د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

4-اعراف؟ او اصحاب اعراف ؟


طالب جان
05.10.2004

محترمو مکرمو عزتمنو وروڼو اوپتمنو خويندو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

پدې ليکنه کي به مونږ په ﻻندي ټکو بحث کوو :
1-اعراف څه شى دى؟؟؟
2-دجنتيانو اواعرافيانو خبري.
3-اصحاب اعراف څوك دي؟؟؟
4-دپاي ټكي.
اوس به راشو لومړي ټكي ته :ددې پوښتني په ځواب کي چي اعراف څه شی دی راځۍ دقرآنکريم دسورة الحديدآيت لمبر ١٣ ته ځيرشو ( يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءكُمْ فَالْتَمِسُوا نُوراً فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ الْعَذَابُ {13} )

ژباړه : (يادکړه اې محمده هغه) ورځ چي وايي به منافقان سړي اومنافقاني ښځي هغو کسانوته چي ايمان يي راوړې ( داسي چي) وګورۍ ( انتظاروکړۍ) مونږته چي رڼاواخلو له رڼا ستاسي نووبه ويل شي دوې ته چي وګرځۍ شاوخپلوته پس ولټوۍ رڼا . پس وبه وهل شي په منځ ددوې (مسلمانواوکفارو)کي يوديوال چي هغه به دروازه لري دننه لوري ددروازې ته به (چي دجنت لوري ته به وي)رحمت وي (مؤمنانو لره) اودباندي لورته به يي (چي دمنافقانو لوری دی) لطرفه دهغه به عذاب وي) .

دقرآنکريم پدې مبارک آيت کي دپلصراط دپيښي بيان دی کله چي مسلمانان دنيکواعمالو او ايمان درڼا په بنسټ وړاندي روان وي نو منافقان به له هغوې څخه پورتنۍ غوښتنه کوي پدې ګړۍ کي به لوي خداي جل جلاله ددوي تر منځ يوديوال يافصيل حائل کړي . اوس با راشو پوښتني ته اعراف څه شی دی ؟؟؟

په پورتني آيت کي دديوال لپاره د (سور) توری غوره شوی دالفظ په اصل کي پناه ځاي ته ويل کيږي کوم چي له دښمن څخه دلويو ښارونو دساتلو لپاره دډير لوي او مضبوط ديوال څخه جوړيږي پدې کي دپوځ دساتندويه ځواکونو کمينونونه هم موجودوي ددې ديوالونو پورتنۍ برخي ته اعراف ويل کيږي . ځکه چي دادعرف جمع ده اوعرف هر لوړ ځاي ته ويل کيږي .

داعراف په سورة کي بيا نوموړی ديوال دحجاب په نامه يادول شوی حجاب هم پردې ته ويل کيږي نوددې ديول په بنسټ هم دمنافقانو او مسلمانو تر منځ پرده رامنځ ته کيږي .لوي خداي جل جلاله فرمايي (وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ {46} وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاء أَصْحَابِ النَّارِ قَالُواْ رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ {47} وَنَادَى أَصْحَابُ الأَعْرَافِ رِجَالاً يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُواْ مَا أَغْنَى عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ {48} أَهَـؤُلاء الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لاَ يَنَالُهُمُ اللّهُ بِرَحْمَةٍ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ لاَ خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلاَ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ {49})

ژباړه :او په منځ کي ددغد دواړو (جنت اودوزخ)(يوديوال )پرده دی .او په اعراف باندي به سړي وي چي پيژني به دوي هريو (جنتي اودوزخي ) په نښو ددوي سره .او غږ به وکړي دغه (اعرافيان)دجنت ملګرو (جنتيانو) ته چي سلام دي وي په تاسي باندي . حال داچي داخل شوي به نه وي دغه (اعرافيان) جنت ته اودوي به هيله دجنت لري .او کله چي وګر ځولی شي سترګي ددغو (اعرافيانو) اووګوري په لوري دملګرو داور (دوزخيانو) نووبه وايي دغه (اعرافيان) چي اې پالونکيه مه ګرځوه (يوځاي کوه )مونږ د ظالمانو (کفارو )له قوم سره . اوغږبه وکړي (اعرافيان)هغو سړو ته له (دوزخيانو)چي دا (اعرافيان) به هغوي پيژني په نښو د(تورو مخونو)دهغوسره اووبه وايي (دااعرافيان دوزخيانوته چي)هيڅ دفع ونکړه له تاسي ډيروالي (دمال يا سړو) ستاسي اونه هغه (څه دفع درڅخه وکړه)چي وۍ تاسي لويي به مو کوله . (وبه وايي دااعرافيان)آيا دغه (په جنت کي) هغه (ضعيفان مسلمانان) دي چي قسمونه به خوړل تاسي (اې کفاروپه دنيا کي)چي وبه نه رسوي الله دوي ته رحمت خپل (اواوس خو هم هغوي په جنت او رحمت کي دي او الله هغوي ته فرمايي چي )ننوځۍ جنت ته اونه به وي هيڅ ويره په تاسي باندي اونه به غمجن کيږۍ .

له دې آيت څخه داعراف په اړه دا څرګنده شوه چي اعراف به دجنت اودوزخ ترمنځ دلوي فصيل يا ديوال پورتنۍ برخه وي .چيري چي به دمسلمانانو هغه ټولۍ اوسيږي څوک چي به دڅه مهال لپاره دجنت له دخوله راګرځول شوي وي .

2-دلته داخبره ديادولووړده چي : له جنتيانو سره د اعرافيانودخبرو په وخت دسلام توری دالسلام عليکم په ځاي سلام عليکم راغلی يعني بې له الف لامه . له دې څخه ځينو مفسرينو داانګيرنه کړي چي په نړۍ کي دسلام اچول په (السلام عليکم ) سره سنت دي يعني دسلام په پيل کي ښايي الف لام وي . مګر په گخيرت کي بيا (سلام عليکم) بې الف لامه سنت دی.ددې قول تائيد په دې سره هم کيږي چي کله چي ملايکي دجنتيانو دښه راغلاست لپاره وﻻړي وي نو جنتيانو ته به وايي چي (سلام عليکم طبتم فادخلوها خالدين) پدې کي هم سلام توری بې له الف ﻻمه راغلی دی .

3-اصحاب اعراف څوک دي ؟؟؟ خواوس پوښتنه داده چي داڅوک دي چي په اعراف کي به دَرَول شوي وي ؟ او دابه ولي دَرَول شوي وي ؟

پدې اړه چي اصحاب اعراف څوک دي مفسرين کرام دوه رايي لري .

لومړۍ: داچي دا به غه مسلمانان وي چي داعمالو دتَلَلو په وخت يي دښو اوبدو عملونو تَلې سره برابري شوي وي .

دوهمه : کوم چي علامه جلال الدين السيوطي رحمه الله په البدور السافره کي دعلامه قرطبي رحمه الله په حواله ليکلی هغه په دې اړه نژدې ١٢ اقوال ذکر کړي دي دمثال په توګه اصحاب اعراف به علمااوفقهاوي ،شهيدان به وي ، فرښتي به وي ، انبيا به وي(چي له پورته لوري به دجنت اودوزخ نه ليدنه کوي) ، ولدالزنا به وي اوداسي نور ... قولونه .

ليکن جمهور مفسرين ټول دلومړۍ رايي تائيد کوي اوفرمايي چي دوهمه رايه ډيره ضعيفه ده .اودجمهورومفسرينودرائي تائيد دحضرت ابن عباس رضي الله عنه له دې روايت څخه هم کيږي چي : -حضرت ابن عباس رضي الله عنهفرمايي چي اعراف دجنت او جهنم ترمنځ يو فصيل دی .اواصحاب اعراف هغه مسلمانان دي دچاچي ګناهونه غټ وي اودابه دالله تعالی په امر په اعراف کي اوسيږي . اعرافيان به جنتيان دهغوي په سپينو مخونو اودوزخيان به دهغوي په تورو مخونو پيژني .کله چي دوي جنت ته وګوري نودجنت دنوتلو هيله به کوي .اوکله چي دوزخ ته وګوري نوپه اړه به يي له لويه خدايه پناه غواړي .بيابه الله تعالی دوي جنت ته داخل کړي .وروسته بيا ابن عباس رضي الله عنه داعراف سورة ٩٤ سورت تلاوت کړ .دبيهقي اوابن ابي حاتم په حواله .

په صحابۀ کرامو کي حضرت حذيفه ، حضرت ابن مسعود، حضرت ابن عباس رضي اله عنهم او تابعينو په نزد هم اصحاب اعراف هغه دي چي دعملونو په تله کي يي دواړه خواوي يعني نيکي او بدي سره برابري وي .تفسير معارف القرآن .

حضرت عَمرو بن جريد رحمه الله فرمايلي دي چي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داصحاب اعرافو په اړه وپوښتل شوه نورسول الله صلی الله عليه وسلم داسي وفرمايل چي :دابه تر ټولودپاي خلک وي چي ددوي تر منځ به فيصله کيږي .کله چي الله تعالی دنورو بندګانو له حساب کتاب څخه راخلاص شي نو دوي ته به ووايي چي تاسي هغه خلک ياست چي ستاسي ښيګڼو تاسي له دوزخه راوګرځولۍ .نواوس تاسي ځما له لوري ازاد ياست په جنت کي چي چيري و غواړۍ ژوند وکړۍ .

دنوموړو په اړه علامه سيوطي رحمه الله پخپل کتاب البدور السافره کي دابن ابي حاتم په حواله له ابن عباس رضي اله عنهما څخه داسي روايت نقل کړی :- مخکي له دې چي اعرافيان جنت ته بوتلل شي دوي ته به يو نهر وروليږل شي چي بغلونه به يي دسروزرو دباڼسونووي او بيخ به يي دمشکووي اودانهر -نهرحيات- نوميږي نو اعرافيان به دلته تر هغو اوسيږي تر څودخداي خوښه وي .تردې چي ددوي رنګونه به ډير صاف اوسپين شي .او کله چي دوي له هغه راووځي نوددوي په سينو به يوه سپينه نښه وي چي دهغې له امله به خلک دوي پيژني .اوددوي نومونه به -مساکين اهل جنت-وي .

په حديثو کي راځي چي په جنت کي به ددوي نوم -جهنميون-وي اودوۍ به پدې لقب هيڅ بد نه مني .

4-دپاي ټکي : لنډه داچي اعراف دآخيرت له ځايونو څخه يوداسي ځاي دی چيري چي به هغه مسلمانان دڅه مهال پاره اوسيږي دچاچي نيکي له بدي سره برابري وي .دابه يولو ړ ځاي وي له کومه چي به جنتيان اودوزخيان پيژندل کيږي .ددې خلکو فيصله به دنوروانسانانو دحساب کتاب وروسته کيږي.او الله تعالی به دوي ته هم جنت ته دداخليدو امر ورکوي . والله اعلم باالصواب

وما علينا اﻻالبلاغ المبين



ع کريم حليمي
05.10.2004

محترمو مکرمو عزتمنو وروڼو اوپتمنو خويندو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په اسلام کښي تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكرِ پر هر مسلمان باندي فرض دي
ولي چه انساني جامعه په سميږي٠ دغه عمل په جنګ ،زور سره نکيږي ٠ مطلق اخلاقي لار ده ٠
چي اصلأ جهاد دغه ويل کيدايسي ٠ که خلک له بدو راوګرځول سي ٠
هيڅ وخت نه کفار غلبه پېدانکړي پر مسلمان باندي ٠ او قاتلوا (جنګ) ته به ضرورت پېدانسي ٠ انشا الله
ولي چه اسلام د توري په زور مخته ندي تللۍ ٠ يوازي د ښو اخلاقو په خاطر
او د اخلاقو رئيس چه دۍ تقوا ده ٠
که اکثره خلک لاس واخلي له تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكرِ نو ويلای سو چه اکثر خلګ فاسقان دي
نو وړونو٠ کوښښ به وکړو چه خلګ د وينو تيولو را وګرځوو ٠ او د افغان او بيا (د مسلمان د وږولو )

آيه و ترجمه
كُنتُمْ خَيرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَت لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكرِ وَ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ لَوْ ءَامَنَ أَهْلُ الْكتَبِ لَكانَ خَيراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَ[color=red:a496c8c641] أَكثرُهُمُ الْفَسِقُونَ[/color:a496c8c641](110)
ترجمه :
110 - شما بهترين امتى بوديد كه به سود انسانها آفريده شديد (چه اينكه ) امر به معروف مى كنيد و نهى از منكر، و به خدا ايمان داريد، و اگر اهل كتاب (به چنين برنامه و آئين درخشانى ) ايمان آورند به سود آنها است [color=blue:a496c8c641](ولى تنها) عده كمى از آنها با ايمانند [/color:a496c8c641]و اكثر آنها فاسق (و خارج از اطاعت پروردگار) مى باشند
تفسير :

[color=darkred:a496c8c641]باز هم مبارزه با فساد و دعوت بحق[/color:a496c8c641]
در اين آيه بار ديگر مساءله امر به معروف و نهى از منكر و ايمان بخدا مطرح شده است ، و همانطور كه در تفسير آيه 104 گفته شد اين آيه امر به معروف و نهى از منكر را به عنوان يك وظيفه عمومى و همگانى ذكر مى كند، در حاليكه آيه گذشته يك مرحله خاص از آنرا به عنوان يك وظيفه خصوصى و واجب كفائى بيان كرده است ، كه شرح آن را مبسوطا ذكر كرديم .
مى فرمايد: ((شما بهترين امتى بوديد كه به سود انسانها آفريده شده اند (چه اينكه ) امر به معروف و نهى از منكر مى كنيد و به خدا ايمان داريد)) ([color=blue:a496c8c641]كنتم خير امة اخرجت للناس ‍ تامرون بالمعروف و تنهون عن المنكر و تؤ منون بالله ).[/color:a496c8c641]
نكته جالب توجه اينكه در اين آيه مسلمانان به عنوان بهترين ((امتى )) معرفى شده كه براى خدمت به جامعه انسانى بسيج گرديده است ، و دليل بهترين امت بودن آنها اين ذكر شده كه ((امر به معروف و نهى از منكر مى كنند و ايمان بخدا دارند))

و اين خود مى رساند كه اصلاح جامعه بشرى بدون ايمان و دعوت بحق و مبارزه با فساد ممكن نيست ، و ضمنا از آن استفاده مى شود كه اين دو وظيفه بزرگ با وسعتى كه در اسلام دارد در آئينهاى پيشين نبوده است .
اما چرا اين امت بهترين امتها بايد باشد آن نيز روشن است زيرا آنها داراى آخرين اديان آسمانى هستند و آخرين دين روى حساب تكامل كامل ترين آنها است .
در آيه فوق به دو نكته ديگر بايد توجه نمود، نخست اينكه ((كنتم )) (بوديد) به صورت فعل ماضى ذكر شده يعنى شما در گذشته بهترين امت بوديد، درباره مفهوم اين جمله گرچه مفسران احتمالات زيادى داده اند ولى بيشتر بنظر مى رسد كه تعبير به فعل ماضى براى تاءكيد است ، و نظير آن در قرآن مجيد فراوان است كه موضوعات مسلم در شكل فعل ماضى ذكر مى شود و آنرا يك واقعيت انجام يافته معرفى مى كند.
ديگر اينكه در اينجا امر به معروف و نهى از منكر بر ايمان بخدا مقدم داشته شده و اين نشانه اهميت و عظمت اين دو فريضه بزرگ الهى است ، به علاوه انجام اين دو فريضه ضامن گسترش ايمان و اجراى همه قوانين فردى و اجتماعى مى باشد و ضامن اجرا عملا بر خود قانون مقدم است .
از همه گذشته اگر اين دو وظيفه اجرا نگردد ريشه هاى ايمان در دلها نيز سست مى گردد، و پايه هاى آن فرو مى ريزد، و بهمين جهات بر ايمان مقدم داشته شده است .
از اين بيان نيز روشن مى شود مسلمانان تا زمانى يك ((امت ممتاز)) محسوب مى گردند كه دعوت به سوى نيكيها و [color=red:a496c8c641]مبارزه با فساد را فراموش نكنند، [/color:a496c8c641]و آن روز كه اين دو وظيفه فراموش شد نه بهترين امتند و نه به سود جامعه بشريت خواهند بود. ضمنا بايد توجه داشت [color=brown:a496c8c641]كه مخاطب در اين آيه عموم مسلمانان هستند، [/color:a496c8c641]همانطور كه ساير خطابات قرآن چنين است ، و اينكه بعضى احتمال داده اند

په ملي او ملت سالاري کي هر مسلمان حق مسلم لري ٠ څه چه ئې نخوښيږي ٠ او اخلاقي نه وي ٠
مخه ئې ونسي ٠ په مبارزه ٠ نه د توپک په زور ٠ که د نهی عن المنکر خلګ ټوپک ته لاس کړي ٠
نو دا پخپله دامعنا چه حکومت ته اجازه ورکول ٠ چه له زوره کار واخلي ٠
که ملت بيله ټوپکه مبارزه وکړي ٠ نو که حکومت له ټوپکه کار واخلي ٠ نو حکومت لوی مسؤليت په غاړه اخلي
او ديکتاتو،ظالم ، ټوپک سالار ئې کڼو ٠او که و مسلمان افغان ته اراده پلاس ورکړې ٠ نواسلامي ملي حکومت
..............................................................................دي



Adil watanmal
06.10.2004

محترم او مكرم مولوي صاحب طالب جانه او درنو لوستونكو
---------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم مولوي صاحب طالب جانه ليكنه مې دي په غور سره ولوسته ماشاء الله ډيره ښه ليكنه مو كړي دي او الله پاك دي ستاسي دغه عمل په خپل دربار كې قبول كړي.

---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------عادل وطنمل



طالب جان
07.10.2004

محترمه مكرمه اوعزتمنه وروره عادل (وطنمل) صيب!
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دعزت څښتنه: داچي ځما ليكنه مو خوښه كړي , يوه نړۍ مننه درڅخه كوم . دټول افغان په مختلفو فورمونو كي ستا په خوږو ليكنو وياړم پالونكى څښتن مو په ګوتو ,قلم اوذهن لا بركت كړه .
په راتلونكي كي هم ستاسي دهمكاري په هيله .


طوفان
07.10.2004

طالب جانه وروره سلامونه مي ومنه
مأشاألله څومره ښه معلومات موداعراف په اوصحاب اعراف په هکله ورکړي دي خدای ( ج ) موعلم کښي نوره هم برکت کيږده خوداصحاب اعراف په هکله ماسره هم يوه پوښتنه پيداشوه هغه داچي دکافروماشومان به په کوم ځاۍ کښي وي ماخواوريدلي دي چي هغوی ( دکافروماشومان ) به هم اعراف کښي وي
که په هکله لږمعلومات راکړئ ډيره به ښه وي ٠
طوفان



طالب جان
08.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره (طوفان) صيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه: دليكني له خوښولو مو يوه نړۍ مننه كوم . تاسي يقينا په زړه پوري پوښتنه كړيده .
ستاسي دپوښتني لنډ ځواب دادى چي ځينو علماوو ويلي چي : دكفارو نابالغ هلكان (چي مړه شي نو هغه )به په جنت كي دجنتيانو خادمان وي . خو دتفصيلي ځواب لپاره داسلام دڅانګي دليكنو همدا لړۍ ګورۍ .انشاءالله ستاسي دپوښتني دتفصيلي ځواب لپاره ځانګړي ليكنه په پام كي نيول شوي. والسلام عليكم ورحمةالله وبركاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more