خپل هغه مسلمان افغان وروڼو ته حيرانيږم چې دوئ به کله معقوليت تر لاسه کوي او کله به هم د اسلام په لاره ځي او کله به افغان او افغانستان او دهغې ګټې ملي امنيت ملي يووالۍ سوله بيا رغونه د فقر او بدبختۍ څه د وتلو لار هم ورته مطرح وي که تل به داسي دښمن ډول ته په ړندو سترګو په نڅا وي٠
مونږه اوس ښه موقع په لاس لرو چې افغانستان کي يو قانوني حکومت ټينګ او حکومت له هره پلوه په خپلو احکامو او کړو غښتلۍ شي بيا ستاسو خبره چې هم به له بهرنيو سره ګور او هم به له نورو سره!
ښاغلئ نقاد صاحب بدبختي خو دا ده چې زمونږه بعضې وروڼه چې محضې يو څو ديني احکام يي ککرۍ ته کاپي کړل نو بيا ځان څخه داسي مفتي جوړ کړي چي ګواکي يو دۍ مسلمان دي او يو هم ملا عمر! او له اسلامه يوازې دوئ خبر دي او ايمان هم يوازې دوي لري او دا نور داسلام نړۍ؟ بس دوئ ټول ورته خلي خاشاک دي٠
دوئ پرته له دې چي نوره هم ځانونه بدنامه کړي او د افغان مسلمان ملت په وړاندي ځان لپاره کرکه وکري نور يي هيچ په وس ندي ٠انشأالله!
زه هم ستاسو سره همنظره يم او ميد کوم ګران هېواد افغانستان د توپکوالو او باندنيو عسکري قواؤ خلاص او يو خپلواک آزاد او ديموکرات هېواد د اسلام او افغاني شتمن کلتور لاندي يو سوکاله او دنور پر مختللو هېوادو په څېر يوه مترقي او پر مختللۍ هېواد راتلونکو کي ولرو٠
په درناوې ــ غـــــروال



Adil watanmal
18.10.2004

ګرانو لوستونكو
--------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

پښتانه متل كوي [color=yellow:901593a889]كه شپه تياره ده خو مڼي په شمار دي[/color:901593a889]. نو اوس كه صلبيان او لاسپوڅي ئې په افغانستان كې په هر قسم اوبه خړي كړي او فضا ګردجنه كړي او كوشش وكړي چې خپل غيري انساني اهداف لاس ته راوړي خو [color=blue:901593a889]ارمان به ګور ته له ځان سره يوسي[/color:901593a889] ځكه افغانان مسلمانان دي او د ځان لپاره هغه قانون خوښوي چې الله پاك ورته خوښ كړي او د همدي لپاره هر قسم قرباني ته تيار دي ښه ثبوت ئې د روسانو او لاسپوڅو سره جهاد دي او دي وحشي قوم غوښتل چې د كمونيزم وحشي فلسفه په افغانانو تطبيق كړي او انجام ئې ټولي دنيا وليدو او انشاء الله چې د كفري فلسفو د اچار (ديمكراسي) تطبيق كوونكو انجام به د روسانو څخه بد وي.

[color=yellow:901593a889]دلته بعض ليكوالانو[/color:901593a889] د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) ته پټګي په سر كړي او د اسلام چپنه ئې وراغوستي او غواړي چې افغانانو ته په شهدو كې زهر وركړي خو خبر نه دي چې افغانان اوس مهال د دښمن په هر حركت پوهيږي.
همدارنګې د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) نه دفاع كونكې ليكوالانو ته چې كله د ديمكراسي د تطبيق عملي بيلګې په مخ كي كيښودل شي بيا وايي چې مونږ داسي ديمكراسي نه منو او نه ئې غواړو [color=darkred:901593a889]خو اوس سړي نه پوهيږي چې د ديمكراسي سرغني يعني امريكايان په ديمكراسي نه پوهيږي او كه دغه ليكوالان؟[/color:901593a889] ځكه امريكايان ځانو ته د ديمكراسي سرغني واي او په دنيا كې ئې د پلي كولو كار شروع كړي چې شروع ئې د افغانستان څخه وه او اوس عراق هم پدي دائره كي دي نو افغانانو دغه د كفري فلسفو اچار په خپلو سترګو وليدو(تطبيق ئې پدي ډول دي چې د بيګناه خلكو كورونه ئې ورانكړي او كوي ئې د ماشومانو، ښځينه او نارينه جنس وژل او په ښځينه او نارينه جنس باندي تيري كول او ....) نو اوس كه دغه ليكوالان د امريكايانو دغه ديمكراسي نه غواړي نو چې كومه ديمكراسي دوي غواړي هغه به څوك تطبيق كوي او څه وخت به ئې تطبيق كيږي؟ او همدارنګي كه دغه ليكوالان د غربي ديمكراسي د تطبيق كولو په افغانستان كې مخالف وي[color=darkblue:901593a889] نو ولي بيا زمونږ خبره د اوسني غير اسلامي حكومت په اړوند چې د صلبيانو تر سوري لاندي جوړ شوي د دوي لپاره په مثال د توپ د ډز دي؟؟؟[/color:901593a889]خبره نوره نه اوږدوم په اخر كې د يوه شعر څو بيتونه دلته ليكم او پوره شعر د شعرونو په فورم كې د زخمي احساس په نوم موضوع كې د زيري تر سرليك لاندي لوستي شي.

جانانه زيري مي درباندي ازادي راغله
--------------------------------------ښكلي كابل ته مو [color=yellow:901593a889]غربي ديموكراسي [/color:901593a889]راغله
ميخاني ګرمي شوي [color=yellow:901593a889]زاهد اوملا[/color:901593a889] كډه وكړه
--------------------------------------محراب هم وران شو چې قوه ئي هوايي راغله
ډش او كيبل سينماګاني د شپي نايټ كلبونو
--------------------------------------ټوله آباد شول چې دا [color=yellow:901593a889]نوي پاليسي [/color:901593a889]راغله
[color=darkblue:901593a889]په موسسو په پوهنتونو او دولتي شعبو كې
--------------------------------------غاړه غړي شول ښځې نر چې قارقولي راغله[/color:901593a889]
ديموكراتانو ورته دود كړي سپيلني د نظر
---------------------------------------فكر ته ړنګه بنګه ورانه[color=blue:901593a889] شوروي[/color:901593a889] راغله
مونږ كم بختان يو وخت ددا ډول مزو نلرو
-------------------------------------دري ځله مخكي هم وطن ته [color=yellow:901593a889]انګليسي[/color:901593a889] راغله
خو د بابا او د ملا او ارتجاع قواوي
--------------------------------------ورته راوړاندي شوي واي دا څه خركوسي راغله

==============د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

=====================================عادل وطنمل


م ن غروال
19.10.2004

محترمو وروسته له سلامو،
د اسلام نارې نو څه په درد خوري چې حتی قلمي ادب کي هم بې ادبه کلمات وکاورل شي٠
د اسلامي پوهنتون څخه د يوه فارغ التحصيل د قلم او اسلامي ذکاوت کلمه ( خــ٠٠٠٠٠ــي)
ما حتی دبيسوادو په کليواولۍ شاعرۍ کي هم داسي بې ادبي نده ليدلي٠
يا خو يي بايد اصلاح کړي او يا خو يي هم بايد د فورم مسئول ړنګه کړي٠
او را به شم د ليکنې نور متن ته!
دا ليکنه صرف يو احساس دي پرته له يوې کومي علمي هغه تګلارې چې وکولائ شي لااقل وطنوالو ته د راتلونکي لپاره د سولي امنيت او دجګړې د پاي ته رسولو او يا هم د هېواد راتلونکي سياسي نظام جوړېدو لپاره څه په لاس ورکړي له بده مرغه نور هيڅ هم پکي نه ليدل کيږي٠ يعنې په درد بخور نه دي٠
لاسپوڅي؟
نن په هېواد کي هغه مسلمان او مجاهد وطنپال افغانان په کار بوخت دي چې (لاسپوڅي) ويل ددوئ شخصيت ته يو توهين دي او شرم دي چي څوک داسي لقب کاروي٠ په دغه افغانانو کي دومره مسلماني او ايمانداري او وطنپالنه نغښتې ده چې ممکن ددغه ډول کلمو ليکونکي يي ګرد ته هم و نه رسيږي٠
مبارزه د اوسني نظام ړنګول، يعني جهاد! زه همداسي له دا ډول ليکنو پوهيږم او اخيستنه ترې کوم٠ اما افغان ولس هغه څه چې په دغه څو کالو کي ولېدل نور انشأالله په خپلو ګټو او تاوانو ډير ښه پوهيږي٠ نور به انشأالله تعالی د دښمن ډُول ته د جهاد په نامه چې بمونه دي او ويشتل، او تروردي او جګړه، په نڅا نشي٠
ارمان به د حقبين مبين او عادل خداي جل جلاله په پوره عدل او توکل، د نهايت مظلوم ولس او وړو ګدا يتيم ماشومانو او تور سرو د يوې اندازې نېکمرغۍ په ټغر دناستې او آرامې ساه اخيستنې لپاره، هغه خلک ګور ته يوسي چې ګران هېواد کي نور هم د ويشتو وهلو ټکولو زورولو چاودولو، او د بې امنيتۍ د بربادۍ دفقر دتباهۍ او انواع او اقسام د تشنج وسيلو څخه په دغه شهيد او ژوبل ولس سپما نه کوي٠
که ژوند وؤ او عمر وفا وکړه نو سره ګورو به! چې ارمانونه د چا پټي کي د نېکمرغۍ ګلان په ثمر او حاصل راځي٠
په درناوې ــ غروال



Adil watanmal
20.10.2004

محترمو ليكوالانو او د قدر وړ لوستونكو
-----------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

ما په يو ليكنه كې دا په ډاګه كړي چې زه شاعر نه يم نو كوم شعرونه چې ټول افغان كې ليكم دا زما نه بلكي د نورو شاعرانو د زړه اواز دي چې په وطن كې ئې د صلبيانو او لاسپوڅو د كارنامو ليدلو نه ورسته د خولو راوتلي دي[color=yellow:54ea0b50c8]. نو ذكر شوي شعر زما نه دي نو ځكه پكي لاسوهنه نه شم كولي او [/color:54ea0b50c8]همدارنګې كه د فورم چلونكې د غروال صاحب خبره ومني او وران ئې كړي نو بيا نور هم ډير داسي الفاظ شته چې بايد وران شي.
[color=white:54ea0b50c8]غروال صاحب ليكلي دي:[/color:54ea0b50c8]
((نن په هېواد کي هغه مسلمان او مجاهد وطنپال افغانان په کار بوخت دي چې (لاسپوڅي) ويل ددوئ شخصيت ته يو توهين دي او شرم دي چي څوک داسي لقب کاروي٠))
ګرانو لوستونكو په افغانستان كې دا مهال د حكومت واګې د صلبيانو د سوري لاندي د څو ډلو په لاس كې دي چې مشران ئې ميلي خائنان اومجرمان دي نه ميلي شخصيتونه ځكه هيڅ كوم داسي كس پكي نشته چې د هغه لاسونه دي د مظلومو افغانانو د وينو بوي نه كوي بلكي ټول همداسي دي. كرزي د هغه بي ګناه زرګونو وطنوالو د وژلو مسول دي چې دده د راتګ لپاره د وخت فرعونيانو او د انصاف ټيكدارانو (امريكايانو) په خپلو وحشي بمباريو د خاورو لاندي كړه.او د هغه زرګونو افغانانو د مرګ هم مسول دي چې همدغه وحشي قوم دده لپاره په اوسپنيز بكسونو كې واچول او د هوا د بنديدو د تندي او لوږي نه په شهادت ورسيدل.
محقق د هغه وحشي ډلي مشر دي چې افغانانو ته به ئې په سرونو ميخونه وهل او په ژوندون به ئې ترينه پوستكي ايستلو او رقص مرده خو ددوي مشهور ترينه لوبه وه چې د افغان نه به ئې په ولاړي سره غوچ كړه او ګرم تيل به ئې پري واړول چې وينه ئېه بنده شي نو هغه په چې ټوپونه وهل دوي به خاندل او همدغي وحشي ډلي چي كوم كارونه د سنيانو د ښځو سره كړي قلم ئې په ويلو شرميږي.
ددغه مجرمانو څخه سياف او رباني هم وه چې د وخت فرعونيان ته به ئې ويل چې نور بمبار هم پري وكړه او همدغو مجرمانو د خپل قدر د ساتو په اور كې د مظلوم ملت د پنڅوس زرونه زيات خلك په يو كابل كي وسوزيدل.
د دوستم خو لا خبره مه كوه.
[color=yellow:54ea0b50c8]افرين دي وي په تاسي ديمكراسانوو چي نن داسي مجرامان هم د رياست جمهوري لپاره كانديديدوته پريښولي وه. د داسي مجرامانو په شا ټپول د مظلومو افغانانو په زخمو دملګي اچول دي.[/color:54ea0b50c8]
ګرانو لوستونكو په افغانستان كې تير ټولټاكني په حقيقت كې د مجرمانو ټاكني وي په همدي اړوند په همدي فورم كې د مجرمانو محاكمه كه هڅونه ترعنوان لاندي ليكل شوي مضمون وه ګوري.
ګرانو لوستونكو ديمكراسانو اوبه خړول او فضا ګردجنه كول په هرځاي كې خپل كار ګرځولي چې كله هم حقيقت ورته مخ كې كيدي نو واي چې دا تګ لاره د ملت په ګټه نه ده خو خير زه دلته بيا خپل يو څو پوښتني ديمكراسانو ته متوجه كوم هيله ترينه لرم چې د جواب په ويلو خپل شخصيتونه لوستونكو ته په ګوته كړي.
[color=darkblue:54ea0b50c8]1. په افغانستان كې اوس مهال صلبيانو د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) تطبيق شروع كړي او زمونږ دلته ګران ديمكراسان د دغه غربي ديمكراسي مخالف دي نو هغه ديمكراسي چې دوي ئې غواړي څه وخت او د چا له خوا به په افغانستان كې تطبيق شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
2. په اسلامي نړي كې د بيلګې په توګه داسي ملك راته په ګوته كړي چې ستاسي غوندي د ديمكراسي فكره ورسره وي او تطبيق كړي ئې وي نه ده امريكايانو ديمكراسي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
3. كه تاسي د غربي ديمكراسي خلاف ئې نو بيا ولي پر تاسي بده تماميږي چې كله مونږ د هغوي جرمونو په ګوتكو او بد پري وايو؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:54ea0b50c8]

[color=white:54ea0b50c8]د پاي ټكي:[/color:54ea0b50c8]
د لاسپوڅي كليمي استعمال د صلبيانو تر څنګ ولاړ خلكوته هيڅ كوم د شرم خبره نه ده بلكي دوي بايد ددينه هم په بد نوم ونومول شي ځكه چې صلبيان په افغانانوباندي څه روان كړي او دوي په خپله خوله كې الفي اچولي او بنده كړي الله پاك دي په مرګ دا خولي بندي كړي چې صلبيان د مظلومو افغانانو كورنه ورانوي، ماشومان ئې وژني، په سلګونو ئې بي ګناه په جيلونو كې اچولي چې هلته څه ورسره كوي قلم ئې په ويلو شرميږي ، د هيواد په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تيري كوي او دغه منافقين ورته خړي سترګي نيولي.
كه د يوچا سره زره احساس هم وي د صلبيانو او لاسپوڅو يو جرم چې په هيواد والو جنسي تيري دي په نظر كې ونيسي نو قسم په خداي كه بيا ددغه وحشي قوم او ملګرونه دفاع وكړي.
د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) په تطبيق كولو كې د افغانانو دين، وطن، ناموس لاړو اوس نه پوهيږم چې ددغه مظلومو افغانانو سره نور څه پاتي دي چې ديمكراسانو ورته سترګي خړي كړي. اود الله پاك په ځكمه ئې په ارامه ساه اخيستو ته نه پريدي.
فكر نه كوم چې هيڅ څوك دي هم داسي نظام ته خوشحاله شي چې په هغه كې ئې دين، سر، مال،ناموس، وطن محفوظ نه وي كو څوك ورته خوشحاليږي نو زما په اند په عاقلانو كي ئې شميرل د انصاف نه به ډيره لري خبره وي.
د صلبيانو راوړي د كفري فلسفو اچار افغانان هيڅ كله هم نه شي منلي كه هرڅومره ښه رنګ وركړي ځكه دا مهال افغانان د دښمن په هر حركت پوهيږي او نظر پري ساتي.

------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------عادل وطنمل


hotak
20.10.2004

[quote:b119bad8cc]د لاسپوڅي كليمي استعمال د صلبيانو تر څنګ ولاړ خلكوته هيڅ كوم د شرم خبره نه ده بلكي دوي بايد ددينه هم په بد نوم ونومول شي [/quote:b119bad8cc]
ريشتياهم پردي سپي دي چي زموږپرهيواد بلوسيدلي اودهغو نوكران بيا دهمدغو سپوزامن اوبچيان دي.
يوڅوك يى كه هرڅومره لكۍ ورپټه كړي له ورايه ښكاري چي سپي دي..........
پاملرنه: زه داخبري له روژه ماتي وروسته يعني په داسي وخت كي ليكم چي عقل مي سم كاركوي.


سباوون ننگرهاری
20.10.2004

هوتکه وروره هغه الفاظ چې تاسې کارولي ډير دخواشينی وړ دي. دټول افغان رون اندي ليکوالان به عاجز وي چې په ورته کلماتو ځواب درکړي. ځکه بيا به نو ستا او دهغوی ترمنځ تفاوت په څه کې وي. دابه دټولو رون آندو دسويې نه ښکته کاروي چې له تاسره ناندرۍ ووهي


نقاد
20.10.2004

ګران ورور عادل خان ته سلام !
وروره لکه چې د بحث پر ځای دې ناندريو ته مخه کړې ده، ځکه له مهمو مسايلو څخه سيده تيريږي او د موضوع په اړوند د نورو له پښتنو او جوابونو څخه سترګې پټوې او يواځې خپله ﻻمزر ﻻ تکراروې. د ساري په توګه :
١ــ لوتونکي شاهدان دي چې تاته بيابيلو ليکوالانو ښودلې او ثابته کړې ده چې دلته څوک غربي ديموکراسي نه غواړي، په تيره بيا حليمي صاحب په کراتو مراتو خلافت او واکمۍ ته د ابو بکر (رض) ،حضرت عمر او نورو راشدينو خلفاو ګډه ﻻر د اسلامي ديموکراسۍ بنسټ بللی ، چې د سري ازادو عاموو عادﻻنه انتخاباتو اصل
دمسلمان اولس د اسلامي بيعت له ثمر او نتيجې پرته بل شی نه دی. د اسلامي حکومت نوم څوک له ډدل انتخاباتو پرته په خوله نشي راوړلی. طبعأ دغه بيا دا معنی نه لر چې د عامو سري ازادو او عدﻻنهانتخاباتو حاصل به په هره ټولنه کې يو اسلامي حکومت رامنځته کوي، خو دا تضمينوي چې په اسلامي ټولنه کې دغسې انتخابات ددې ګارانتي ورکوي چې اسلام دوښمنه ځواکونه واکمنۍ ته پکې نشي رسيدلای، او په همدې ډول افراطي ورانکاران هم نشي کولای چې داسلام يا بلې کومې ايديالوژۍ په بهانه ټول ملت وغولوي او د يوې
ديکتاتورۍ د رامنځته کولو له پاره وامنۍ ته له دې ﻻرې څخه ورسيږي، ځکه ټول ملت نه ړندولی شي ، نه غولولی شي او نه هم لمر په دوه ګوتو پټولی شي..خو د سولې له ﻻرې څخه بيا داسلامي ديموکراتانو چانس په اسلامي ټولنه کې تر چا زيات دی چې واکمۍ ته ورسيږي ، خو اول بايد دوی د راشدينو ليفه ګانو په څير د اسلاميبيعت پربنسټ عامو ، آزادو سري او عادﻻنه انتخاباتو ته تن کيږدي، يعنې په سياسي برخه کي هم ځانونه سلمانان ثابت کړي . بيا ترې کاميابي چا هم نه ده وړې.
٢ـ دغه راز دغروال صاحب او دغه جانب له خوا هم ديموکراتيک اصول بيل بيل روښانه کړل شول، تر نن وځې پورې نه تاسو او نه مو استادانو لکه طالب جان او طالب خان يو هم ونشو کړای چې د هغې ايکې يواځنی اصل هم د اسلام د سپڅلي دين سره په ټکر کې وښيي، يا ووايې چې دغهاصل داسلام له روحيې څخه مخالف دی . ولې هغوې که دا کار ونشو کړای، نو پخپله خو اقلأ بيا غلي ناست دي او د دموکراسۍ پر ضد مستقيم بدر ده نه وايي،او يواځې خپل بړيڅي يې راخوش کړي چې د بحث پر ځای ناندرۍ ، اتهامونه او بدرد تکرار کړي..
٣ــ د افغان اولس سره سړی په تعصب او افراطيت ، ختدريځۍ او نورو کرغيړنو ساسي ﻻرو سره واځې خپله دوښمني ودلی او ثابتولیشي، نه خواخوږي ! کمونستان سياسي افراطيون، سختدريځه ، جګړه مار او بلواکه نه وو؟ مجاهدين څوک وو، سختدېځ ، افراطيون، بلواکه، جګړه مار او د وطن ويجاړوونکي نه وو؟ طالبان دې تر ټولزيات افراطيان، تر ټول زيات سختدريځه، تر ټلو زيات جګړه ماران، تر ټولو زيات متعصب ،ناپوه او د قدرت د خره پر شا مخ څټ ته سپاره نه وو؟ چې نه يې ځان ليده، نه جهان ، نه هيواد او نه ملت ؛ اونه يې د دې وطن تاريخ ، نه حال او نه راتلونکې پيژندله ، نوځکهخو يې هم ځان او مت وطن ، اوس او اينده ټول تباه کړل. ، خواوس چغې وهي چېداخو دوښمنانو ونږ سره بد وکړل، نو ورونو يومتل وايي (( چې نه کار ، هلته څه کار !))
آخرتاسو له سياست څخه څه غو ښتل ؟ او دااوس ولې افغانان پر کراره نه پريږدئ، دوی خو په ټولټاکنوکې تاسو پر ضد له ٩٥ ــ ١٠٠ فيصدو ورې ګډون وکړ او ستاسو په پوي او ساسي ﻻر يې د بطلان کرښه ښاه راکش کړه، تاسو ولې او څنګه د افغانانو نوم په خولې اخلئ چې هغوی له تاسو نه ويني غورځوي. د خارجي ځواکونو شته والی اول هم نه غواړي، دا يو غيور اولس دی، خو دا بهانه تاسوته په ﻻس نه درکوي، چې تاسو مشري ومني او يوځل بيا پر اولس نادودې پيل کړئ! انشألله هغه وخت به هم راورسيږي چې ټول افغان اولس به په يوه ځل او يوه آواز سره د هرخارجي ځواک د وتلو سياسي غږ پورته کړي او بری به يې پر نصيب شي. او که په سياس ﻻر ه ونشوه بيابه د آزادۍ جګړې ته هم پر يوې ملي تړې سره وروداګي او بری به انشا الله تر ﻻسه کړي. والسلام .



Adil watanmal
21.10.2004

هوتكه وروره له سلامونو او درناوي څخه ورسته

وروره د ديمكراسي پلويانو ونه شواي كړه چې زما فقط يو نوم (لاسپوڅي) برداش كړي ده هغو خلكو لپاره چې د صلبيانو پښي او پنجې په افغانستان كې ټينګه وي او د صلبيانو ډول ته نڅا كوي خو ستاسي ليكني څخه راته وه بريښيده چې انګار مو په اور بدل كړو.

-------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
21.10.2004

ګرانو لوستونكو او ښاغلي سباوون ننګرهاري صاحب
---------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

ښاغلي ننګرهاري صاحب تاسي ليكلي دي چې كه رون اند ليكوالان د هوتك ورور جواب په همداسي الفاظو وكړي نو بيا ددوي ترمنځ فرق څه شو او دا كار به د هغوي د سوي نه كم وي خو ګرانه ستاسي له ليكنو څخه داسي معلوميږي چې ټول افغان ته ډير سر نه راښكاره كوي خو زه به مو خبر كړم چې رون اند ليكوالانو دي مجاهدينو او مليانو ته هغه الفاظ استعمال كړي چې پوښتنه ئې مه كوه. تر دي هم رسيدلي چې دموږك ، بي عقله ، ليوني، جاهل ، او ....الفاظو استعمال هم شوي. خو صرف خبره دومره ده چې په سپينو جامو داغ زر معلوميږي په نسبت سره تورو جامو ته.

---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
21.10.2004

ګرانو لوستونكو او محترم نقاد صاحب
------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

نقاد صاحب د پوښتنو د جواب څخه په هر ځاي كې تاسي او ستاسي ملګرو تر حلمي پوره خاوره ايستلي او چې كله هم درسره جواب نه وي نو په اوتو بوتو سر شوي ياست لكه پدي ليكنه كي ځكه زما په تيره ليكنه كې چې كومي پوښتني وي نو ته ئې هم د جواب څخه تښتيدلي ئې او په ليكنه كې دي د يوي پوښتني جواب هم نشته او ليكنه دي فقط شاولي باباولي انځوروي.

زه خپلي پوښتني يو ځل بيا ديمكراسانو ته وړاندي كوي هيله لرم چې د جواب ويلو څخه ئې خاوره ونه باسي.
[color=darkblue:1f4f61dd81]1. په افغانستان كې اوس مهال صلبيانو د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) تطبيق شروع كړي او زمونږ دلته ګران ديمكراسان د دغه غربي ديمكراسي مخالف دي نو هغه ديمكراسي چې دوي ئې غواړي څه وخت او د چا له خوا به په افغانستان كې تطبيق شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
2. په اسلامي نړي كې د بيلګې په توګه داسي ملك راته په ګوته كړي چې ستاسي غوندي د ديمكراسي فكره ورسره وي او تطبيق كړي ئې وي نه ده امريكايانو ديمكراسي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
3. كه تاسي د غربي ديمكراسي خلاف ئې نو بيا ولي پر تاسي بده تماميږي چې كله مونږ د هغوي جرمونو په ګوتكو او بد پري وايو؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:1f4f61dd81]

په ليكنه كې دي د خلفاو راشيدينو د نظام خبره كړي ګرانه تاسي ديمكراسان تر حليمي پوري د خپلي ليكني معيار مو نه دي ټاكلي نو ځكه يوځاي كې يو څه او بله ځاي كي بل څه ليكلي تاسي خو تر اوسه د خلفاو راشيدينود حكومت ونظام ته په ډيره كمه سترګه كتل او ويل مو چې همغه د هغه وخت لپاره ښه وه نه د اوس لپاره نو اوس چې نوري دروازي درباندي رابندي شوي نو بيا مو دي طرف ته مخه كړه.

زه او لوستونكي ښه پدي پوهيږو چې تاسي دغه د كفري فلسفو اچار ته كه څومره هم سترګي توري كړي پتگي ورته په سر كړي او د اسلام چپنه ورواغوندي خو بيا ئې هم افغانان نه مني ځكه چې افغانان د خپل دښمن په هر حركت شه پوهيږي او خپل يونيم ميلون شهيدان ئې دي لپاره نه دي وركړي چې د صلبيانو تر سيوري لاندي د كفري فلسفو اچار په افغانستان كې تطبيق كړي بلكي ددي لپاره چې يو سوچه اسلامي نظام رامنځ ته شي.

او همدارنګي له ياده مه باسه چې تاريخ ګواه دي چې[color=yellow:1f4f61dd81] افغانان خرڅيږي نه بلكي بعض ئې كرايه كيږي[/color:1f4f61dd81] لكه اوس چې امريكايانو د خپلو پښو د كلكولو لپاره په افغانستان كې كرايه كړي هغه وخت به درته معلومات وشي چې كله دغه ديمكراته غوا شيدي وركول (ډالر) وچې كړي نو بيا به ئې همدغه كرايه كړي شوي افغانان په لغتو وهي.

[color=white:1f4f61dd81]نقاد ليكلي: [/color:1f4f61dd81]
((يواځې خپل بړيڅي يې راخوش کړي چې د بحث پر ځای ناندرۍ ، اتهامونه او بدرد تکرار کړي..))

جناب لومړي خو زه تر اوسه طالب خان او طالب جان نه پيژنم چې د افغانستان د كوم ځآي دي او چيرته ئې درس ويلي او حتي ددوي حقيقي نومونه څه دي نو دغه تهمت مو په جب كې درسره واچوي ځكه بل كوم ځاي كي به مو په كار راشي.
دوهم كه زه د كفري فلسفو اچار په نه منلو كې ناندري وهم تاسي ديمكراسان خو د قرآن كريم په اياتونو كې هم ناندري وهي او د ځانه ئې غلطي ترجمي كوي چې ترڅو خپل باداران خوشحاله كړي. او د الله قانون ته غاړه ايښودو پرځاي د بنده د لاس جوړشوي قانو ته غاړه ايږدي او د الله بندګې كول د هغه قانون ته په غاړه ايښودو كيږي نه د بنده قانون ته په غاړه ايښودو.

دريم بدر رد ويل كه لوستونكي زما او ستاسي ديمكراسانو ليكني وه ګوري نو زه په يقين سره وايم چې تاسي به د بدو ردو په ويلو كې تر مونږ يو په څوواره زيات والي كړي وي خو [color=yellow:1f4f61dd81]زمونږ او ستاسي په بدو ردو كې هم فرق شته هغه دا چې تاسي ئې په مليانو اوحقيقي مجاهدينو پسي وايي او مونږ ئې په صلبيانو او لاسپوڅو پسي.[/color:1f4f61dd81]

[color=white:1f4f61dd81]نقاد ليكي:[/color:1f4f61dd81]
(((((دوی خو په ټولټاکنوکې تاسو پر ضد له ٩٥ ــ ١٠٠ فيصدو ورې ګډون وکړ)))
لومړي خو شوي انتخابات فقط مجرم ټاكني وي او دوهم نقاد صاحب په خبره كې د تلوار كړي تاته د كوم ځاي نه دامعلومات وه شوي چې ٩٥ ــ ١٠٠ فيصدو پوري افغانانو پكي ګدون كړي تر اوسه خو د رايو شميرل هم لا سر ته نه دي رسيدلي چې ثابته كړي چې څومره خلكو پكي ګدون كړي.
همدارنګي د افغانستان نيمو وګړو ته هم د انتخاباتو كارډونه نه دي وركړي شوي نو د كومي بوجې نه دي داخبره راوه ايسته چې په مجرم ټاكنو كې افغانانو ٩٥ ــ ١٠٠ فيصدو پوري ګډون كړي؟؟؟؟. !!!!!!!!!!!!!!!

[color=blue:1f4f61dd81]د پاي ټكي:[/color:1f4f61dd81]

محترمو لوستونكو زه چې كله د ديمكراسانو جوابي ليكنه وه ګورم نو دا راته ښه معلومه شي چې زما ليكني پري سر ګرځولي دي نو ځكه زما كړو پوښتنو ته په جواب ويلو پر ځاي كوشش كوي چې د خبري روخ بل طرف ته واړوي ښه ثبوت ئې همدا ليكنه ده . زما پوښتنې د همغه ديمكراسي د تطبيق په اړوند دي چې دوي ئې غواړي خو چې جواب نلري نو كوشش كړي چې بحث ته بل روخ وركړي او هغه د ديمكراسي اصل ثابتول د اسلامي تاريخ په هنداره كې. نو ځكه زه دلته پدي بحث كول نه غواړم چې د خلفاو راشيدينو حكومتونه كې ديمكراسي وه او كنه او انتخاب ئې په كومه طريقه شوي.

نو ديمكراسانو ورونو څخه هيله كوم چې زما ليكنه كله هم لولي نو جزباتي كيږي مه او په ارامه سره ئې ولولي او د څه وخت تيريدو نه ورسته جواب ليكي نو بيا به مو ليكنه ډير د غربي ديمكراسي رنګ نلري.

[color=yellow:1f4f61dd81]بايد يادونه وكړم چې زه د هر حقيقي مسلمان او مجاهد نه دفاع كوم او په افغانستان كې اسلامي حكومت غواړم كه هغه هر څوك ئې راولي كه طالب وي كه غيري طالب وي اوس كه د افغانستان نه صلبي لښكري ووځي او ملك كي د اسلامي قانون حاكميت راشي او مجرمان محكومو ته راكش كړي شي نو زه د كرزي سره هيڅ كوم اختلاف بيا نه لرم .[/color:1f4f61dd81]

----------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------عادل وطنمل



طالب خان
22.10.2004

[quote:ebf7d1d5b0]درنو لوستونکو ته سلام او مبارکي وايم چې افغانانو په ټولټاکنو کې په خپل پراخه ګډون سره خپله سياسي پوهه او درايت او د ملي وحدت احساس په اثبات ورساوه: دوی په هيواد کې د ټوپک او ټوپک سالارۍ څخه ژوره کرکه وښوده، القاعده يې و رټله او طالبانو او نورو سختدريځو ته يې داسې ترينګلې سياسي سپېړه ورکړه چې نه يواځې مخونه يې لولپه شول، بلکې غوږونه يې ګنس او سترګې يې هم د خپل ځان او وجدان او هم د ګرد افغان اوس او نړيوالو په وړاندې له شرم اوخجالته څخه ړندې پاتې شوې. افغانان نن د کورنۍ بلاو په وژلو بريالي شول او بريالي کيږي او سبابه که خير وي د بهرنيو بلاګانو پر ويستلو هم بريالي شي. د کورنيو بلاګانوخو مخونه تور شول [/quote:ebf7d1d5b0]
انالله وانااليه راجعون
ماهيڅکله هم داسي ګومان نه کاوه چي يوزده کړی کس په تيره بيا ښاغلی نقادصاحب دي دومره له عقله،منطقه اوظرفيته لري څرګندوني وكاندي.حقيقت دادۍ چي ښاغلى نقادصاحب اودهغه په څيرنورمحترم ذوات له ډيره وخته راپديخوا دلويديځ په غيږكي اودهيواد له اصلي قضاياوو,دګرانو مظلومو اومعتوبو هيوادوالو له درد اوغمه خوراليري پاتي شويدي.اوترټولومهمه داچي هغوي خواران دومره دلويديځ دمتعصبانه تبليغاتو تراغيزي لاندي راغلي چي اوس يى اصلا خپله اراده اومستقلانه فكراو اندود له لاسه وركړى.
اوس نونقادصاحب ته وګوره چي ښكته شي اوپورته همدا دازادو‘سري اوعامو انتخاباتو چيغه به يى پورته كړي وي.
سمه ده موږله ټاكنو منكرنه يو.اونه هم په حکومت جوړونه کي دولس درايو مخالفين.زما له آنده حكومت يوه اجتهادي شرعي مسئله ده.دحكومت دكوم ځانګړي فورم اوپلاټ په اړه اسلامي شريعت ښايي هيڅكله هم په كومه مشخصه بڼه ټينګارندى كړي.دحكومت دنده داسلامي شريعت تطبيق دى.خداي دي وكړي كه څوك يى دټاكنوله لاري راولي اوكه څوك يى دمشروطه سلطنت له لاري .كه څوك يى دپارلمان له لاري راولي اوكه څوك يى دخلكودرايو په پايله كي دټاكل شوي ولس مشرله لاري راولي.
البته يوڅه چي خورامهم دي اويومسلمان يى بايدچي جداً جداًپه پام كي ونيسي هغه دادي چي موږله يوه داسي دښمن سره لاس اوګريوان يوچي زموږپرضديى په لوي لاس صليبي جګړه پيل كړيده.هغوي موږوحشيان‘ځناوراوځنګليان بولي.اسلام دترورايزم اوترهګرۍ يونامقدس آيين بولي.مسلمانان له څيلمي سړي خواره وژونكي اوقاتلين بولي.هغوي پخپله دغي جګړې ته دمدنيتونو جګړه وايي.
يوې خواته يى خير(مسيحيان)اوبلي خواته يى شر(مسلمانان) ولاړدي.
هغوي په جارنارې وهي چي دمسلمانانو دايل كولولپاره له سختي او وژونكي جګړې وروسته زموږبله وسله همدا ډيموكراسي ده.
هوهماغه ډيموكراسي چي ددې فورم ګڼو ګډونوالو ته ښايي ترايمان هم ورتيره ده.موږبه دادرسره ومنو چي ډيموكراسي له ځانه سره يولړمزايالري.اوهغه ستاسي په صطلاح خلكو ته درايي‘بيان اوعمل ازادي وركول دي.
خو وروره!دډيموكراسي هغه ښيګڼي اومزاياوي چي موږپه افغانستان اوعراق كي تجربه كړې او دسرپه توروسترګو مو وليدلې هغه ډيري سختي ډارونكي دي.
موږستاسي دمؤمن بها ډيموكراسي ددغي بڼي په ليدلوسره ريښتياهم له هغې اودهغې له منونكوسره عقده اخستي ده.زموږله نظره دغرب دهغي ډيموكراسۍ مينان چي په عراق اوافغانستان كي پرمسلمانانو وازمويله له څيلمي ليوني دي.هغوي دغربي كلتور داغيزوپه پايله كي اصلاله خپل افغاني اصالت‘ديني صلابت اواسلامي آندود نه دومره لري تللي چي زموږلپاره به داګرانه وي چي هغه دي ددين خوښو افغانانو اوياهم دښومسلمانانوپه كټګورۍ كي وګڼو.
وروڼو خوامه بدوۍ! كه تاسي په اروپاكي اوسيږۍ نوزه پخپله له ښايسته اوږې مودې راپديخوا په امريكاكي ميشت يم.زه دامريكا له يوې ګوښې نيولي تربلي دااوآن داروپا ترډيرو برخو تللى يم.دافغانانو په غونډوكي مي ګډون كړى. دهغوي افغانيت او اسلاميت ماډيرله نژدې كتلى.باوروكړۍ هغه فحشاء چي نن دافغانانو په منځ كي خپره ده په بل هيڅ كميونيټي كي سارى نلري.
زه ډيرځايه اوډيرځله د داډول شومو اوله تهذيبه لري اعمالو په ليدلوسره په امريكا كي دافغان په نامه شرميدلى يم اومجبوراًمي ډيرځايه ځان دپاكستاني په نامه معرفي كړى.
په هرصورت خبري ډيري اوسر يى يو.
نقادصاحب لطفاًموږته دي خپله دغه دشرابي اذهانو محصول ډيموكراسۍ نيغه نيغه مه كوه.كه تاسي غواړۍچي په دغو متملقانه تبليغاتو به دټول افغان دفورم دكتونكو رايه اونظربدل شي نو دا هسي تش خيال دي.
افغانانو دامريكايي ټيپ ډيموكراسۍ له ليدلو وروسته اوس حقيقت درك كړيدي چي ددې څه ثبوت دټول افغان دفورم دمشتركينو له اراوو اونظرياتو نه ښه په ډاګه كيږي. دوه كاله مخكي همدغه فورم وو.يوازي دګوتوپه شميرڅوتنه وروڼه پکي ښکته پورته کيدل او دموضوعاتو دخوشکي له امله يي بس په يوڅوموضوعاتو يوه بل ته مبارکۍ ورکولې خو نن چي الحمدلله دفورم ديوه بريالي فورم په بڼه راڅرګندشوي عامل يی همدا اسلام خوښي وروڼه دي.دټول افغان مشترکين دزده کړو افغانانو استازي دي.دفورم نژدې ټول ګډونوال دلويديځ له دغواچاډوله ډيموکراسيو مخالف دي چي پدې حساب موږويلاي شو چي ټول زده کړي افغانان ددې څه مخالف دي والحمدلله على ذلك
موږګوروچي آن دزده كړو افغانانو اكثريت الحمدلله ستادمؤمن بها ډيموكراسۍ سرسخته دښمنان اوداسلام دنظام حكومت شيدايان اوعاشقان دي.
زماپه آند غوره به واي كه دمباركي روژې په دغومباركو شيبوكي مودافغانانو په ټپونو مالګي نه واي وراچولي.
حقيقت دادۍ چي دغه ټولټاكني له يوې څيلمي ناكامي وې. زه په پوره ايماني جرأت سره دا ادعاكوم چي په نهوجنوبي اومشرقي ولاياتو لكه زابل‘ارزګان‘هلمند‘پكتيا‘پكتيكا‘كونړ‘نورستان اوننګرهار كي له سره ټاكني شوي ندي.البته دخوست اوغزني په مراكزوكي ځيني زاړه كمونيستان رايواچولو ته راغلي وو.له بله پلوه په كابل اوشمالي ولاياتوكي هم دخلكو ګڼه ګوڼه خوراكمه وه.دراجسترشويو يو ميليون خلكو له ډلي نه ايله په مټي 10% خلكو رايه واچوله.
افغانانو ددغو جعلي‘قلابي اوامريكايي ټولټاكنوپه بايكاټ سره په ډاګه كړه چي هغوي په هيواد كي دامريكايي ايجندې منلو ته تيارنه دي.
تاسي ښايي دبي بي سي ځانګړي خپروني نه وي تعقيب كړي اويوازي به مو دسپيني ماڼۍ دوياندپه خوله باوركړى وي.خوماداټولي خپروني مانيټركړيدي.ددغوخپرونو له مخي دټاكنوپه ورځ تردوولسو بجوپوري خلك په دوربين كي نه ترسترګوكيدل.يوازي له دوو بجو ترڅلوروبجو رايي اچول شوي وې.
له بله پلوه پدغو نيمګړوټاكنوكي هم په دومره اندازه تقلب اودرغلي وشوه چي حد نلري.
آياومونه كتل چي نژدې ټولوكانديدانو پدغو ټاكنوكي ددرغلۍ تورونه ولګول اودمقاطعى اعلان يي وكړ
اوترټولومهمه داچي دغه ټاكني دصليبي استعمارترسيوري اواشراف لاندي ترسره شوې.هغه استعمارچي په سيمه كي دخپلي ځانګړي آجندا دتطبيق لپاره په زوراوجبر زموږ خاوري ته راغلى.
موږچي دكارمل اونجيب انتخابات نه منل نو دكرزي انتخابات به څنګه ومنو؟
هغه دشوروي لاسپوڅى وو اودغه دامريكا.



طالب جان
22.10.2004

[quote:fc95a79301]تر نن وځې پورې نه تاسو او نه مو استادانو لکه طالب جان او طالب خان يو هم ونشو کړای چې د هغې ايکې يواځنی اصل هم د اسلام د سپڅلي دين سره په ټکر کې وښيي، يا ووايې چې دغهاصل داسلام له روحيې څخه مخالف دی . ولې هغوې که دا کار ونشو کړای، نو پخپله خو اقلأ بيا غلي ناست دي او د دموکراسۍ پر ضد مستقيم بدر ده نه وايي،او يواځې خپل بړيڅي يې راخوش کړي چې د بحث پر ځای ناندرۍ ، اتهامونه او بدرد تکرار کړي.. [/quote:fc95a79301]
محترم وورونقادصيب او نورور وروڼو السلام عليكم
وروره ستاسي اودمحترم ورور عادل وطنمل ترمنځ دډيموكراسۍ په اړه په بحث كي زماپټه خوله دا مانا نلري چي ګواكي موږ له كُفرسره په يوه نه يوه درجه كي دمصالحت‘مفاهمت اوكمپرومايزپلوي كوو.نه دډيموكراسۍ او نوروكفري نظامونو په هكله زموږ دريځ نن هم روښانه دى.ماواردمخه دخپلي يوى مقالي په ترڅ كي پدى اړه خپل اندود له اسلامي پلوه پوره روښانه كړى وو.خوداسي ښكاري چي نقادصيب اصلا له ځانه پرته دبل چاليكني نه لولي.كنه نواوس به يى داسي څه نه ويلاي. په هرصورت دادى دبحث دلاروښانتيالپاره خپله هماغه مقاله كټ مټ راكاپي كوم.
ليکنې نېټه : جمعه سپتمبر 17, 2004 5:42 pm
-----------------------------------------------------

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو اوخويندو :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
وماتوفيقي اﻻ باالله عليه توکلت واليه انيب .
دمحترم مکرم او عزتمن ورور حليمي صيب دهغي پوښتني په ځواب كي چي ډيموكراسي په كومو برخو كي له اسلام سره اړخ نه لگوي اودكومو اصولو په تعديل سره به اسلام اوډيموكراسي سره پخلاشي ؟ زه به دلته هڅه وكړم چي په دى لنډه ليكنه كي لوستونكوته دقناعت وړڅه راغونډكړم.كه څه هم ددى موضوع لمن خوراپراخه اودټولوجزياتو احتواكول يى ډيروخت اوفرصت غواړي.له بله لوري به ښايي دټول افغان دپاڼي درانه لوستونكي ددومره اوږدى ليكني دلوستلوځواک ونلري ځكه نوزه غواړم چي خپلي خبري په لنډډول وليكم:

گرانووروڼو اوخويندو! يوحقيقت تل بايدپه پام كي ونيول شي اوهغه داچي اسلام لكه څنگه چي ځيني غرب وهلي روڼ اندي اومستشرقين چي يى انگيري يوازي تعبدي دين ندى بلكي اسلام دانساني ژوند لپاره يوجامع نظام دى چي دانسان فردي ،سياسي،حقوقي،اخلاقي اواقتصادي چارو دسمون لپاره يى له ځان سره تلپاتي اصول اوپرنسيپونه راوړي دي.دااصول دهغو الهي احكامو اوفرامينو خلاصه دي چي دحضرت ادم عليه السلام له بعثت سره سم يى بيادرسول اكرم صلى الله عليه وسلم تربعثت پوري وخت ناوخته رانازل كړي اودرسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت نه بيادقيامت ترورځي پوري يى له هرډول تغيراوتحريف نه خوندي ساتلي دي او د((اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا)) ټاپه اومهر يي ورباندي لگولى.

لكه چي دمخه مي هم عرض وكړ اسلام له ځان سره دواكمني اودامت دادارى لپاره يو سياسي نظام هم په بركي لري.اسلام هغه مهال مكمل بللاي شو چي سياسي واك هم ورسره وي او درعيت اودامت اداري نظام هم داسلا م په طرحه شوو اصولوبرابروي.دې اصل ته رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي اشاره كړي:اسلام او واك غبرگوني وروڼه دي چي يوهم له بل نه پرته نشي سميدلاى(كنزالعمال) .

همداراز رب العزت جل جلاله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسي دعا ورښيي:

وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَاناً نَّصِيراً (سورة اسراء ايت لمبر80 يم)

ژباړه: او ووايه اى محمده: اى ربه زما! ننه باسه ما په ننه ايستلو ريښتيا( ښوسره) (مدينى ته) اووباسه ما په ايستلو ريښتيا( ښوسره)له مكې نه. او وگرزوه مالره له جانبه خپل يوځواك مرسته كونكى (له اسلامه سره په كفرباندي)

لنډه داچي اسلام په خپل سياسي نظام كي هم خوراغني دى اودبل چانظام مستعارولوته هيڅ اړتيانلري.

ښه نواسلام اوډيموكراسي په كومواصولو كي سره مخالف دي؟ددى پوښتني په ځواب كي بايدووايم چي نننۍ لويديځواله ډيموكراسۍ په دريو بنسټونو ولاړه ده.تيوريكي بنسټ يى سيكولرايزم دى.اكانوميكل يااقتصادي بنسټ يى كيپټليزم دى.اوحقوقي بنسټ يى ليبراليزم دى چي درى واړه مفكورى له اسلام سره متصادمي دي او كه له نننۍ بڼي ورهاخوا په ساده ډول ډيموكراسي ته وگورونوهغه داسي اصول دي چي اسلام يى نه ايجابوي.
پاتي لري



طالب جان
22.10.2004

په تيرپسي.........................

1: دتقنين ياتشريع حق : په ډيموكراټيك نظام كي دتشريع حق عام ولس او دهغوي له لوري ټاكل شويو استازو ته وركول شوى يعني كه دخلكواستازي وغواړي چي يونارواشى رواكړي هم كولاي شي او كه رواشى حرام وگڼي نو هم حق يى لري.لكه په ديموكراتيكو دولتونوكي چي همدا اوس اوس دسرپه سترگو وينوچي زنا،شراب،همجنس گرايي،سودخوړل اونورهغه كارونه چي په زياتره اسماني كتابونو او اديانو كي ناروا گڼل شوي دغربي ديموكراسي په مټ رواگڼل كيږي.په اسلام كي دتشريع حق يوازي او يوازي په الله تعالى پوري منحصر دى او يوازي هغه جل جلاله كولاي شي چي دخپلو بندگانو دښيگڼي لپاره يو شى حلال اوبل حرام كړي.داټكي په قرانكريم كي په خوراصراحت سره ذكرشويدي:

إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ {40} سورة يوسف

ژباړه : ندی حکومت دهيچا مګر خاص دالله دی امر يي کړی دی په دې چي عبادت مکوۍ تاسي مګر دهم ده دا( عبادت دده ) دين دی سم ليکن زيات دخلقو نه پوهيږي >

أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ {54} سورة الأعراف

ژباړه :خبردار شۍ چي خاص الله لره دي پيداکول اوامر ( حکم فرمايل ) لوي برکت واﻻ دی الله چي پالونکی دی دټولو عالميانو .

وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَداً. (كهف26 )

ژباړه: اونه شريكوي په حكم خپل كي بل هيڅوك

ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ. ( فاطر13 )

ژباړه: دغه الله دى رب ستاسي خاص همده لره ملك (پاچاهي) اوهغه (بتان) چي بولي يى تاسي (اى مشركانو اوعبادت يى كوۍ) بيله دغه الله ندي مالكان دوي دنرۍ پردې چي په زړي دخورماكي پرته ده.

اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ . (اعراف3 )

ژباړه: متابعت كوۍ اى مكلفانو دهغه شي چي نازل كړى شوى دى تاسي ته له جانبه درب ستاسي او متابعت مكوۍ بيله الله دنورودوستانو(خپلوچي شياطين دي) لږشاني پنداخلۍ تاسي

وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ . ( المائدة44 )

ژباړه: اوهرچاچي ونكړحكم په هغه څه چي نازل كړى دى الله نودغه كسان همدوي دي كافران

اواسلامي حكومت اودهغه مشر(خليفه) دالله تعالى له لوري دخپلو نازل كړاي شويو حكمونودتنفيذلپاره خليفه او نائب دى.اودى به د ولسونو اوخلگو ترمنځ دالهي حكمونو سره سمه اداره جوړوي.

2: په ديموكراتيك نظام كي هرڅوك كولاي شي چي په خپل رغبت باندي دمشرتابه دڅوكۍ لپاره ځان كانديدكړي اوپه اسلام كي دا نده رواچي په خپله خُله دمنصب غوښتونكوته دي څوكۍ وروسپارله شي.

داسلامي دولت مشر نوبايدڅنگه وټاكل شي؟؟؟

بيشكه چي اسلام دامام په تعين اوټاكلو زور وركړى اوداكاريى په امت فرض گڼلى.ټول امت که هغه سنيان دي که شيعه حتی چي مرجئه هم پدې يواوازي دي چي دامام ټاکنه ضروري ده لکه علامه ابن حزم رحمه الله چي په خپل وتلي کتاب ( الفصل بين الملل والنحل) کي داډول تصريح ورباندي کړي : ( اتفق جميع اهل السنة وجميع المرجئه وجميع الشيعه وجميع الخوارج علی وجوب اﻻمامة . وان اﻻمة واجب عليها اﻻنقياد ﻻمام عادل يقيماحکام الله ويسوقهم باحکام الشريعة التي اتی بها النبي صلی الله عليه وسلم) ٤ ټوک ٨٧ مخ .

اوهمداراز شاه ولي الله رحمه الله په خپل کتاب ( ازالة الخفاء)کي دامام ټاکنه يو کفايي واجب بللي .

اودټاکني صورت يي بيا داسلامي حکومت دنخبه ګانو ټاکنه اوبيا وروسته بيعت کول دي .لکه دحضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په استخلاف کي چي ترسره شول .معنا داچي دامام په ټاکنه کي به دوه شيان اهم وي له امت سره مشوره اوبيعت .

داچي ايا دشوری غړي به دعامو ټاکنو په واسطه دارالندوې يا دشوری ځاي ته راغونډيږي اوکه په انتسابي ډول؟؟؟

دايوه اجتهادي مسأله ده او پالونکي څښتن دامت دهوښيارانو رايي ته پريښي ده چي دوي دي پرې مشوره وکړي چي هرصورت يي مناسب اوامت ته دمنلووړوي په هغه دي عمل سره وکړي .

پدې اړه ماته دپتمني خور خاټول هغه ليکنه چي پکي ويلي وو چي [ شوری به په عامو ټاکنو انتخاب کيږي اودشوری غړي به دامامت لپارهي و څو اهل کسان د کانديدانو په ډول امت ته متعين کړي اوبيا دي دامت رايوته دعامو انتخاباتو په بڼه رجوع وشي چي ملت هرچاته رايه ورکړه هغه دي دامام ياخليفه په توګه وټاکل شي ] ډيره مناسبه ښکاري .اوځما په اند له شريعت سره هم ټکر نه خوري .

پاتي شوه دامام دامامت دمودې خبره - که څه هم ځينو علماو اميرته پاي ته نه رسيدونکي موده ورکړي ولي ځما په اند دا مسأله هم اجتهادي ده ځکه نو ښايي دشوری رايي ته وسپارل شي څه چي هغوي مناسبه وبولي په هغي موده دي پريکړه وشي .

ښه نو اوس داسي يو نظام چي دخليفه شوری او عامو انتخابو په شمول منځ ته راغلی وي اسلامي ډيموکراسي بللاي شو ؟؟؟ وروسته له دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چي ( من تشبه بقوم فهو منهم ) اوزمونږمجتهدينو او سلف صالحينود ې نظام ته د((اسلام شورايي نظام)) نوم غوره کړی نو مونږ هيڅکله هم دې نظام ته دډيموکراسي نوم نشوورکولاي . مونږالحمد لله داسلام په نامه نظام اودشريعت په نامه خپله کړنلاره لرو چي له هرډول نقايصو څخه پاکه ده ځکه نو مونږ دنورو نظامونو خپلولو او يا هم خپل نظام ته دنورو نظامونورنګ ورکولوته هيڅ اړتيا نلرو .
يادونه : داچي اسلامي حکومت به څنګه وي ? پدې اړه محترم مکرم اوعزتمن ورور طالب خان ته بلنه ورکوم چي ښه په تفصيل سره يي تشريح کړي

والله اعلم باالصواب


islam dost
22.10.2004

درنولوستونک والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورورعادل وطنمل صيب له مدللوليکنودډيره مننه
ستاسوله ليکنووروسته ماته داسي څه نه دي راپاتي چي زه يی وليکم خودهغوکسانولپاره چي ځانونه مسلمان هم ګڼي اوبيادصليبيانوګوډاګيانوڅخه دفاع کوي په کابل کښي دديني عالمانوفتوې چي له صليبي يرغل نه يی څوورځې وړاندي دوخت اوشرائطوڅخه په ګټواخستوخپل دروندمسؤليت ترسره کړ دلته يوځل بيا ليکم
داکتوبرصليبي يرغل نه وړندي دافغانستان ديني عالمانويواځي يوڅوورځې وخت لره چي خپل هغه دروندمسؤليت ترسره کړ چي دقيامت په ورځ به خدای جل جلاله ورڅخه دهمدي مسؤليت په اړوند پوښتنه کوي اوپه لاندي ډول يی شپږ فتوې ورکړي ٠

[color=blue:0aef8f5249]
1 : اسامه بن لادن ته توصيه کيږي چي په خپله خوښه له افغانستان څخه لاړشي ٠
٢ : ملګري ملتونه اواسلامي کانفرانس د دامريکي ولسمشربوش په دي خبره غوروکړي چي وايی دا جګړه به صليبي جګړه وي چي په دي وسيله يی نړئ له يوګواښ سره مخ کړي ده ٠
3 : که امريکايان په افغانستان يرغل وکړي نودافغانستان په خلکوجهادفرض عين ګرځي ٠
4 : که بيادافغانستان خلک ددوښمن مقابلې توان ونه لري نوبيادنړئ په نورومسلمانانوهم جهادفرض عين ګرځي ٠
5 : هرهغه چاچي صليبيانواوامريکايانوسره هرډول مرسته وکړه اويايی هغوته جاسوسي وکړه نوهغه هم خارجي اوواجب القتل ګڼل کيږي ٠
6 : دافغانستان اسلامي امارت له غيراسلامي هيوادڅخه هم مرسته غوښتلئ شي په دي شرط چي داړوندغيراسلامي هيوادمرسته اسلامي احکام اغيزمن نه کړي [/color:0aef8f5249]

له دي تاريخي فتوووروسته هرڅوک خپل ځاني مسؤليت لري چي دصليبيانوپه ډله کښي ودريږي اوکه دمسلمانانوډله يی خوښيږي لکه څنګه چي بوش ويل چي بي طرفه نه منم ياامريکا اوياددوی په وينا ترهګر
کټ مټ داخروخت دجال ته ورته مثال لري چي څوک يې ملاتړکوي هغوته جنت اوچي څوک يی نه مني دوزخ ته يی اچوي لکه وموليدل چي امريکايی دجال همداسي وکړل خپل ګوډاګيانوته ظاهرجنت اومخالفين يی ظاهردوزخ يا ( کيوبا ) ته واچول خونتيجه يی بالعکس دی
له بده مرغه چي بياهم ځيني خلک امريکايی لاسپوڅي اوګوډاګيانوته شهيدان وايی چي ډيره دافسوس خبره ده
ترکومه ځايه چي دټول ټاکنويا انتخاباتوخبره نوپه دي هکله بايدوليکم چي هغه دقدرورورعادل وطنمل صيب خبره ده چي ټول ټاکنې نه وي بلکي مجرم ټاکنې وي اودافغانستان خلکوڅخه ددي لپاره رايی اخستل کيدي چي وګوري کوم يويی لوی مجرم اوصليبيانوته ډيروفاداره دی
بياهم زمادمعلوماتوله مخي په انتخاباتوکښي دومره خلک نه ووڅومره چي تبليغاتو ورته هوا ورکړي وه
تش په نوم لويوښارونوکښي دخبريالانولپاره څوکتارونه ښودل شوي وونوره هسي هم ترټولومهمه رايه دبوش دکرزي صندوق ته اچول شوي وه دافغانستان خلک يی هسي په تکليف کړل اومصارف يی هم بي ځايه لاړل ٠

په درناوي
اسلام دوست
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته


_________________________
يا شه مسلم يا شه کا فرد و اړه کيد لا ی نه شي
لوښئ چي يووي پاک پليت پکي ځايدلئ نه شي


نقاد
22.10.2004

ښاغلي طآلب خان، عادل خان او درنو لوستونکو ته سلام او درناوی.
طالب خان ليکلي:

[quote:b330c1c76c]ماهيڅکله هم داسي ګومان نه کاوه چي يوزده کړی کس په تيره بيا ښاغلی نقادصاحب دي دومره له عقله،منطقه اوظرفيته لري څرګندوني وكاندي.[/quote:b330c1c76c]
وروره نو څرګندونې چې ستاسې په خيال (( عقله ، منطقه او ظرفيته لرې )) په ګوته کړې وای ، او که نه دا هسې تور لګونې له تاسو سره هم ښې نه ښکاري، نو په راتليزه کې يې بيا تکرار نکړئ. وروره د چاچې دقدرت په وخت کې ديو مسلمان افغان ورور په وينوهم ﻻسونه لړلي وي، زه هغه ددرناوي مستحق نه بولم ، که تاسو ورته کله کرام او کله د عليه الرحمه الفاظ هم وکاروئ ،هغه ستاسو خپل کار دی، خو زما له پاره مجرم دی او بايد محکمې ته راښکل شي.که تاسو ظرفيت دا وبولئ ، چې قاتلينو او تبه کارو ډلو ته چې د قدرت د ليونتوب له کبله يې د مبارک اسلام له سپيڅلي نامه څخه هم بده ګټه پورته کړي وي،هم درناوی وشي، نو وروره ، دا ډول ظرفيت خو ﻻ تاسوته هم نه غواړم ، نو زه به ولې ترې کرکه نه لرم، له دې ډول درناوي له ارتکاب څخه دې خدای مونږ او تاسې ټول وساتي. يقينأ د قدرت په غوښتنه کې د شيطان ﻻس ﻻ زيات دخيل دی، او د قدرت خاوندان د قدرت خوږې لقمې له پاره د اسلام په نامه هم له اسلامي لارې څخه اړوي او د مسلمانانو وژلو او ځورولو ته يې هڅوي.
او که له ما څخه دې ډول موضوع پرته چيرې د چا بي حترامي ليدلي وي، نو که په ګوته شي ، ښايې اصلاح يې کړم .

[quote:b330c1c76c]....حقيقت دادۍ چي ښاغلى نقادصاحب اودهغه په څيرنورمحترم ...دهيواد له اصلي قضاياو...دګرانو مظلومو اومعتوبو هيوادوالو له درد اوغمه خوراليري پاتي شويدي.اوترټولومهمه داچي هغوي خواران دومره دلويديځ دمتعصبانه تبليغاتو تراغيزي لاندي راغلي چي اوس يى اصلا خپله اراده اومستقلانه فكراو اندود له لاسه وركړى.
اوس نونقادصاحب ته وګوره چي ښكته شي اوپورته همدا دازادو‘سري اوعامو انتخاباتو چيغه به يى پورته كړي وي [/quote:b330c1c76c].
وروره پخپله په لويديځ کې يې او خبر يې ، څوک چې بحث ته چمتو وي، منطق يې يواځينۍ وسيله ګڼلې وي او په سياسي ژوند کې هم د اکثريت په فيصله حکومتونه بدلوي او ديکتاتوري نه پيژني او نه يې منلی شي، او هغوی له همدې کبله دخپل عيسوي دين او کليسا و غوښتنو ته تن نه ږدي ، هغوی ته څنګه متعصبين او يا هم صليبيان وايې ؟ صليبيان خو لويديځوال هغه وخت وو، چې په منځنيو پيړيو کې د کليسايي سيستم د حاکميت ﻻندې يې دغسې مذهبي غوښتنې ، ژوند او سياسي قدرت درلود چې لکه دا تاسو چې يې اوس غواړئ، د رنسانس اوري تنوير په برياليتوب سره دې خلکو نور صليب مات کړ، کليسا يې له قدرت څخه روپرځوله، دين او دولت سره جلا او صليبيت په ټولنه کې ګوښه او منزوي شو. له سياست او فردي ژوند له اډانو ليرې بيا هم دولت له کليسا سره دومره يو کمپرومايز کړی، چې د کليسا موجوديت او دهغې ملکيتونه يې د خپل قانون سره سم ساتلي و د کمونستانو په څير دوی هغه په زور له منځه نه ده وړې. داسې ګوندونه م نشته چې ديموکرات نه وي يا ديموکراسي نه مني او خالص مذهبي (صليبي) اوسي. داچې داسم کار دی، زما ادعا نه ده، خو داچې يو شی له پيړيو پيړيو مخکې تير شوی او له منځه تللی وي او تاسو يې د افغانستان اولس ته هره ګړۍ او شيبه مخکی مخکې کوئ، دا افغان اولس ته په ټيټه سترګه کتل، د هغوی غولول او د درونو لوستونکو سپکاوی دی.
پاتې شوه د افغان اولس له درد او غمڅخه خبريدل او داسې نور وجايب نو وروره که په دې برخه کې مو راڅخه زيا وطن دوست او پر خپل افغان اولس زيات مين راڅخه د څان په شمول بل څوک وموند، بيا مې ناغه کړه . د الله (ج) کاږم چې ما او زما د کور ټولو غړو ، غټو او وړو ته يې دومره هدايت کړی، چې تر وسه وسه د اسلامي اوامرو او نواهيو کلک او پيګير پابند يو او غير ايلامي محيطی تأثيراتو ته مو په اساسي توګه ( کورې شه رنګ مو ورک شه ) ويلې او په روانه روژه کې مې شکر دی ماشومان هم د تراويحو د جمعې لمونځ نه دی قضأ کړی. د راز د ستر او حجاب په برخه ې مو هم اسلامي او هم کلاسيک پښتنې دود الحمد للله له ﻻسه نه دی ورکړی. نو بيا په نورو سياسي او اجتماعي مسايلو کې به ولي خپل ا ستقلاليت له ﻻسه ورکوو. هو دا منم چې په اروپا او غمريکا کې افغانان تر ټولو زيات دخپل ملي او اسلامي کلتور په پالنه کې پاتې راغلي دي ، خو شته نور هم ، که څه هم ډير نه دي، خو شته داسې افغاان هم چې الحمد ل ا لله اسلاميت او افغانيت يې لکه د سترګو تور ساتلي دي او ساتي يې. خداې دې ټولو ته ددې توفيق ورکړي ، امين ثم امين .

پاتې شوه د بيعت يا د عامو سري او عادﻻنه انتخاباتو ﻻر چې مسلمانانو ته د اسلام له خلفاو څخه د سياسي مشر د ټاکنې لپاره پر ميراث پاتې ده، د مسلمانانو له پاره په سياست کې د تعقيبولو يواځينۍ سمه او صحيح ﻻر ده . دا يواځنی بنسټ دی چې مسلمان اولس د قدرت په دومره اړينه اوجدي مسله کې له زور زياتي، مرګ او ژوبلې څخه ژغوري، او هيواد وال لکه ورونه د ورورۍ حساب ته سره کښينوي، ښه او معروف عملونه، ﻻرې او اصول په کې د مشورې له ﻻرې د د قانو شکل او د عمل جامه خپلوي، د حکومت بدلون له مرګ ژوبلې او او ږدو جګړو پرته د عقل او منطق او د مسلمان اولس د روا غوښتنو او اسلامي رمانو پر بنسټ تر سره کيدلی شي.هيڅوک دا نشي ويلی چې راشدينو خلفاو له دې امله اسلام او مسلمان ملت ته دخدمتونو سترې کارنامې ترسره نکړې، ځکه چې اسلامي خلافت يې د رغيت د ازادو ، ښکاره او مستقيمو رايو يا بيعت پر اساس رامنځته شوی و. هو اسلام هغه سلطنتونه هم تحمل کړي دي چې له دې ﻻرې پرته، د زور او ميراثي طريقو پوسطه رامنځته شوي ، خو د خپلې اسلامي خلافت ( اوس : اسلامي جمهوريت) يې بهتره او له فضيلتونو ډکه ګڼلې ده. تاسو ته معلومه ده، کله چې د اسلام د خليفه پر ځای د عثماني ترکيې سلاطين کيناستل او بې ل انتخابه څخه يې ځانونو ته د اسلام د خليفه لقب ورکړ، اسلامي نړۍ د انحطاط او زوال سره مخامخ شوه. نوروره کله چې مونږ خپل ي اسلامي اساسات لرو، د غرب له ليبرالې ديموکراسۍ څخه څوک څه غواړي؟
هو، اسلامي شرعي نظام دمتن او محتوا په توګه به د خپل ماهيوي شکل چې د مسلمان اولس اولسواکي ده، او پر بنسټ کې له خلفای راشدين څخه د اسلام د سپيڅلي دين او شريعت سره جوخت او يو ځای په ميراث راپاتې شوی دي، تل يو د بل سره د ﻻزم او ملزوم په توګه سره يوځای په ارګانيک تړاو کې سره وساتو. وروره دا نه دتيښتې خبره ده ، چې تاسې ترې وتښتۍ، او يا پر ما تور لګوئ، چې ګواکې زه او نور اندوې ليکوال له مجبوريته ورتښتو او ځان پرې خلاصوو، بلکې د ا د يوه ستر اسلامي اصول او بي سارې ارزښتمنې اسلامي سته راوړنې په توګه پلي کول غواړي، او له هرچانه اول يې پر تاسو عملي کوواو ګورو چې تاسو څومره او تر کومه ځايه په سياست کې د راشينو خلفاو اسلامي ﻻر او اصولو ته تن ږدئ او هغه مسلمان مشر هم منئ چې مسلمامانان يې د اسلام ، وطن غوملت د خدمت له پاره تر تاسو او ستاسې له مشر عمر او بنﻻدن او القادې څخه د بهتر وګڼي ، او که نه يې منئ او له شق او باغيتوب څخه کار اخلئ.

[quote:b330c1c76c]سمه ده موږله ټاكنو منكرنه يو.اونه هم په حکومت جوړونه کي دولس درايو مخالفين[/quote:b330c1c76c]
نه ووره سمه نه ده، ځکه چې حقيقت نه دی، تاسو هيڅکله د خپل قدرت په اوږده موده کې نه ټاکنې کړي دي، نه مو منلي دي او نه وته په ځيثيت قايل وي ياست، داچې ترې منکر نه ياست يا نه وئ هسی د انسانيت په وړاندې مو له شرم حضور نه کار اخيستی دی. په دې برخه طالبانو لکه مار د افغانستان اولس داسې سخت خوړلی ، چې اوس ځکه هغوی د هر ديکتاتور له پړي څخه ويريږي.
[quote:b330c1c76c]زما له آنده حكومت يوه اجتهادي شرعي مسئله ده.دحكومت دكوم ځانګړي فورم اوپلاټ په اړه اسلامي شريعت ښايي هيڅكله هم په كومه مشخصه بڼه ټينګارندى كړي.دحكومت دنده داسلامي شريعت تطبيق دى.خداي دي وكړي كه څوك يى دټاكنوله لاري راولي اوكه څوك يى دمشروطه سلطنت له لاري .كه څوك يى دپارلمان له لاري راولي اوكه څوك يى دخلكودرايو په پايله كي دټاكل شوي ولس مشرله لاري راولي.[/quote:b330c1c76c]
وروره ستا په دې ټولو ﻻرو کې د ازادو سري عامو او عادﻻنه رايګيريو شرط دخيل دی،ځکه مشروطه شاهي هم پر پارلمان مشروطه ده چې د پارلمان وکيلان په دغسې عامو ازدو سري او عادﻻنه رايګيريو کې انتخاب شوي ي، دا وکيلان هغه کسان بللی شو چې مسلمان اولس يې د حل او عقد خاوندان بولې ، ځکه هم رايې ورکوي. دغه ټول شکلونه چې تاسو ترې يو هم غوره نکړ، اولسواک رژيمونه منځته راوړي، که مشروطه شاهي کې سلطان يا پادشاه د ملي شورا صلاحيتونه محدود کړای شي، بيا نو مشروطه شاهي نشي بلل کيدای او مردوده او نامشروع پادشاهي ده. مونږ نور د ديموکراسۍ لفظ نه کاروو، ځکه سؤ تفاهمات او بيځايه تعبيرونو ته ﻻر خلاصوي، بلکې د پښتو له نوم او ژباړې (( اولسواکۍ )) څخه کار اخلو، ځو م ورځ رڼا اوهم مڼې په شمار پاتې شي. لوستونکي باور لري چې د مسلمان اولس واک او اولسواکي حتمأ د مسلمانانو ، يعنې اسلام په ګټه ختميږي. او بيا چې په غفغان اولس کې پښتان ډير دي، د پښتنو په ډيره ګټه تماميږي.
[quote:b330c1c76c]البته يوڅه چي خورامهم دي اويومسلمان يى بايدچي جداً جداًپه پام كي ونيسي هغه دادي چي موږله يوه داسي دښمن سره لاس اوګريوان يوچي ...هغوي موږوحشيان‘ځناوراوځنګليان بولي.. ..هغوي پخپله دغي جګړې ته دمدنيتونو جګړه وايي[/quote:b330c1c76c].
وروره غربيان چې څه هم خوري هغه دې مونږ ته د هغوی اند او تبليغ يوهزره هم رزښت و وزن نه لري، خو وروره راځۍ په خپلو منځو کې او په خپلو ګريوانونو کې له ځان سره په دې اعتراف وکړو چې: پښتنو خلقيانو چې څه وړل، هغه له وحشت او ځنګليت نه کم وو؟ بسا چې ې نورو برادرای عزيزو پرچميانو وکړل او د روسانو په راوستلو يې وطن وران کړآ يا تر خلقي ځنليانو او وځشي ځناورو هم بدتر ن وو؟ له چې دې مجاهدين نام خدا منځته راغلل، يا د حلق او پرچم اوروسانو وحشت ورته ګوته په غاښ پاتې نشو؟ ستاسو د طالبانو د ژوبڼ دوره ددېولو وحشتونو سرتاج او و د ځنګليانو غوبل نه و؟ ته به وايې چې دا نورې دورې ټولې د وحشت وې خو ځمونږ د طالبانو دوره وحشت نه وه، همدغسې مجاهدين هم نونه تبرئه کوي، تاو او خلق و پرچم همدغسې غندي لکه چې پورته درجه بندي شوي دي. که له پرچم نه څوک پوښتنه وکړي ، هغوی تر لقيانو پورې په همدې درجو ټول د ځنل بچي ګڼي او ځان ته متمدن وايي او خلقيان هم هکذا ځانونه تر نورو ښه بولي. که د هرې ډلې په خله برخه ې قضاوت ليرې وغورځوو، د ټول ګډ قضاوت سم او په عين وخت کې غير مستقيم په خپل ځنګلي اصل او ماهيت اعتراف ګڼلی شو. آيا همدسې نه ده ؟ که په پلو بدو عتراف ونکړو هيڅکله به د يوه ښه کار سبب ونه ګرځو.

[quote:b330c1c76c]نقادصاحب لطفاًموږته دي خپله دغه دشرابي اذهانو محصول ډيموكراسۍ نيغه نيغه مه كوه.كه تاسي غواړۍچي په دغو متملقانه تبليغاتو به دټول افغان دفورم دكتونكو رايه اونظربدل شي نو دا هسي تش خيال ديافغانانو [/quote:b330c1c76c]
وروره ښايې تاسو ته په کار وي چې له ځانه اول پوښتنه وکړئ چې دا تور مو له کوم تور ذهنيت څخه منځته راغلی دی؟ وايي ګمان د ايمان زيان دې، خو د يوه راسخ مسلمان په توګه نه د خپل ايمان زيان منلی شم او نه ستاسې په ايماني زيان راضي کيدای شم. مونږ دواړه او ټول مسلمانان له بي موردو ګنانونو او ايماني زيانونو څخه وساتي. امين ثم امين ، البته ستاسو په دې کور کورانه اتهام خفه نشوم، شايد زما د ګناهونو د رژيدو ﻻمل شي، نو له دې کبله تاسو ته د دې ناحقه اتهام مځکې له مخکې بخښنه کوم. وروره د (( متملقانه)) کلمه مو هم ډيره بي مورده کارولې ده، که دټول افغان درنو لوستونکوته سره د ورورګلويزې خواخوږي او پيرزوينه زما دليکنو بنسټ نه واي، نو يوه کرښه به مې هم چيرې نه وای ليکلي.همدغسې زه هم دځاناو نورو له پاره يو شميرنورو ليکونکو ليکنې له اسلامي،افغاني او انساني پيرزوينې څخه ډګې بولم.

[quote:b330c1c76c]موږګوروچي آن دزده كړو افغانانو اكثريت الحمدلله ستادمؤمن بها ډيموكراسۍ سرسخته دښمنان اوداسلام دنظام حكومت شيدايان اوعاشقان دي.[/quote:b330c1c76c]
وروره عجيبه داده چې کله د حکومت په کل خبرې کوئ، نو د ساه اخيسلو په دم کې له رايو، انتخاباتو، پارلماني ، مشرو طه او رياستي انتخاباتو څخه انکار نشئ کولی، چې دا ټول داولسواک حکومت شکلونه ده، چې همدا اوس ستاسې د ليکې پع اقتباس کې پورته راول ول، خو په بل دم کې دلته بيرته په اولسواکۍ ملنډې وهئ. په دې هم منکريلی نشئ چې غربي امريکليي ټيپه ليبراله دموکراسي دلته نه ما او نه بل چا غوښتې ده. که څه هم غربي ديموکراسي هم هغه شی بالل نه ده چې تاسې يې معرفي کوئ. ولې هغه چې هره بلا ده، غربيان يې هم ستاسو په څير په وروسته پاتې هيوادو کې نه غواړي. نومونږ يې نه غواړو، اسو يې نه غواړئ او غربيان يې هم دلته کوم ميد نه لري، دا تاسو هسې د خپل تبليغ له پاره کومه بلا په تصور کې جوړه کړې ده ، چې څوک يې د فلسفو اچار او څوک يې د کفر مخلوط بولئ، خو د هغې سم اصل او ماهيت نشئ معرفي کولی. ځکه هرڅه په اساسي قوانينو معرفي کيږي، که د هر لويديځ هيواد د اساسي قانون مادې په کلي توګه خلکو د حقه حقوقو په اړه دلته معرفي ړئ، ښايي د وستونکو په ذهنيت کې به خپلې پښې پر تبرګو ووهئ. او مونږ يې ځکه نه معرفي کوو چې د له يوې خوا مو غربي ديموکراسۍ د ليبراليزم سره ورانه ده او نه يې غواړو، او له خوا مونږ دکاپيانو سره مخالف يو چې هر شی وي.

.[quote:b330c1c76c]دراجسترشويو يو ميليون خلكو له ډلي نه ايله په مټي 10% خلكو رايه واچوله.
افغانانو ددغو جعلي‘قلابي اوامريكايي ټولټاكنوپه بايكاټ سره په ډاګه كړه چي هغوي په هيواد كي دامريكايي ايجندې منلو ته تيارنه دي.
تاسي ښايي دبي بي سي ځانګړي خپروني نه وي تعقيب كړي اويوازي به مو دسپيني ماڼۍ دوياندپه خوله باوركړى وي.خوماداټولي خپروني مانيټركړيدي.ددغوخپرونو له مخي دټاكنوپه ورځ تردوولسو بجوپوري خلك په دوربين كي نه ترسترګوكيدل.يوازي له دوو بجو ترڅلوروبجو رايي اچول شوي وې.[/quote:b330c1c76c]
له دې ادعاو څخه مو څرګنديږي چې بي بي سي تاسو نه ده تعقيب کړې او يواځې هغه څرګندونې ته تميم ورکوئ چې صرف په يو حو محدودو څايونو کې ځينې ګډونکوونکي ناوخته راغلي وو. وروستي خبرونه وګورئ چې له څه دپاسه ٧٥ ٪ يا ځه د پاسه ٦ ميليونه رايې شميرل شوي دي، که پاتې ٢٥ ٪ ريې چې يونيم ميليون کيږي، نو مجموعأ ٧،٥ ميليونه وګړو معتبرې رايې ورکړي. که بې اعتباره ګڼل شوې رايې هم ورسره وشميرل شي، د رايو له مستحقو افغانانو څخه ډيرو لږو وګړو په ټاکنو کې برخه ن ده اخيستې . آيا دا ارقام ستاسو د ادعا اعتبار نه شنډوي او تر پښو يې نه پرېباسي.؟
[quote:b330c1c76c]آياومونه كتل چي نژدې ټولوكانديدانو پدغو ټاكنوكي ددرغلۍ تورونه ولګول اودمقاطعى اعلان يي وكړ
اوترټولومهمه داچي دغه ټاكني دصليبي استعمارترسيوري اواشراف لاندي ترسره شوې.هغه استعمارچي په سيمه كي دخپلي ځانګړي آجندا دتطبيق لپاره په زوراوجبر زموږ خاوري ته راغلى.
موږچي دكارمل اونجيب انتخابات نه منل نو دكرزي انتخابات به څنګه ومنو؟
هغه دشوروي لاسپوڅى وو اودغه دامريكا[/quote:b330c1c76c]
مونږ هم نه وايو چې تاسو يې ومنئ، خو د کتترول له پاره به مو پکې ګډون کوی وای، که درغلۍ په کې وای تاسو به رسوا کړی وای، او که نه وای نوترې بيا مو خوښه چې څه ټه مو ترې اخيستله او که همدغسې يې پر ضد پاتې کيدلئ، اوس خوهاغه دی مجبور شوئ چې د شمالي اتلاف د غرضدارو کانديدانو په بيځايه تبليغ هم باور وکړئ.



Adil watanmal
23.10.2004

د قدر وړ لوستونكو او ښاغلو ليكوالانو په پنډو سلامونه مي ومني.

[color=darkblue:c493f758ec]محترم مولوي صاحب طالب جانه[/color:c493f758ec] ښه مو وكړه چې د ديمكراسي په اړوند مو خپله ليكنه محترم نقاد صاحب ته وړاندي كړه شايد چې اوس ئې لوستي ئې او سر ئې پري خلاص شوي ئې.
[color=white:c493f758ec]اسلام دوست وروره[/color:c493f758ec] له نظر څرګندوني څخه دي يو عالم مننه او د علماو د فتوى په اړوند به وروره زه دومره ووايم چې طالبانو په خپل وخت كې د شيخ اسامه د مسئلي د حل كولو لپاره مختلف قسم كوششونه وكړه خو صلبيانو يوه لاره هم نه منله او غوښتل ئې چې د زوره كار واخلي. نو ان شاء الله چې نړيوال به ئې انجام ډير زر وه ګوري چې څنګه تور مخ او زيړي سترګي به د افغانستان څخه تښتي.
[color=yellow:c493f758ec]ګرانو ديمكراسانو[/color:c493f758ec] زه خپلي پوښتني دلته يوځل بيا تكراروم نو هيله لرم چې جواب ورته ووايي چې ترڅو په خبرو كې نتيجې ته ورسيږو.
[color=darkblue:c493f758ec]1. په افغانستان كې اوس مهال صلبيانو د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) تطبيق شروع كړي او زمونږ دلته ګران ديمكراسان د دغه غربي ديمكراسي مخالف دي نو هغه ديمكراسي چې دوي ئې غواړي څه وخت او د چا له خوا به په افغانستان كې تطبيق شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
2. په اسلامي نړي كې د بيلګې په توګه داسي ملك راته په ګوته كړي چې ستاسي غوندي د ديمكراسي فكره ورسره وي او تطبيق كړي ئې وي نه ده امريكايانو ديمكراسي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
3. كه تاسي د غربي ديمكراسي خلاف ئې نو بيا ولي پر تاسي بده تماميږي چې كله مونږ د هغوي جرمونو په ګوتكو او بد پري وايو؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:c493f758ec]

--------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
23.10.2004

درونو، ښاغلو هريونقاد صاحب،غروال صاحب، طالب جان صاحب ، عادل صاحب ، اسلام دوست صاحب او
محترمو لوستونکو سلام عليکم !
هيڅ مي زړه نغښته چه په دغه فرض روژه مجلس او بحث وکم ٠ چون ستاسو مجلس مي هڅوي چه څه وليکم ٠

[quote:3d3b0220a5]محترم وورونقادصيب او نورور وروڼو السلام عليكم
وروره ستاسي اودمحترم ورور عادل وطنمل ترمنځ دډيموكراسۍ په اړه په بحث كي زماپټه خوله دا مانا نلري چي ګواكي موږ له كُفرسره په يوه نه يوه درجه كي دمصالحت‘مفاهمت اوكمپرومايزپلوي كوو.نه دډيموكراسۍ او نوروكفري نظامونو په هكله زموږ دريځ نن هم روښانه دى.ماواردمخه دخپلي يوى مقالي په ترڅ كي پدى اړه خپل اندود له اسلامي پلوه پوره روښانه كړى وو.خوداسي ښكاري چي نقادصيب اصلا له ځانه پرته دبل چاليكني نه لولي.كنه نواوس به يى داسي څه نه ويلاي. په هرصورت دادى دبحث دلاروښانتيالپاره خپله هماغه مقاله كټ مټ راكاپي كوم. [/quote:3d3b0220a5]

ګرانه مکرمه روره طالب جانه تر څوچه زموږ کتاب په لاس کښي وي څه چه کتاب وايي هغه کوو ٠
بسمه تعالی : [color=blue:3d3b0220a5]وَ الَّذِينَ يُمَسكُونَ بِالْكِتَبِ وَ أَقَامُوا الصلَوةَ إِنَّا لا نُضِيعُ أَجْرَ المُْصلِحِينَ[/color:3d3b0220a5]
ترجمه : او هغه کسانو (له دوي ځني) چه ښه ټنګ نيسی کتاب او قائموی (سم ادا کوی سره له له ټولو حقوقو )
لمونځ بېشکه موږ نه ضايع کوو ثواب د نيکو کارانو
د کفر سره موږ ته نه ښايي چه په ديني موضعاتو کي کمپرومايز وکړو ٠
هو نن کمپرومايز د خپلو وړونوسره ضرور دی ٠ نفاق ډير بد حالت دی د وړونو تر منځ ٠ نفاق يګانه حالت دی
چه امت خرابه وي ٠ نفاق د دوږخ لار ده ٠ کفار دغه غواړي چه امت په نفاق کښي وي ٠ نو دده پښې به ټنګي وي
او که موږ يو لاس سو ٠ د کفر پښې پر سر ور اوړي ٠
په عباداتو کي مسلمان ته کمپرومايز اجازه نسته ٠ اما په معاملاتو کي کمپرومايز شرعي لار ده ٠
مبارک فرمايلي دي
هغه وخت چه اعزام مبلغ چه و يمن ته تللي استاوه ئې ٠ اې معاذه اساني کوه او سختي مکوه زيري ورکوه او خلګ
مه بيزاره کوه اوپه دعوت کي اساني کوه ښه وضعه موفقيت دی او بيا فرمايي و امت ته اساني وکړی سخت گيره لېږي مه بشارت ورکونکي اوسي او ايجاد د تنفر مه کوی انزجار مکوی ٠ (كنزالعمال) ج ٣ ص ٣٧)

[quote:3d3b0220a5]گرانووروڼو اوخويندو! يوحقيقت تل بايدپه پام كي ونيول شي اوهغه داچي اسلام لكه څنگه چي ځيني غرب وهلي روڼ اندي اومستشرقين چي يى انگيري يوازي تعبدي دين ندى بلكي اسلام دانساني ژوند لپاره يوجامع نظام دى چي دانسان فردي ،سياسي،حقوقي،اخلاقي اواقتصادي چارو دسمون لپاره يى له ځان سره تلپاتي اصول اوپرنسيپونه راوړي دي.دااصول دهغو الهي احكامو اوفرامينو خلاصه دي چي دحضرت ادم عليه السلام له بعثت سره سم يى بيادرسول اكرم صلى الله عليه وسلم تربعثت پوري وخت ناوخته رانازل كړي اودرسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت نه بيادقيامت ترورځي پوري يى له هرډول تغيراوتحريف نه خوندي ساتلي دي او د((اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا)) ټاپه اومهر يي ورباندي لگولى. [/quote:3d3b0220a5]

داواضع خبره ده چه اسلام يوازي د عبادت دين نه دي ٠ پوره اندازه اخلاق لري ٠ د هر حرکت له پاره ٠
چه د دولت د چوړيدو له پاره واضع امر لري
بسمه تعالی : [color=red:3d3b0220a5]وَ الَّذِينَ استَجَابُوا لِرَبهِمْ وَ أَقَامُوا الصلَوةَ وَ أَمْرُهُمْ شورَى بَيْنهُمْ وَ مِمَّا رَزَقْنَهُمْ يُنفِقُونَ[/color:3d3b0220a5]ترجمه : او (بل د پاره د) هغو سانو چه اجابت کوي (د احکامو ) د رب د دوی او قائموي لمنځونه [color=brown:3d3b0220a5]او کار د د دوي (په)مشوره (سره ) وي په منځ د دوی کښي [/color:3d3b0220a5]
نو ولي راڅه ورکه ده لار د ښورا ٠ پرون تاسو په نامه شورا کوله ٠ تاسو يوازي خود په خانه شورا وي کولې ٠
چه ګران وطن ته امريکايان راغله ٠ که تاسو ټول ملت ته د شورا حق ورکړيوای نو به نن به ولي ملت په دغه
سرنوشت اخته وای ٠ چه د نفاق بوی مو دنيا واخسته ٠
که تاسو نغواړي چه هندو په شوراکي ٠ خو سبا هند مسلمان نه پريږدي شورا ته
هو دين مکمل سو (اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا)
معاملات خو نسوه خلاص ٠ موږ چه ولسواکي غواړو ٠ د معاملاتو د پاره ئي غواړو ٠
د دين له پاره شورا نه کوو ٠ حج ،لمنځ،زکات،٠٠٠٠٠٠ ټوله پوره سوه نوي عبادات نور نسته دين پوره سو ٠

[quote:3d3b0220a5]اشاره كړي:اسلام او واك غبرگوني وروڼه دي چي يوهم له بل نه پرته نشي سميدلاى(كنزالعمال[/quote:3d3b0220a5]
دغه خبره دي شکمنه رامعلوميږي ٠ ايا په امريکا ،اروپا کښي چه خلګ ژوند کوي ٠ سم اسلام يې نه دي
او په هند کښي چه مسلمانان ژوند کوي ٠ د هغو اسلام څنګه دي ٠ حال دا چه افغانان چه د مفتي درجې ته رسيږي
په هند کي ئي بعضو درس لوستی دي ٠

[quote:3d3b0220a5]همداراز رب العزت جل جلاله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسي دعا ورښيي:

وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَاناً نَّصِيراً (سورة اسراء ايت لمبر80 يم)

ژباړه: او ووايه اى محمده: اى ربه زما! ننه باسه ما په ننه ايستلو ريښتيا( ښوسره) (مدينى ته) اووباسه ما په ايستلو ريښتيا( ښوسره)له مكې نه. او وگرزوه مالره له جانبه خپل يوځواك مرسته كونكى (له اسلامه سره په كفرباندي) [/quote:3d3b0220a5]
دا خبره د نبي ده او د نبي د پاره وه ستاسو لپاره داسي ده چه
[color=blue:3d3b0220a5]إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَئكَةُ ظالِمِى أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ قَالُوا كُنَّا مُستَضعَفِينَ فى الاَرْضِ قَالُوا أَ لَمْ تَكُنْ أَرْض اللَّهِ وَسِعَةً فَتهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئك مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَ ساءَت مَصِيراً(97)[/color:3d3b0220a5]
ترجمه : بېشکه هغه کسان چه و فات کړی وي دوی لره ملائکو (دمرګ ) په داسي حال کښي چه وی دوی ظلم کوونکي په ځانونو خپلو وايي ورته (ملائکي) په کوم حال کښي وئ تاسی (په خپلو ديني چارو کښي) وائې دوی
چه وو موږ ضعيفان کړي شوي په مځکه کښي (د کفارو په لاس بيا ملائکي ورته ) وائي چه ايا نه وه مځکه د الله
ارته پس هجرت کړي وی تاسي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

څه د پاره د قوم سره ځان په غم اخته کوۍ ٠ چه جوړه نه کوې طالب جانه مکرمه هجرت ځيني و کړه ٠
د الله مځکه واسع ده ٠ ستاسو او موږ ته يو حکم دي او د نبي لپاره بل دي
[color=red:3d3b0220a5]ټوله د نبي کارونه او اعمال پر موږ نه دي فرض ٠ بعضي ئې موږ ته ناروادي [/color:3d3b0220a5]

[quote:3d3b0220a5]لنډه داچي اسلام په خپل سياسي نظام كي هم خوراغني دى اودبل چانظام مستعارولوته هيڅ اړتيانلري[/quote:3d3b0220a5]
[color=blue:3d3b0220a5]زه درسره منم دا [/color:3d3b0220a5]٠ خو نن خبره د طالب د سياسي ناپوهۍ ده ٠ په لوی لاس ئې موږ ټوله لاس تړلي په لاس ور کړو
که دي د ملت خبري ،د سعودي ، پاکستان خبري ته غوږ نيولی وای او بن لادن دي ورکړی واي ٠
نن به پاچا واي ٠ هيڅ څوک به په غارو کي نواي ٠ نه به پښتانه داسي زهير واي ٠ لکه نن

[quote:3d3b0220a5]ښه نواسلام اوډيموكراسي په كومواصولو كي سره مخالف دي؟ددى پوښتني په ځواب كي بايدووايم چي نننۍ لويديځواله ډيموكراسۍ په دريو بنسټونو ولاړه ده.تيوريكي بنسټ يى سيكولرايزم دى.اكانوميكل يااقتصادي بنسټ يى كيپټليزم دى.اوحقوقي بنسټ يى ليبراليزم دى چي درى واړه مفكورى له اسلام سره متصادمي دي او كه له نننۍ بڼي ورهاخوا په ساده ډول ډيموكراسي ته وگورونوهغه داسي اصول دي چي اسلام يى نه ايجابوي[/quote:3d3b0220a5].
وروره خبره د ولسواکۍ ده ٠ ليبراليزم جلا خبره ده ٠ يو فردي فکردی ٠ او په افغانستان کي ٠ ليبرال خلګ نسته
ټوله ملت د اسلام په اصولو ژوند غواړي ٠
او كيپټليزم (شخصي ملکيت) خو د اسلام يو اصل دی ٠ يعني په اسلام کي شخصي ملکيت ناروادی
نو لکچي کمونيزم غواړې چه كيپټليزم نغواړي ٠
او په پاکستان کښي 50 کاله کيږي چه ولسواکي ده ٠ ايا تر ننه پوري يي يو نارواشي رواکړي
او که داسي لاپېښه ده چه د ولسواکۍ په زور يئ چکلې خانې بندي کړي ٠
30 کاله د مخه زما پياد دي چه په کويټه کي فاحشه خانې خلاصي وې ٠ او الحمدالله څومره چه په پاکستان کي
د ولسواکۍ قانون ټنګيږي ٠ په هغه اندازه اسلام غښتلۍ سوو ٠ دغسي ده که يا ٠

1[quote:3d3b0220a5]: دتقنين ياتشريع حق : په ډيموكراټيك نظام كي دتشريع حق عام ولس او دهغوي له لوري ټاكل شويو استازو ته وركول شوى يعني كه دخلكواستازي وغواړي چي يونارواشى رواكړي هم كولاي شي او كه رواشى حرام وگڼي نو هم حق يى لري.لكه په ديموكراتيكو دولتونوكي چي همدا اوس اوس دسرپه سترگو وينوچي زنا،شراب،همجنس گرايي،سودخوړل اونورهغه كارونه چي په زياتره اسماني كتابونو او اديانو كي ناروا گڼل شوي دغربي ديموكراسي په مټ رواگڼل كيږي.په اسلام كي دتشريع حق يوازي او يوازي په الله تعالى پوري منحصر دى او يوازي هغه جل جلاله كولاي شي چي دخپلو بندگانو دښيگڼي لپاره يو شى حلال اوبل حرام كړي.داټكي په قرانكريم كي په خوراصراحت سره ذكرشويدي: [/quote:3d3b0220a5]

پورته جملو ته انشاالله جواب ويل سوی دی

[quote:3d3b0220a5]إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ {40} سورة يوسف

ژباړه : ندی حکومت دهيچا مګر خاص دالله دی امر يي کړی دی په دې چي عبادت مکوۍ تاسي مګر دهم ده دا( عبادت دده ) دين دی سم ليکن زيات دخلقو نه پوهيږي > [/quote:3d3b0220a5]

هو وروره دا يو واضع خبره ده چه حقيقي پاچا الله دي
اما پر دنيا ئې انسانان خليفه ګان ټاکلي دي ٠ او مجازي پاچاهي زموږ ده ٠ د اسماني اخلاقو سره سمه برابره
پاچاهي زموږ حق مسلم دی ٠ د کرزی د لاسه ئې اخلې ٠ نو بيا ئې ته نيسې ٠ کڅنګه

[quote:3d3b0220a5]أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ {54} سورة الأعراف

ژباړه :خبردار شۍ چي خاص الله لره دي پيداکول اوامر ( حکم فرمايل ) لوي برکت واﻻ دی الله چي پالونکی دی دټولو عالميانو . [/quote:3d3b0220a5]

ګرانه وروره داخبره خو داسي نه ده ٠ چم کوې دلته يعني خپل مطلب په رشتيا کوې اوبس ٠ داسي مه کوه
اصلي مطلب داسي دي

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِى خَلَقَ السمَوَتِ وَ الاَرْض فى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ استَوَى عَلى الْعَرْشِ يُغْشى الَّيْلَ النهَارَ يَطلُبُهُ حَثِيثاً وَ الشمْس وَ الْقَمَرَ وَ النُّجُومَ مُسخَّرَتِ بِأَمْرِهِ أَلا لَهُ الخَْلْقُ وَ الاَمْرُ تَبَارَك اللَّهُ رَب الْعَلَمِينَ(54)
ترجمه : بېشکه چه رب ستاسي الله دی هغه (الله) چه پېداکړي ئې دي اسمانونه او مځکي (او هغه شيان چه د دوی په
منځ کښي دي )په ((مقدار د)) شپږو ورځو کښي بيا ئې استوا وکړه پرعرش پټوي (تياره د) شپې په (رڼا د) ورځي
چه طلب کوي هره يوه بل لره په تلوار سره او (پيداکړي ئي دی) لمر او سپوږمۍ او ستوري حال داچه مسخره (منقاد)
کړې شوي دی امر ((حکم)) د الله ته ، خبردارشئ چه ((خاص)) الله لره دی پيدا کول او امر (حکم فرمايل)
لوی برکت والا دی الله چه رب (پالونکی ) د ګردو (ټولو ) عالميانو (دجهان) دی

په دغه ايه کي خو هيڅ شک نسته جه رب د عالميانو دي ٠ ورځ ،شپه ، لمر ،سپوږمۍ ٠٠٠٠٠ نظام الله جوړ کړۍ
دی ٠ هو ټوله به پر لمر راڅرخي ٠ نو به ئې کار سم وي ٠ که هر يوه ستوري ځان د مدار خطا کړۍ ٠ کار ئې خاص سو ٠
نو که انسانانو د دغه لوي قوي ، واسع، حکيم الله پرفرمان برابر عمل (شورا) ونکړي ٠ کار به ئې داسي خراب
وي لکه شکېدلۍ کاغذ باد ٠ هو ٠ تخت د سليمان چه پر باد تلۍ ٠ اخير بر باد سو
حکومت د هيچا د پلار حق نه دي ٠ باور لرې ٠ چه نظام د الله په قدرت چليږي ٠ الله نن ولس ته ورکړه
پرون د ملت پزه بيده نن الله ورکړه ٠ ستائې څه ٠ متل دی

[quote:3d3b0220a5]وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَداً. (كهف26 )

ژباړه: اونه شريكوي په حكم خپل كي بل هيڅوك [/quote:3d3b0220a5]

قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا لَهُ غَيْب السمَوَتِ وَ الاَرْضِ أَبْصِرْ بِهِ وَ أَسمِعْ مَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَلىٍّ وَ لا يُشرِك فى حُكْمِهِ أَحَداً(26)
تفسير ٠ يعني هم هغسي چه د ده علم محيط دی ٠ د ده قدرت او اختيار هم پر ګردو حوي دی ٠ هم هغسي چه د ((له غيب السموات والاض ))په علم کښي هيڅوک له ده سره مل او شريک نه دی د قدرت په اختياراتو کښي هم هيڅوک له ده سره مل او شريک نسي کېدای
توا نو مونږ لوستنکو او ليکوالو داسي څه ليکلي وه ٠ چه شرک وو ؟

[quote:3d3b0220a5]اوهمداراز شاه ولي الله رحمه الله په خپل کتاب ( ازالة الخفاء)کي دامام ټاکنه يو کفايي واجب بللي .

اودټاکني صورت يي بيا داسلامي حکومت دنخبه ګانو ټاکنه اوبيا وروسته بيعت کول دي .لکه دحضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په استخلاف کي چي ترسره شول .معنا داچي دامام په ټاکنه کي به دوه شيان اهم وي له امت سره مشوره اوبيعت . [/quote:3d3b0220a5]

ماشاالله ٠
دا يوه زرينه ليکنه ده ٠ او چه دنيا ودانه وي دغه به يوه منلې ليکنه وي
هر قوم ته لازمه دهچه نخبه خلګ به يو څونفر ملت معرفي کوي ٠ چه ملت يو پکښي انتخاب کړي


م ن غروال
23.10.2004

تر ټولو لومړۍ ښاغلئ هوتک ورور ته سلام تاسو ليکئ
[color=red:1bb81c685b]ريشتياهم پردي سپي دي چي زموږپرهيواد بلوسيدلي اودهغو نوكران بيا دهمدغو سپوزامن اوبچيان دي. [/color:1bb81c685b]
او بيا ګوره وروره که ستاسو مطلب د هغو خلکو څخه وي چې نن په هېواد کي په حکومتي چارو بوخت دي او هغه نوکران دي او بيا د ســـ٠٠٠ زامن! نو ډيره به درته په عزت کي وي چي خپله دا مقدسه جمله بيرته درواخلئ٠ او له ښاغلي وطنمل څخه هيلمن يم چي که دا ډول جملې لري کړائ شي نو ښه به وي٠ خير هوتک خانه څه به درته ووايو!!!
[color=yellow:1bb81c685b]ښاغلي عادل ورور پوښتي دي :[/color:1bb81c685b]
[color=red:1bb81c685b]1 په افغانستان كې اوس مهال صلبيانو د كفري فلسفو اچار (ديمكراسي) تطبيق شروع كړي او زمونږ دلته ګران ديمكراسان د دغه غربي ديمكراسي مخالف دي نو هغه ديمكراسي چې دوي ئې غواړي څه وخت او د چا له خوا به په افغانستان كې تطبيق شي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
2. په اسلامي نړي كې د بيلګې په توګه داسي ملك راته په ګوته كړي چې ستاسي غوندي د ديمكراسي فكره ورسره وي او تطبيق كړي ئې وي نه ده امريكايانو ديمكراسي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
3. كه تاسي د غربي ديمكراسي خلاف ئې نو بيا ولي پر تاسي بده تماميږي چې كله مونږ د هغوي جرمونو په ګوتكو او بد پري وايو؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/color:1bb81c685b]
ښاغلئ عادل ورور سلامونه ومنئ!
ستاسو د[color=yellow:1bb81c685b] ړومبۍ پوښتنې ځواب:[/color:1bb81c685b]
کفري اچار يعنې څه؟ ديموکراسۍ ته فلسفه واياست، د مهربانۍ له مخې دواړه هر يو فلسفه او ديموکراسي لغتاًَ او اصطالحاًَ ترجمه او تعريف کړئ! ديموکراسان؟ دا آيا د املا سهوه ده که د انشأ؟
افغانستان کي اوس مهال هم داسي مسلمان مشران تشريف لري چي زيار او کار يي دا دي چي وطن نور د توپک له پرهاره په امان شي او ملت ته دا زمينه مساعده شي تر څو خپل راتلونکۍ پخپله وټاکي٠ دا ديموکراسي په زرګنو مسلمان افغان ولس په هېواد کي پلي کوي او لګيا دي کار کوي او که له مونږه نور څه پوره نه دي لا اقل د قلم ژبه مو چپه نده پرېښې٠ اوس چي ښاغلۍ کرزۍ دا پروسې ته په لومړي سر کي دي او که همداسي يي تګ پر مخ ولاړ نو دا امکانات به ملت په راتلونکي کي هم ولري چې داسي نورو خپلو مشرانو ته رايه ورکړي او پرته د توپک له زوره به د هېواد واکې تر لاسه کوي٠اوسنۍ ټول ټاکنې يي ډير غوره مثال بللۍ شو٠
[color=yellow:1bb81c685b]د دوهمې پوښتنې ځواب:[/color:1bb81c685b]
د امريکايانو ديموکراسي دلته څه معنی لري؟ زه پوهيږم چې تاسو د ديموکراسۍ په معنی او مفهوم نه پوهيږئ٠ که پوهېدلائ نو داسي پوښتنه به مو نه وائ مطرح کړې! ديموکراسي په کوم هېواد پورې تړل شوې نظام نه دي٠ دا په امريکا يعني څه؟ تاسو دايران حکومت ګورئ چې څه کوي؟ که اسلامي ټول اصول يي نه دي مراعات او اسلامي پاک او محمدي نظام نشي کيدائ اما انتخابات او رايي يي هماغه ديموکراسي ده چې مونږه يي غواړو٠ اما نه ايراني حکومتي نظام! نه ايراني سياست! متحده عرب وګورئ څه هلته کيږي؟ هغې ته کوم نظام واياست؟ او دسعودي؟ او چا لا تر اوسه دا ويلي دي چي مونږ اسلام نه غواړو آزادي غواړو فحشأ غواړو او بې حيايي؟ ستا لپاره ديموکراسي يعني امريکا! لا د اسلامي فاکولتي فارغ التحصيل چې ځان معرفي کوئ او بيا ليکنه مو داسي غير علمي ستنې ولري د اسلامي فاکولتې استادان به در څخه خپه شي چي تاسو دا ډول سياسي اسلامي اخيستنې لرئ٠
نقاد ورور اوس درته په پښتو ژبه وايي چې اولسواکي! بس همدا يعني ديموکراسي٠ افغان ولس مسلمان دي هيڅ چوک به غير اسلامي څه ونه مني٠ که بيا يي مني بايد روزنه يي وشي او داسلامي تربيي زمينه ورته مساعده شي چي همدا ستاسو غوندې اسلامي علمأو ته هېواد کي اړتيا ليدل کيږي٠اما نه توپک زور! نه په جبر او ستم! البته دا خلک به اقليت وي او اکثريت به هماغه شرعيت غواړي چې تاسو يي غواړئ٠ اما دا وخت ته اړتيا لري دا دوؤ ورځو کار نه دي٠ اوس بايد تر ټولو ړومبۍ يو حکومت ولرو تر څو وضعه لږه آرامه شي پوليس او اردو جوړه شي ورو ورو خپله به انشأالله پاک او خپلواک افغانستان ولرو٠ اما اوس له هره پلوه لاسونه تش دي او ملته هم ډير سخت ژوبل! تاسو وګورئ داسي کوم هېواد به وي چي د طالب غوندي سياست او حکومت او نظام ولري؟ اصلا داسي حکومت او هېواد چې صرف په نړۍ کي يو هېواد يي په رسمياتو وپيژني؟ هغه نظام چي مونږه يي غواړو صرف د خلکو لخوا آزادې ټاکنې دي او حکومت او رعيت به په ګډه خپل قانون جوړوي او خپلي امنيتي او سياسي او اقتصادي ګټې او تاوانونه به مدنظر نيسي او بس! دلته ټولنه ديموکراته نړۍ مطرح ده٠ سعودي به ځانته ګټې لري او پاکستان ځانته او سياستونه به يي هم ځان ته وي٠ اروپايان هم او امريکايان هم٠ ولې افغانستان په کوم مشخص نظام پورې وتړو؟ مونږه خو يوه هم د يوې مشخص کوم بل نظام نه هم غوښتونکي يو او نه هم چا داسي ليکلي دي٠
صليبان؟ دا هم تشريح کړئ په کوم استناد؟ دلته د صليبانو اصطلاح په کوم چوکاټ کي ده؟ د نقاد ورور خبرو ځواب لرئ؟ نه نشته د هغه ځواب٠ دا يوه غيرې سياسي او بې ځايه استعمال دې چې صرف راپاروونکي کيدائ شي او بس!!!
[color=yellow:1bb81c685b]د دريمې پوښتنې ځواب[/color:1bb81c685b]
تاسو او جرمونه؟ خداي دې توفيق درکړي چا ويلي دي چي تاسو د امريکا ولې بد وويل او يا مو هم جرمونه افشأ کړل؟ تاسو خو په دا پلمه د جهاد نارې وهئ! بم چې والوزي د خوشحالۍ په جامو کي نه ځايږئ! او هر افغان مسلمان ولس چې نن هېواد کي په کار لګيا دي مرګ مو ورته رواه بلۍ دي! مونږ ځکه وايو چې د جهاد نارې مه وهئ٠ چې جهاد يعنې بالاخره هېواد د کافرو په لاس کي!
مکرمه وروره! د هيڅ افغان مسلمان دا پېرزو نه ده٠ او نه هم د مونږه (((( ديموکراسان))) ستا په قول!!!! ملت ډير در په در دي٠ خاورې مو په خوله دي٠ واک ماک نشته نه نن او نه هم پرون، د افغان مسلمان په لاس کي! اوس دومره چانس لرو چې مسلمان اصيل بچيان تربيه کړو او علمي روزنه ورکړو او د سبا لپاره افغانۍ پاک مسلمان سياستوال ولرو ٠ تر څو هيڅ وخت بيا داسي غميزي تکرار نشي٠
که غواړئ چي علمي وغږيږئ نو په علم به تکيه کوئ٠ نه په احساساتو! د منطق له لارې به په مخ ځئ نه يوازې په لاسپوڅې ، صليبان، کفري اچار ( چې دا به بيا تشريح کوئ چي يعنې څه؟)، او٠٠٠ او٠٠٠٠!!!
په ټوله نړۍ کي چيرته هم تاسو کولائ شئ چې دا ليکنې چي په بدلو نامو يي په ټول افغان کي کوئ په بل ځاي کي يي هم وکړئ؟ چې مونږه هم وهيږو چې تاسو دلته هم په رېښتيا يوه څه حق په جانب ياست؟ په کوم اسلامي هېوادکي؟ وروره د خلکو اذهان او فکرونه مه خرابوئ او خلک نور په واقعيت کي له تاسو په تېښته کي دي٠ تاسو دا نور بحثونه وګورئ چې محضې د اسلامي نظام نوم ورواخلئ پر ځان يي پريان کښيني ټوله شپه ناکراره وي علت يي دا دي چې ډير سخت او ډير ناوړه غير انساني او غير اسلامي کړه يي په سترګو وليدل!
زه اميد کوم راتلونکي کي پوښتنې علمي مطرح کړئ او ځان ته په خبرو د پوهېدو لږ تکليف ورکړئ٠ په اسلامي سياسي لاره کي ستاسو شرعياتو فاکولته هيڅ ډول مرسته نشي درسره کولاي تر څو خپله مطاله زياته نکړئ٠
په درناوې
غروال[color=#444444:1bb81c685b][/color:1bb81c685b][color=#444444:1bb81c685b][/color:1bb81c685b][color=#444444:1bb81c685b][/color:1bb81c685b][color=#444444:1bb81c685b][/color:1bb81c685b][color=#444444:1bb81c685b][/color:1bb81c685b]



Adil watanmal
24.10.2004

د قدر وړ غروال صاحب او درنو لوستونكو
----------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
غراول صاحب:
لومړي خو د نظر څرګندوني څخه دي مننه.
[color=yellow:7fbacbf13f]وروره فكر مي نه كولو چې ستاسي غوندي د وخت علامة صاحب دي دومره كمزوري ليكنه وكړي چې د څلورم صنف ماشوم ليكنه به هم پري ښه وي.[/color:7fbacbf13f]
1. [color=white:7fbacbf13f]تاسي ليكلي:[/color:7fbacbf13f] ((لاسپوڅې ، صليبان، کفري اچار ( چې دا به بيا تشريح کوئ چي يعنې څه؟)، او٠٠٠ او٠٠٠٠!!!))
په كومو جملو كې چې ما پورتني الفاظ استعمال كړي نو چې يو پوښتون ماشوم ئې ولولي هم په معنى ئې پوهيږي چې زما ددغه الفاظو نه څه مقصد دي نو اوس چې تاسي سره ددي چې ځان درته دوخت نابغه او علامة ښكاري پري نه پوهيږي نو شرميږي مه مهرباني وكړي له كوم استاذ څخه مو پوښتنه وكړي. چې پري پوه مو كړي.
2. كومي پوښتني چې ما دلته كړي وي په هغه كې يو مقصد زما دا وه چې د [color=yellow:7fbacbf13f]ديموكراسانو دومخيځتوب[/color:7fbacbf13f] د ګرانو لوستونكو په وړاندي ظاهر شي چې دا كار ستا په جوابونو ويلو سره يو څه ترسره شوي كه ستاسي اوستاذان ئې په جوابونو ويلو كې برخه واخلي نو دا خبره به ښه روښانه شي او لوستونكي شه پري پوهيږي خو زه به ئې بيا هم دلته يو څه شننه وكړم. د لومړي پوښتني د جواب څخه مو معلوميږي چې تاسي همغه ديمكراسي غواړي چې اوس مهال ئې غربيان په افغانستان كې تطبيق كوي چي غټه برخه ئې په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تيري كول دي نه هغه ديمكراسي چې دلته مو مونږ ته بيان كړي چې سترګي مو روته توري كړي او پټګي مو ورته په سر كړي او د اسلام چپنه مو ورته ور اغوستي ده. ځكه چې[color=darkblue:7fbacbf13f] سوال داسي وه چې هغه ديمكراسي چې دوي ئې غواړي نو څه وخت او چا له خوا به تطبيق كيږي نو غروال صاحب په ګوته كړي چې اوس مهال د صلبيانو د سيوري لاندي د كرزي په حكومت كې ئې تطبيق روان دي[/color:7fbacbf13f] خو ګرانو لوستونكو دغه ديمكراسي تر اوسه دغه كارونه انجام كړي ((په ښځينه او نارينه جنس باندي جنسي تيري كول، د بي ګناه خلكو وژل ، د ماشومانو وژل، د كورونو ورانول، د نيشه ئې موادو اضافه كول، د ماشومانو تجارت كول، د شرابو ، زنا ، فحش فلمونو عام كول او .....))
ګرانو لوستونكو زه به څه وكړم هدايت د الله پاك په لاس كي دي او الله پاك مونږ ته د وړاندي نه ددغسي ډلو په اړوند خبر راكړي ((وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ (14) البقرة ))
3. [color=yellow:7fbacbf13f]د دوهمي پوښتني[/color:7fbacbf13f] د جواب څخه دي معلوميږي چې فقط مو د خپل عادت متابق اوبه خړي كړي او زمونږ په سترګو كې خاوره راچول غواړي. ګرانه اوس مهال په افغانستان كې ولسواكي نشته بلكي د صلبيانو واكمني ده هغه څه به كيږي چې صلبيان ئې غواړي دا به ډيره د سليم عقل خاوندانو د ذهنونو نه لري خبره وي چې فكر وكړي چې صلبيان دا دومره مصرف او قربانياني ددي لپاره كوي چې په افغانستان كې د افغانانو په خوښه واكمني راشي او ددوي نظام دي نه مني بلكي [color=darkred:7fbacbf13f]په افغانستان كې به دوي خپل لاسپوڅي او هغه څوك چې دوي ته په غلامي كي ډير وفادار وي لكه كرزي چې د بون په غونډه كې د دوو رايو په ګټلو صدر شو او ستار سيرت په يولس رايو نه شو كيداي دا ځكه چې كرزي صلبيانو ته د ستار سيرت نه زيات وفادر دي.[/color:7fbacbf13f]
4. [color=white:7fbacbf13f]تاسي ليكلي:[/color:7fbacbf13f] ((زه پوهيږم چې تاسو د ديموکراسۍ په معنی او مفهوم نه پوهيږئ٠.............. متحده عرب وګورئ څه هلته کيږي؟ هغې ته کوم نظام واياست؟ او دسعودي؟))
وروره د ډيموكراسي چې كوم شكل مونږ دلته د لوستونكو په وړاندي پيش كړي هغه ورځ په ورځ تصديق كيږي او زمونږ د نظر د تائيد لپاره ډير ثبوتونه پيداكيږي خو متآسفانه چې تاسي كوم شكل ديمكراسي ته وركړي د هغي تطبيق په زربن كې هم په نظر نه راځي نو په حقيقت كې زه حيران دي ته يم چې امريكايان ځانو ته د ديمكراسي سرغني وايي او د هغوي ديمكراسي مونږ په افغانستان كې په عملي شكل كې وه كتله نو اوس [color=yellow:7fbacbf13f]د مايك مخي ته خوريدونكي خولي اواز او خبرو او د لاوډسپيكرنه راوتونكي اوز او خبرو ترمنځ د فرق په اسبابو مې سر نه خلاصيږي.[/color:7fbacbf13f]
دوهم د متحد عرب او سعودي او ايران او داسي نورو ملكونو حكومتونه نو ګرانه زه اسلامي حكومت هغي ته وايم چې كوم ما د اسلامي په پورم كې د اسلامي حكومت تر پيژندني لاندي ليكنه كې په ګوته كړي او پاتي شوه ستاسي په نظر خو په دنيا كې اوس مهال مسلمان ولس اسلامي حكومت نلري د ثبوت لپاره به زه ستاسي يو ليكنه د لوستونكو په وړاندي كيږم ((د ليکنې نېټه : شنبه اکتوبر 23, 2004 9:28 pm عنوان :
--------------------------------------------------------------------------------
ښاغلۍ شادګل ورور سلام!
[color=darkred:7fbacbf13f]دا چې له بده مرغه نن مسلمان ولس يو اسلامي حکومت نه لري ٠[/color:7fbacbf13f] )) نو ستاسي په اند د مسلمانانو اوسني حكومتونه ټول غير اسلامي دي ځكه چې د اكثرو بنسټ په ديمكراسي ايښودل شوي نو دا په خپله يو دليل دي چې ستاسي د خولي راوځي چې ديمكراسي غير اسلامي نظام دي. نوګرانه دغه غير اسلامي نظام به مسلمان افغان ولس څنګه ومني. او د نقاد صاحب په اړوند خو ټول اسلامي حكوموتونه تر اوسه پوري نامشروع وه ځكه چې د انتخاباتو له لاري نه دي راغلي او زياته وي چې هغه حكومت چې بغير د عامو انتخاباتو نه رامنځ ته شوي وي ړنګ ول ئې د افغانانو حق دي نو په افغانستان كې تر اوسه ټول حكومتونه نامشروع وه ځكه چې په افغانستان كې تر اوسه د عامو انتخاباتو له لاري حكومت نه دي راغلي اوس خو بايد افغانان د صلبيانو شكر ګزار شي چې حكومت ئې ورته مشروع كړو.
5. [color=white:7fbacbf13f]غروال ليكلي(([/color:7fbacbf13f]اوس بايد تر ټولو ړومبۍ يو حکومت ولرو تر څو وضعه لږه آرامه شي پوليس او اردو جوړه شي))
ښاغلي افغانستان حكومت لرو پوليس او اردو هم وه خو افغانانو ددي لپاره ورانه نه كړه چې د كمونيزم نظام ختم او پر ځاي ئې بل كفري نظام راشي بلكي د اسلام د نظام لپاره ئې هر څه كړي وه.

6. غروال ليكلي دي [color=green:7fbacbf13f]((لا د اسلامي فاکولتي فارغ التحصيل چې ځان معرفي کوئ او بيا ليکنه مو داسي غير علمي ستنې ولري د اسلامي فاکولتې استادان به در څخه خپه شي)) [/color:7fbacbf13f]لومړي خو پدي د الله پاك ډير شكر ادا كوم چې زما تربيه په اسلامي پوهنتون كې د داسي استاذانو په لاس شوي چې د كفري فلسفو لپاره ئې هيڅ كوم مجال نه دي پريښي چې زما په ذهن كې ځاي ونيسي او زه اسلامي قانو يو وحشي نظام وګڼم او د يو كافر د لاس جوړ شوي قانون ته سر ښكته كړم ځكه زه مسلمان يم او د ځان لپاره هغه قانون خوښه وم چې الله راته خوښ كړي او هغه اسلام دي ((.....وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ.......... إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الإِسْلامُ)))
دوهم لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق.
دريم غروال صاحب په ورځ د قيامت چې الله پاك قاضي وي او رسول عليه السلام ولاړ وي نو زه او تاسي به د خپلو خبرو جواب هلته بيا وركوي نو بيا به درته معلومات وشي چې .....
7. [color=white:7fbacbf13f]تاسي ليكلي: [/color:7fbacbf13f]((که غواړئ چي علمي وغږيږئ نو په علم به تکيه کوئ٠ نه په احساساتو! د منطق له لارې به په مخ ځئ))
غروال صاحب دا لوستونكو ته ښه معلومه ده چې د چا ليكنه په علمي تكيه ولاړه ده او څوك منطقي ليكني كوي او څوك ددي دواړو ترڅنګ خپل احساسات هم كاروي چې د چا احساسات مړه وي نو .....
همدارنګي ټول ښه پوهيږو چې ستاسي د اسلام د دين زدكونكي د جاهلانو په كتار كې ودروي او ددوي اسلامي زدكړه د حكومت په چارو كې كومه مرسته نشي كولاي ځكه تاسي ليكي((په اسلامي سياسي لاره کي ستاسو شرعياتو فاکولته هيڅ ډول مرسته نشي درسره کولاي تر څو خپله مطاله زياته نکړئ٠)) خو زه بيا دا نظر لرم كه حكومت اسلامي وي نو د اسلام د دين زدكونكي به پكي ضرور ښه رول لري او كه كفري وي نو كفر او اسلام سره نه يوځاي كيږي.
غروال صاحب دا خبره دي چې زه د شرعياتو فاكولتي نه فارغ يم نو يو ښكرور دروغ دي نو د واسكټ جيب ته ئې واچوه او بيرته ئې له ځان سره يوسه. زه ګيله درڅخه نه كوم ځكه چې درواغ ويل او تورونه لږول د ديموكراسي په هنداره كې كومه د شرم خبره نه ده.
د [color=yellow:7fbacbf13f]اسلامي نظام نه د خلكو د تښتيدو[/color:7fbacbf13f] په اړوند به زه به دومره وويم چې هر څوك چې مسلمان وي پوهيږي چې هغه كومه ډله ده چې د اسلامي نظام د نوم نه داسي تښتي لكه شيطان چې د اذان نه او د كفارو ډول ته شپه او ورځ نڅا كوي. او [color=darkblue:7fbacbf13f]ستا دا خبره د افغانانو په اړوند هيڅ كوم حقيقت نلري ځكه افغانانو د اسلامي نظام د راتګ لپاره يونيم ميليون شهيدان وركړه نو اوس څنګه ترينه تښتي اما دا خبره درسره منم چې د روسانو او صلبيانو لاسپوڅي به ترينه تښتي ځكه دروسانو لاسپوڅو خپل انجام وكتلو او د صلبيانو لاسپوڅي هم خپل انجام ورځ په ورځ ګوري.[/color:7fbacbf13f]

[color=white:7fbacbf13f]د پاي ټكي:[/color:7fbacbf13f]
غروال صاحب ستاسي او د ملګرو دي تر اوستاذانو پوري خفه نشي ليكني مو دومخونه لري چې د مسلمان سره نه ښاي چې ده مخه وي تاسي خو مو همدغه ليكنه هم وه ګوري يوځاي ځان او خلك داسي معرفي كوي چې د اسلامي نظام حكومت خو پرځاي پريده د نوم نه ئې هم تښتي او په بل ځاي كې بيا داسي ليكنه كوي چې ته به وايي چې همدغه د اسلامي نظام غوښتونكو دي.
بايد يادونه وكړم چې زما ليكنه په اكثرو ځايو كې عامه بڼه لري نه كوم معلوم كس ته ګوته نيول نو كه غل په خپله ګير خس ګوري نو بيا ..............

-----------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------عادل وطنمل


م ن غروال
24.10.2004

عادل خانه وروسته له سلامه!
مننه وروره! که علامه يم او که نه اما پدې قادر يم چې ثابته کړم چې ستاسو ليکني له علمي تکيي بې برخې دي٠ وروره که د خبرو په پوهېدو داستعداد يو څه لرئ نو بيا کوشش وکړئ چې مستقيماًَ ځان معرفي کړئ او بيا به زه درسره مفصل بحث وکړم او ډاډ درکوم چې انشاالله تاسو به هرومرو د قناعت پولو ته راسره رسيږئ٠
تر ړومبۍ بيا هيله کوم چې بيا د قران شريف ايۀ ونه ليکئ چې د تعبير يي نجس بوئ راځي٠ زما خبرې او د منافق آيۀ؟ خير وروره زه د ورور خطاب درته کوم او تاسو د منافق ايه ليکئ٠ دا اسلامي سپکه ده او اسلامي اتهام دي٠
زه تاسو به لنډ سره غږيږو که ستاسو د منلو وړ وي٠
ما دا درڅخه پوښني وؤ :
[color=yellow:487a204a4d]کفري اچار يعنې څه؟ ديموکراسۍ ته فلسفه واياست، د مهربانۍ له مخې دواړه هر يو فلسفه او ديموکراسي لغتاًَ او اصطالحاًَ ترجمه او تعريف کړئ! ديموکراسان؟ دا آيا د املا سهوه ده که د انشأ؟ [/color:487a204a4d][color=#444444:487a204a4d][/color:487a204a4d]
بيا به ګورو چي تاسو څومره په هغه څه چې ليکئ پوهيږئ؟



Adil watanmal
25.10.2004

غراول صاحب او ښاغلو لوستونكو له سلامونو څخه ورسته
ښاغلي غروال صاحب:
لومړي بايد ووايم چې زما ليكني علمي تكيه لري او كنه پدي لوستونكې ښه پوهيږي او بخښنه غواړم تاسي تر اوسه دا خبره نه ده ثابته كړي چې زما ليكني فقط اوتي بوتې دي.
وروره د پوښتني په اړوند به دومره ووايم چې عقل دا نه مني چې يو سړي چې څه غواړي او د څه مخالف وي او بيا دي هغه نه پيژني زه ديمكراسي ډيره ښه پيژنم او پدي هم پوهيږم چې ستاسي د پوښتني مطلب څه دي؟؟؟؟؟؟؟
اوس كه زه د كتابونو د حوالي په روكولو سره هم ستا د پوښتني جواب وليكم نو څه ګټه نه كوي ځكه چې زه يقين لرم چې زما پر ځاي د مهرنو مخه به مو د هغه كتابو ليكونو په لور ور ورګرځي. او په افغانستان كې تاسي حكومت د ديمكراسي په اصولو غواړي او مونږ ئې د اسلام نو دغه دواړه سره تضاد دي چې شننه ئې مونږ په نورو ليكنو كې كړي دلته ئې د تكرار ضرورت نه ګڼم.
ګرانه ما په خپلو سترګو په افغانستان كې غربي ديمكراسي په عملي جامه كې ليدلي ده نو ځكه كه په اړوند ئې راته څومره خوږي خبري وشي په ما كوم اثر نه كوي
هغه د ديمكراسي پلويان چې نن د هيواد څخه لري دي كاشكي په دي دور كي يوځل دي خپل هيواد ته سر راښكاره كړي چې په خپلو سترګو وه ګوري چې په ملك كې د غربي ديمكراسي په بركت د فحاشي درجه كوم حد ته رسيدلي او د ايمان د پلورلو بازار څومره تود دي.او هغه خبري چې غربيان كوي هغه څومره حقيقت دي.
د عزت وړه زه په خپله په ټول افغان كې فقط پنځه كسان پيژنم چې حقيقي نومونه ئې څه دي او دلته ليكني په كوم نوم كوي او هغه پنځه واړو به تر اوسه ديرش ليكني نه وي كړي ځكه هغوي ډير مصروف خلق دي او ډير وخت نلري او باقي پاتي شوه دا نور ليكوالان تر تاسي پوري زه نه پيژنم چې حقيقي نوم ئې څه دي ، د افغانستان د كوم ځاي او علمي درجه ئې څه ده او همدارنګي چيرته اوسيږي او همدارنګي ما هيچ چا ته هم نه دي ويلي چې ځان رامعرفي كړه چې بيا بحث وكړو او دا ځكه چې په خلكو پسي چراغ ګرځول چې څوك ئې او چيرته اوسيږي او څه كار كوي دا زما عادت نه دي او دلته زه د هر ليكوال ليكنه لولم او خپل نظر پري څرګندوم خو ديته نه ګورم چې ليكوال څوك دي بلكي ديته ګورم چې څه ئې ليكلي.
ګرانو لوستونكو زه دا منم چې زما ليكني د پښتو د ګرامر په هنداره كې ډيري غلطي لري او سبب ئې ما څو ځلي مخكي په ګوته كړي چې اوس به ئې بيا په ډاګه كړم. لومړي دا چې ما ډيره كمه زدګړه په پښتو ژبه كړي دوهم ما په خپل ژوند كې د لومړي ځل لپاره د٢٠٠٤ كال د جولاي په ٢٥ تاريخ په ټول افغان كې ليكنه كړي. نو د ليكوالي په ميدان كې تر اوسه مې اولني قدم ايښي دي.

د پاي ټكي:
غروال صاحب ستاسي دا خبري چې زه د پوهنتون څخه فارغ يم او ليكني مي علمي تكيه نلري او.... مخكي هم څه خلكو ته زما ليكني ښكنځل ښكاريدل نو فكر مه كوه چې دغه اتهامونه به ما ديته مجبور كړي چې زه به د ليكنو څخه لاس واخلم بلكي د مسلمان او اسلامي نظام څخه دفاع زه خپل ځان باندي فرض ګڼم او په هر قسم چې زما قدرت ورسيږي زه به دغه دفاع كوم. او چې زما تر قدرت بالا وي نو بيا زه الله پاك پري نه يم مكلف كړي.
((لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلا تُحَمِّلْنَا مَا لا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (286)))

او هغه څه چې ليكم نو د مخكي نه دا فكر راسره وي چې په ورځ د قيامت به ئې جواب وايم. ځكه زه په دي عقيده لرم چې دا هر څه ليكل كيږي.
(((مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (18))))

---------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------عادل وطنمل


islam dost
25.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورورعادل وطنمل صيب څومره ښه ليکي : [color=blue:3945193bb1]په ورځ د قيامت چې الله پاك قاضي وي او رسول عليه السلام ولاړ وي نو زه او تاسي به د خپلو خبرو جواب هلته بيا وركوي نو بيا به درته معلومات وشي چې [/color:3945193bb1]...
.. هوعادل وطنمله وروره رښتيابه هم هلته دا پته ولګيږي چي څوک ووچي داسلامي نظام په ځای ديموکراسي نظام ته ترجيح ورکوله اوداسلامي نظام څخه يی يواځي ددي لپاره توره تيښته وه چي نړيوال کفرته دمنلووړنه وو اويايی ددوی هيوادته يی دايډز ،تاريخي فحشأ اوعيسوي مبلغينومخه نيوله
داهرڅه به دقيامت په ورځ انشأالله معلوميږي له همدي امله خودوی هم له قراني اياتونواونبوي احاديثو ډارمحسوسوي اوپه يونه يوډول يی دنه ليکلو غږپورته کوي
بل پلوترکومه ځايه چي دمستعاريابدل نومونوخبره ده نوپه دي هکله مامخکښي هم ليکلي ووچي له يوچا سره چي کوم علمي دليل موجود نه وي اوياله ډيرکوشش سره سره هم پيدا نکړئ شي بيا نوطبعا بل څه نه وي ورپاتي پرته له دي چي مقابل لورئ په مستعاراوبدل نومونوليکلوپړوګڼي اوپه دي وسيله دوی ناکامه هڅه کوي ترڅويوډول روحي فشار واچوي نوګران لوستونکي به له دي وروسته هم وپوهيږي چي هرڅوک چي بدل نومونه ديوې پلمې په توګه کاره وي معنی يی داده چي نوموړئ له کوم علمي دليل څخه نااميده شوی اوبايد پړوګڼل شي ځکه په دي هرڅوک پوهيږي چي مونږ دلته يواځي ليکنه پيژنواودليکنې ځواب ليکو نه دليکوال له همدي امله دليکوال پيژندنې ته هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي ٠

والسلا م عليکم ورحمته الله وبرکاته



ع کريم حليمي
25.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
نه نه داسي نده وړونو ٠

[quote:8667f4f7bd]فشار واچوي نوګران لوستونکي به له دي وروسته هم وپوهيږي چي هرڅوک چي بدل نومونه ديوې پلمې په توګه کاره وي معنی يی داده چي نوموړئ له کوم علمي دليل څخه نااميده شوی اوبايد پړوګڼل شي ځکه په دي هرڅوک پوهيږي چي مونږ دلته يواځي ليکنه پيژنواودليکنې ځواب ليکو نه دليکوال له همدي امله دليکوال پيژندنې ته هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي ٠ [/quote:8667f4f7bd]

پر هيڅ مسلمان باندي نه فرض کيږي چه دورد و وايي پر حضرت محمد(صلی الله عليه و آله و سلم)
تر څوپوري چه محمد ص تاريخچه او پېږندګلوي ئې نوي کړې ٠ ( شرعي حکم) درود پر مسلمان باندي يو وار فرض دي ٠ په عمر کي ٠
معنا دا چه که خطب د پردې ترشا ناست وي ٠ خطابه ئې د منلو نه ده ٠ ممکن ده فاسق يا فاجر وي ٠ البته ديني مبلغ ٠ او که خبره د منطقو ، ساينسي،عقلي وي ضرور نده چه وپېژندل سي ٠
منافقان نغواړي چه جامعه ئې په هرڅه خبر سي ٠
خبره عامه ده و يوه شخص ته نده ٠ شل کاله مي کيږي چه تبلغ کوم ٠ هر وخت چه په مسجد کي و دريږم اول ځان
معرفي کوم ٠ ورسته نو تبلغ شروع کوم ٠



طالب خان
26.10.2004

فاضل دانشمند ورورنقادصيب اونورټول قدرمن اوزړه ته راتيروروڼه اوخوندي!السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لومړى ترهرڅه زه دناوخته ليكني له امله معذرت غواړم.بياستاسي پام زمااوستاسي ترمنځ مخكيني مشاجرى ته راګرزوم: تاسي ليكلي:
[quote:2b73467ace]ايمان زيان دې، خو د يوه راسخ مسلمان په توګه نه د خپل ايمان زيان منلی شم او نه ستاسې په ايماني زيان راضي کيدای شم. مونږ دواړه او ټول مسلمانان له بي موردو ګنانونو او ايماني زيانونو څخه وساتي. امين ثم امين ، البته ستاسو په دې کور کورانه اتهام خفه نشوم، شايد زما د ګناهونو د رژيدو ﻻمل شي، نو له دې کبله تاسو ته د دې ناحقه اتهام مځکې له مخکې بخښنه کوم. وروره د (( متملقانه)) کلمه مو هم ډيره بي مورده کارولې ده، که دټول افغان درنو لوستونکوته سره د ورورګلويزې خواخوږي او پيرزوينه زما دليکنو بنسټ نه واي، نو يوه کرښه به مې هم چيرې نه وای ليکلي.همدغسې زه هم دځاناو نورو له پاره يو شميرنورو ليکونکو ليکنې له اسلامي،افغاني او انساني پيرزوينې څخه ډګې بولم.[/quote:2b73467ace]
استغفرالله ربي من كل ذنب واتوب اليك. وروره له دى جملى نه زماهيڅكله هم مطلب ستاسي ذات ندى بلكي مرادمي هغه غربي مفكرين دي چي ډيموكراسي يى دذهن زيږنده ده.زه لدى امله له تاسي نه دزړه له كومي معذرت غواړم البته داهيله لرم چي ليكني بايدپه عجله ونه لوستلي شي.ځكه دخطااحتمال رامنځ ته كوي.زه الحمدلله په هيڅ مسلمان باندي ددغسي نجس شي سره دتړاوګومان نكوم.
پاتي شوه ستاسي داخبره چي ستاسي ليكني له افغان ملت سره ستاسي دخواخوږۍ څرګندويه دي. هودامنم چي همداسي به وي.خواي كاش چي حقايقوته مودحقايقوپه سترګه كتلي واى.له بده مرغه ستاسي ليكني ددى پرځاي چي دملت هيلي منعكسي كاندي داستعمارچيانو دډنډورې كار وركوي.داسي ښكاري چي دملت دبچيانوپه منځ كي كركه خپرول تاسي خپله سياسي-آيديالوژيكه تګلاره ټاكلي ده.كه داسي نه واي نوهيڅكله به موبه مودملت بچيان دسياسي ملايانواواسلاميستانوپه نامه نه واي سره تفكيك كړي.آيازماپه ليكنوكي موكله داسي څه ليدلي چي چاته مي دډيموكراټ‘ليبراليست‘غربګرا اونوروخطاب كړى وي؟ ښايي داسي څه به مو نه وي ليدلي.نوچي زماچلندله تاسي سره داسي دى تاسي ولي بايد دومره ژردعجولانه قضاوت په اوركي وسوزۍ؟؟؟آياداڅه دجدل اوسياسي اخلاقومنافي كارنه بولۍ؟؟
زه به دلته درسره دقرآن اوحديث خبره ځكه نه كوم چي تاسي كيداي شي بيااحساساتي كاندي البته دامريكايي ډيموكراسۍ دپيشوايانو بُش اوكيري مثال به ستاسي مخي ته كيږدم.تيره اونۍ يى دخپلي مناظرې پرمهال يوه هم بل ته په ناوړه نامه خطاب ندى كړى.هغوي چي مسيحيان دي دومره ظرفيت لري. تاسي خوشكرمسلمانان ياست.ولي بايد دومره له سياسي اخلاقوعاري ژبه وكاروۍ؟
آياوبه كولاي شۍ چي پخپلودغو پستو اخلاقو موږدډموكراسۍ منلوته وهڅوۍ؟(حقيقت دادى چي دا اصطلاح بايد ډمو-كراسي ونومول شي نه ډيموكراسي)
البته نه! بلكي دداسي ژبي په كارولوسره ستاسي اخلاقي اومنطقي تشوالى په ډاګه كيږي اوبس!له بله پلوه په داسي ژبي سره دټول افغان هغي موخي ته زيان رسيږي چي غواړي دافغانانوترمنځ سياسي-آيديولوژيكي واټنونه كم كاندي.
پاتي شوه ستاسي دا هيله چي كاشكي ماستاسي له منطقه‘عقله اوظرفيته لري خبري درپه ګوته كړي واي نووروره لري به نه ځو.ستاسي همدغه ليكنه ماشاألله دتعقل او تمنطق شاهكار ده.تاسي خپله دغه لاندي ليكلي جمله په غور ولولۍ:
[quote:2b73467ace]د طالبانو د ژوبڼ دوره ددېولو وحشتونو سرتاج او و د ځنګليانو غوبل نه و؟[/quote:2b73467ace]
زماپه آندخودغه جمله ښايي هغه دهوتك صيب داوږدغوږي په منطق‘عقل اوظرفيت كي هم نه وي.البته چي ستاسي له رسافكره يى ترشح كړيده نه پوهيږم تاسي يي ولي پرسموالي دومره ټينګار كوۍ؟
اوږدغوږى(خريادوم) خودافغانستان داوسنۍ مشرتابه دراتلونكي بادارټاكنيزه نښه ده اوهغه دښاغلي هوتك صيب په خبره په افغانستان كي ددغه مظلوم موجود نقش په راتلونكوڅو اونيوكي خورا ارزښت ترلاسه كولاي شي.
اوسپى هم هاغه دى هوتك صيب دي خيريوسي چي له پوره ثبوت اوسندسره يى دخليلزاد له كوره دټول افغان فورم ته راوست اوتاسي ته يى دروپيژاند.اوله فيله خوبه هسي هم خبريى چي هغه نن سبا دبوش انتخابي نښه ده اوپه افغان سياسي كي هسي محيط دى. نواوس تاسي قضاوت وكړۍ چي افغانستان اوس دطالبانو په وخت كي ژوبڼ وو اوكنه اوس دى؟؟؟
پرته له دى هسي هم مناسبه نده چي يوڅوك دي دجدي سياسي بحث پرمهال دومره ژوري كندي ته ځان وغورزوي اوپه واهياتو دي سرشي.داڅه په حقيقت كي له حقيقته دفرارپه ماناده اوهغه دمحترم هوتك صيب په وينا(ټرپه پربدلول دي).
[quote:2b73467ace]څوک چې بحث ته چمتو وي، منطق يې يواځينۍ وسيله ګڼلې وي[/quote:2b73467ace]
خوداڅه هغه څوك كوي چي اسلام يى دمسيحيت په څيريوخشك اوله كاره لويدلي مذهب په بڼه ګڼلى وي اودغربي محيط داغيزوله امله يى دومره وخت نه وي موندلى چي اسلام دژوند ديوې ضابطې په بڼه مطالعه كاندي. زه بى مذهبه منطق نه منم.ځكه پاي يى ستاسي په څيروي. نيم شتر وي اونيم شترمرغ.نه له اسلامه په پوره ډول خبروي اونه يى اروپايي اقدارپه پوره ډول زړه مني.زموږدجدل وسيله مذهب دى خوپه منطقو هم درته ولاړيوپدى شرط چي دفرارلپاره به پلمى نه لټوې.هغه دحمزه باباخبره چي مينه به كوو خوتښتيدل به پكي نه وي.
[quote:2b73467ace] درنسانس اوري تنوير په برياليتوب سره دې خلکو نورصليب ماتکړکليسا[/quote:2b73467ace]هومنم يى درسره خوتاسي داخبره ولي نه منۍ چي بوش له 11-9 نه وروسته په لوي لاس دمسلمانانوپرضد دصليبي جګړې اعلان وكړ.آياتاسي داوسنۍ جګړې له صليبي ماهيت نه منكرياست؟ تاسي ښايي دبوش دشخصيت پوره مطالعه نه وي كړي.په دى موضوع به انشاءالله بياخبري سره كوو.داوس لپاره همدومره چي داجګړه كاملاصليبي جګړه ده.له بوش نه نيولي تربرلسكوني پوري ټولوپخپله خوله اعلان كړى. بله داچي كه داجګړه صليبي وي يانه وي.ستاسي يى له خيره چي دصليبيانووكالت ته موملاتړلي ده؟ آياتنخواه يى درته منلي؟ لكه ځيني نور وروڼه دكليساپه راشن اودايميګريشن په كوپون خوبه دي ګوزاره نه وي؟؟؟
طبعاًكيداي شي چي داسي به نه وي.بيانوولي سړی بايد دكُفرپه ملاتړسره خپل ايمان خراب كاندي؟؟؟
[quote:2b73467ace]وروره غربيان چې څه هم خوري هغه دې مونږ ته د هغوی اند او تبليغ يوهزره هم رزښت و وزن نه لري، خو وروره راځۍ په خپلو منځو کې او په خپلو ګريوانونو کې له ځان سره په دې اعتراف وکړو چې: پښتنو خلقيانو چې څه وړل، هغه له وحشت او ځنګليت نه کم وو؟ بسا چې ې نورو برادرای عزيزو پرچميانو وکړل او د روسانو په راوستلو يې وطن وران کړآ يا تر خلقي ځنليانو او وځشي ځناورو هم بدتر ن وو؟ له چې دې مجاهدين نام خدا منځته راغلل، يا د حلق او پرچم اوروسانو وحشت ورته ګوته په غاښ پاتې نشو؟ ستاسو د طالبانو د ژوبڼ دوره ددېولو وحشتونو سرتاج او و د ځنګليانو غوبل نه و؟ ته به وايې چې دا نورې دورې ټولې د وحشت وې خو ځمونږ د طالبانو دوره وحشت نه وه، همدغسې مجاهدين هم نونه تبرئه کوي، تاو او خلق و پرچم همدغسې غندي لکه چې پورته درجه بندي شوي دي. که له پرچم نه څوک پوښتنه وکړي ، هغوی تر لقيانو پورې په همدې درجو ټول د ځنل بچي ګڼي او ځان ته متمدن وايي او خلقيان هم هکذا ځانونه تر نورو ښه بولي. که د هرې ډلې په خله برخه ې قضاوت ليرې وغورځوو، د ټول ګډ قضاوت سم او په عين وخت کې غير مستقيم په خپل ځنګلي اصل او ماهيت اعتراف ګڼلی شو. آيا همدسې نه ده ؟ که په پلو بدو عتراف ونکړو هيڅکله به د يوه ښه کار سبب ونه ګرځو. [/quote:2b73467ace]
چي داپورته ټولي ډلي ستاسي دعقل په تول له څيلمي ځناوري وختى نودا اوسنۍ مسلطه غلامه ډله ولي بايد دځناورو له كتګورۍ وايستل شي.ځكه دپورتنيوډلوپه پرتله دكابل اوسنۍ اداره له ځناوروسره ډيرسروكار لري.پورته اشاره ورته وشوه بيابه مناسبه نه وي چي اوږدغوږى اوسپى راوننګول شي.
پاتي شوه دخپلوبدو داعتراف خبره نو وروره ايماناً اواحتساباً دادهرمسلمان دنده ده چي بايد دخپلو ټولواعمالو احتساب وكاندي. ماهيڅكله هم دكومي مشخصي ډلي ملاتړ نه دى درته كړى اونه مي هم كومه ډله له اشتباهاتو تبرئه كړيده.پاتي شوه داسلامي امارت خبره نو وروره دهغو بيچارګانو پښه پخپله پايڅه كي بنده وه.څوچي شمال نه واي ازادشوى هيڅ ډول سياسي آجندا مخي ته نه شواي بيول كيداي.طالبانو وروڼو دواك دويشلو پلان درلود خوهغه دچاخبره مخ كي له دى چي دخدايداد نوم پوره واخلي صليبيانو ورباندي دترهګرۍ ټاپه ولګوله.خوله پامه يى مه باسۍ انشاءالله هغه ورځ لري نده چي دملت اصيل بچيان به پردي صليبيان اودهغو نوكران دزمريانو له دغي خاوري باسي.
څانګه به نن سبا كي ګل شي>>>><<<<مايى په سركي سرې غوټۍ ليدلي دينه
[quote:2b73467ace]که د هر لويديځ هيواد د اساسي قانون مادې په کلي توګه خلکو د حقه حقوقو په اړه دلته معرفي ړئ، ښايي د وستونکو په ذهنيت کې به خپلې پښې پر تبرګو ووهئ. او مونږ يې ځکه نه معرفي کوو چې د له يوې خوا مو غربي ديموکراسۍ د ليبراليزم سره ورانه ده او نه يې غواړو، او له خوا مونږ دکاپيانو سره مخالف يو چې هر شی وي. [/quote:2b73467ace]
وروره !داسي ښكاري چي دقلم څوكه دي هم دحوصلې په ډول ماته ده.دلته خوڅوك په ګرانه ستاسي په املاء او انشاء پوهيږي.دپاي له جملې نه ستاسي موخه څه ده؟؟؟
حقيقت دادى چي همدا تاسي ياست چي له ډمو-كراسۍ نه مويوآيده آل جنت جوړكړى خوله بده مرغه تعبيرولاي يى نه شۍ.ما اوملګروخو دادى داسلامي حكومت بڼي په واروار درته په ګوته كړې خوچي تاسي يى دلوستلو حوصله نه لرۍ نو دهغې علاج خو والله كه له هيچاسره وي.لطفا ترټولو وړاندي ته پخپله داچارو هغه ډبلى موږته معرفي كړه چي موږستاپه نظرپوه شو.كنه نوهسي خوشي دځان او نورو خلكو وخت ضايع كول يومطلق بى ګټي كاردى. داشوني ده چي تاسي به دانترنيټ دكاروني له امله له مختلفو جهاتو معاش اخلۍ خونورخلك بيادانټرنيټ دكاروني لپاره له جيبه پيسې كاروي.ځكه نوله داسي څه ليكلو ډډه وشي چي نه پخپله پرې پوهيږۍ اونه دبل ورباندي سرخلاصيږي.
[quote:2b73467ace]مونږ هم نه وايو چې تاسو يې ومنئ، خو د کتترول له پاره به مو پکې ګډون کوی وای، که درغلۍ په کې وای تاسو به رسوا کړی وای، او که نه وای نوترې بيا مو خوښه چې څه ټه مو ترې اخيستله او که همدغسې يې پر ضد پاتې کيدلئ، اوس خوهاغه دی مجبور شوئ چې د شمالي اتلاف د غرضدارو کانديدانو په بيځايه تبليغ هم باور وکړئ.[/quote:2b73467ace]
زما له آنده خودكُفرتراشراف لاندي په ټاكنوكي برخه اخيستل كُفر(دانكارپه مانا)دى.پاتي شوه دشمالي ټلوالي دكانديدانو دغرضدارۍ خبره نو وروره داخوهم ستادهمدغي ډمو-كراسۍ كمال دى چي قانوني‘پدرام اود دوستم په څيرسړي خواره هم دولس مشرۍ لپاره كانديديږي. زه خوپه دې وياړم چي په هغه نظام كي چي ته يى زما آيده آل بولى نه ددغو وينه څښونكو او سړي وژونكولپاره ځاي وواونه هم دغربي سپي مينځونكو ايمان پلورو لپاره ځاي وو. والحمدلله على ذلك.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more