د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ښځې او سړي پۀ لمونځ کې فرق ولې؟

پښتون ځلمی
02.10.2004

السلام عليکم ورحمت الله و برکاته
ما د سلفيانو ورونو نه اورېدلي چې د ښځو او سړو پۀ لمونځ کې د فرق پۀ حق کې کوم دليل نۀ شته او د دې حديث شريف [color=red:87bf8eaeff](لمونځ داسې وکړئ لکه چې زۀ يې کوم)[/color:87bf8eaeff] پۀ دليل بايد ښځې او سړي دواړه لمونځ د رسول صلی الله عليه وسلم پۀ څېر وکړي. د ساري پۀ توګه زمونږ پۀ فقه کې ښځه د تکبير تحريمه پۀ وخت لاسونه د اوږو سره برابروي خو سړي يې غوږو ته وروړي، پۀ قيام کې سړي لاسونه ټيټ ږدي خو ښځې نۀ، او هم داسې پۀ نورو ارکانو کې سړي يو عضو د بلې عضو نه بېلوي خو ښځې ځان راټولوي. پۀ sunnipath.com کې مې د داسې يوې پوښتنې ځواب ولوست خو ځواب ورکوونکی داسې ښکاري چې ځان تېروي او دليلونه يې هم قناعت ورکوونکي نۀ دي. لاندې يې لوستی شئ.

[quote:87bf8eaeff]السؤال: ما دليل كون صلاة المرأة تختلف عن صلاة الرجل ؟ وكيف تختلف ؟

الجواب : لا تخلف صلاة المرأة عن صلاة الرجل في شيء من أركان الصلوات ولا شرائطها إلا في قدر العورة وذلك أن عورة الرجل في صلاته ما بين سرته وركبته ، وعورة المرأة في صلاتها جميع بدنها إلا الوجه والكفين ، والدليل عليه ما رواه أبو داود بإسناد جيد كما في "المجموع" عن أم سلمة رضي الله عنها أنها سألت النبي صلى الله عليه وسلم :" أتصلي المرأة في درع وخمار ليس عليه إزار ؟ قال : إذا كان الدرع سابغاً يغطي ظهور قدميها ". والإجماعُ منعقدٌ على أن عورة المرأة في الصلاة غيرُ عورة الرجل . و تخالف المرأةُ الرجل في الصلاة في سننٍ وآدابٍ أيضاً مبناها على المبالغة في ستر المرأة وعدم إظهار مفاتنها فروى الشيخان عن سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال :" إذا نابكم شيء في الصلاة فليسبح الرجال وليصفق النساء ". فكان هذا أصلاً عند الفقهاء قاسوا عليه بعض المسائل وهي : أن المرأة تخفض صوتها بالقراءة عند الرجال الأجانب قال الإمام الشيرازي في "المهذب" :" وإن كانت امرأة لم تجهر في موضع فيه رجال أجانب ; لأنه لا يؤمن أن يفتتن بها ". اهـ وتضمُّ المرأة نفسها في الركوع والسجود قال في "المهذب" :" والمستحب أن يجافي مرفقيه عن جنبيه ؛ لما روى أبو حميد الساعدي رضي الله عنه : أن النبي صلى الله عليه وسلم فعل ذلك . فإن كانت امرأة لم تجاف بل تضم المرفقين إلى الجنبين ; لأن ذلك أستر لها ". اهـ وتخالف الرجل أيضاً في موقف صلاة الجماعة فيسن للرجل المبادرة إلى الصف الأول ونحوه، ويسن لها المبادرة إلى الصفوف الأخيرة ما أمكن كما في الحديث الصحيح :" خيرُ صفوف الرجال أولها وشرُّها آخرها ، وخيرُ صفوف النساء آخرها وشرُّها أولها "[/quote:87bf8eaeff]


pattang
02.10.2004

سلام وروره ! ځواب دي په خپله ليکلی دي اودادي لپاره چې ښځې په حيا
او پرده کې وي او که بي حيا ئي او لوڅوالی شروع شو نو بيادغرب غوندي
چټلي او غلامي او د ښځو خر څول شروع کيږي چې دپښتوالې او اسلام په مخالف دي٠( يعني ښځه په لمانځه کي هم با يد داسي حرکت وکړي چې نارينه د هغه په ليدلو
په کومه غيري پښتونوالې او غيري اسلامي مفکوره را نشي )
اما زه حيران يم چې تا ولي داسي سوال طرحه کړی دی ځکه چې دا سوال د پښتنو
په منځ کې حل دي او ديوه پښتون دکورنۍ له بنيادي روزني او اخلا قو ځخه دي٠
تاسو لېکۍ:
( زمونږ حيا زمونږ پښتو ده
خدای دې زمونږ تورسرې نۀ سرتوروي وينه)

ستاسو ورور پتنګ


پښتون ځلمی
02.10.2004

وعليکم سلام pattang وروره
تاسو لکه چې زما پۀ پوښتنه پوه نۀ شوئ. زه د لمونځ لپاره د لباس د شرايطو (عوره) خبره نۀ کوم. تر کومه چې د "حرکاتو" خبره ده، نو پۀ يو اسلامي ماحول کې خو هسې هم ښځه د يو نامحرم پۀ مخکې لمونځ نۀ کوي، نو د دې نورو خبرو لۀ سره پوښتنه نۀ پيدا کېږي.



طالب جان
03.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره پښتون ځلمى صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

پتمنه وروره :داچي دښځو دلمانځه كولو طريقه ولي جلا ده ؟نو داطريقه په حديثو ثابته ده .چي لامل يي تستر او دښځو فطري جوړښت په نظر كي نيول دي .

تاسي ته څرګنده ده چي اسلام په ټولو كړووړو كي دښځي اونر فطري جوړښتونه په نظر كي نيولي دمثال په توګه نر ته امر شوى چي دالتحيات په مهال به ښۍ پښه تر ځان لاندي كړي او كيڼه پښه به داسي ودروي چي ګوتي به يي دقبلې لورته وي . خو دښځي دفطري نازكوالي له كبله داڅه لږ هغې ته ګران وو ځكه نو هغې ته امر وشو چي تاسي دومره تكليف په ځان مه تيروۍ بلكه په اسانه توګه دواړه پښې تر ځان لاندي ږدۍ.

همداراز په نوموړي طريقه كي لكه څنګه چي Pattang ورور ورته اشاره كړي دپردې مراعات هم په ښه توګه راځي دمثال په توګه : نربه دسجدې په مهال شا پورته باسي نس به له ورنو نه لري ساتي او څنګلي به له ځمكي پورته او له خپلو دواړو بغلونو لرې لري , نو كه اوس يوه ښځه پدې وړلمونځ كوي نو هيڅ ښه به نه ښكاري كه څه هم هغه دخپل پلار يا ورور يا يوه بل محرم تر وړاندي لمونځ كوي .دلته دا خبره هم ديادولو وړده چي: په حديثو كي راځي چي ښځه چي څومره په ګوښه كي لمونځ وكړي دابه ښه وي حتى كه په تياره خونه كي يواځي (چي هلته هيڅ نارينه موجود نه وي) لمونځ وكړي دابه انشاءالله دډير ثواب وړوي . والله اعلم باالصواب .



طالب جان
10.10.2004

محترمه مكرمه اوعزتمنه وروره پښتون ځلمى صيب:
السلام عيلكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه: لكه مخكي چي مو ويلي وو چي دښځو دلمانځه طريقه په حديثو او دصحابۀ كرامو په اقوالو ثابته ده نو له همدې كبله دڅلورو مذهبونو امامان رحمهم الله دښځو لپاره دلمانځه په ځانګړي طريقې قائل دي او دښځو لپاره همدا طريقه سنت بولي.
يواځي اهل حديث حضرات دا وايي چي دښځو دلمانځه طريقه هم لكه دنارينه و داسي ده خو دهغوي دليل له څو لارو ضعيف دى . مونږ به دلته لومړى دښځو دلمانځه دځانګړي طريقې په اړه اثار او اقوال ذكر كړو بيا به دڅلورو مذاهبو دفقهي حوالې وركړو او په پاي كي به داهل حديثو استدلال ته ځواب ووايو .
لومړى اثاراو اقوال : عن ابن عمر رضي الله عنه انه سئل كيف كان النساء يصلين على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم قال كن يتربصن ثم امرن ان يحتفزن .جامع المسانيد1ټوك 400 مخ .
ژباړه : له حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه وپوښتل شول چي درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كي به ښځو څنګه لمونځ اداكاوه ؟ نوهغه وفرمايل چي لومړى به ښځي چارزانو كيناستې خو وروسته امر ورته وشو چي ښې ټولي او جوختي دي كيني .
2-عن وائل ابن حجررضي الله عنه قال قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم يا وائل بن حجر! اذا صليت فاجعل يديك حذاء اذنيك والمرأة تجعل يديها حذاء ثدييها. مجمع الزوائد 2ټوك 103 مخ ز
ژباړه : حضرت وائل ابن حجر رضي الله عنه وايي چي ماته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي اى وائل بن حجره! كله چي ته لمونځ پيل كوې نو لاسونه تر غوږو پوري پورته كوه او ښځه دي لاسونه تر سينې پورته كوي .
3-عن يزيد بن ابي حبيب رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم مر على امرأتين تصلين فقال اذا سجدتما فضما بعض اللحم الى الارض فان المرأة ليس في ذلك كاالرجل . السنن للبيهقي 2ټوك 223مخ ,اعلاءالسنن په حواله د مراسيل ابوداود 19 مخ3ټوك .
ژباړه: يزيد بن حبيب وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم دددو ښځو ترڅنګ پداسي مهال تيريده چي ښځو لمونځ كاوه رسول الله صلى الله عليه وسلم چي دوي ته وكتل نو ويي فرمايل كله چي تاسي سجده كوۍ نو دبدن ځيني برخې مو په ځمكه پسي ولګوۍ ځكه چي پدې څه كي ښځه لكه نرداسي نه ده .
4-عن عبدالله ابن عمررضي الله عنهما قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم اذاجلست المرأة للصلوة وضعت فخذها على فخذها الاخرى واذاسجدت الصقت بطنهافي فخذيهاكاستر مايكون لها وان الله تعالى ينظر اليها ويقول يا ملائكتي اشهدكم اني قد غفرت لها . بيهقي
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمررضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي :دلمانځه په مهال چي كله ښځه كيني نو يوورون دي په بل ورون دپاسه كيږدي او كله چي سجدې ته ولاړه شي نو خپله خيټه دي له دواړو ورنو سره نښلوي پداسي ډول چي څومره ډير ستر راتلاي شي .ا الله تعالى ددې لورته ګوري او فرښتو ته وايي چي اى فرښتو تاسي شاهداني اوسۍ چي مادې ښځي ته بښنه وكړه .
5- عن ابي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم التسبيح للرجال والتصفيق للنساء . ترمذي , مسلم .
ژباړه : له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي (چي كه په لمانځه كي كوم داسي عمل راغى چي له امله يي لمونځ خرابيدو) ( نودامام دخبرداري لپاره دي ) سړي يواځي تسبيح وايي او ښځي دي يولاس له بل لاس څخه وهي.
6-قال ابوبكر بن ابي شيبة سمعت عطآء سئل عن المرأة كيف ترفع يديها في الصلوة ؟ قال حذو ثدييها (وقال بعد اسطر) لاترفع بذلك يديها كالرجل واشار فخفض يديه جدا وجمعها اليه جدا وقال ان للمرأة هيئة ليست للرجل . المصنف لابي بكر بن ابي شيبة 1ټوك 239 مخ .
ژباړه : دامام بخاري ښوونكى ابوبكر بن ابي شيبه رحمه الله فرمايي چي :ما له حضرت عطا رحمه الله څخه واوريدل كله چي له ده څخه دښځو دلاس پورته كيدو په اړه وپوښتل شول چي: ښځه دي تر سينې پوري لاس پورته كوي دنارينه و په څير دي خپل لاسونه نه پورته كوي . كله چي هغه دخپلي خبري تفصيل دلاسو په اشاره سره بياناوه نو خپل دواړه لاسونه يي ټيټ ونيول او ښه يي سره نزدې كړل اوويي ويل چي دښځو دلمانځه طريقه لكه دنرو داسي نه ده .
7- حدثناابوالاحوص عن ابي اسحاق وعن الحارث عن علي رضي الله عنه قال اذاسجدت المرأة فلتحتفز ولتضم فخذيها. بيهقي 2ټوك 223 مخ.
ژباړه : له حضرت علي رضي الله عنه څخه روايت شوى چي پكي فرمايل شوي چي كله چي ښځه سجده كوي نودكناټو په سر دي كيني اوورنونه دي سره نزدې كړي.
له پورتنواحاديثواو دصحابۀ كرامو او تابعينو له اثارو څخه په ډاګه شوه چي دښځو دلمانځه طريقه له نرو نه بيله ده .
اوس راځو دفقي دامامانو مسلك ته :
1-وفي مذهب الحنفية- واما في النساء فاتفقوا على ان السنو لهن وضع اليدين على الصدراستر لها كما في البنايه . السعايه . 156 مخ 2ټوك
والمرأة تنخفض في سجودها وتلزق بطنها بفخذيها لان ذللك استر لها (وفي موضع آخر) وانكانت امرأة جلست على اليتيها اليسرى واخرجت رجليها من الجانب الايمن لانه استر لها . هدايه 1ټوك 111مخ .
2-وفي مذهب المالكيه - ندب مجافاة اى مباعدة (رجل فيه) اى سجود (بطنه فخذيه) فلا يجعل بطنه عليها ومجافاة(مرفقيه ركبتيه) اى عن ركبتيه ومجافاة ضبعيه اى ما فوق المرفق الى الابط جنبيه اى عنهما مجافاة وسطا في الجميع واما المرأة فتكون منضمة في جميع احوالها. الشرح الصغير للدردير المالكي 1ټوك 329 مخ .
3-وفي مذهب الشافعية- قال النووي (يسن ان يجافا مرفقيه عن جنبيه ويرفع بطنه عن فخذيه وتضم المرأة بعضهاالى بعض . شرح المهذب 3ټوك 404 مخ .
4-وفي مذهب الحنابلة- وفي المغني: وان صلت امرأة باالنساء قامت معهن في الصف وسطاقال ابن قدامه في شرحه اذا ثبت هذا فانهااذا صلت بهن قامت في وسطهن لاتعلم فيه خلافا بين من راى لها ان تؤمهن ولان المرأة يستحب لها التستر ولذلك لايستحب لها التجافى . المغني 2ټوك 202 مخ .
څرګنده شوه چي دڅلورو امامانو په مذهب هم دښځو دلمانځه طريقه بيله ده .
اهل حديث وروڼه وايي چي دښځو اونرودلمانځه طريقه يو ډول ده او دليل دمصنف ابن ابي شيبة داروايت وايي چي (ام الدردأ رضي الله عنها به دسړو په څير لمونځ كاوه ) .
ددې ځواب دادى چي كه څه هم حافظ مزي رحمه الله ام الدردأ صحابيه بللي خو دډيرى علماو په وړاندي ام الدردأ صحابيه نه ده . نو څنګه به دحديث په مقابل كي دتابعي قول ومنل شي؟ او دتابعي قول كه له اصولو مخالف هم نه وي بياهم استدلال نه ورباندي رواكيږي.
كه فرضا هغه صحابيه هم ومنل شي نو دا دهغې خپله رايه ده او خپلو دې كړو ته يي نه څوك رابللي نه يي هم دخپلي كړني په اړه كوم قولي يا فعلي حديث يا اثر رانقل كړى .
نو له پورتنيو ټولو دلايلو څخه روښانه شوه چي : دښځواو نرو لمونځونه په يوه طريقه بلل دامت دعملي تواتر خلاف خبره ده ځكه نوداسي خبري هسي بې دليله څرګندوني دي چي هيڅ دتوجه وړ نه بلل كيږي. والله اعلم باالصواب .


پښتون ځلمی
19.10.2004

محترمه وروره طالب جانه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ماشأالله وجزاکم الله خيرا. ډېره ډېره مننه چې دومره تفصيلي ځواب مو ليکلی. الله پاک دې ستاسو پۀ علم او عمر برکت کېږدي.
استاده يوه لنډه پوښتنه. پۀ پورتنۍ ليکنه کې چې تاسو دا احاديث (سره د حوالو) ياد کړي د دېوو د صحت پۀ هکله کۀ څۀ معلومات راکړئ، ډېره مننه به کوم.



طالب جان
19.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره پښتون ځلمى صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دعزت وړه : دغه پورتني احاديث ټول دصحت په درجه كي دى .خو دخپلو مصروفياتو له كبله نشم كولاي چي اوس يي تاسي ته په پوره تفصيل سره بيان كړم .

هيله لرم چي زړه به مو نه بديږي . په راتلونكي كي ستاسي دهمكاري په هيله .


ziauddin
31.10.2004

محترم طالب جان صاحب زياته خوندوره جوابي ليكنه مو كړي الله دي اجر دركړي
اوبل بايد وه وايم چه دفقهاو دمعتمدو دكتابو خبر هم شرعي سند دي

ضيأالدين غفرله,,,,,,



طالب جان
01.11.2004

محترمه مكرمه اوو عزتمنه وروره ضياءالدين صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عزتمنه : ستاسي له تاييدي ليكني نه يوه نړۍ مننه . په راتلونكي كي مو هم همكاري غواړم .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more